تازه سرليکونه
د (اسلام او سياست) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ډیموکراسي حقایق او نتایج
  تعلیم الاسلام
  March 28, 2017
  0
لیکنه: محمد امين سايح 

( وَإِن تُطِعْ أَكْثَرَ مَن فِى ٱلأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ إن يَتَّبِعُونَ إِلاَّ ٱلظَّنَّ وَإنْهُمْ إِلاَّ يَخْرُصُونَ) سورة الانعام: ۱۱۶
 
ډیموکراسي څه شي ده؟
 
ډيموكراسي د يو داسي نظام نوم دی چي حيث ثبات او اساس نه لري او نه د بل ملك د ډيموكراسي سره يو قدر مشترك لري ، يوازني اصل چي مشترك ورته ويل كيدای سي هغه هم فقط د مفكوري او تشهيري عنصر په حيث نه د عملي او ثابت په حيث هغه د اكثريت پر رايو راغلی نظام چي دا خپله يو خيال دی عملي جنبه نه لري ځكه چي تقريبا په ټولو هیوادو كي تر دوه حزبه ډير حزبونه وي كه څه هم دريم كمزوره وي خو رايه لري نو رايه پر درو برخو تقسيم سي كه دوه حزبه ۴۰ ، ۴۰ په سلو كي رايي واخلي او دريم شل په سلو كي رايي واخلي نو دلته چي د ۴۰ څخه د لږ لور رايي اخيستونكو حكومت راسي بيا هم ۶۰ په سلو كي په حكومت كي بي برخي دي يعني د اقليت حكومت دی هغه هم كه هر څه د يو منظم او فساده څخه پرته رايو شميرنه وسي چي تقريبا ممكنه نه ده.
 
كه په ښاري علاقو كي وي او که په كليوال ماحول كي وي دا مستحيل او د امكانه وتلې خبره ده او كه فرض كو چي دوه گونده دي بيا هم د اكثريت حكومت نه دی زكه دلته يو داسي لوی شمیر خلگ موجود وي چي هغه د دواړو گوندو څخه ناخوښه وي نو د هغو رايه اصلاً د دوی څخه بيله وي نو بيا هم كه حكوت جوړيږي د اكثريت پر رايي نه وي بلكي د اقليت پر رايه وي ځكه خاموش او رايه نه اچونكي او د مخالف گوند رايي اكثريت جوړوي، نه د هغه بل گوند رايي او كه د اكثريت پر رايه هم حكومت راسي بيا هم د شريعت له نظره صحيح نه دی ، ترڅو د شرعي انتخاب د لاري نه وي چي اهل تقوى دي:
 
( وَإِن تُطِعْ أَكْثَرَ مَن فِى ٱلأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ إن يَتَّبِعُونَ إِلاَّ ٱلظَّنَّ وَإنْهُمْ إِلاَّ يَخْرُصُونَ) سورة الانعام: ۱۱۶
 
 او بل د جمهوري ډيموكراسۍ يو ډير خطرناكه اصل هغه په ټولنه كي تفرقه ده ځكه دلته لږ تر لږه يو گوند هميشه د اختلاف د حزب په نامه يا مخالف گوند يا د حكومته دباندي گوند په نامه موجود وي ، چي د هغه مرام دا وي چي په راتلونکي ټاکونو كي ځان حكومت ته ورسوي نو دغه ګوند اكثره وخت دا هڅه كوي چي د حكومت د هر څه مخالفت وکړي ترڅو ځان فعال وښيي ، او حكومت ناكام ښکاره کړي. دا اختلاف ددغه ګوند رسمي وظيفه وي ځكه كه دغه ګوند د حكومت تايد وکړي نو مطلب يې دا سو چي په راتلونکو ټاکونو كي  دده رايه هیڅ ده ځكه خپله دی وايي چي حكومت سم كار كوي نو ددې دا مطلب سو چي دا ګوند خلگو ته وايي چي په راتلونکي كي هم همدغه حاکم ګوند چي پر اقتدار ولاړ دی رايه ورکړئ نو دا دده د مرام او مقصد څخه مخالفه كار دی نو بيا دده د موجودیت څه فايده سوه؟
 
ددې ګوند مصارف او څنګ ته ولاړ خلگ چي تقريبا ټول د چوكۍ د وعدې پر اساس ور سره ملګري دي هغو ته به دوی مادي اسباب د كومه وركوي ؟ چي تقریباً د ټولو مقصود هم مادي او دنيوي گتي وي.
 
 په شريعت كي د اختلاف حق د يو ځانګړي ډلي نه دی بلكي هر څوک دا حق لري چي اختلاف وکړي چي كله څوك پر باطل و ويني (لا طاعة لمخلوق في معصية الخالق.) الحدیث
 
دا د يوې ډلي یا ګوند كار نه دی ځكه ددې سره تفرقه راځي او که دغه ډول يو څوك اختلاف خپله دنده ګرځوي نو بيا تل د جنجال ، تفرقې ذهن سازي جوړیږي او هر وخت همدغه فکر او چرت وهي او پلانونه ورته جوړوي ، او بل په جمهوري نظامو كي مخالف ګوند دا ويني چي ډير وخت د خلګو داسي مشكلات وي چي هغه حقيقي مشكلات وي اما د رايو خاص تعداد نه لوروي نو مخالف ګوند پر دې سربيره چي په سترګو يي ويني چي مشكل موجود دی خو دا چي ده ته په رايو كي كوم اهميت نه لري سترګي ور څخه پټوي او كله بيا داسي هيڅ ستونزه نه وي خو يو كار تشهيري بڼه لري مخالف ګوند هغه ټینګوي او پسي ځغلي ځكه چي د رايو د ډير والي سبب ګرځي. 
 
خو په اسلامي نظام كي قدرت طلبي ممنوع ده چي يو سړی عهده غواړي هلته د ځان د صلاحيتو اظهار كيدای سي، نه قدرت طلبي بلكي هلته چوكي يا عهده اخيستل كيږي نه، بلكي وركول كيږي ، اسلامي ټاکني (انتخابات) ډير اسانه او بيله كومه مصرفه او بيله كومه جنجاله كيدای سي ، په شريعت كي د انسانانو د تفوق او لوړ والي سبب تقوى ده او لمونځ د تقوى د معيارو څخه يو لوړ معياري عمل دی ، په هره سیمه او علاقه كي، په ښار یا په كلي او ناحيه كي چي په مسجد كي د پنځه وخته په جماعت لمونځ كونكو څخه وپوښتي چي په دې مسجد يا محل كي څوك تر ټولو ښه (تقواداره او مدبر) شخص دی؟ تقريبا په اتفاق به يو چا ته اشاره وکړي چي همدغه کس دی! ددې مسجد، یا محل او يا ښار ښه سړي دی ، همدا خپله انتخاب سو بيله رايي اچوني، بيله د هغه د غوښتني ، همدغه ډول په ټول ملك او امت كي هم داسي متفقه نفر سته چي د پرهیزګارو خلګو د هغه پر تقوى او ښه والي اتفاق وي. نو دغسي مرحله پر مرحله هم ټاكل كيدای سي ، دلته مسلكي پوهه هم مهمه نه ده تقوى مهمه ده ځكه يو مشر هغه كه مسلكي نه وي اما ديني علم يا تقوى ولري هغه اداره د رشوت او فساد څخه راگرځوي مثلا د برق وزير كه د برق ماهر نه وي هم چاري مخ ته بیولای سي ځكه دده كار د برق فني سمول نه دي بلكه د برقيانو اداره كول دي چي مسلكي كسان دي او هغوی د فساده او رشوته راګرځول دي خو که بیا هم پر تقوا سربیره د همدغه مسلک شخصیت وي نو بیا خو همدا تر ټولو بهترین انتخاب دی.
 
 (إِنَّ خَيْرَ مَنِ اسْتَأْجَرْتَ الْقَوِيُّ الْأَمِين) الایة
 
نن چي په غرب كي كوم څه ليدل كيږي هغه د ډيموكراسۍ يا جمهوريت حاصل نه دي بلكي هغه دوی ته د نورو هیوادو د سرمايي او ذهن انتقال دی، او د خلګو يو مرعوبيت دی ځكه داسي ملكونه سته چي هغه نه یوازي دا چي ديموكراسي نه مني، بلكي د ؤيموكراسۍ متوازي نظامونه دي هلته تر غرب ښه ژوند، ښه اقتصاد موجود دی ، امريكا چي ځان ته د ډيموكراسۍ او جمهوريت علمبردار وايي، صنعت يې تقريباً هيڅ دی او په هر څو دقيقو كي يو قتل پكښي كيږي ، نژدې نولس تريليونه ډالره پوره وړې ده ، د اسلامي نړۍ حالات ځكه كړكېچن دي چي د دين څخه ليري والی راغلی دی او د كفارو د مداخلو ښکار دي.
 
د ډیموکراسۍ اړوند نوري لیکني
 

سرته