تازه سرليکونه
هبه
 
  April 5, 2017
  0

ليکنه: مولوي محمدعمر خطابي حفظه الله

هبه

هِبَه دې ته وايي چي څوک بل ته يو شئ بېله عوض  څخه په ځان ورکړي ، هبه کونکي ته واهب وايي او کوم کس ته چي هبه ورکول کيږي هغه ته مَوهُوب لَهُ وايي .

 

د صدقې او هبې تر منځ فرق دا دى ، چي په صدقه کي يو شئ اړ او محتاج ته د ثواب په غرض ورکول کيږي مګر په هبه کي بيا مَوهُوب لَهُ ته شئ د اړتيا لکبله نه ورکول کيږي بلکي د پېرزويني پر بنسټ ورکول کيږي .

که څوک بيا يو شئ چا ته د هغه د اکرام او خپل منځي محبت پيدا کېدلو لکبله د هغه ځاى ته ور وړي هغه ته بيا هدية وايي .

 

هبه په ايجاب او قبول صحيح کيږي يعني ايجاب او قبول يې رکن دى ، ځکه دا هم د بيعي په شان يو تړون دى ، هغه مهال صحيح کيږي چي دواړه په راضي سي او په ايجاب او قبول سره د خپلي خوښې څرګندونه وکړي .

 

د هبې قبض

هبه په ايجاب او قبول صحيح کيږي خو د هبې د تړون د بشپړ کېدلو او پوره کېدلو د پاره قبض شرط دى ، مَوهُوب لَهُ تر هغه مهاله د هبې مالک نه ګرځي تر څو چي قبض کړې يې نه وي .

که څوک چا ته يو شئ هبه کړي او په همدا د ايجاب او قبول په مجلس کي مَوهُوب لَهُ هغه شئ قبض کړي نو هبه لازميږي او مَوهُوب لَهُ يې مالک ګرځي .

 

د ايجاب او قبول په مجلس کي مَوهُوب لَهُ د واهب بې اجازې هم هبه قبض کولاى سي .

که مَوهُوب لَهُ د ايجاب او قبول په مجلس کي هبه قبض نه کړه نو ترمجلس وروسته يې نسي قبض کولاى البته که واهب اجازه ورته ورکړه هلته يې بيا قبض کولاى سي .

 

عايشېB ته خپل پلار وويل : ته شل وَسقه يعني د يوه اوښ د بار په اندازه خرما زما د باغ څخه وشکوه ، دا د ابوبکر> لخوا وعايشېB ته هبه وه ، څه مهال چي ابوبکر Sوفات کېدى عايشې B ته يې وويل :

اې لورکۍ ! ته پر ما تر هر چا ګرانه يې او ستا فقر او محتاجي د بل هر چا تر محتاجي پر ما درنيږي ، ما تا ته شل وسقه خرما هبه کړې وه چي زما د باغ څخه يې وشکوه ، که تا دا خرما شکولې او اخيستلې واى ، نو هغه ستا کېدله خو داچي تا قبض نه کړه ، نو هغه اوس د وارثانو ګډ مال دى ، ته يې د خپلو دوو وړونو او دوو خوېندو سره د قرآني وېش مطابق وويشه.

نو په همدې اساس د هبې قبض کول شرط دي .

د قبض ډولونه

د هبې قبض کول پر دوه ډوله دي ، يو دا چي څوک يې د خپل ځان د پاره قبض کوي او بل دا چي څوک يې د بل د پاره د هغه په استازيتوب قبض کوي .

کوم کس چي هبه د ځان د پاره قبض کوي د هغه د پاره عقل شرط دى ، د ليوني او داسي کوچني چي د ښو او بدو تميز نسي کولاى قبض نه صحيح کيږي البته بلوغ يې شرط نه دى ، په ښو او بدو پوهېدونکى نابالغه ماشوم د خپل ځان د پاره هبه قبض کولاى سي .

 

د بل په استازيتوب قبض بيا دا دى چي څوک يې د کوچني د پاره قبض کړي ، د کوچني د پاره د هغه د ولي قبض صحيح کيږي ، خو که ولي يې نه درلودى بيا يې هغه څوک ورته قبضولاى سي چي هغه د دا کوچني پالنه او روزنه کوي .

 

که بېګانه نفر کوچني ته يو شئ هبه کړي ، په لومړي قدم کي يې پلار بيا يې د پلار وصي ، ور پسې يې نيکه بيا يې د نيکه وصي ورته قبض کولاى سي ، په دوى څلورو که يو موجود وي بل څوک يې هبه ورته قبض کولاى نسي ، که څه هم يې خپل وي لکه ورور  اکا او مور .

ځکه پلار يا نيکه او يا د هغوى وصي چي موجود وي نور خپلوان د کوچني په مال کي تصرف نسي کولاى .

که هغوى بيخي غايب وه بيا چي تر دوى وروسته يې ولي ګڼل کيږي هغه يې ورته قبضولاى سي .

 

که په پلار او نيکه کي يو خپل ماشوم ته شئ هبه کړي دا شئ که څه هم د دوى په لاس کوي ، بيا هم د کوچني ملکيت ګرځي ، ځکه دوى يې د کوچني د پاره قبض کونکي ګڼل کيږي .

 

که يو شئ د چا په لاس کي امانت يا عاريت وي او مالک يې ورته هبه کړي نوهبه يې صحيح ده ، جديد او نوي قبض ته اړتيا نه لري .

مَوهُوب

کوم شئ چي په هبه څوک بل ته ورکوي هغه ته مَوهُوب وايي ، د مَوهُوب د پاره شرط دا دى چي د هبې په وخت کي به موجود وي ، د مثال په ډول که څوک د خپل باغ د راتلونکي کال حاصلات يو چا ته هبه کړي ، نو دا نه صحيح کيږي ، ځکه هغه تر دې دمه هيڅ موجود نه دي او تردې وروسته پيدا کيږي .

 

ګډ شراکتي شي ته مُشَاع وايي ، د هغه مُشَاع هبه هم نه صحيح کيږي کوم چي وېشل کېدلاى سي لکه غټ کور ، ځکه مَوهُوب به د نورو څخه بېل وي .

 

که څوک د شراکتي شي يوه برخه چا ته هبه کړي ، نو دا هبه فاسده ده ، که د شريکانو سره يې وېش وکړى او مَوهُوب لَهُ ته يې هبه سوې برخه تسليم کړه  نو بيا صحت پيدا کوي ، البته د داسي ګډ شراکتي شي هبه بيا صحيح کيږي کوم چي د شريکانو تر منځ پر برخو وېشل کېدلاى نسي لکه شراکتي موټر ، شراکتي دوکان ، وړوکى کور او داسي نور .

د هبې حکم

هبه چي قبض سي د هبه کونکي د ملکيت څخه وځي ، مَوهُوب لَهُ يې مالګ ګرځي ، خو دا ملکيت لازمي نه دى بلکي رجوع او فسخ پکښي راتللاى سي که څه هم په هبه کي رجوع کول ناوړه او د مړاني خلاف کار دى .

 

هبه کونکى په هبه کي هغه مهال رجوع کولاى سي يعني د مَوهُوب لَهُ څخه يې بېرته اخيستلاى سي چي مَوهُوب لَهُ يې په بېرته ورکولو راضي سي او يا يې قاضي د بېرته ورکولو حکم وکړي .

د مَوهُوب لَهُ د خوښۍ يا د قاضي د پرېکړي پرته رجوع نه صحيح کيږي .

 

  

د رجوع منع کونکي

 که مَوهُوب لَهُ هبه کونکي ته د هبې عوض

 ورکړي او هبه کونکى يې عوض قبول او قبض کړي نو بيا رجوع نه صحيح کيږي .

که څوک و فقير لره هبه ورکړي نو تر قبضولو وروسته يې بېرته نسي ځني اخيستلاى .

 

که څوک ذي رحم مَحرَم ته هبه ورکړي يعني داسي نَسَبِي خپل ته چي که يو نر بل ښځه فرض کړل سي هيڅکله يې تر منځ نکاح نه صحيح کيږي ، داسي نَسَبِي خپل ته که هبه ورکړي د هغه څخه يې هم بېرته نسي اخيستلاى .

په ماينې او مېړه کي چي هر يو بل ته هبه ورکړي په هغه کي هم رجوع نسي کولاى .

 

که په هبه کي پيوست يعني نه بېلېدونکى زياتوب راسي هلته هم رجوع نه صحيح کيږي ، د بېلګي په ډول يو څوک و چا ته مځکه هبه کړي ، هغه سراى پر جوړ کړي يا نهالګي پر شنه کړي ، يا ټوکر ورکړي هغه کالي ځني روغ کړي په داسي حالاتو کي يې هم بېرته نسي ځني اخيستلاى .

 

که هبه د مَوهُوب لَهُ د ملکيت څخه ووځي مثلا خرڅ يې کړي يا يې بل ته په هبه ورکړي دلته هم هبه کونکى رجوع نسي کولاى .

 

که په هبه کونکي او مَوهُوب لَهُ کي يو مړ سي دلته هم بيا رجوع نه صحيح کيږي .

که هبه د مَوهُوب لَهُ څخه هلاک سوه يا يې پخپله استهلاک کړه دلته هم رجوع نه صحيح کيږي .

 

د اولاد تر منځ برابري

د اولادونو تر منځ په هبه کي برابري راوستل د اکثرو علماوو په آند مستحب کار دى ، خو دا چي برابري څه ته وايي پدې اړوند د علماوو نظرونه بېل بېل دي .

ابويوسفG او همدا ډول مالکيه او شافعيه پدې نظر دي چي په هبه کي د اولادونو تر منځ برابري دا ده چي لور ته هم د زوى په اندازه شئ ورکول سي .

 

د امام محمدG او د حنابله وو نظر دا دى چي پلار د اولادونو تر منځ د ميراث د وېش په ډول هبه ووېشي ، لور ته د زوى نيمه برخه ورکړي ، ځکه الله * يې د ميراث وېش همدا ډول کړى دى نو که څوک په ژوند کي څه شئ اولادونو ته هبه کوي نو هغه دي هم د ميراث د وېش په ډول پر وويشي .

----------------------------------------

مأخذ: فقه المبتدي - نکاح برخه

مخکنۍ ليکنه: وقف

سرته