تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مور سره د یوه زوی احسان
 
  April 7, 2017
  0

 لیږونکی: احمد جنید مبارز / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

محمد بن سیرین ' رضي الله عنه ' به د دوبي په ګرمیو کي لرګي یا نور د سوځېدلو لپاره شیان سره یو ځای کول، هغه به یې ماتول او لمر ته به یې ایښودل.


خلګو به ورته ویل : ته ولي دغه کار اوس د دوبي په لمر او ګرمیو کي کوې؟! خلګ دغه کارونه په ژمي کي و پتاوي ته کوي، 
 
ده به ورته ویل : د دوبي لمر قوي دی بوټي او لرګي ښه وچوي، زه غواړم چي اوس یې ښه وچ کړم بیا چي ژمی راسي او زما مور یې د ځان تودولو لپاره سوځي، دود به نه کوي چي زما مور په تکلیف سي .

تاسي وګورئ پنځه شپږ میاشتي د مخه د دوبي په موسم کي یې د مور د ژمي ضروریات په نظر کي نیولي وه حتی "حتا " لرګي یې تر ژمي دمخه ور ته اماده کول .

د مور و پلار سره احسان /ص ۴۰۷ 

 

سرته