تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ابن عباس رضی الله عنه د هوښیاری سببونه
  تعلیم الاسلام
  April 13, 2017
  0

 د حضرت عبدالله بن عباس د نبوغ سببونه:

لیکوال: علي الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

عبدالله بن عباس خورا هوښيار، د زیات علم خاوند، حاضر جواب او د ستري تقوا څښتن وو.
 ابونعیم اصفهاني روایت کوي چي عبدالله بن عباس  راته وويل: رسول کريم د خیر کثیر دعاء راته وکړه او راته ويې ويل چي د قرآن ښه ترجمان به ته يي.
 
د حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه د نبوغ سببونه علماء کرامو دغه لاندي دلایل ذکر کوي:
 
لومړی: رسول اکرم صلی الله عليه وسلم دعاء ورته کړې وه، چي "اللَّهم علِّمه الكتاب والحكمة" 
 
دوهم: د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم په کورنۍ کي لوی سوی دی او د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم سره دوامداره ملګرتيا ئې ور په برخه سوې ده، د اکا زوی توب سره-سره ئې خاله(حضرت ميمونه)د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم مېرمن وه. نو د رسول مقبول صلی الله علیه وسلم په کور کي بې تکلیفه اوسیدای سوای.
 
د رېيم: د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم تر رحلت وروسته ئې د اکابرو صحابه وو ملازمت اختيار کړی دی 
 

سرته