تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
هر سيکولريست منافق دی
  تعلیم الاسلام
  April 19, 2017
  0
رالېږونکی: فرید احمد همدرد
 
منافقان او سيکولريستان د ځمکي پر مخ ډول ډول فسادونه خپروي. 
 
په نفساني خواهشاتو کې غرق د شرعي احکامو له منلو څخه نفرت کوونکي او سستي کوونکي دي.
 
له مؤمينانو او کفارو سره خپلې اړېکې ساتي د خپل قدر او منزلت د لوړولو لپاره د مؤمينانو خبري کفارو ته او د کفارو خبري مؤمينانو ته راوړي، او پدې ډول خپل منافقانه اعمال لکه چغلي او شيطانت تر سره کوي.
 
له کفارو سره د اسلام ضد غونډو کې ګډون، د هغو اسلام خلافه پروژو د تطبيق معاملې، له دين څخه د مخالفه کارونو تائيد او پر شرعي مسائلو د کفارو د هر ډول اعتراض او شبهې ښکاره کول و ضعيف الاعتقاده او کم فهمه مسلمانانو ته، تر څو هغوی پخپله عقيده کې مشوش او حيران کړي.
 
 
او که کوم څوک د دوی د دغه فساد په وړاندي څه ووائي؛ نو دوی به وائي موږ اصلاح راوستل غواړو او موږ روشنفکران يو. بشردوستي کول او افراطيت له منځه وړل زموږ لومړيتوبونه دي.
 
لکه چې الله ﷻ په خپل معزز کلام کې فرمائلي دي:
 
(وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا تُفْسِدُوا فِى الْأَرْضِ قَالُوٓا إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ) سورة البقرة
 
كله چي هغوی ته وويل شول: "په ځمكه كښي فساد مكوئ!" - نو هغوى همدا وويل: "موږ خو اصلاحات را وستونكي يوو.
 
سیکولرزم
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته