تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مدرسو ارزښت په ټولنه کي (لومړۍ برخه)
 
  April 22, 2017
  0

 لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر/ تعليم الاسلام ويب پاڼه

 

د مدرسو ارزښت په ټولنه کي (لومړۍ برخه)
 

تر ټولو لومړۍ مدرسه لومړی معلم او لومړی متعلم:

حق تعالی جل شانه معلم او لومړی متعلم حضرت آدم علیه السلام وو. (کمالین شرح اردو جلالین ۱/ ۷۳)
په اسلام کي لومړۍ مدرسه اصحاب صفه وه، چي نژدې ۸۰ صحابه کرام وه، او نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته تشریف راوړئ او درس به یې ورته وایه، دا د اسلام لومړۍ مدرسه وه.

(صفه) و لوړ ځای ته ویل کیږي، هلته صحابه کرام اوسېدل، او هلته یې ژوند کاوه، نبي کریم صلی الله علیه وسلم هلته تشریف ور وړئ او هلته یې و دوی ته دین ښودئ.
 
دا ځکه چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي: انما بعثت معلما
ژباړه: زه په تحقیق سره ښوونکی رالېږل سوی یم.

کله چي صحابه کرام له دې مدرسې څخه فارغېدل بیا به یې په نورو سیمو کي د مدرسو بنسټ ايښوده، او خلکو ته به یې د دین ښوونه کول.

مدرسه نوې اصطلاح نه ده.
د اسلام په لومړیو کي مشهوري مدرسې په مدینه منوره، مکه معظمه، کوفه و بصره، شام او مصر کي شتون درلودی، د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په صحابه کرامو رضی الله عنهم اجمعین کي حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه (۳۲ هـ ق) مرکزي حیثیت درلودی.(اثار الحدیث ۲/ ۴۴۴)

د شاه ولی الله محدث دهلوي رحمة الله علیه مدرسه:
د شاه ولی الله محدث دهلوی رحمة الله علیه مدرسه رحیمیه نو مېدل، انګریزانو هغه مدرسه په بلډوزر سره اواره کړه، خو علماء کرامو هر کور مدرسه کړه، یوه مدرسه په زرهاوو مدرسو بدله سوه.
 
او ګټه یې داسوه چي د انګریزانو د ټولو کفري توطیئو خاتمه یې وکړه. (اصلاحی تقریرې ۴/ ۲۴۳، مفتی محمد رفیع صاحب)

مدرسه د نفس اصلاح کوي:
مدرسه نظامیه چي په دارالخلافت بغداد کي په ۴۷۵ هق کي جوړه سوه، په دې مدرسه کي  امام ابوحامد غزالی رحمة الله علیه درس او تدریس کاوه، د خلکو د ظاهر او باطن اصلاح یې کول. (تاریخ ابن خلدون ۶/ ۴۷)
نور بیا...
-------------------
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته