تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مدرسو ارزښت په ټولنه کي (۲)
 
  April 27, 2017
  0

 لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر/ تعليم الاسلام ويب پاڼه

 
د مدرسو ارزښت په ټولنه کي (دوهمه برخه)

مدرسه دارالعلوم دیوبند:
داچي کفري یرغل مخ په زیاتېدو وو، هر ځای بشریت وژنه، نسل وژنه او غارت موجود وو، په داسی حال کي مولانا محمد قاسم نانوتوي رحمة الله فکر وکړ، چي موږ ته پکار ده چي  عالم اسلام د  کفري نړۍ او انګلیسي ښکیلاک د فکري یرغل څخه وژغورو.
 
او اسلامي ټولنه باید اصلاح وي نو ځکه یې د یوې مدرسې بنسټ کښېښود، ددې مدرسې بنسټ د ۱۵ محرام الحرام د ۱۲۸۳ هجری قمري کال چي د مئی ۳۰ د۱۸۶۷ میلادي کال سره سمون خوري کښېښودل شو،  چي یو یې استاد محمد قاسم نانو توي رحمة الله علیه وو، او بل یې شاګرد محمود الحسن وو،
 

چي د انارو تر درختې لاندي یې بنسټ کښېښودل شو، همدا مدرسه وه چي ټوله اجتماعي ټولنه یې د انګریزانو د یرغل څخه وژغورل، همدا مدرسه وه چي په بې شمېره شاګردان یې و اسلامي امت ته وړاندي کړل، همدې مدرسې د هر طاغوت، کفر او ارتداد دروازه بنده کړه، و انګریزانوته یې غاښ ماتونکی ځواب ورکړ.

همدې مدرسې چي کوم خدمتونه په په تفاسیرو، احادیثو، فقه، تاریخ، سیرت، فسلفه، تصوف، علم کلام، سیاست او نورو برخو کي کړیدي عربي نړۍ ورته حیرانه ده، یواځي حکیم الامت اشرف علي تهانوي رحمة الله ۱۶۰۰ تصنیفونه لري، لله الحمد موږ ویلای شو چي دارالعلوم دیوبند د ټول امت اصلاح وکړه. (خطبات فقیر ۳۲/ ۱۰۰- ۱۰۷)

د اسلام په زرین تاریخ کي ډیري مدرسې تأسیس شویدي:
 
مدرسه سامیریه ( تاریخ ابن کثیر ۶/ ۳۲۰)، مدرسه سلطانیه (تاریخ ابن کثیر ۸/۵۳۲)، قاضی تاج الدین مدرسه (تاریخ ابن کثیر۷/ ۵۵۵)، مدرسه مشیخه (تاریخ ابن کثیر ۴/ ۵۵۸) او داسي نورې. 

مدرسه څه شی ده؟
 
مدرسه یو لوی او ستر د تعمیر انسانیت مرکز دی، په مدرسو کي د دین داعیان او ساتونکي روزل کیږي، مدرسه د عالم اسلام د بریښناکوټ حیثیت لري، چي مسلمانان له دې مقدس ځای څخه توان او انرژي ولاسته راوړي، په مدرسه کي د انسانانو پر زړونو او دماغونو باندي کار کیږي، د انسان صورت او سیرت پکښې درست کیږي.

مدرسه په یوه ځانګړي قوم، تمدن، وخت، کلتور، ژبې او ادب سره کوم تړاو نلري بلکې مدرسه دا ټول توپیرونه له منځه وړي، او مدرسه په مستقیم ډول سره د نبوت محمدي صلی الله علیه وسلم سره تړاو لري، مدرسه د انسانیت بنسټ ایږدي، او ټول تورتمونه، ګمراهۍ او وحشتونه له منځه وړي.(خطبات علی میاه ۱/ ۴۲)

مدرسه په ټولنه کي:
مدرسه حقایق روښانه کوي، د انسانیت عقیدوي او فکري تعمیر په واک کي لري، انسانان له عقیدوي تزلزل څخه ژغوري، حوصله او همت وربخښي، د انسانانو و زړونو ته نصرت او حمایت ورکوي، په ژوند کي یې استقامت ورپه برخه کوي، د باطلو له لومو څخه یې ژغوري، او د سوکالۍ و ساحل ته یې رهبري کوي، مدرسه ټول کفري او طاغوتي ځنځیرونه ماتوي.

ټوله انسانیت ته نیکمرغي، سوکالي او خوښي ورپه برخه کوي، په مدرسه کي هم د جسم هم د روح تربیت کیږي، مدرسه و ټوله انسانیت ته د د حضرت نوح علیه السلام د کښتۍ په شان خلاصون او نجات ورکوي، مدرسه د افسانو، روایاتو او شجرو ځای نه دی بلکې هلته توحید، رسالت او عام منفعت یې شعار دی. (خطبات علی میاه ۱/ ۴۰)
نور بیا...
 
------------------
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته