تازه سرليکونه
د (د حرم خطبې) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حرم شریف خطبه:راتلونکی ولي د اسلام دی؟
  تعلیم الاسلام
  August 8, 2019
  0

 بسم الله الرحمن الرحيم

د اسلام د خپرېدلو لاملونه او اسباب
د. عبد الباري بن عواض الثبیتي
ژباړه: جمشید حقیار
۲۲/ ۴/ ۱۴۳۸ هـ
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
لومړۍ خطبه
 
الحمدُ لله، الحمدُ لله الذي أرسلَ رسولَه بالهُدى للناس كافَّة، أحمدُه - سبحانَه - وأشكرُه على نعمةِ المُبشِّرات السارَّة، وأشهدُ أن لا إله إلا اللهُ وحدَه لا شريكَ له يحفَظُ عبادَه المُؤمنين ويُنجِّيهم إذا جاءَت الصاخَّة، وأشهدُ أن سيِّدَنا ونبيَّنا محمدًا عبدُه ورسولُه سلكَ بالأمةِ طريقَ الجادَّة، صلَّى الله عليه وعلى آله وصحبِه الذين رزقَهم الله نفوسًا عن كل شرٍّ صادَّة. أما بعد:
 
ځان او تاسي ته د الله تعالی د وېري او تقوا سپارښتنه کوم، د الله تعالی وېره او تقوا له هرۍ بدۍ څخه امن او نجات دی، الله تعالی فرمايي: 
 
(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنْتُمْ مُسْلِمُونَ) [آل عمران: ۱۰۲]
اې مومنانو! له الله تعالی څخه په رښتني ډول و وېرېږئ، او په داسي حالت کي ځانونه مرګ ته وسپارئ، چي تاسي مسلمانان او غاړه اېښودونکي یاست.
 
خوشحاله کېدل، ښه ګمان او نېک فالي کول د اسلام له بنسټونو او په هر حال کي د مسلمان نښه او خوی دی، الله تعالی د ابراهیم علیه السلام پر ژبه فرمايي:
 
(وَمَنْ يَقْنَطُ مِنْ رَحْمَةِ رَبِّهِ إِلَّا الضَّالُّونَ) [الحجر: ۵۶]
یعني یوازي ګمراه او لار ورکي خلګ د خپل رب له رحمته نا امیده کېږي.
 
همدغه ښه ګمان او مثبت فکر په انسان کي توان او ځواک پیدا کوي، هغه عمل او کار ته هڅوي او بالآخره یې راتلونکۍ ورته روښانه کوي.
 
په هره اندازه چي په اسلامي خاورو کي د مسلمانانو مصیبتونه او ستونزي ډېرېږي، هغومره باید دوی د الله تعالی لخوا د مرستي زېري ور یاد کړي، او دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم طریقه او سنت ؤ، هغه په خپلي نېک پالۍ او مثبت فکر سره ډېري ستونزي په لاسته راوړنو واړولې، او د دردونو پر ځای یې خلګو ته امیدونه او هیلي ورکولې.
 
د اسلام د نشر او خپراوي وعده او وړاندوینه
 
دا چي د الله تعالی دین نشر او خپور سي، او کافران د اسلام په مبارک دین مشرف سي، دا د مومن په ژوندانه کي ستره خوشحالي او زېرۍ دی.
 
د اسلام یوه نه بدلېدونکې ځانګړتیا په هر وخت او عصر کي ډېر ژر انتشار او خپرېدل دي، که هر څومره یې اتباع لږ سي، یا یې مرستندویان سستي وکړي، او یا یې هم دښمنان ډېر سي.
 
د اسلام په شروع او پیل کي مسلمانان په مکه کي یوه کوچنۍ او کمزورې ډله وه، دوی هلته له رنګارنګ عذابونو او سختیو سره مخامخ وه، خو په یو څو کلونو کي اسلام په ټوله عربي جزیره کي خپور سو، یو نوی جوړ سوی نسل د اسلام د نشر او خپرولو پیغام پر خپلو اوږو واخیست، او هغه یې په هر ډول سختۍ او آسانۍ، غرونو او دښتو کي تر نورو پوري ورساوه، په همدې وجه د اسلام ږغ خپور سو، خاوره یې پراخه سوه، او دې دین ته د تاریخ په پاڼو کي په بې ساري ډول خلګ په ډلو ډلو ننوتل، او دا د اسلام تر ټولو لویه معجزه ده، همدارنګه دا د الله تعالی د هغه وعدې تصدیق کوي، چي مستقبل او راتلونکۍ به د دې دین وي، اسلام ځکه ډېر ژر خپرېږي، چي دا هغه دین دی، کوم چي الله تعالی د ټولو خلګو لپاره غوره کړی دی، او هغه یې د ساتني او خپرولو ژمنه کړې ده.
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: 
(پر کوم ځای چي شپه او ورځ را پورته کېږي، هلته به اسلام ورسېږي، او الله تعالی به خامخا د عزتمند په عزت او سرلوړي سره او د کمزوري او ذلیل انسان په کمزورۍ سره دا دین په ټولو ښارونو او کلیو کي خپروي, د الله تعالی په عزت ورکولو سره به انسان په اسلام کي عزتمند او سرلوړی کېږي، او د هغه په ذلت او کمزورۍ ورکولو سره به انسان په کفر کي ټیټ او ذلیله کېږي).
 
خلګو اسلام ځکه خوښ کړی، چي د حقوالي نښي او علامات یې ښکاره دي، روښانه حق دی، له جوړ فطرت او سالم عقل سره برابر دین دی، تاریکۍ یې په روښنايي واړولې، د خلګو زړونه یې خوشحاله کړل، او سیني یې پراخه کړې، الله تعالی فرمايي:
 
 (فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لَا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ الله) [الروم: ۳۰]
یعني دا د الله تعالی هغه فطرت دی، چي ټول خلګ یې پر همدغه فطرت برابر پیدا کړي دي، او د الله تعالی په پیدا کولو کي هیڅ بدلون نه راځي.
 
اسلام د عقیدې او روح تسکین دی
 
اسلام ځکه خپرېږي، چي دا دین داسي پخه ایماني عقیده ده، چي د زړونو خالي والۍ او غوښتني پوره کوي، د روحونو وحشت او حیرانتیا له مینځه وړي، د فکر پوښتنو ته ځواب وايي، زړونو ته امن او آرامتیا ورکوي، او تنده یې ور ماتوي.
 
خلګ د الله تعالی دین ته ځکه په ډلو ډلو ننوزي، چي دا دین انسان ته خپل کرامت او عزت ورکوي، انسان ته په روحي، جسماني، عقلي او قلبي ډول اوچتوالۍ ور بخښي، انسان ته یې ټوله نړۍ تابع کړېده، او پر هغه یې هیڅ پاک شی نه دی حرام کړی.
 
اسلام فکر او علم ته وده ورکوي
 
راتلونکۍ او مستقبل ځکه د دې دین دی؛ چي دا دین پر انسانانو خورا ژور او ښکلی تاثیر لري، او ډېرو لویو کارونو او عملونو ته بلنه کوي، دې دین انسان د ګناه له ټیټوالي څخه د اطاعت عزت او سرلوړۍ ته ورساوه، هغه یې د دنیا له تنګۍ څخه د آخرت همېشني اوږد ژوند ته برابر کړ، او سخت او کلک زړونه یې له میني، پراخوالۍ او مهربانۍ څخه ډک کړل.
 
اسلام په تېزۍ سره ځکه خپرېږي؛ چي هغه د علم، پوهني او علماوو درناوی کوي، د عقل او فکر کولو ستاینه کوي، کله چي اسلام یو هیواد او خاوري ته داخل سوی، هغه هیواد یې په علم او پوهي آباد او روښانه کړی، اسلامي امت د تاریخ په اوږدو کي د انساني حضارې او تمدن په جوړولو کي پوره برخه درلوده، او همدغه د مسلمانانو په لاس جوړ سوی تمدن د وروسته مینځ ته راغلو تمدنونو لپاره بنسټ او اساس ګڼل کېږي.
 
د مسلمانانو ساینسي او علمي پرمختګونه
 
اسلام د عدالت او ورورولۍ دین دی
 
خلګ ځکه په اسلام کي آرام او هوسا دي؛ چي دې دین د بشریت لپاره د ژوند په ټولو برخو کي ټولنیز عدالت ساتلی دی، د ورورګلوۍ تارونه یې قوي کړي، د تعاون او یو بل سره مرستي کولو اساسات یې ژوندي کړي، او د ټولنیز خدمت هر ډول معناګاني یې په ځان کي نغښتي دي.
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: (که چېري یو مسلمان د خپل ورور د حاجت او اړتیا په پوره کولو کي ورسره ووزي، دا کار زما په دغه مسجد کي تر دوو میاشتو اعتکاف کولو غوره دی) – خپل په ګوته سره یې اشاره ورته وکړه.
 
په اسلام کي عدل او اعتدال قوي امر او پوخ اساس دی، اسلام په عدل کولو کي نسب، مرتبې، جاه او مال ته نه دي کتلي، بلکي په اسلامي خاورو کي هر اوسېدونکۍ – که مسلمانان دی او که غیر مسلمانان – له عدل څخه ګټه اخیستلای سي، الله تعالی فرمايي:
 
(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ لِلَّهِ شُهَدَاءَ بِالْقِسْطِ وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلَّا تَعْدِلُوا اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ) [المائدة: ۸] 
 
اسلام ته دعوت او بلنه د هر مؤمن وظیفه ده
 
پر اسلامي امت لومړۍ پر رسول الله صلی الله علیه وسلم او بیا پر ټولو د مځکي هري برخي ته د اسلام نشر او خپرول لازم دي، الله تعالی فرمايي:
 
 (يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ) [المائدة: ۶۷] 
یعني اې پیغمبره! هغه څه چي ستا د رب له لوري درته راغلي، نورو ته ورسوه.
 
او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: (زما څخه دا دین نورو ته ورسوئ، که څه هم یو آیت وي).
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسلام د خپرولو لپاره له هري وسیلې څخه کار اخیستی، کله چي ابو ذر غفاري رضي الله عنه اسلام قبول کړ، نو له هغه څخه یې وغوښتل، چي په بني غفار قبیله کي پاته سي، او هغوی اسلام ته دعوت کړي، همدرانګه کله چي طفیل بن عمرو الدوسي اسلام راوړ، هغه ته یې وویل: په خپله قبیله کي پاته سه، او په دوی کي اسلام خپور کړه.
 
نو معلومه سوه، چي مسلمان امر سوی، چي د اسلام د خپرولو لپاره به کار کوي، خو دا د ده دنده او مسئولیت نه دی، چي خلګ په زوره په اسلام برابر کړي، الله تعالی فرمايي:
 
(إِنْ عَلَيْكَ إِلَّا الْبَلَاغُ) [الشورى: ۴۸]
یعني پر تا یوازي رسول لازم دي.
 
په بل آیت کي فرمايي: (لَيْسَ عَلَيْكَ هُدَاهُمْ وَلَكِنَّ اللَّهَ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ) [البقرة: ۲۷۲] 
 
او هغه مسلمانان چي په غیر اسلامي هیوادونو کي د سفیر، یا محصل، یا سوداګر او یا هم کار کونکي په ډول اوسېږي، هغوی ته د اسلام د نشر او خپرولو مسئولیت تر نورو هم زیات متوجه دی؛ ځکه د اسلام د نشر مسئولیت او دنده تر ټولو دندو لوړه او غوره ده.
 
الله تعالی فرمايي:
(وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلًا مِمَّنْ دَعَا إِلَى اللَّهِ وَعَمِلَ صَالِحًا وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِينَ) [فصلت: ۳۳] 
 او تر هغه چا بل څوک ښکلې خبره کوونکی دی، څوک چي د الله تعالی لاري ته بلنه او نېک عملونه کوي، او وايي: زه له مسلمانانو څخه یم.
 
او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: (که چېري الله تعالی ستا په وسیله یوه سړي ته هدایت وکړي، دا ستا لپاره تر سرو اوښانو غوره دی).
 
د داعي غوره صفات د اسلام د خپرېدو ذریعه ګرځي
 
په پوره ټینګار سره ویلای سو، چي د دې امت د سلفو په لاس د اسلام په خپرولو کي تر ټولو ستر سبب او لامل د دوی په فتوحاتو کي د دوی پاک سیرت، په حکمونو کي عدل او د دوی لوړه دینداري، پرهېزګاري او استقامت وو، چي د دوی په سر کي د اسلامي فتوحاتو امیران او لښکر دي، دوی په حقیقت کي جنګ کونکي نه بلکي دعوتګران وه، هغه کسانو چي د اسلام په نشر کي یې برخه درلوده، د پاک او جوړ زړه او لوړو احساساتو لرونکي وه، او د دوی هر فرد د خیر او مهربانۍ، ګتي او برکت سرچینه وه.
 
د الله تعالی بندګانو!
 د انسانانو تر غوږو پوري د قرآنکریم آواز رسول د اسلام په نشر او خپرولو کي تر ټولو زیاته موثره وسیله ده، په لاندي آیت کي په مشرکانو د قرآنکریم پر اورولو تاکید او ټینګار سوی، الله تعالی فرمايي: 
 
(وَإِنْ أَحَدٌ مِنَ الْمُشْرِكِينَ اسْتَجَارَكَ فَأَجِرْهُ حَتَّى يَسْمَعَ كَلَامَ اللَّهِ ثُمَّ أَبْلِغْهُ مَأْمَنَهُ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا يَعْلَمُونَ) [التوبة: ۶]
 
د اسلامي دعوت اسباب او وسائل
 
څوک چي د اسلام په نشر او خپرولو بوخت دي، هغوی ته معلومېږي، چي د اسلامي دعوت د خپرولو لپاره اوسنۍ رسنۍ، د تخنیکي پرمختګ وسائل او په دې لاره کي یې کارول څومره اهمیت لري، که څه هم موږ د اسلام په نشرولو کي لټي او سستي کړېده، خو بیا هم الله تعالی زموږ لپاره دغسي موثر او فعاله رسنیز منبرونه په اختیار کي راکړي دي، او دا په هغه صورت کي چي د دې وسائلو کارونکي یې په نړیوال ډول د اسلام د غوره والي او آسانۍ د ښکاره کولو لپاره په ښه ډول وکاروي، او له همدې لاري د هغه چا مقابله وکړي، څوک چي کوښښ کوي، نړۍ ته د اسلام انځور غلط او ناسم وړاندي کړي.
 
د اسلام خلاف درواغجن تبلیغات
 
او دا ټولو ته معلومه ده، چي همېشه په ظالمانه او دروغجن ډول د اسلام د رنګ بدولو لپاره او د کارتوني انځورونو او لنډو ویډیوګانو له لاري په اسلام او مسلمانانو پسي د سخت دریځۍ او تروریستۍ د تهمتونو او تورونو د لګولو لپاره خورا زیات کوښښ روان دی، د دې لپاره چي خلګ له اسلامي دین څخه و وېروي، او ورته ثابته یې کړي، چي اسلام د شک، وروسته والي، د پرمختګ ضد او کرکجني عقیدې لرونکۍ دین دی، خو دا هر څه به هیڅکله د اسلام روښانه حقیقت ته کوم ضرر او زیان ونه رسوي، هیڅکله به د اسلام تابعداران کمزوري نکړي، او وبه نسي کولای، چي د اسلام روښانه نور او اوچت ښایست تاریک کړي، الله تعالی فرمايي:
 
 (يُرِيدُونَ لِيُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ) [الصف: ۸] 
یعني دوی غواړي چي په خپلو خولو سره د الله تعالی (د دین، اسلام او هدایت) نور مړ کړي، خو الله تعالی به حتما د کفارو د نه خوښولو (او مخالفت) سره سره، خپل نور پوره کوي (او تر ټولو ځایونو یې ورسوي).
 
او په بل آیت کي فرمايي: ( وَيَأْبَى اللَّهُ إِلَّا أَن يُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ ) [التوبة: ۳۲] 
 
دوی په درواغو او بهتان سره په اسلام دا تور تړي، چي دا دین د توري له لاري نشر سو، حال دا چي اسلام هیڅوک نه مجبوره کوي، چي خپله عقیده واړوي، بلکي د حق او انصاف په قلم لیکل سوی تاريخ شاهدي ورکوي، چي اسلام د روښانه او پاخه دلیل، نرمۍ او عدل په وسیله نشر سو، الله تعالی فرمايي:
 
 (لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ قَدْ تَبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ) [البقرة: ۲۵۶] 
یعني په دین کي هیڅ زور او جبر نسته، (اوس هر چا ته) د هدایت او کوږوالي (لار) معلومه سوېده.
 
په بل آیت کي فرمايي: (أَفَأَنْتَ تُكْرِهُ النَّاسَ حَتَّى يَكُونُوا مُؤْمِنِينَ) [يونس: ۹۹] 
 
     الله تعالی دي زما او ستاسو لپاره قرآنکریم برکتمن وګرځوي، د هغه د حکمت څخه له ډک نصیحت او آیتونو څخه دي ما او تاسو برخمن وګرځوي، زما خبره همدومره وه، زه له الله تعالی څخه د ځان ستاسو او ټولو مسلمانانو لپاره د مغفرت غوښتونکۍ یم، تاسو هم له هغه څخه مغفرت و غواړئ، یقینا چي هغه ډېر زیات بخښونکۍ او پوره مهربانه دی.
 
د حرم شریف نوري خطبې
رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند
د دعوت اړوند ګټور معلومات
د نبوت دلائل او حیرانونکې معجزې
 
 
 

سرته