تازه سرليکونه
د (د حنفي مذهب پېژندنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تقليد شخصي واجب دئ
  تعلیم الاسلام
  April 26, 2017
  0
 
ژباړه: مولوي احمد زاهد (قندهاري) / تعليم الاسلام ويب پاڼه
 
تقليد شخصي واجب دئ
 
يو د هيچا تقليد نه کول يعني غير مقليد کېدل دي  پر دې ډول انسان د خپل نفس تابع کيږي، کومه مسئله يا کوم حديث چي يې څنگه زده کړی هغه ډول ور باندي عمل کوي، په هندوستان کي د انگرېزانو د راتگ څخه وروسته غير مقليدين پيدا سوه د دې څخه مخکي غير مقليدين نه وه. 
 
دوهم تقليد کول دئ يعني يو سړى د يو فقيه، امام، مجتهد پر علم باندي اعتماد کوي. بناء پر دې چي هغه به په شرعي مسايلو د قرآن او د حديث په روڼا کي صحيح پوه سوى وي نو د دې فقيه، مجتهد د مسايلو اتباع کوي په داسي حال کي چي دى دا حق بولي ا و هغه مجتهد ته عقيده لري نو د هغه څخه د دليل طلب کولو پرته د هغه اتباع کوي که څه هم پر خپل ځاى د هغه مجتهد سره پر هغه مسئلو باندي دلايل موجود وي.
 
اوس که يو څوک د يوه فقيه تقليد نه کوي بلکي يوه مسئله د يوه مذهب څخه اخلي، بله مسئله د بل مذهب څخه، په زړه کي چي يې هره مسئله خوښه سول هغه واخلي دې ته تقليد مطلق ويل کېږي او دا د گمراهۍ لوی سبب دئ، ځکه چي دا هم د غير مقليدينو په شان د نفس غلام سي کومه مسئله چي ئې د زړه خوښه سي هغه اخلي.
 
څنگه چي ډاکټر اسرار احمد او د هغه تربيه سوى شيبا احمد. داکټر اسرار احمد په خپلي مياشتني رسالې ميثاق صـ: ٥٠ ستمبر، ١٩٨٢ کي ليکي دئ چي: "زه د پنځو نيم مقليد يم. څلور خو د اهل سنت په اتفاق څلور امامان دي او پنځم امام بخاري دئ"
 
د پنځو په دائرې کي ئې د نيم مقليد نوې فقهي اصطلاح جوړه کړه د تقليد مطلق په سبب خپله هم گمراه سو او نور ئې هم گمراه کوي. (که څه هم د دوى دوو د گمراه کېدو لوی سبب دا دئ چي دا دوه حضرات په عقائدو کي د مودودي پېروي کوي).
 
او که د يوه فقهي امام تقليد وکړل سي نو دې ته تقليد شخصي ويل کېږي. د يوې فقهي پابندي واجبه ده کنې نو انسان د خود غرضي په دام کي اخته کېدلاى سي. 
 
د تقليد ضرورت ځکه پيدا سو چي خلک د نفس پېروي شروع نه کړي او گمراهان نه سي. د لويو امامانو څخه مخکي د "خير القرون" دور  وو هلته به خلکو د دې پر ځاى چي خپله خوښه وچلوي د صحابه کرامو رضی الله عنهم څخه به ئې پوښتل د دې څخه وروسته يا به خپله مجتهدين وه او يا به ئې د يو امام تقليد کوئ. 
 
تعجب خو پر دې خبره دئ چي ټول ائمه محدثين مقليدين وه. امام بخاري، امام مسلم، امام ترمذي، امام ابن ماجه، امام نسائي، امام بيهقي رحمه الله دوى ټولو د ا مام شافعي رحمه الله تقليد کوئ
 
او امام ابو داؤد د امام احمد بن حنبل رحمة الله تقليد کوئ او محدث يحيى بن معين، محدث يحيى بن سعيد القطان، محدث وکيع بن جراح، محدث امام طحاوي، محدث امام زيلعى او محدث يحيى بن ابى زائده رحمة الله علیه مسلکه وه.
 
کله چي غير مقليدين زموږ د مقليدينو علماوو د قرآن کريم ترجمه معتبره نه گني نو بيا د هغوى پر مرتب کړو احاديثو باندي په کوم دليل باور کوي؟
 
د حديث په کتابو کي د مرتب سوو احاديثو ټوله راويان د يوه نه يو امام مقليدين وه.
د تقليد پر وجوب باندي د قرآن او حديث څخه ډېر دلايل سته د دې د مطالعې لپاره د مفتي محمد تقي عثماني صاحب کتاب "د تقليد شرعي حيثيت" خامخا وواياست. 
 
-----------------------------------------------------
مأخذ: د غير مقلدينو اعتراضونه او د هغوى جوابونه د احنافو د دلايلو سره
اړونده ليکنه: تقليد
 

سرته