تازه سرليکونه
مُطْلَق اِعَاره
 
  April 28, 2017
  0

 ليکنه: مولوي محمدعمر خطابي حفظه الله

 
مُطْلَق اِعَاره

اِعَاره پر دوه ډوله ده : مطلق اِعَاره او مقيد اِعَاره.
 
مطلق اِعَاره وهغي اعارې ته وايي ، چي نه د عاريت څخه د استفادې ځاى او مده وټاکل سي او نه يې د کار  اخستلو نفر او کيفيت وټاکل سي.
  
په مطلق اِعَاره کي مُستَعِير د مُستَعَار څخه پخپله هم کار  اخستلاى سي بل ته يې هم په اِعَاره ورکولاى سي، دغه ډول په هرځاى او په هر وخت کي په هر ډول عادي طريقه د مُستَعَار څخه استفاده کولاى سي.

ځکه چي مُعِير د استفادې د پاره نه ځاى او مده ورته ټاکلې ده چي په فلانکي ځاى کي کار ځني اخيستلاى سي يا د دوني وخت د پاره کار ځني اخيستلاى سې.
 
دغه راز د استعمالولو ډول او نفر يې هم نه دى ورته ټاکلى، نو ځکه د دې ټولو اختيار مُسْتَعِيرِ ته پاتيږي ، خو پدې شرط چي دا ټول به په عادي طريقه وي.
 
که څوک د مُستَعَار څخه په غيرعادي ډول کار واخلي تاوان يې پر راځي.
د مثال په ډول: زيد د بکر څخه د سپرلۍ آس په عاريت وغواړي ، بکر يې هم بېله قيد او شرط څخه ورته ورکړى.

که زيد د هغه څخه د يابو کار اخستى او درانه بارونه يې پر وړل نو آس مضمون ګرځي ، د هر نوع تاوان ضمان يې پر زيد راځي.
 
ځکه د سپرلۍ د آس څخه د يابو کار اخستل غير عادي طريقه ده او په غير عادي طريقه د عاريت څخه کار اخستل تعدي او تېرى بلل کيږي. 
 
دغه ډول مُستَعِير مُستَعَار بل ته په کرايه هم نسي ورکولاى که په کرايه يې ورکړي نو تاوان يې پر مُستَعِير راځي.
 
مُقَيْد اِعَاره
مقيد اِعَاره هغي اعارې ته وايي چي د عاريت  څخه د ګټي اخستلو ځاى او مده پکښي وټاکل سي ، دغه ډول د استفادې کيفيت او نفر يې هم ورته وټاکل سي يا د همدې شرطونو څخه يو يا څو شرطونه ورته وټاکل سي.

په مقيد اِعَاره کي مُسْتَعِيرِ د مُستَعَار څخه د مُعِير د شرطونو خلاف کار نسي اخيستلاى.
دغه ډول که عاريت دا ډول شى وو  چي د يوه او بل په لاس کي يې استعمال فرق درلودى نو د هغه څخه هم د ټاکلي نفر څخه ماسيوا بل څوک کار نسي اخيستلاى.

که څوک چا ته موټر په عاريت ورکړي خو فقط د يوې ورځي د پاره ، هغه هم پدي شرط چي مُسْتَعِيرِ به يې په خپله چلوي.
 
که مُسْتَعِيرِ دا موټر بل چا ته د چلولو د پاره ورکړي يا د هغې ورځي د تېرېدلو وروسته يې پخپله چلوي نو په دواړو صورتو کي موټر مضمون ګرځي.

ځکه چي مُعِير وخت او هم د استعمال نفر ورته ټاکلى دى او موټر د هغو شيانو څخه دى چي استعمال يې په يوه او بل لاس کي فرق لري. 
 
که څوک کور د هستوګني د پاره بل چا ته پدې شرط وړکړي چي پخپله به پکښي اوسېږي.

که مُسْتَعِيرِ په کور کي بل څوک واړوي ، دلته کور مضمون نه ګرځي ، ځکه په کور کي د يوه او بل نفر هستوګنه څه تفاوت نه لري ، نو ځکه د مُعِير شرط بې معنا بلل کيږي.
 
البته که داسي څوک پکښي واړي چي هغه آهنګرې پکښي کوي نو بيا يې تاوان پر راځي ځکه آهنګري کورته زيان رسوي.
 
د اعارې حکم
اِعَاره غير لازمي تړون دى ، مُعِير په هر وخت کي  کولاى سي چي خپل شئ د مُستَعِير څخه واخلي.
دغه ډول مُستَعِير يې هم په هر وخت کي ور رد کولاى سي.

که څوک چاته مځکه د تعمير يا نهال کښېنولو د پاره په مطلق عاريت ورکړي ، نو مُعِير هر وخت خپله مځکه ځني اخيستلاى سي ، مُسْتَعِيرِ به پدې مجبوره کيږي چي خپل تعمير او نهالان  وکاږي ، دغه ډول د تعمير او نهالانو تاوان يې هم پر  مُعِير نه را ځي ځکه چي اِعَاره غير لازمي تړون دى.
 
که مُعِير مځکه د ټاکلي مدې د پاره ورکړي هلته هم مُعِير خپله مځکه د ټاکلي مدې څخه وړاندي ځني اخيستلاى سي ، خو د ټاکلي وخت څخه وړاندي د نړېدلي تعمير او د کښل سوو نهالانو په نرخ کي د تفاوت تاوان به  مُسْتَعِيرِ ته ورکوي، دغه ډول د مدې د پوره کېدلو تر مخه يې بېرته اخيستل مکروه هم دي ځکه چي دا وعده خلافي هم ده.
 
که څوک د چا څخه مځکه د کښت د پاره په عاريت واخلي اوکښت په وکړي ، که د کښت د رسېدلو د مخه يې مُعِير غوښتنه وکړي نو د همدغه وخت څخه بيا د کښت د رسېدلو تر وخت پوري مځکه پر مُستَعِير په اجاره شمېرل کيږي.
 
د مُستَعَار حکم
مُستَعَار د مُسْتَعِيرِ په لاس کي د امانت حکم لري ، د عاريت شئ که  د مُسْتَعِيرِ په لاس کي د کار اخيستلو پر مهال يا د کار نه اخيستلو په وخت کي تاواني سي يا له منځه ولاړ سي تاوان يې پر مُستَعِير نه را ځي ، البته عاريت هم د وَدِيعې په شان په تعدي او تقصير مضمون ګرځي.
 
-----------------------------------
مأخذ: فقه المبتدي - نکاح برخه
 
مخکنۍ ليکنه: اِعَارَةُ
 

سرته