تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
حقیقتونه
 
  May 6, 2017
  0

 ژباړن: اتل مشواڼی / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


بريا:
ستا نه مننونکي به ستا له بریا وروسته خلکو ته په ډېر ویاړ وایي: "ګورئ! دا زما ملګری دی. " 

پړه:
ته نېستمن پیدا سوی یې، ملامت نه یې؛ خو که ته غریب مرې، د خپل غربت پړه پر تا ده.

هيڅکله ماته مه منئ!: 
ځیني خلک ناکام سي، ماته مني او نور تر هغه وخته بې ماتي منلو ناکامه وي تر څو چي بریالی سوی نه وي.

حق: 
دنیا له انسانه ټول حق اخیستلای سي، خو له ده محنت کول، محبت کول، د الله  جل جلاله په وړاندي توبه کول او له الله  جل جلاله  د مرستي غوښتلو حق نه سي اخیستلای، ګورئ! خلک تر وروستۍ ساه پوري دغه حق کاروي.

نړۍ ستا په قدمونو کي:
ژوند، عزت او رزق د الله تعالی په واک کي دی، نو د ډوډۍ له پاره، عزت له پاره، ساه له پاره له خلکو، له حکومته، له حالاتو د بېري اړتیا نه سته، پر ځان باور او پر الله  جل جلاله  اعتماد ولرئ! دنیا ستاسي هيڅ نه سي ورانولای!

هلته ځای سته:
د ماښام آذان کېدی، ما د سودا له پاره په پلازا کي د موټر درولو ځای لټاوه، ما له یوه ځوانه وپوښتل: د موټر درولو له پاره به ځای چيري وي؟ ده کټ - کټ په خندا جواب راکړ: د جومات مخ ته ولاړ سه! هالته به ځای وي.

خطرناک: 
د سقراط  یو جرم وو، هغه فکر کول پېژندل، ځکه خطرناک وو. هغه هاغه وخت نور هم خطرناک سو، چي خلکو ته ئې فکر کول وروښوول او خلک له ده څخه اغېزمن سول، خپلو زړو ګروهو او ورستو روایتونو باندي ئې نیوکي پیل کړې؛ چي حکومت دی نه واژه، نو څه به ئې کول؟

د واوري غونډاری:
ما ده ته وويل: ته له ما سره ملګرتیا کوې؟ ده له واوري توپ جوړ کړ او زما په لاس کي ئې را کړ، ما ورته کتل چي ویلي سو.ده زما د لاس خوا ته وکتل او وې ویل: زما وروره! ملګرتیا د واوري غونډاري غوندي وي، د ده جوړول اسانه دي خو ساتل ئې سخت وي.

پور:
زه پور ورکوونکو او پوروړو غرق کړم، پور ورکوونکو زه پر خپلو پښو درېدو ته پرې نه ښودم او پوروړیو زما تر قدمونو لاندي مځکه را پرې نه ښوده.

دا وخت هم:
پاچا وزیر ته ګوتمۍ ورکړه، ورته وې ویل: داسي جمله پر ولیکه، چي د خوښۍ په وخت کي ئې ووایم، خپه سم او په خپګان کي ئې ووایم خوشحاله سم. وزیر ولاړ او پر ګوتمۍ ئې دا جمله ولیکله. "دا وخت به هم تېر سي."

خزدکه: 
ساینسپوهان وایي، د خزدکي بدن غټ او وزرونه کوچني دي، نو د ساینس له مخي الوت نه سي کولای.ممکن خزدکي د ساینس پوهانو دا خبره نه وي اورېدلې، ځکه الوزي را الوزي. انسان که زده کول غواړي له دې خزدکو ئې هم زده کولای سي، تاسي خپله سوچ او کار وکړئ! ناشوني یوازي هغه دي، کوم چي تا ناشوني منلي، که خزدکي د ساینس پوهانو خبري ته غوږ نیولی وای، کله به هم نه وای الوتې! 

یوازيتوب:
موږ په ورځ کي په اوسط ډول (۲۲۵۰) ویيونه (کلمات) وایو، دنیا کي ټول درې اربه مسيجونه روزانه لېږل کیږي. انسان (۱۹) اربه خطي مسیجونه استوي، له (۷) اربه ډېر خلک په دي دنیا کي اباد دي، مګر سربېره پر دې موږ یوازي والی احساسوو، موږ دا ټوله د محاورې تکنالوژي د نږدې توب له پاره جوړه کړې وه، د فاصلې د کموالي له پاره مو جوړه کړې وه، خو د نن انسان له پروني هم تنها دی ولي؟ ځکه چي یوې ټکنالوژۍ هم تر اوسه انساني لمس، د لوریني لاس، د مهربانۍ او ګرمي ستړې مسي غوره بدیل نه دی جوړ کړی، د انسان د یوازي توب مشکل یوازي انسان لیري کولای سي او نن انسان ته انسان میسر نه دی.

هوښیاري:
ما له ده څخه د ده د کامیابۍ لامل وپوښت! "هغه " وویل: ما په ژوند کي یوه هوښیاري زده کړې، ما وپوښتل کومه؟ "هغه وويل " دنیا کي تر ټولو لویه هوښیاري دا ده: ته په ژوند کي کله هم هوښیاري مه کوه، ته به کامیاب سې.

بې دندي:
په کومه ورځ چي بادارانو ځانونه د نوکرانو په صفونو کي ودرول، په دې ورځ به په دنیا کي هيڅ کس بې دندي نه وي.

په زړه پوري:
موږ دنیا پر ښو او بدو خلکو وېشو، موږ هره ورځ ناهيلي کېږو، موږ که دنیا پر دلچسپو او ستومانوونکو کسانو ووېشو کله به هم مایوس نه سو.

یوځای والی: 
ما په ژوند کي وکتل، چيري چي ګل وو، هلته اغزی هم وو او چيري چي اغزی وو، هلته خوشبويي هم وه.

مشري:
هغه ويل: موږ یو ځواکمن دیکتاتور غواړو، ما پر"هو" سر وخوځاوه او ده ته مي وړاندیز وکړ "محترمه، ته د دنیا د سلو کالو تاریخ ولوله او ما ته هغه ملک وښيه، چي د دیکتاتور شپه کي ئې پرمختګ کړی وي؟ "دی لږ وخت سوچمن و بیا غلی سو.

بخت: 
موږ هم ډېر دلچسپ خلک یو، موټر جوړوونکی د موټروان چوکۍ له ټولو ښه جوړوي، موږ دا چوکۍ خپل موټروان ته وړاندي کوو، نېکمرغه موټروان سو، که د موټر څښتن! ؟ 
 
www.Taleemulislam-Radio.com
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته