تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د رسول الله ﷺ جهاد د کفارو سره
 
  May 15, 2017
  0
بسم الله الرحمن الرحیم 
 
لیکنه ، عبدالسلام حنفي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

بعضي  غرض لرونکي کسان دا خبره کوي چي د رسول الله صلي الله علیه وسلم سیاست په وحشت او ظلم باندي بناء وو، او قتلونه او چور يي کوي ،  او مالونه يي لوټ کول.
 

خو حقیقت ته که څوک ځیر سي هیڅکله به هم د رسول الله صلي الله علیه وسلم په زندګي او ژوند کي او همدارنګه د صحابه کرامو په زندګي کي داسي کومه پیښه په ګوته نه کړي چي دوی دي چور او په ناحقه قتلونه کړي وي، ځکه که چیري رسول الله صلي الله علیه وسلم د خلکو مالونه او دولت چور کولاي ، نو د رسول الله صلي الله علیه وسلم په کور کي او یا د صحابه کرامو په کورونو کي خو دومره مال وو، چي دوي يو کار پري کړي وي، خو په ښکاره توګه  دا خبره معلومه ده چي د رسول الله صلي الله علیه وسلم او د صحابه کرامو په کورونو کي به دومره څه نه وو چي دوي خوړلۍ وای، او نه د دې مینه او محبت ورسره وو چي دوي دي مال او دولت جمع کړي، ځکه څو کرته د قریشو کفار ورته راغلل چي موږ به تاسو ته ډیر مال درکړو خو ته زموږ خدايانو ته بد رد مه وایه ، نو که چیري رسول الله صلي الله علیه وسلم د مال او دولت د جمع کولو شوقي وي، نو د هغوی څخه به یي مال اخیستي وای او هغه خپل مقصد به يي پوره سوی وای، خو دا کار يې هیڅ کله هم ونه کړی، بلکي د کفارو قسم قسم تکلیفونه يې په ځان ومنل او خپل دعوت ته يې ادامه ورکړه ، چي د دې لپاره ښه مثالونه هغه دي، کوم چي په حدیثو کي بیان سوي دي، چي رسول الله صلي الله علیه وسلم به په داسي یوه پوزي باندي بیده کیدی چي د هغه اثر به د ده په مبارک بدن کي معلومیدی، او کله چي به ورته وویل سول چي یو نرم شی به درته لاندي واچوو او بیا پرې بیده سه رسول الله صلي الله علیه وسلم به وفرمایل:  زما او د دنیا هیڅ کار نسته، زما او د دنیا مثال داسي دی لکه هغه مسافر چي د وني  تر سیوري لاندي استراحت وکړي او بیا ورڅخه ولاړ سي او ونه پریږدي.( ابن ماجه :۴۱۰۹)  

نو که چیري رسول الله صلي الله علیه وسلم د مال او دولت شوقي وای او د هغوی سره يې مینه او محبت وای نو دومره څه خو به يې په کور کي وو، چي رسول الله صلي الله علیه وسلم په استراحت ورباندي خوب کړی وای ، او دې ته ورته نور ډیر داسي مثالونه سته که ټول ولیکم لیکنه به تر حد زیاته اوږده سي ، خو کوشش کوم چي خبره په لنډو ټکو کي پای ته ورسوم .

او همدارنګه رسول الله صلي الله علیه وسلم د ټول عالم لپاره رحمت دی، هیڅ يې په ناحقه څوک نه دي  وژلي او نه يې قتل عام کړی دی، که چیري رسول الله صلي الله علیه وسلم قتلونه کول خوښ وي، او یا يي قتلونه کولای نو بیا د مکې د فتحي په موقع باندي به يې کړي وای، خو په داسي یوه عظیمه فتحه کي رسول الله صلي الله علیه وسلم د مکې داسي خلکو ته بخښنه کوي کومو چي ده مبارک ته ډول ډول تکلیفونه رسولي وو .

او په کومو قبیلو باندي يې چي حمله کړې ده او د هغوی سره يې جنګ کړی دی، هغه هم په دې وجه چي هغې قبیلې ورسره دوکه او فریب کوی، په مسلمانانو باندي ظلم کړي دي، او خپل ټول تجارت او مالونه یې د مسلمانانو په مقابله کي کارول، مسلمانانو ته يې سیاسي دسیسې د همدغو مالونو په واسطه جوړولې، یو پر بل يې ظلمونه کول خصوصاً پر مسلمانانو، د مسلمانانو د قتل عام کوښښ يې کاوه، حتی تردې اندازې چي خپله د رسول الله صلی الله علیه وسلم د شهید کولو لپاره یې خپل ځانونه او مالونه وقف کړي وه! دوی غوښتل چي دغه د اسلام مقدس دین هیڅکله تر انسانانو ونه رسیږي. کفارو د مسلمانانو او د اخز زمان نبي صلی الله علیه وسلم د یومخیز ختمولو لپاره د هیڅ ډول وسیلې څخه صرفه نه کول. ددې لپاره یې هم په انفرادي ډول مسلمانان قتلول او هم یې په ائتلافي شکل (ټولو کفارو یهودو، نصاراوو او مشرکانو) د احزاب په غزا کي د اخر زمان نبي صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو، مسلمانانو ښځو او ماشومانو د ختمولو لپاره ائتلاف وکړی او پر مسلمانانو يې حمله وکړل. 

نو خلاصه د خبري دا ده چي د رسول الله صلي الله علیه وسلم ژوند د دنیا د پادشاهانو په څېر نه وه، د مال او دولت طلبګار نه وو، او د ده ژوند د ټول جهان لپاره یو د رحمت او بخښني ژوند وو، هیڅ کله هم نبي کریم صلي الله علیه وسلم د چا څخه انتقام نه دی اخیستی ، خو که چا تجاوز او تیری پرې کړی دی، د هغوی سره يې بیا جهاد کړی دی،   

خو هغه کسان چي وايي محمد صلي الله علیه وسلم خپل دعوت د توري په زور خپور کړی دی، نو د  بشري حقوقو له مخي د هغو عذابونو او تکلیفونو په باره کي ولي څه نه وايي  کوم چي د محمد صلي الله علیه وسلم او د ده ملګرو ته د دعوت او د اسلام قبولو په وجه ورکول کېدل ؟  هغه نجاستونه چي د ابو لهب ښځي په محمد صلي الله علیه وسلم باندي واچول ولي څوک ګوته نه ورته نیسي ؟  امیه بن خلف به چي رسول الله صلي الله علیه وسلم ولیدی ښکنځل به يې ورته کول، ولي په هغه پیسي څوک یو بد نه وايي ؟

هغه عذابونه چي په بلال بن رباح باندي راغلي،  چي په سرو سکروټو به يې څملاوي هغه عذابونو او تکلیفونه چي عمار بن یاسر ته ورسېدل د کفارو  له خوا ولي يې څوک غږ نه پورته کوي  ؟ 
 
خو بیا هم د دومره تکلیفونو سره سره چي اول کفارو په مسلمانانو باندي کړي دي، رسول الله صلي الله علیه وسلم ورته ۱۳ کاله صبر کړی وو ، خو بیا کله چي رسول الله صلي الله علیه وسلم پرې غالبه هم سو بخښنه يي ورته وکړه ، نو اې ملحده ته په کوم دلیل سره وايې چي دوی مبارکانو قتلونه کول یا يې چور او مالونه لوټ کول ؟

ثابت حقیقت دی چي د رسول الله ﷺ ټولي غزاګاني د الله رب العزت د دین د خپراوي لپاره وې ترڅو انسانان د کفارو د ظلمو، قتلو، وحشتو، غلامۍ او بنده ګۍ څخه ازاد سي او د خپل مالک د رحمت دین (اسلام) دعوت ور ورسیږي.

راسی دا حقیقت د غیرمسلمانانو پوهانو د خولې واورو:

واشنګتن ایرفنج د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم خاتم النبیین او د سترو رسولانو څخه ؤ، خدای د دې لپاره راولیږه، چې دالله عبادت وکړئ.
 
دمکې له فتحې څخه دا جوتیږي چې هغه نه یواځې یو رالیږل شوی رسول ؤ؛ بلکې یو سوکاله قائد هم ؤ، د ده رحمت او شفقت بې بېلګې ؤ، او تل عفوه کوونکی او ترحم طبعیته ؤ، کله چې ده ته ستونزې پیداشوې؛ ده هر څه پریښودل او هجرت یې وکړ، ده ښه پوځي لاسته راوړنې درلودې، ده دا جنګ د خپل شخصي اغراضو لپاره نه کاوه؛ بلکې د عقیدې لپاره کاوه، خوی یې تواضع وه، پر یوه ساده فرش باندې کښیناسته، ده هیڅ مادي شیانوته توجه نه کوله؛ بلکې د یوه اسلامي دولت د جوړیدو تکل یې درلوده، هر څه چې به یې لاسته راغلل، هغه یې د الله په لاره کې مصرفول، ده له بیت المال څخه یو دینار او درهم نه اخیسته، حال دا چې د خزانو ټول واک یې درلوده. (قالوا عن الاسلام/ په حواله ده: رسول الله ﷺ د غیر مسلمانانو په آند، استاذ عبدالغفار جبیر )

د فرانسې امپراطور ناپليون بوناپارت وايي:
په هغه وخت کې محمد صلی الله علیه وسلم راغی، قبایل عرب پخپلو کې په جګړو بوخت وو، هغه صلی الله علیه وسلم ټول سره وروڼه کړل.

هندي پروفیسر راما کریشنا راو لیکي:
 
له انسانانو سره مينه او خواخوږي د هغه په خټه كې اخښل شوې وه. د انسانانو خدمت، د هغوى د شان لوړول، تزكيه او پاكوالۍ، هغوي ته سمه لار ښودل او له انسان څخه ريښتینى انسان جوړول د هغه د ژوند موخه وه. د الله دغه رسول په ټولنه كې داسې بدلون راوست چې د عربو درنو كورنيو بيا حبشي غلام بلال ته د لورانو د وركړې وړانديزونه كول. محمد صلي الله عليه وسلم د جګړې ډګر په انساني ارزښتونو ښكلې كړ. هغه ټنيګار کاوه چې خيانت مه كوئ، چل او دوكه مه كوئ، وعدې مه ماتوئ، غړي مه غوڅوئ، كوچنيان، ميرمنې، زاړه او راهبان مه وژنئ، ونې مه سوځوئ او مه يې پرېكوئ. (رسول الله ﷺ د غیر مسلمانانو په آند)

د آكسفورد پوهنتون استاد هميلتن گيب د اسلام په اړه وايي:
د كلونو جګړو په پايله كې خو تمه دا وه چې ډيرې ورانۍ وشي، خو عربو سربيره پردې چې هيڅ تخريب يې شاته پرينښوده، د بيلابيلو پرګنو او فرهنګونو يو ځاى كولو ته يې لاره هواره كړه، اسلام د متمدنې نړۍ منځ ته د لوټمارو قومونو د خرافاتو په څهره كې داخل نه شو، بلكې د هغه اخلاقي ځواک په توګه راغی چې د ټولو درناوى يې ځان ته واړولی دی. (رسول الله ﷺ د غیر مسلمانانو په آند)
 
سنرستن اسوجی ( Snrstn Asouji) چې یو علامه او مستشرق دی؛ د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په هکله داسي اعتراف کوي:

موږ په یقیني ډول سره د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سره انصاف نه دی کړی، هغه ستر صفتونه درلودل او د سترو ګټو څښتن ؤ، هغه د ځمکې پر مخ د طاغوتیانو او جاهلانو سره دژوند یوه ستره جګړه وکړه او په پای کې یې ستره بریا هم لاسته راوړه، دی د یوه بشپړ قانون څښتن او په تاریخ کې یو ستر انسا ن ؤ. (رسول الله ﷺ د غیر مسلمانانو په آند)

اړوند: رسول الله ﷺ د غیر مسلمانانو په آند
 
 
تعلیم الاسلام ویب پاڼه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته