تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په اسلام کي د فردي ازادۍ مفهوم۲
 
  July 13, 2017
  0

 ژباړه:غلام عمرعبدالله / تعليم الاسلام ويب پاڼه


په اسلام کي د فردي ازادۍ مفهوم

دوهمه برخه

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: (لا ضرر ولا ضرار) رواه ابن ماجه
ژباړه : (په اسلام کي ) زیان رسول او زیان منل نسته. یعني تاته دا جایز نه دي چي خپل ځان ته ضرر ورسوې او یاهم بل چاته زیان ورسوې،

ځيني خلک د دې حدیث په نيمه برخه پوهېږي یعني چي بل چاته ضرر رسول حرام دي، خو په دې باید پوه سو چي (لاضرر) خپل ځان ته هم زیان رسول حرام دي که څه هم ته یوازي اوسې.
 
نو ځکه په اسلام کي ازادي مقیده ده، خو څوک چي باطل باطل ګڼي او وايې چي: ازادي مطلقه ده او موږ مطلقه ازادي غواړو، موږ ورته وايو: په اسلام کي مطلقه ازادي نسته ځکه د الله د بنده ګۍ معنی هم دا ده چي انسان باید په مطلق ډول ازاد نه وي.

ځکه د مطلقي ازادۍ غوښتنه دا ده چي انسان باید د هيڅ قید پابند ونه اوسي کله چي الله تعالی انسان په ازمایښت کي اچوي چي ایا دا کس نېک بنده دی که نه، نو چي ازادۍ يې مقیده نه وي بیا نو بې قیده ازادي دا ښيې چي دا کس نافرمانه او بد دی، کله چي ازادي بې قیده سي نو د نېکۍ، بندګۍ او بدۍ قضیه به څنګه معلومه سي..؟

پرتا باندي دا پابندي چي (زنا مه کوه، د سود معامله مه کوه، شراب مه څيښه، د خنزیز غوښه مه خوره که څه هم یوازي و اوسې او داسي نور... محرمات) د څه لپاره دي..؟
 
که چېري انسان داسي ووایي: زه په یوزاي والي کي د خنزیر غوښه خورم او بل هيڅ چاته زیان نه رسوم، نو تاته دا جایزه نه ده چي ته د خنزیر غوښه وخورې که څه هم یوازي و اوسې.

د الله بنده ګي دا ښيي چي انسان باید له هر هغه څه څخه ځان منع کړي پر کوم څه چي الله تعالی بندیز لګولی دی. (دا د الله تعالی د دین ) حدود دي او دا (پابندۍ) هغه څه نه دي چي فقط نورو ته يې زیان ونه رسېږي (یعنی د شرعي حدودو مفهوم دا شی نه دی چي ته باید شرعي حدود له دې وجهي مات نه کړې چي نورو خلکو ته دي زیان ورسېږي ).

بلکه د شرعي حدودو (حکمت او مفهوم همدا دی ) چي انسان باید ځان ته هم زیان ونه رسوي، که چېري ته په کور کي شراب وڅېښې دا د الله له حدود څخه سرغړونه ده چي الله تعالی ته د خپلو حدودو له سرغړاوي څخه منع کړې يې. او الله تعالی له زنا څخه منع کړې ده که څه هم زنا د دواړو (نر او ښځي ) په خوښه ترسره سي، انبیاؤ علیهم الصلاة والسلام ته په کور کي، په یوزاي والي کي (العیاذبالله) بد ویل هغه شرعي حدود دي چي الله تعالی انسان ځيني منع کړی دی، که څه هم انسان په خپل کور کي یوازي وي.

بناءً که انسان د الله تعالی له هر منع کړل سوي حد څخه سرغړونه او تېری کوي نو الله تعالی به حساب ورسره کوي. خو د غربي ازادۍ مفهوم داشی نه دی، بلکه غربي ازادي په دې سره مقیده ده (چي انسان تر هغه بریده ازاد دی ترڅو ) چي نورو انسانانو ته يې زیان نه وي رسېدلی، چي د ازادۍ د دا ډول ( تعریف) او مفهوم سره ازادي له منځه ځي.

په داسي حالت کي که تا ( په خپلو اعمالو سره) نورو انسانانو ته زیان رسوی نو د ازادۍ له دا ډول تعریف سره بیا دا ازادي مطلقه ازادي سول. نو ځکه غربیان د عقیدوي ازادۍ په برخه کي وايي : هر څه چي ستا خوښه وي ورته معتقد اوسه،

مثلاً : ډبري ته معتقد اوسه، وني ته، د بريښنا ستني (خادې ) ته معتقد اوسه، کوم څه چي ستا خوښه وي ورته معتقد اوسه، بې دینه (ملحد اوسیکولریست ) اوسې، یهودي اوسې، نصراني اوسې، بودايي اوسې، سیک اوسې، هندوي اوسې هر څه چي ستا خوښه وي هغه ډول عقیده خپله کړه ... چي په اسلام کي دا ډول (فکر، تصور او عقیده ) شتون نه لري.

الله تعالی د سورة آل عمرن په ۸۵ نمبر ایات کي فرمايي :
 
{وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الإِسْلاَمِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ}.
ژباړه : څوک چي غوره کړي پرته له اسلام څخه (بل) دین هيڅ کله به قبول نه کړل سي له هغه څخه او هغه به په اخرت کي له تاوانیانو (زیانمنو خلکو) څخه وي.

او الله تعالی (مخکنیو) قومونو ته ځکه عذاب ورکړی دی چي هغوی د الله جل جلاله سره شریک نیولی و، کفر يې کړی و، د عاد قو م ته يې عذاب ورکړی وو، د ثمود قوم، د لوط علیه السلام قوم، دشعیب علیه السلام قوم ته ...
 
ډېر خلک د رأیي (نظر) د ازادۍ په هکله خبري کوي، او په دې کي د فکر ازداي داخلوي، او د فکر د ازادۍ سره د کفر ازادي ګډوي، چي په دې ترتیب سره د فکر د ازادۍ (تر عنوان لاندي) د کفر د ازادۍ (مفهوم پټوي) له منځه یې وړي، (چي انسان ته دا مفکوره پیچکاري کوي) چي هر ګمراه مذهب چي ستا خوښه وي ورته معتقد اوسه.

نو ځکه د دوی (غربیانو) حقیقي مشکل د (باطل) د رد په حد کي دی (یعني دوی د باطل او ګمراه مذهبونو د رد لپاره کوم ټاکلی حد نه پېژني). د الله تعالی د بنده ګۍ مفهوم دا دی چي موږ په خپلو نفسونو کي د الله بنده ګي حقه وګڼو، نوځکه موږ د الله لپاره مینه کوو، د الله لپاره کرکه کوو، د الله لپاره اطاعت کوو، د الله لپاره منع کوو، د الله لپاره ژوند کوو، د الله په لاره کي مړه کېږو اوداسي نور.... 
 
--------------------------------------
مخکنۍ ليکنه:  په اسلام کي د فردي ازادۍ مفهوم (۱) برخه

سرته