څانګه: چاڼ شوي مضامين نيټه: May 18, 2017
       
د خبر ویونکي حالت د خبر صدق ټاکي
لیکنه: محمد امین سایح / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
د خبر ويونکي عقيدوي حالت د خبر ریښتین والی او قیمت ټاکي 

په ننني عصر کي رسنیز فعالیت او خبر تقریبا د هر وګړي د ژوند یوه لویه برخه ټاکي او تقریبا هر څوک هره ورځ د خبر او د ژوند د نورو ضروریاتو د تحقیق او څیړني د پاره او یا هسي د وخت د ضیاع د پاره د کوم نه کوم خبري یا راپوري شبکې یا خبري رسنۍ سره تړلي وي او د هر خبر یا راپور تجزیه، شننه یا څیړنه یې مطالعه کوي او خپل احساسات فکري انډول یا د بحث ټکي د ځان سره اخلي او بیا ترې استفاده کوي.

دا حقیقت دی چي هر ویل سوی یا مطالعه سوی خبر ښه یا بد اثر ضرور پر انسان لري ، انسان چي په حواسو د بهر څخه څه اخلي او دماغ ته یې انتقالوي بیا عقل د هغو یو لباب را اخلي او د ژوند چاري ترې متاثره کوي انسان چي په داخل کي کومه محتوا یا ذخیره د افکارو یا ویل سووو شیانو لري عقل هم هغه څه د حواسو په ذریعه بیرته اظهاروي نو پکار ده چي دا ذخیره د سالمو خبرو او صحیح شننو او د حق پر طرف ولاړو مراجعو څخه واخیستل سي تر څو د هغه اغیزې منفي نه وي او مثبت اثر ولري او سوچه او کره وي تر څو بل ته د انتقال په صورت کي هم د ثواب مستحق سي هم یې خدمت کړی وي او د اخرت د پښیمانۍ نه یې ځان خلاص کړی وي ځکه د ملائکو لخوا د انسان د هر لفظ مراقبت کیږي:

( مَا يَلْفِظُ مِن قَوْلٍ إِلَّا لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيدٌ ) (الاية)

دا واضح سوه چي خبر باید د معتمدي او کره مرجع څخه واخیستل سي تر څو سبا هغه خبر د نه کره توب یا درواغو په صورت کي الله مه کړه داسي وه نه سي چي بیله څه دي هم په ناخبرۍ د هغه خبر په نقل کي درواغجن شمار سې او په ګناه کي ورسره داخل سې.

څو ورځي مخکي مي سهار چای چیښلې یو چا پر واټس اپ یو حدیث را واستوی چي یو دعا یې درلوده چي د هغه په ویلو سره ډیر ثوابونه یې لیکلي وه چي ۳۶۰ واري د حج کولو ثواب لري او نور ډیر ثوابونه یې لیکلي وه ، او په پای کي یې لیکلي وه چي لطفا نشر يې کړی خالص د الله تعالی د رضا دپاره.

ما په جواب کي ورته ولیکل ، دا په حدیث کي نسته یو چا درواغ جوړ کړي دي باید نشر نه سي ځکه دا بهتان او درواغ دي. دلته را استونکي چي یو دینداره او ښه سړی دی او نیت یې هم د ثواب د ګټلو دی خو خبر یې د بې ځایه او بې باوره سرچینې څخه اخیستی او نشر کړی یې وو، دلته ددې پر ځای چي ثواب حاصل سي د یو موضوع (درواغو) حدیث د خپرولو برخه وګرځېدی.

د انسان حواس هم محدوده ساحه لري، پر خپلو حدودو یې وظیفه ختمیږي او عقل هم خپل حدود لري او پر یو ځای یې حدود ختميږي ، په کوم ځای کي چي د حواسو او عقل حدود او وظیفه ختمه سي هلته بیا د وحي ساحه شروع کیږي ،  او انسان هغه شیان چي نه یې په حواسو او نه یې په عقل حاصلولای سي هغه علم د وحي څخه اخلي، هغه وحي چي الله یې پر خپلو خاصو استازو (رسولانو علیهم السلام) نازلوي چي اخري وحي د دواړو عالمو سرور خاتم النبین والمرسیلن امام الانبیاء محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم باندي نازل سوي او نور تر قیامته د وحي راتګ بند سو. 

د دین لارښووني چي د وحي څخه سر چینه اخلي د انسان د دنیوي او اخروي کامیابۍ د پاره اړیني او ضروری دي ، څوک پر حق او څوک پر ناحقه دي؟ د چا څخه خبر واخیستل سي؟ د چا خبر رد کړل سي؟ او د چا په خبر کي توقف وسي؟

 دا موږ ته د قران او حديث څخه معلومیږي.

نور بیا...