څانګه: چاڼ شوي مضامين نيټه: May 17, 2017
       
نو پر خپل ځان وژاړه !
قاري عبد الهادي "الهام" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

(۱) کله چي ځان د شهواتو په مقابل کي ضعيفه او د ګناهونو دپاره قوي ووينې.

(۲) کله چي يو بد کار ووينې او بد ئې ونه بولې او کله چي ښه کار ووينې او خوار ئې وبولې.

(۳) کله چي دي لمونځ د عبادت څخه عادت ته واړوی او د راحت پرځای ئې ستړيا وبولې.

(۴) کله چي په خپل ځان کي د ګناه کولو سره بې پروايي ووينې او دا دي خوښه وي چي دعلام الغيوب سره مبارزه وکړې.

(۵) کله چي په عبادت او طاعت کي خوند نه حسوي.

(۶) کله چي دي زړه په غمونو او ژوند په تکليفونو ډک سي، خو ته د شپي د درېيمي حصي څخه کار وانه خلې.

(۷) کله چي ته په دې پوهېږې، چي حساب درسره کيږي او بيا هم خپل وخت په بې فايدې شيانو کي تيروې.

(۸) کله چي د قرآن کريم اورېدل تأثير نه درباندي کوي.

(۹) کله چي ته په فاني دنيا پسي ځغلې او د الله عزوجل په عبادت کي د هيچا سره سيالي نه کوې.

(۱۰) کله چي په دې پوه سې، چي د عمر ډېره برخه دي تېره سوې ده او بيا هم پر غلطه لار رهي يې. 

(۱۱) کله چي دي پر قرآن کريم ګردونه وليدل.

کله چي ته په دې پوه سوې، چي د توبي دروازه تر هغو پوري خلاصه وي، چي د روح اخيستل دي نه وي شروع سوي، نو د بېريدونکي، توبه کوونکي، رجوع کوونکي او هغه چا پر قسم وژاړه، چي د خپل بادار د رحمت غوښتونکی او اميدکوونکي وي، ښايي دغه ژړا بيده روح راويښ کړي او غافله زړه خبر کړي!

 
ژاړه! او خپل رب عزوجل ته ژاړه! ځکه د اوښکو په تويولو کي توبه او رجوع سته. (ګټور معلومات)

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۰ ګڼه