تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په اسلامي ټولنه کې د سلام تر شاه څه دي؟
 
  June 27, 2017
  0
لیکنه: حضرت عثمان نوري مومند /تعلیم الاسلام ویب پاڼه

سلام یو اسلامي شعار دی، او شروع یې له عربو څخه شوېده، دا چې دعربو ماحول (چاپیریال) په هغه وخت کې د قتل، لوټ مارۍ او وینه توېونه کې رنګ شوی و، ددې ترڅنګ پردۍ قبیله (قوم) خو پرېږده؛ آن د خپل خاندان (کورنۍ) هرغړی به له خپل خاناندان او قبېلې څخه لرې او بېل بېل اوسېده. د امن او سلامتۍ الفاظ داسې معلومېدل چې بالکل هېر شوی دي وي. مګر د اسلام سپڅلي دین وروستي امُت روښنايي راوړه؛ ړنګې شوې رشتې (خپلولۍ) او خواره واره خاندانونه (کورنۍ) یې بېرته سره یو ځای کړې. 

داچې د سلام کول سنت طریقه ده؛ خو ځواب ورکول یې واجب دي، او د اسلام مبارک دین له نظره یو عظیم (لوی ثواب لرونکی) څیز دی، چې بغض (کینه او حسد)، جنګ او شخړې له مېنځه وړي. که څه هم د سلام په کولو سره جاهل (ناپوهه) ښکته کیدای، خوکه کوم څوک سلام ونه کړي نو په اسلامي او افغاني ټولنه کې بد ګڼړلی شي.

سلام په چا وکړو؟څه ډول سلام وکړو؟ سلام ته څه ډول ځواب ورکړو؟ او دسلام اهمیت څه شی دی؟

دا هغه پوښتنې دي چې ځواب یې په لوستلو ترلاسه کولی شئ ! الله  جل جلاله په قران عظــــیم الشان کې فرمايي: 

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ بُيُوتِكُمْ حَتَّى تَسْتَأْنِسُوا وَتُسَلِّمُوا عَلَى أَهْلِهَا
ای مسلمانانو! د پردو کورونو ته بغېر د اجازت او  بغېر د سلام نه مه دننه کیږئ. 

علماء کرام وايي: کچېرې ستا دوښمن په تا سلام وکړي؛ نو د سلام په ځوابولو (وعلیکم السلام) سره به مو دوښمنۍ نرمې شي؛ یعنې د سلام د ځواب مفهوم دا روښانه کوي چې ستا د پاره دې هم سلامتیا وي کـلـــه چې ځواب ویونکی ســتا د سلامتـۍ دعا وکړي نو د دوښمنۍ شخړه به یې ولې راولاړیږي. او هغه نښې نښانې چې دوښمنۍ ته شیطاني لمنې وهي که په پوره ډول یې له مېـنځه یو نه وړی شي، اثرات خـو یې خامــــخا راکـمــولی شي.

دیو حدیــث شریف پښتو مفهوم په دې ډول دی، چـې د دواړو جهانو سردار حضــــرت مــحمــد  صلی الله علیه وسلم فرمــايي: د ســلام کولو عــادت جـوړکړئ ! که يې پېژنئ؛ او که یې نه پېژنئ.
 
.په بل حدیث شریف کې راځي: دیهودو سلام په ګوتو سره دی، دنصاری سلام په تلي سره دی، آما د مسلمانانو سلام  په السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته سره دی. یعنې د یهودیانو او نصاری سـلام یواځــې اشاره ده، او د مسلمانانو سلام یوه ازاده دعا ده (چې په تا دې سلام وي او د الله رحمتونه او برکتــونه دې په تا نازل شي.)

 لنډه دا چې هر مسلمان دې بل مسلمان ته دعا کوي ځکه سلام سره دهغه د خېرخــواهۍ، میني او محبت ترڅنګ تعلق او ملګرتیا هم ټینګښت مومي.
 

سلام څنګه او په چا وکړو؟
 له حضرت ابوهریرة  رضی الله عنه څخه روایت دی چې حضرت مــحـمـد  صلی الله علیه وسلم اوفرمایل: چې کله الله تعالی حضرت ادم علیه السلام پېدا کړو، نو ورته ویې فرمایل چې لاړ شه او د دغه فریـښــتو ناستې ډلې ته ســـلام وکړه، او په پوره پاملرنې ســـره یې واوره چې ځواب کې څه درته وايـي؟ کوم ځواب چې فرېښتو درکړو؛ دغه به ستا او ستا د اولادې ځواب هم وي نو چې ادام علیه الســلام د فریښـــتو هغه ټولګي ته لاړو، او السـلام علیکم یې وویل نو فرېښتو هم السلام علیکم ورحــمت الله وویل یعنې  ورحمت الله یې پکې زیات کړو. (بخاري و مُسلم)

 همدا راز ویلی شو کچېرې څوک په سپرلۍ (سورلۍ) سپور روان وي او د سیمي اوسیدونکي په سړک مخامخ ناست وي، نو په سپرلۍ سپور کس ته دا لازمه ده چې هغه ناستو کسانو ته سلام وکړي.
 
 همدا راز کله چې خپل کور ننوځو؛ نو د کور په ښځینه او نارینه وو ماشومانو او لویانو هم باید سلام وکړو؛ ځکه دا په کور کې د برکت سبب ګرځي.

 که چېرته څوک په پېده مزل روان وي نو په ناستو کسانو باید سلام وکړي. 

بله دا چې کله موږ سلام کوو، نوباید په ژبې سره په لوړ غږ سلام وکړو؛ ترڅو د سلام ځواب ویونکی یې واوري، خودلته یوه مهمه خبره د یادولو وړ بولم هغه دا چې کچېرته د زباني (ژبې) په وسیله سلام وئیلو سره د سر یا د لاس د اشارې اړتیا پېښه شي نو بیا څه تاوان او کوم ممانعت نه لري لکه د بېلګې په ډول چې چاته سلام کوې، او هغه درڅخه په لږ واټن لرې وي او داسې وانګیري چې که سلام پرې واچوم؛ غږ به مې وانه وري، او یا څوک کوڼ (په غوږو دروند) دی او ستا غږ نه شي اوریدی نو که په داسې حالاتو کې اشاره وکړې نو بیا هم د شریعت له نظره کوم ممانعت نه لري.

په کافر باندې سلام کول: 

له حضرت ابو هریرة  رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبي کریم  صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ( لا تبدؤوا اليهود والنصارى بالسلام ، وإذا لقيتموهم في طريق فاضطروهم إلى أضيقه )
یعني یهودیانو او عیسویانو باندې سلام کې مه مخکښې کیږئ؛ که په لاره کې تاسو سره ددوی نه څوک مخامخ شي نو لاره پرې ورتنګه کړئ؛ او د لارې په یو طرف ته تلو باندې یې مجبوره کړئ!

سلام ته څه ډول ځواب ورکړو؟
 
له حضرت عمر ابن حصین  رضی الله عنه څخه روایت دی چې یو کس د بني کریم  صلی الله علیه وسلم په خدمت کې حاضر شو، او السلام علیکم یې وویلو؛ نو نبي کریم  صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړو او هغه کس کېناستلو او بیاهغه  صلی الله علیه وسلم وویلې چې دغه کس لپاره لس نېکۍ ولېکلی شوې. بیا یو بل کس راغی او السلام علیکم ورحمت الله یې وویلو نو نبي کریم  صلی الله علیه وسلم هغه ته هم ځواب ورکړو او هغه کس کېناستلو او بیا هغه  صلی الله علیه وسلم ووېلې چې دغه کس لپاره شل نېکۍ ولېکلی شوې. دغه وخت کې یو بل کس هم راغی او هغه السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته وویلو؛ نو نبي کریم  صلی الله علیه وسلم هغه ته هم په هماغه ډول ځواب ورکړو او هغه کېناستلو نوهغه  صلی الله علیه وسلم وویلو چې دغه کس لپاره دېرش نېکۍ ولیکلی شوې. (ابو داؤد وترمذي)

زموږ په افغاني ټولنه کې یوه لویه ستونزه چې د سلام د ځواب په برخه کې یې لري هغه د سلام صحي ځواب نه ورکول دي. که مو فکر کړی وي چې په ځينو مشرانو څوک سلام وکړي، ځواب ویونکی ورته یا وعلیکم وايي او یا ورته وايي ستړی مه شې؛ دا او دا ډول نورې اصطلاحګانې د ناپوهۍ هغه سترې تېروتنې دي؛ چې  واجب پرې ترک (پریښودل) کیږي؛ او چا چې واجب پرېښودل، پرې ګناهګاريږي ځکه واجب فرضو ته نږدې دی. نو اړینه ده چې واجب ادا کړو.

د رخصتېدو په وخت سلام:
 
 لیدلې به مو چې په ښاریاتو او یا هم نورو ښونیزو سیمو کې ملګري او همزولي د رخصتېدو پرمهال له ملګرو سره دمخه ښې پرمهال سلام کوي؛ او یا زیات وخت به مو دې ته فکر شوي که نه چې کله ښوونکی د ټولګي درسي ساعت پوره شي نو د ټولګي څخه د وتلو په وخت کې وايي کومه پوښتنه شته؟... نه شته؟ ښه نو په خپلو درسونو کې کوښښ کوئ او خپلې کورنۍ دندې ترسره کړئ (السلام علیکم) او له ټولګي څخه به بهر شي.

دا کار د اسلام له نظره دا څنګه کار دی؟ له حضرت ابو هریرة  رضی الله عنه څخه روایت دی چې حضرت محمد  صلی الله علیه وسلم وفرمایل: تاسو کې څوک چې یو مجلس ته راشي، نو سلام دې اچوي او چې کله د مجلس نه ځي نو بیا دې هم سلام کوي؛ ځکه چې (فَلَيْسَتِ الأُولَى بِأَحَقَّ مِنَ الآخِرَةِ ) لومړی سلام د وروستي سلام نه زیات حق نه لري چې لومړی سلام د وروستي سلام لپاره کافي شي.یعني دواړه باید وویل سي.(ابو داؤد وترمذي)

د سلام اهمیت: 
د حضرت عبدالله بن عمرو بن عاص  رضی الله عنه څخه روایت دی چې یو کس د نبي کریم  صلی الله علیه وسلم نه پوښتنه وکړه چې په اسلام کې د ټولو نه ښه عمل کوم یو دی؟ نبي کریم  صلی الله علیه وسلم وفرمایل: چې اوږو ته خوراک ورکول او هربلد (اشنا) او نابلد (نااشنا) ته سلام کول.(بخاري ومُسلم)

په یو بل حدیث شریف کې حضرت محمد  صلی الله علیه وسلم فرمایي: ترڅو پورې چې مؤمنان نه شئ؛ نو جنت ته به دا خل نه شئ؛ او ترهغه وخته پورې مؤمنان کیدلی نشئ؛ ترڅو پورې چې په خپل مینځ کې مو مینه او محبت نه وي – ایا تاسو ته یوه داسې خبره ونه ښایم چې هغه کوئ نو خپل مېنځ کې به مو مینه او محبت پېدا شي؟ په غورسره واورئ چې په خپل مېنځ کې سلام ته رواج (دود) ورکړئ یعنې سلام خپور کړئ !

دا چې د سلام کولو (اچولو) سره مو مینه او محبت پراخیتا مومي؛ نو اړینه ده چې لومړی په خپلو کورونو کې ماشومانو ته، ښځینه او نارینه و ته د سلام کول ورزده او بیا یې په ورځني ژوند کې عملي کړو. همدا راز په پورته ذکر شویو ځایونو کې په غوره بڼه چې عبارت له (السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته) ده هم عملي کړو، ترڅو د خدای  جل جلاله حکم پرځای کړو او همدا شان ورځنۍ چارې په ښه ډول مخ ته بیایو.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته