تازه سرليکونه
د (د حرم خطبې) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حرم شریف خطبه: د بنده ګۍ مقام
  تعلیم الاسلام
  June 13, 2017
  0

 بسم الله الرحمن الرحيم

د الله تعالی د بنده ګي شرف او فضیلت

 
د. عبد البارئ بن عواض الثبیتي/ ژباړه: جمشید حقیار
۱۴/ ۹/ ۱۴۳۸ هـ
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
لومړۍ خطبه
 
الحمدُ لله، الحمدُ لله جمدًا لا حدَّ له، فالفضلُ والِنعامُ والمِنَّةُ له، وأشهدُ أن لا إله إلا اللهُ وحدَه لا شريكَ له، وأشهدُ أن سيِّدَنا ونبيَّنا محمدًا عبدُه ورسولُه شرحَ الله صدرَه، ورفعَ ذِكرَه له، صلَّى الله عليه وعلى آله وصحبِه ومَن اقتَفَى أثَرَه. أما بعد:
 
ځان او تاسي ته د الله تعالی د تقوا او وېري سپارښتنه کوم، الله تعالی فرمايي:  يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنْتُمْ مُسْلِمُونَ  [آل عمران: 102]
 ژباړه: اې مومنانو! له الله تعالی څخه په رښتني ډول و وېرېږئ، او په داسي حالت کي ځانونه مرګ ته وسپارئ، چي تاسي مسلمانان او غاړه اېښودونکي یاست.
 
په دې غوره شپو او ورځو کي په ښه او ښکلي ډول د الله عز وجل عبادت وینو، مسلمانان په روژه، او تلاوت خوند اخلي، شپې په لمونځو او تهجدو رڼې دي، هري خوا ته صدقې او خیراتونه وینو، د مسلمانانو ژبې د خپل رب په ذکر لندې دي، او ټول اندامونه، احساسات او زړونه خپل رب او پالونکي ته ټیټ او عاجز دي.
 
کله چي عبادت د زړه په خوند او خوشحالۍ سره وسي، د دنیا او آخرت د سعادت او نېکمرغۍ سبب ګرځي، او مسلمان چي په هر ځای او وخت کي وي، عبادت یې ملګری دی، دی د ژوند په یوه مرحله کي هم له عبادته نه جلا کېږي، او تر ټاکل سوي اجل او مرګه پوري د عبادت ملګري او پابندي کوي، تر دې چي مرګ په ښه حالت کي ورته راسي، الله سبحانه وتعالی فرمايي: 
 
﴿ وَاعْبُدْ رَبَّكَ حَتَّىٰ يَأْتِيَكَ الْيَقِينُ ﴾ 
ژباړه: تر مرګه پوري د خپل رب عبادت کوه.
 
د انسان زړه په د خپل رب په دې آواز او خطاب ډېر خوشحاله کېږي، چي کله هغه ورته آواز وکړي: (یا عبادي) اې زما بندګانو! او کوم بنده چي په دې خطاب او ږغ کي راسي، او د دې ږغ شرف وګټي، نو همدا ورته لویه کامیابي ده.
 
د (یا عبادي) ږغ د سکون او آرام نښه
 
د (یا عبادي) ږغ زړه ته آرام ورکوي، وېره او ډار یې لیري کوي، او دا د الله عز وجل د رضایت، مهربانۍ او احسان نښه ده، الله تعالی فرمايي:
 
 ﴿يَا عِبَادِ لَا خَوْفٌ عَلَيْكُمُ الْيَوْمَ وَلَا أَنْتُمْ تَحْزَنُونَ (۶۸) الَّذِينَ آمَنُوا بِآيَاتِنَا وَكَانُوا مُسْلِمِينَ (۶۹) ادْخُلُوا الْجَنَّةَ أَنْتُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ تُحْبَرُونَ﴾ [الزخرف: ۶۸- ۷۰] 
ژباړه: اې زما بندګانو! نن ورځ پر تاسي (د الله تعالی د عذاب او جهنم) هیڅ وېره نه سته، او نه به تاسي (په دنیا کي په پاته سوي نعمتونو) غمجن یاست، دا هغه څوک دي، چي زموږ په آیتونو یې ایمان درلود، او (زموږ امرونو او احکامو ته) تسلیم او غاړه اېښودونکي وه، تاسي او ستاسي  )مؤمني( مېرمني جنت ته د خوشحالۍ او خوشبختۍ په حال کي ننوزئ.
 
هغه انسان چي ایمان یې د زړه تل ته رسېدلی وي، په خپل اخلاص او ایمان آرام او مطمئن وي، او پر خپل خالق توکل کوي، نو الله سبحانه وتعالی د مرګ پر وخت داسي لوی زېری ورکوي، هغه فرمايي: 
 
﴿يَا أَيَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ (۲۷) ارْجِعِي إِلَى رَبِّكِ رَاضِيَةً مَرْضِيَّةً (۲۸) فَادْخُلِي فِي عِبَادِي (۲۹) وَادْخُلِي جَنَّتِي﴾ [الفجر: ۲۷- ۳۰]
 ژباړه: اې مطمئن او آرام نفسه، خپل رب ته په داسي حال کي ورسه، چي ته له هغه څخه او هغه ستا څخه راضي او خوښ دی، زما د بندګانو په ډله کي ننوزه، او زما جنت ته ننوزه.
 
د بنده ګۍ خطاب لوی زیری دی
 
الله سبحانه وتعالی ځکه خپل مخلوقات په (عبادي) یعني: زما بندګانو، سره ستايي، تر څو د دوی وحشت او وېره ور څخه ورکه کړي او دوی ته زېرۍ ورکړي، چي هغه ډېر نژدې دی، همداراز تر څو بنده وکولای سي، خپل غمونه، حاجتونه او شکایتونه خپل رب او مولا ته وړاندي کړي، الله سبحانه وتعالی فرمايي:
 
  وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ   [البقرة: ۱۸۶] 
ژباړه: که چېري زما بندګان ستا څخه زما په باره کي پوښتنه وکړي، نو (ورته ووایه) زه ډېر نژدې یم، زه د دعا کوونکي دعا قبلوم کله چي ما راوبولي. 
 
د الله تعالی له لوري خپلو بندګانو ته د (یا عبادي) آواز د دوی زړونو ته آرامښت ورکوي، او دوی ته پر خپلو بندګانو د الله تعالی د لطف، نرمۍ او هغه رحمت احساس ورکوي، کوم چي د هغه تر غضب او قهر زیات دی، الله سبحانه وتعالی فرمايي: 
 
﴿نَبِّئْ عِبَادِي أَنِّي أَنَا الْغَفُورُ الرَّحِيمُ (۴۹) وَأَنَّ عَذَابِي هُوَ الْعَذَابُ الْأَلِيمُ﴾ [الحجر: ۴۹، ۵۰] 
ژباړه: زما بندګانو ته خبر ورکړه، چي زه ډېر بخښونکۍ او مهربان یم، او زما عذاب ډېر دردمن عذاب دی.
 
د دې آيت د ﴿أَنِّي أَنَا الْغَفُورُ الرَّحِيمُ﴾ په برخه کي الله سبحانه وتعالی له خپلو اوچتو صفاتو څخه د رحمت او مغفرت دوه صفته ذکر کړل، او د دې صفتونو په یادولو کي یې ډېره مبالغه او ټینګار وکړ، او د دې ټینګار لپاره یې د (اني)، (انا) او (الف لام) درې الفاظ وکارول، چي دا ټول د خبري پر تاکید او ټینګار دلالت کوي، خو د آیت په بله برخه ﴿وَأَنَّ عَذَابِي هُوَ الْعَذَابُ الْأَلِيمُ﴾ کي چي یې کله عذاب ذکر کړ، داسي یې ونه ویل چي زه عذاب ورکونکۍ یم، او نه یې خپل ځان ته د عذاب ورکولو صفت منسوب کړ، بلکي داسي یې وفرمایل: چي زما عذاب ډېر دردمن دی.
 
الله سبحانه وتعالی خپلو مؤمنو بندګانو ته ځکه په (یا عبادي) سره ږغ کوي، تر څو دوی په هر ځای او هر حالت کي د هغه د عبادت کولو په فکر او سوچ کي اوسي، هغه فرمايي:
 
 ﴿يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ أَرْضِي وَاسِعَةٌ فَإِيَّايَ فَاعْبُدُونِ﴾ [العنكبوت: ۵۶] 
ژباړه: اې زما بندګانو! زما مځکه ډېره پراخه ده، نو (په هر ځای کي) یوازي زما عبادت وکړئ.
 
(یا عبادي) داسي ښکلې او د زړه نرمونکې کلمه ده، چي اورېدل یې انسان عمل کولو ته هڅوي، په همدې کلمې سره الله سبحانه وتعالی خپلو بندګانو ته ږغ وکړ، تر څو تر ټولو لازم عبادتونه او تر ټولو غوره عملونه او طاعتونه ور وښيي، هغه فرمايي:
 
 ﴿قُلْ لِعِبَادِيَ الَّذِينَ آمَنُوا يُقِيمُوا الصَّلَاةَ وَيُنْفِقُوا مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ سِرًّا وَعَلَانِيَةً مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَ يَوْمٌ لَا بَيْعٌ فِيهِ وَلَا خِلَالٌ﴾ [إبراهيم: ۳۱]
 ژباړه: زما مومنو بندګانو ته ووایه، چي لمونځونه په ښه ډول وکړي، او له هغه مالونو څخه په پټه او ښکاره خیرات او انفاق وکړي، کوم چي موږ دوی ته د روزي په ډول ورکړي، تر دې مخکي چي داسي ورځ راسي، چي هلته نه رانیول او خرڅول سته او نه دوستي او ملګرتیا سته. ( چي دوی د پیسو یا ملګري له لاري د دوږخ له اوره ځان خلاص کړي، یا جنت رانیسي) 
 
الله سبحانه وتعالی مؤمنانو ته په (یا عبادي) سره آواز کوي، تر څو دوی ته د تقوا او پرهېزګارۍ لارښوونه وکړي، هغه فرمايي:
 
﴿يَا عِبَادِ فَاتَّقُونِ﴾ [الزمر: ۱۶] 
ژباړه: اې زما بندګانو! نو تقوا او پرهېزګاري غوره کړئ.
 
همدارنګه د دوی بې مثاله ستاینه او صفت کوي، الله سبحانه وتعالی فرمايي:
 
 ﴿وَأَلْزَمَهُمْ كَلِمَةَ التَّقْوَى وَكَانُوا أَحَقَّ بِهَا وَأَهْلَهَا﴾ [الفتح: ۲۶] 
ژباړه: او مؤمنان یې د پرهېزګارۍ د خبري پابند وګرځول، چي هغوی یې زیات حقدار او اهل وه.
 
د تقوا او پرهېزګارۍ اختیارول د رمضان د میاشتي ښکاره اثر او نښه ده، الله سبحانه وتعالی فرمايي:
 
   كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ  [البقرة: ۱۸۳]
 ژباړه: پر تاسو باندي د مخکنیو خلګو په څېر روژه فرض سوه، د دې لپاره چي تاسي و وېرېږئ او (له ګناهونو) ځان وساتی.
 
د رمضان په میاشت کي تقوا او پرهېزګاري د انسان نفس له بدو او ناوړه اخلاقو پاکوي، او پر ځای یې په ښو او اوچتو اخلاقو تربیه او روزنه کوي، الله تعالی فرمايي:
 
 ﴿وَقُلْ لِعِبَادِي يَقُولُوا الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ﴾ [الإسراء: ۵۳] 
ژباړه: او زما بندګانو ته ووایه: دوی دي تر ټولو ښې او غوره خبري کوي. 
 
بنده ګان په محکمه کلا کي
 
کله چي مومن د الله تعالی د لوري د (عبادي) ږغ واوري، داسي احساس کوي، چي دی په یوه اوچته او محکمه کلا کي له شیطان څخه ساتل سوی دی، الله سبحانه وتعالی فرمايي: 
 
﴿إِنَّ عِبَادِي لَيْسَ لَكَ عَلَيْهِمْ سُلْطَانٌ وَكَفَى بِرَبِّكَ وَكِيلًا﴾ [الإسراء: ۶۵] 
ژباړه: بېشکه ته به زما پر بندګانو هیڅ تسلط او واک ونه لرې، او ستا رب د توکل کولو لپاره کافي دی.
 
كوم زړه چي له خپل رب سره پیوست وي، او ټول ژوند یې د خپل رب په عبادت او محبت کي تېرېږي، پر دې زړه شیطان هیڅ واک او اختیار نه لري، او دا زړه د دې لائق دی، چي له شیطانه وساتل سي، او د ده د خرابولو او ګمراه کولو لپاره د شیطان هر چل او فریب شنډ کړل سي.
 
صالحان بنده ګان او د  مځکي واکداري
 
الله سبحانه وتعالی خپل صالحین بندګان ځکه په (عبادي) سره ستايي، تر څو په دوی کي د نېکپالۍ، نېکمرغۍ، او د کامیابي امید او هیله پیدا کړي، او د مرستي کولو لپاره یوازي الله تعالی کافي دی، هغه فرمايي:
 
﴿وَلَقَدْ كَتَبْنَا فِي الزَّبُورِ مِنْ بَعْدِ الذِّكْرِ أَنَّ الْأَرْضَ يَرِثُهَا عِبَادِيَ الصَّالِحُونَ﴾ [الأنبياء: ۱۰۵]
 ژباړه: او په باوري ډول موږ په لوح محفوظ کي تر لیکلو وروسته (پر انبیاؤ علیهم السلام) په نازل سویو کتابونو (تورات، زبور، انجیل او قرآن) کي دا لیکلي دي، چي د مځکي (اختیار او واک) به زما صالحو او نېکو بندګانو ته ور کول کېږي.
 
رښتني بنده ګان د ګناهونو څخه توبه کوي
 
(یا عبادي) ډېره ښکلې جمله، نرم اسلوب او خوږ آواز دی، چي په دې کي ټول هغه ګناهګاران راځي، کوم چي له خپلو ګناهونو توبه باسي او خپل رب ته رجوع کوي، الله سبحانه وتعالی فرمايي:
 
  قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنْفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِنْ رَحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ  [الزمر: ۵۳]
 ژباړه: ووایه! اې زما هغه بندګانو، چي پر ځانونو یې تېری او زیاتی کړی دی، د الله تعالی له رحمت څخه مه نا امیده کېږئ، یقینا الله تعالی ټول ګناهونه بخښي، یقینا الله تعالی زیات بخښونکی او پوره مهربانه دی.
 
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی، چي یو څو مشرکانو ډېر زیات خلګ مړه کړل، او ډېره زنا یې وکړل، بیا حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته راغلل، او ورته وې ویل: ته چي کومي خبرې کوې، او دعوت ورته کوې، ښې خبري دي، خو موږ ته داسي یو عمل را وښیه، چي زموږ د ګناهونو کفاره او رژون وګرځي، نو دا آيت نازل سو:
 
 ﴿وَالَّذِينَ لَا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ وَلَا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ وَلَا يَزْنُونَ﴾ [الفرقان: ۶۸] 
ژباړه: او هغه کسان چي له الله سبحانه وتعالی سره بل خدای ته (د مرستي او غوښتني) ږغ نه کوي، هغه انسان نه وژني، کوم چي (وژنه او قتل یې) الله تعالی حرام کړی دی، مګر (هغه وخت یې وژل روا دي) چي په حق سره وي، او زنا هم نه کوي.
 
وروسته دغه آیت نازل سو:  قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنْفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِنْ رَحْمَةِ اللَّهِ   [الزمر: ۵۳] 
ژباړه: ووایه! اې زما هغه بندګانو، چي پر ځانونو یې تېری او زیاتی کړی دی، د الله تعالی له رحمت څخه مه نا امیده کېږئ.
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: (الله تعالی فرمايي: اې د آدم زویه! ته چي هر څومره ما را بولې، او ما ته امید لرې، زه به ستا د عاجزۍ، دعاء او امید په اندازه بخښنه درته وکړم، او زه یې هیڅ پروا نه کوم، اې د آدم زویه! که چېري ستا ګناهونه تر آسمانه ورسېږي، خو بیا زما څخه بخښنه وغواړې، زه به بخښنه درته وکړم، او زه یې هیڅ پروا نه کوم، اې د آدم زویه! که چېري ته ما ته د مځکي په اندازه له ګناهونو سره راسې، او زما سره ملاقات وکړې، خو زما سره دي هیڅ شی نه وي شریک کړی، نو زه به په همدې اندازه بخښنه ورته وکړم). 
 
     الله تعالی دي زما او ستاسو لپاره قرآنکریم برکتمن وګرځوي، د هغه د حکمت څخه له ډک نصیحت او آیتونو څخه دي ما او تاسو برخمن وګرځوي، زما خبره همدومره وه، زه له الله تعالی څخه د ځان ستاسو او ټولو مسلمانانو لپاره د مغفرت غوښتونکۍ یم، تاسو هم له هغه څخه مغفرت و غواړئ، یقینا چي هغه ډېر زیات بخښونکۍ او پوره مهربانه دی.
 
د حرم شریف نوري خطبې
 

سرته