تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د امام ابوحنیفه رحمه الله شهادت
 
  July 2, 2017
  0

 د اسلامى نړۍ مظلوم امام دظالمانو په زندان کې سترګې پټې کړې!


ليکنه: عزت الله کوټوال/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

مجاهد امام ( أبوحنيفه رحمه الله ) په زندان كې ډيرې ستونزې، كړاوونه، دردونه، دمرګ ګواښونه په ځان ومنل، او دا هر څه يې په ستر همت  او سړه سينه تېر کړل، په داسې حال كې چې اويا كلنۍ ته ورځ په ورځ ور لنډېده، مبارك بدن ئې تدريس او د خلكو پوښتنو او سوالونو ځپلى ٶ، مباركه ږيره ئې سپينه شوې وه، له دې ټولو كړاوونو او ننګونو سره سره بيا هم امام اعظم أبو حنيفه رحمه الله له خپل دريځ نه؛  نه خو وروسته شو، او نه يې هم ستره او ټينګه اراده ديوې ګوتې په اندازه را ټيټه او نه هم سسته شوه، ځکه پاك زړه، سپېڅلې روح، لوړ همت او ټينګ ايمان يې ددې ټولو ګواښونو او كړاوونو مخې ته د فولادې غره په څېر په بې پروايۍ سره ټينګ او كلك ولاړ ٶ، خو كمزوري، بې وسه او ناتوانه مبارك بدن ئې نور د ټېنګېدو او ودرېدو توان له لاسه وركړى ٶ! 

هماغه ٶ؛  چې نوميالي، اتل، بهادر او زړور سپين ږيري او ستر امام په ظالم زندان كې د خپل رب د بلنې په لور د تلو اراده وكړه او په ۱۵۰ هـ ق كال كې ئې له دې فانې نړۍ څخه په سپينه ږيره په خورا مظلوميت، بې وسۍ او بې كسۍ سره د ظلم او وحشت په بې رحمه منګلو، او د ظالم خليفه په وحشي ځنځېرونو كې تړل شوى سترګې پټې كړې.

(انا لله وانا اليه راجعون )

 تر څو بيا د قيامت په ورځ په كومه ورځ چې نه مال او نه هم اولاد د چا سپارښتنه كولاى شي د خپل رب په وړاندې د ظلم په ځنځېرونو تړلې له ظالم واكمن  څخه خپل حق وغواړي،  بې رحمه منصور مظلوم امام ته په ډوډۍ كې د زهرو وركولو سپارښتنه كړې وه، او په دې نامرده او  ناځوانه توګه د بې وسه او ناچاره عاجز مبارك امام د ژوند شېبې پاى ته ورسېدې.

ستر محدث علامه شمس الدين ذهبى رحمه الله (مړ۷۴۸) ليکي:

 "وبلغنا ان المنصور سقاه السم فاسود ومات شهيدا رحمه الله". (مناقب ابى حنيفه  وصاحبيه؛ صفحه۳۰)
ژباړه: خبر راکول شوی چې منصور، امام صاحب ته په خوراک کې زهر ورکړل او د زهرو له اثره شهيد شو.

بل ځاى ليکي:

"توفى شهيدا مسقيا فى سنة خمسين ومائة". (سير اعلام النبلاء؛ جلد۶صفحه۵۳۷)
ژباړه : دی رحمه الله په ۱۵۰هجرى تاريخ د زهرو د اثر څخه په شهادت ورسيد.
   

أئمةالمسلمين د امام صاحب په مرګ د غم ډکې ويناوې وکړې؛ لکه سترمحدث او د صحاح الستة مرکزي راوي ابن جريج مکي رحمه الله (مړ۱۵۰) چې کله د امام صاحب له وفات څخه خبر شو انالله څخه وروسته يې وويل :

"اى علم ذهب"
(تهذيب الکمال؛جلد ۱۹صفح۱۸۰)

او دا ئې هم وويل: "رحمه الله؛ لقد ذهب معه علم کثير".
ژباړه: الله دې په ده رحم وکړي دده په وفات ډيرعلم د خاورو لاندې شو.

.(الانتقاءصفحه۱۳۵_لابن عبدالبر؛ او مناقب ابى حنيفه وصاحبيه صفحه۱۸_د شمس الدين ذهبى) او نور…
 
----------------
امام ابوحنیفه رحمه الله
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته