څانګه: چاڼ شوي مضامين نيټه: August 9, 2017
       
د طایف په سفر کي غمګینه نبوي دعا

کله چي نبي صلی الله علیه وسلم د ثقیف قبیله اسلام ته را وبلل، هغوی یې دعوت ونه منی، او په ډبرو یې و ویشتی، نو نبي صلی الله علیه وسلم د خپل رب په وړاندي داسي دعاء وکړل: 
 
«اللهم أشكُو إليك ضعفَ قوَّتي، وقلَّةَ حيلَتي، وهوَاني على الناس، يا أرحم الراحمين! إلى مَن تكِلُني؟ إلى بعيدٍ يتجهَّمُني، أم إلى عدوٍّ ملَّكتَه أمري؟ إن لم يكُن بك غضَبٌ عليَّ فلا أُبالِي، ولكن عافيتُك أوسعُ لي، أعوذُ بنور وجهِك الذي أشرقَت له الظُّلُمات، وصلُح عليه أمرُ الدنيا والآخرة أن يحِلَّ بي غضبُك، أو ينزِل بي سخَطُك، لك العُتبَى حتى ترضَى، ولا حولَ ولا قوَّةَ إلا بك» دا حدیث هیثمي په (مجمع الزوائد) کي راوړی دی.

 ژباړه: (یا الله! زه تا ته د خپلي کمزورتیا، ناچارۍ او د خلګو لخوا د سپک چلند شکایت کوم، یا ارحم الراحمین! ته ما چا ته پرېږدې؟ هغه لیري خلګو ته چي پر ما ظلم کوي؟ او که هغه دښمن ته چي هغوی دي پر ما مسلط کړي دي؟ که چېري ته پر ما په غضب نه یې، نو بیا زه د دې هر څه هیڅ پروا نه کوم، خو ستا لخوا عافیت او سلامتي زما لپاره ډېره پراخه ده، زه ستا د مخ په هغه نور سره پناه غواړم، کوم چي ټولي تاریکۍ یې روښانه کړي، او د دنیا او آخرت چاري په سمي دي، زه پناه غواړم، له دې څخه چي ستا غضب را باندي وسي، او یا ته راباندي په قهر سې، زه تا ته تر هغه وخته توبه باسم، تر څو ته راضي کېږې، او د ګناه پرېښودل او د نېکیو کول یوازي ستا په توفیق او مرسته سره کېږي).