تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د لوښي د خولې څخه اوبه چيښل
  تعلیم الاسلام
  July 24, 2017
  0

لیکنه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

 د بخاري شریف حدیث دی: نَهَى النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم أَنْ يُشْرَبَ مِنْ فِي السِّقَاءِ.

یعني رسول الله صلی الله علیه وسلم منع کړې ده چي د لوښي د خولې څخه اوبه وچیښو.

 

خو د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د فعل څخه دا هم ثابتیږي چي هغه مبارک د لوښي د خولې څخه هم اوبه چیښلي دي.

 

محدثین د دواړو احادیثو تطبیق داسي کوي چي د جواز احادیث د اولو وختو دي، یعني مخکي ددې کار جواز وو، وروسته جواز منسوخ سو او نهي راغله.

 

دا هم ویل کیږي چي که چیري عذر وي یعني په بل ډول نه چیښل کیږي بیا پروا نه کوي. والله اعلم

 

علامه عیني رحمه الله لیکلي دي چي د نبي کریم علیه السلام په فعل دا کار ثابت دی خو په قول يې دا کار منع سوی دی، نو قولي حدیث پر فعلي حدیث راجح دی نو حکم دا دی چي دا کار به نه کوي.

 

د مولوي عنایت الله علمي صاحب په طب او اسلام کتاب کي داسي لیکي:

رسول الله صلی الله علیه وسلم  موږ له دې څخه منعه کړي یو چي د منګي یا د اوبو د لوښي د خولې څخه اوبه وچښو، مثلاً یو نفر د اوبو منګی یا د اوبو جیک پر سر پورته کوي یا خوله پر ایږدي اوبه چښي، بیا بل نفر دغه منګی یا جیک پر سر پورته کوي او اوبه چښي، بیا بل نفر، یعني دغسي په ګډه سره د یوه لوښي څخه چښل منعه دي.

 

دد حکمت څه دی؟

  • د یوه نفر د خولې مکروب بل ته نه نقلیږي
  • یو دم پر خوله ډیري اوبه نه راتویږي چي کالي لانده سي
  • په جیک یا منګي کي که یو خزنده وه هغه به زیان نه ورسوي.

 

نو د جیک یا منګي د خولې څخه بېله عذره چیښل مکروه دي.

 

(د عمدة القاري څخه په مختصر ډول)

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته