تازه سرليکونه
د (علوم القران) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د علوم القران د تدوين پيل
  تعلیم الاسلام
  July 25, 2017
  0

 رالېږونکی: محب الله ذاکر/تعلیم الاسلام ویب پاڼه


علوم القرآن په عهد نبي صلی الله عليه وسلم، عهد صحابه رضی الله عنهم او عهد تابعينو کي په شفوي شکل وو، ځينو تابعينو لکه: مجاهد، عکرمه رحمه الله او نورو په دې علم کي څه ليکني  

لرلې.
 
ددې څخه وروسته د قرآن، حديث، تفسير او علومو تدوين د  ضايع کېدو له بېري پيل سو چې په لاندي ډول دي : 
 
لومړی کتاب چې د علوم قرآن څخه بحث کوي " الوقف  واالبتداء" دی د هغه څخه وروسته کتاب د " الناسخ والمنسوخ  " چې ابی عبد الله القاسم بن سالم ليکلی دی او د هغه وروسته کتاب د "غريب القرآن" دی چي عطاء بن ابي رباح تابعي رحمه الله ليکلی دی او د هغه څخه وروسته لاندي کتابونه  
تدوين سوي دي : 
 
 
کتاب د "فهم القرآن" چې حارث المحاسبي رحمه الله ليکلی دی. 
 
کتاب د "التنبيه على بعض علوم القرآن" چې ابن حبيب نيساپوري رحمه الله ليکلی دی. 
 
کتاب د "فنون األفنان في علوم القرآن" چې ابن جوزي رحمه الله ليکلی دی. 
 
کتاب د "جمال القراء وكمال اإلقراء" چې سخاوي رحمه الله ليکلی دی. 
 
کتاب د "البرهان في علوم القرآن" چې بدر الدين زركشي رحمه الله ليکلی دی. 
 
کتاب د االاتقان في علوم القرآن" چي سيوطي رحمه الله ليکلی دی.  
 
او د هغه څخه وروسته معاصرو علماؤ په نوموړي علم کې ډير  کتابونه ليکلی دي.
 
قرآن پوهنه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته