تازه سرليکونه
د (د حرم خطبې) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حرم خطبه: د دعا طریقه، اداب او منهیات
  تعلیم الاسلام
  August 2, 2017
  0

 د. علي بن عبد الرحمن الحذیفي/ ژباړه: جمشید حقیار

۲۹/ ۴/ ۱۴۳۸ هـ
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د دعاګانو تاثیر د تاریخ په اوږدو کي

او څومره ډېرو دعاګانو د تاریخ پاڼي له شر څخه په خیر او له ښه حالت څخه په تر ټولو غوره او ښه حالت اړولي دي، الله تعالی د ابراهیم علیه په اړه فرمايي:
 
 (رَبَّنَا وَابْعَثْ فِيهِمْ رَسُولًا مِنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِكَ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَيُزَكِّيهِمْ إِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ) [البقرة: ۱۲۹] 
ژباړه: اې زموږ ربه! په دوی کي له دوی څخه داسي رسول ولېږه، چي پر دوی ستا آیتونه تلاوتوي، (ستا) کتاب او حکمت ور ښيي، او (له شرک، کفر او ګناهونو څخه یې) پاکوي، یقینا ته پوره زورور او حکمت لرونکی یې.
 
له ابو امامه رضي الله عنه څخه روایت دی، چي ما وویل: اې د الله تعالی رسوله! ستا دعوت څه وخت او په څه شي پیل سو؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
 
 (د ابراهیم علیه السلام له دعاء، او د عیسی علیه السلام له زېري ورکولو څخه، او زما مور زما د پیدایښت په وخت یو نور ولید، چي له دې څخه وزي او د شام ماڼۍ روښانه کوي). احمد روایت کړی دی.
 
نو د ابراهیم علیه السلام د دعاء په برکت مسلمانان په خیر او ښېګڼه کي دي، او له دې دعاء څخه ټوله مځکه ګټمنه ده.
 
او د نوح علیه السلام دعاء د موحدینو او مومنانو لپاره خیر او خلاصون او د مشرکانو لپاره شر او هلاکت ؤ.
 
د حضرت عیسی علیه السلام دعاګاني
همدارنګه په آخره زمانه کي به د عیسی علیه السلام او په طور کي د هغه د محاصره سو ملګرو دعاء د مسلمانانو لپاره نصرت او کامیابي، خو د یأجوج او مأجوج لپاره به هلاکت وي، هغوی چي لکه ملخان پر مځکه به خپاره وي، مځکه به له شره ډکه کړي، او دوی تر ټولو بد، سرکښه، متکبره او ورانکاره خلګ دي.
 
د نواس بن سمعان په حدیث کي د عیسی علیه السلام لخوا د مسیح دجال تر قتل وروسته راغلي دي: 
 
(الله تعالی به عیسی علیه السلام ته وحي وکړي، چي ما داسي بندګان درته را ایستلي دي، چي هیڅوک یې د جګړې توان او طاقت نه لري، نو زما بندګان په طور کي را ټول کړه، الله تعالی به یأجوج او مأجوج راولي، او دوی به د مځکي له هري ګوښې او کناره را ځغلي، د دوی د ډلي لومړۍ برخه به د طبري په سمندرګي راسي، د دې سمندرګي ټولي اوبه به وڅښي، او کله چي یې وروسته خلګ راسي، هغوی به ووايي: یو وخت دلته اوبه وې! 
 
د الله تعالی نبي عیسي علیه السلام او د هغه ملګري به محاصره کړل سي، تر دې حده به سختۍ پر راسي، چي په هغه وخت کي د غوايي سر به د دوی دومره خوښ وي، لکه نن چي ستاسي سل دیناره خوښ دي، نو د الله تعالی نبي عیسی علیه السلام او د هغه ملګري به الله تعالی ته پناه یوسي، او له هغه څخه به مرسته وغواړي، الله تعالی به د یأجوج او مأجوج په غاړو کي یو ډول چنجي پیدا کړي، نو هغوی به د یوه انسان په ډول مړه سي.
 
بیا به د الله تعالی نبي عیسی علیه السلام او د هغه ملګري له طور څخه را کښته سي، پر مځکه به د یوې لوېشتي په اندازه ځای هم پیدا نکړي، چي پر هغه دي د دوی جسد او بد بويي نه وي، بیا به د الله تعالی نبي عیسی علیه السلام او د هغه ملکري د الله تعالی په وړاندي په عاجزۍ سره دعاګاني وکړي، الله تعالی به د خراساني اوښانو د غاړو په ډول مرغان را ولېږي، دوی به پوره ته کوي او په هغه ځای کي به یې غورځوي، کوم چي الله تعالی غوښتی وي) مسلم روایت کړی دی.
 
په بدر کي دعاء
 
همدارنګه په بدر کي د سید البشر د الله تعالی د نبي محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه د اصحابو دعاء د ابد لپاره د مسلمانانو د نصرت او کامیابۍ او د کفارو د ناکامۍ سبب وګرځېد، الله تعالی فرمايي:
 
 (إِذْ تَسْتَغِيثُونَ رَبَّكُمْ فَاسْتَجَابَ لَكُمْ أَنِّي مُمِدُّكُمْ بِأَلْفٍ مِنَ الْمَلَائِكَةِ مُرْدِفِينَ) [الأنفال: ۹]
 ژباړه: او کله چي تاسو له خپل رب څخه مرسته غوښتل، نو هغه ستاسي غوښتنه ومنله، (او وې ویل) چي زه په زرو پر له پسې درتلونکو ملائکو سره ستاسي مدد او مرسته کوم.
 
په بدر کي نبي صلی الله علیه وسلم دومره دعاء او په دعاء کي ټینګار وکړ، تر دې چي مبارک څادر یې ولوېد، ابو بکر رضي الله عنه هغه د شا له لوري را پورته او وې ویل: اې د الله تعالی رسوله! له خپل رب څخه دي همدومره غوښتنه بس ده، الله تعالی به ستا سره خپله وعده خامخا پوره کوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (اې ابو بکره! خوشحاله سه، دغه جبریل علیه السلام دی، د جنګ لپاره د ملائکو صفونه برابروي، او د آس پر مخکني غاښونو یې دوړي پرتې دي). 
 
تر رسول الله صلی الله علیه وسلم مخکي ملائکو د هیڅ نبي تر څنګ جنګ نه دی کړی، او دی ځکه په دې سره خاص سوی، چي فضیلت یې پوره دی، د ده او د اصحابو رضي الله عنهم یقین او اخلاص پوخ او کلک دی.
 
د حق د نصرت او کامیابۍ او د باطل د کمزورۍ لپاره دعاګاني کول الله تعالی، د هغه کتاب، رسول او د مسلمانانو د امامانو او حاکمانو لپاره خیر غوښتنه ده، له دعاء څخه یوازي هغه څوک غافله کېږي، چي په دنیا او آخرت کي بې برخي وي، او هغه څه چي ورته د اسلام او مسلمانانو په هکله لازم دي، ضایع کړل، په حدیث کي راغلي دي: (څوک چي د مسلمانانو په فکر او غم کي نه وي، هغه له دوی څخه نه دی).
 
که چېري موږ د دعاء برکتونه، ګټي، او حیرانونکي پایلي او نتائج ذکر کړو، خبره به بېخي اوږده سي، نو څه چي مو ذکر کړل همدومره بس ده.
 
د دعا آداب او شرایط
 
دعاء ځانته شرطونه او آداب لري، د دعاء یو شرط د حلال مال خوراک، او د حلالو جامو اغوستل دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه ته وویل:
 
 (اې سعده! پاک خوراک کوه، دعاء به دي قبوله سي).
همدارنګه د دعاء بل شرط په سنتو عمل کول دي، او بل دا چي د الله تعالی د امرونو اطاعت وسي، او له منع سویو شیانو څخه یې ځان وساتل سي، الله تعالی فرمايي:  
 
(وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُوا لِي وَلْيُؤْمِنُوا بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ  [البقرة: ۱۸۶] 
ژباړه: که چېري زما بندګان ستا څخه زما په باره کي پوښتنه وکړي، نو (ورته ووایه) زه ډېر نژدې یم، زه د دعا کوونکي دعا قبلوم کله چي ما راوبولي، نو دوی دي زما (د امرونو) اطاعت او فرمانبرداري وکړي، او پر ما دي ایمان راوړي؛ د دې لپاره چي پر هدایت او سمه لار برابر سي.
 
په بل ځای کي فرمايي:
 (وَيَسْتَجِيبُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَيَزِيدُهُمْ مِنْ فَضْلِهِ) [الشورى: ۲۶] 
ژباړه: الله تعالی د هغه چا (دعاء) قبلوي، چي ایمان یې راوړی، او نېک عملونه کوي، او په خپلي مهربانۍ او فضل سره د هغوی (ثواب او اجر) زیاتوي.
او د مظلوم دعاء په هر وخت کي قبلېږي، که څه هم کافر او بدعتي وي.
 
د دعاء بل شرط:
 
 اخلاص، د زړه حضور، په دعاء کي الله تعالی ته ټینګار او زیاتوالۍ، او په رښتني ډول د هغه پناه غوښتل دي، الله تعالی فرمايي: (فَادْعُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ) [غافر: ۱۴] 
ژباړه: تاسي الله تعالی په داسي حال کي را وبولئ، چي د کفارو د نه خوښولو سربېره عبادتونه او اطاعتونه یوازي د هغه لپاره کوی.
 
په حدیث شریف کي رازي: (الله تعالی د غافل او بې پروا زړه دعاء نه قبلوي).
 
د دعاء بل شرط دا دی: 
 
چي دعاء به د ګناه او دوستۍ او صله رحمۍ د پرې کولو لپاره نه وي، او په دعاء کي به تر حد او اندازي ډېروالي نه کوي.
 
د دعاء د قبلېدلو اسباب دا دي، چي په دعاء کي د الله تعالی په ښکلو نومونو او صفتونو سره د هغه ثناء او صفت وسي، او پر رسول الله صلی الله علیه وسلم درود وویل سي.
 
په حدیث شریف کي راغلي دي، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو سړي آواز واورېدی، چي ویل یې: «اللهم إني أسألُك بأني أشهدُ أنك أنت الله لا إله إلا أنت، الأحَدُ الصمَدُ، الذي لم يلِد ولم يُولَد، ولم يكُن له كُفُوًا أحد.» 
 
ژباړه: اې الله! زه ستا څخه په دې سره غوښتنه کوم، چي ما پر دې شاهدي ورکړې ده، چي ته یو الله یې، ستا څخه پرته بل پر حق معبود نسته، ته یو او بې نیازه یې، نه څوک ستا څخه پیدا سوي، او نه چا ته زېږولی یې، او ته هیڅ سیال او شریک نه لرې، 
 
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (تا له الله تعالی څخه د هغه د اسم اعظم په وسیله دعاء وغوښتل، هغه لوی نوم، چي که څوک د هغه په وسیله یو شیء ترې وغواړي ورکوي یې، او که څوک دعاء په وکړي، قبلوي یې)، ابو داود، ترمذي، ابن ماجه، ابن حبان او حاکم له بریده رضي الله عنه څخه روایت کړی دی، او ترمذي ویلي: دا حدیث حسن دی.
 
او له فضالة بن عبید رضي الله عنه څخه روایت دی، چي یو وخت رسول الله صلی الله علیه وسلم ناست ؤ، یو سړی راغلی، لمونځ یې وکړ، او وې ویل: اې الله! ما ته بخښنه وکړه، او پر ما رحم وکړه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: (اې لمونځ کونکې! تلوار دي وکړ، کله چي دي لمونځ وکړ، بیا په آخره ناسته کښېنستې، نو لومړی د الله تعالی داسي حمد ووایه، لکه څنګه چي یې هغه وړ دی، بیا پر ما درود ووایه، او له دې څخه وروسته دعاء وکړه) احمد، ابو داود، او ترمذي روایت کړی دی، او ترمذي ویلي دي: دا حدیث حسن دی.
 
همدارنګه په بل حدیث کي راغلي دي: (دعاء تر هغه وخته د اسمان او مځکي تر مینځ ځوړنده وي، تر څو پوري پر نبي صلی الله علیه وسلم درود ویل کېږي).
 
همدارنګه د دعاء بل ادب او د قبلېدلو شرط دا دی، چي په قبلېدلو کي به تلوار نه کوي، بلکي صبر به کوي، په حدیث شریف کي راغلي دي: (تر څو پوري چي چا په دعاء کي تلوار نه وي کړی، دعاء یې قبلېږي، د دعاء په قبلېدلو کي تلوار کونکی وايي: ما دعاء وکړه، خو قبوله نسوه)، بخاري او مسلم له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت کړی دی.
 
دعاء هغه وخت قبلېږي، چي دوامداره او همېشه وسي، په حدیث شریف کي راغلي دي: (که چېري یو مسلمان د مځکي پر مخ له الله تعالی څخه په دعاء کي یو څه وغواړي، هغه به یې خامخا ورکړي، یا به د هغه د غوښتني په اندازه یوه بدي او شر ځیني دفع کړي، تر څو پوري چي یې په دعاء کي ګناه او د صله رحمۍ پرې کول نه وي غوښتي)، یو سړي وویل: نو موږ به ډېري دعاګاني کوو؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (الله اکبر)، ترمذي روایت کړی دی، او ویلي یې دي: دا حدیث حسن صحیح دی.
 
او حاکم له ابو سعید رضي الله عنه څخه په دغه زیاتوالي سره روایت کړی دی: (او یا به د هغه د غوښتني په اندازه ثواب ورته وساتي).
 
د دعا وختونه
 
مسلمان باید د دعاء لپاره د قبلېدلو وختونه په نظر کي وساتي، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو چا وویل: کومه دعاء ډېره قبلېږي؟ هغه وفرمایل: (د شپې د آخري برخي، او د فرضو لمونځونو په آخر او پای کي دعاګاني ډېري قبلېږي) ترمذي له ابو امامه رضي الله عنه څخه روایت کړی دی، او ویلي یې دي: دا حدیث حسن دی.
 
او په بل حدیث کي راغلي دي: (زموږ رب د شپې په آخري دریمه برخه کي لاندي او نژدې اسمان ته را کښته کېږي، او وايي: یو څوک دعاء کونکۍ سته، چي دعاء یې قبوله کړم؟ یو څوک غوښتونکۍ سته، چي ور یې کړم؟ یو څوک بخښه غوښتونکۍ سته، چي بخښنه ورته وکړم؟) بخاري او مسلم له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت کړی دی.
 
د اذان او اقامت په مینځ کي هم دعاء خامخا قبلېږي، په حدیث شریف کي راغلي دي: (بنده خپل رب ته د سجدې په حال کي ډېر نژدې وي، نو تاسي ډېري دعاګاني کوئ)، مسلم له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت کړی دی.
 
همدارنګه د کعبې د لیدلو، د باران د اورېدلو، سختۍ، د قرآنکریم د ختم او تر صدقې او خیرات وروسته دعاګاني قبلېږي.
 
د غیر الله څخه مرسته غوښتل
 
هغه څوک څومره زیات خوشبخته، او کامیاب دی، چي زړه یې تل د الله تعالی په یادولو مشغوله وي، له هغه څخه غوښتني کوي، امید ورته ساتي، پر هغه توکل کوي، او له هغه څخه مرسته غواړي، او هغه څوک څومره زیات بد بخته او په سخت شرکي او کفري عمل کي واقع دی، څوک چي له قبرونو او زیارتونو څخه مرسته غواړي، انبیاء یا اولیاء را بولي، د الله تعالی ماسوا له هغوی څخه کومک او مرسته غواړي، او یا هم له ملائکو، انبیاوو او مخلوقاتو څخه د حاجتونو او اړتیاوو پوره کول غواړي؛ ځکه انبیاء یوازي د دې لپاره راغلي دي، چي خلګ دې ته را وبولي، چي دعاګاني او غوښتني یوازي له الله تعالی څخه وکړي، عبادتونه یوازي هغه ته خاص کړي.
 
او د اولیاوو په هکله موږ ته امر سوی، چي د هغوی په څېر عمل وکړو، او له هغوی سره مینه او محبت وکړو، او د هغوی له را بللو او ږغ ورته کولو څخه منع سوي یو، الله تعالی فرمايي:
 
 (وَأَنَّ الْمَسَاجِدَ لِلَّهِ فَلَا تَدْعُوا مَعَ اللَّهِ أَحَدًا) [الجن: ۱۸] 
ژباړه: او مسجدونه یوازي د الله تعالی (د عبادت او توحید ځایونه) دي، نو تاسي له الله تعالی سره بل چا ته (د مرستي او مدد) ږغ مه کوئ.
 
همدارنګه په بل آیت کي فرمايي: (قُلْ إِنَّمَا أَدْعُو رَبِّي وَلَا أُشْرِكُ بِهِ أَحَدًا) [الجن: ۲۰] 
ژباړه: ته ورته ووايه! زه یوازي خپل رب (د مرستي او کومک لپاره) را بولم، او له هغه سره هیڅوک نه شریکوم.
 
غائب، لیري او مړي له چا سره مرسته نسي کولای، ځکه د دعاء قبلول او مرسته کول یوازي الله تعالی کولای سي، الله تعالی فرمايي:
 
 (لَهُ دَعْوَةُ الْحَقِّ وَالَّذِينَ يَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ لَا يَسْتَجِيبُونَ لَهُمْ بِشَيْءٍ إِلَّا كَبَاسِطِ كَفَّيْهِ إِلَى الْمَاءِ لِيَبْلُغَ فَاهُ وَمَا هُوَ بِبَالِغِهِ وَمَا دُعَاءُ الْكَافِرِينَ إِلَّا فِي ضَلَالٍ) [الرعد: ۱۴] 
ژباړه: حق آواز او بلنه یوازي (الله تعالی) ته کېږي، او هغه څوک چي دوی یې د الله تعالی پرته را بولي، دوی ته هیڅ شی نسي ورکولای، مګر دومره، لکه یو څوک چي (له لیري څخه) اوبو ته خپل ورغوي خلاص کړي، د دې لپاره چي اوبه یې خولې ته ورسېږي، خو (حقیقت دا دی) چي هغه به هیڅکله ور و نه رسېږي، او د کفارو ږغونه او بلني په ګمراهي او زیان کي دي.
 
او په بل آیت کي فرمايي:
 
(وَمَنْ أَضَلُّ مِمَّنْ يَدْعُو مِنْ دُونِ اللَّهِ مَنْ لَا يَسْتَجِيبُ لَهُ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ وَهُمْ عَنْ دُعَائِهِمْ غَافِلُونَ (۵) وَإِذَا حُشِرَ النَّاسُ كَانُوا لَهُمْ أَعْدَاءً وَكَانُوا بِعِبَادَتِهِمْ كَافِرِينَ) [الأحقاف: ۵، ۶] 
ژباړه: تر هغه انسان به بل څوک ډېر ګمراه دی، چي د الله تعالی ماسوا هغه چا ته آواز او ږغ کوي، چي هغه تر قیامته پوري هم د ده آواز ته ځواب نسي ویلای، او حقیقت خو دا دی، چي هغوی د دوی له آواز او ږغ څخه ناخبره دي، او کله چي خلګ (د قیامت په ورځ) را وپاڅول سي، همدغه (مړي او را بلل سوي خلګ) به د دوی دښمنان وي، او د دوی له عبادت (او را بللو ) څخه به انکار کوي.
 
او الله تعالی خپل افعال داسي بیانوي:
 
 (يُولِجُ اللَّيْلَ فِي النَّهَارِ وَيُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي لِأَجَلٍ مُسَمًّى ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ وَالَّذِينَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ مَا يَمْلِكُونَ مِنْ قِطْمِيرٍ (13) إِنْ تَدْعُوهُمْ لَا يَسْمَعُوا دُعَاءَكُمْ وَلَوْ سَمِعُوا مَا اسْتَجَابُوا لَكُمْ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكْفُرُونَ بِشِرْكِكُمْ وَلَا يُنَبِّئُكَ مِثْلُ خَبِيرٍ) [فاطر: ۱۳، ۱۴] 
ژباړه: (الله تعالی) شپه په ورځ کي او ورځ په شپه کي داخلوي، هغه لمر او سپوږمۍ تابع کړي دي، دا ټول تر ټاکلي نېټې پوري په حرکت کي دي، دا الله ستاسي رب او پالونکی دی، باچاهي او مملکت یوازي د هغه دی، او هغه څوک چي تاسي یې د هغه پرته رابولئ، هغوی د یوه خلکي  واک هم نه لري، که چېري تاسي هغه ته آواز وکړی، هغوی مو آواز نه اوري، او که یې واوري، جواب نسي درکولای، او د قیامت په ورځ به ستاسي له شرک څخه انکار کوي، او د (الله تعالی) غوندي د پوه او باخبره ذات په ډول به دي بل هیڅوک ښه خبر نه کړي.
 
او الله تعالی له هغه پرته بل هیڅ چا ته د آواز کولو او را بللو اجازه نه ده ورکړې، که څه هم هغه به ورته نژدې وي، الله تعالی فرمايي:
 
 (وَقَالَ الْمَسِيحُ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اعْبُدُوا اللَّهَ رَبِّي وَرَبَّكُمْ إِنَّهُ مَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدْ حَرَّمَ اللَّهُ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ وَمَأْوَاهُ النَّارُ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنْصَارٍ) [المائدة: ۷۲]
 ژباړه: او مسیح علیه السلام وویل: اې بني اسرائلو! یوازي زما او د خپل رب عبادت وکړئ، یقینا څوک چي له الله تعالی سره شرک وکړي، الله تعالی پر هغه جنت حرام کړی دی، د ورتګ ځای یې اور دی، او (د قیامت په ورځ) ظالمان هیڅ مرستندویان  او دوستان نه لري.
 
په بل آیت کي فرمايي: 
 
(وَلَا يَأْمُرَكُمْ أَنْ تَتَّخِذُوا الْمَلَائِكَةَ وَالنَّبِيِّينَ أَرْبَابًا أَيَأْمُرُكُمْ بِالْكُفْرِ بَعْدَ إِذْ أَنْتُمْ مُسْلِمُونَ) [آل عمران: ۸۰]
 ژباړه: او هغه تاسي ته دا امر هم نه کوي، چي تاسي ملائکي او انبیاء خپل خدایان وګرځوئ، آیا هغوی تاسي په کفر امر کوي، له دې څخه وروسته چي تاسي مسلمانان یاست؟!.
 
په حدیث شریف کي راغلي دي: (څوک چي په داسي حال کي وفات سي، چي له الله تعالی سره بل شریک را بولي، اور ته به داخل سي)، بخاري له ابن مسعود رضي الله عنه څخه روایت کړی دی.
 
اې مسلمانانو!
 
دا د الله تعالی کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث تاسي ته دا در ښيي، چي دعاء عبادت دی، باید خاص او یوازي له الله تعالی څخه وغوښتل سي، او چا چي له الله تعالی سره په دعاء کي بل څوک شریک کړ، هغه په شرکي عمل اخته دی.
 
 الله تعالی فرمايي:
 (أَذَلِكَ خَيْرٌ نُزُلًا أَمْ شَجَرَةُ الزَّقُّومِ (62) إِنَّا جَعَلْنَاهَا فِتْنَةً لِلظَّالِمِينَ (63) إِنَّهَا شَجَرَةٌ تَخْرُجُ فِي أَصْلِ الْجَحِيمِ (64) طَلْعُهَا كَأَنَّهُ رُءُوسُ الشَّيَاطِينِ (65) فَإِنَّهُمْ لَآكِلُونَ مِنْهَا فَمَالِئُونَ مِنْهَا الْبُطُونَ (66) ثُمَّ إِنَّ لَهُمْ عَلَيْهَا لَشَوْبًا مِنْ حَمِيمٍ (67) ثُمَّ إِنَّ مَرْجِعَهُمْ لَإِلَى الْجَحِيمِ (68) إِنَّهُمْ أَلْفَوْا آبَاءَهُمْ ضَالِّينَ (69) فَهُمْ عَلَى آثَارِهِمْ يُهْرَعُونَ) [الصافات: ۶۲- ۷۰]
 ژباړه: آیا دا (جنتونه) د مېلمستیا لپاره ښه ځایونه دي، که (په دوږخ کي) د زقوم درخته، موږ دا درخته د ظالمانو لپاره فتنه او آزمایښت ګرځولې، دا درخته د دوږخ په بېخ کي شنه ده، مېوې یې داسي دي، لکه د شیطانانو سرونه، دوی به له دې درختي څخه خوراک کوي، او خپل نسونه په ډکوي، بیا پر (خوراک) سربېره د دوی (د څښلو) لپاره ګرمي اوبه دي، بیا د دوی د ورتګ ځای جهنم دی، (دا ټول عذابونه ځکه) چي دوی خپل پلرونه ګمراهان ولیدل، او بیا په پوره تېزۍ او شوق سره د هغوی پر پاته سویو کارونو (او ګمراهیو) بوتلل سول.
 
او په بل آیت کي فرمايي: (ادْعُوا رَبَّكُمْ تَضَرُّعًا وَخُفْيَةً إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ (55) وَلَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ بَعْدَ إِصْلَاحِهَا وَادْعُوهُ خَوْفًا وَطَمَعًا إِنَّ رَحْمَتَ اللَّهِ قَرِيبٌ مِنَ الْمُحْسِنِينَ) [الأعراف: ۵۵، ۵۶]
 ژباړه: خپل رب د عاجزۍ په حال کي او په پټه راوبولئ، یقینا هغه تجاوز کوونکي نه خوښوي، او په مځکه کي د مځکي تر اصلاح وروسته فساد مه کوئ، خپل رب د ویري او امید په حال کي راوغواړئ، یقینا د الله تعالی مهرباني نېکانو ته نژدې ده.
 
     الله تعالی دي زما او ستاسو لپاره قرآنکریم برکتمن وګرځوي، د هغه د حکمت څخه له ډک نصیحت او آیتونو څخه دي ما او تاسو برخمن وګرځوي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ښکلي لاري او پخې خبري څخه دي ما او تاسو ګتمن کړي، زما خبره همدومره وه، زه له الله تعالی څخه د ځان ستاسو او ټولو مسلمانانو لپاره د مغفرت غوښتونکۍ یم، تاسو هم له هغه څخه مغفرت و غواړئ، یقینا چي هغه ډېر زیات بخښونکۍ او پوره مهربانه دی.
 
دوهمه خطبه
 
الحمدُ لله الرحمن الرحيم، العزيز الحكيم، له الأسماءُ الحُسنى والصفاتُ العُلى، وأشهدُ أن لا إله إلا الله وحدَه لا شريكَ له العليُّ الأعلى، وأشهدُ أن نبيَّنا وسيِّدَنا محمدًا عبدُه ورسولُه المُجتبَى، اللهم صلِّ وسلِّم وبارِك على عبدِك ورسولِك محمدٍ، وعلى آلهِ وصحبِه الأتقِياء. أما بعد:
له الله تعالی څخه و وېرېږئ، هغه به مو عملونه سم کړي، او په دنیا او آخرت کي به مو کامیاب کړي.
 
د الله تعالی بندګانو!
الله تعالی په عاجزۍ سره ور وګرځېږئ، او د هغه پر را بللو همېشه توب وکړئ؛ ځکه هغه څوک به ناکام نسي، چي الله تعالی ته د مرستي ږغ کوي، او چا چي هغه ته امید وساتی، بې برخي به نسي.
 
عمر بن الخطاب رضي الله عنه وايي: «زه د دعاء د قبلېدلو سوچ نه کوم، بلکي د دعاء فکر او سوچ کوم، کله چي الله تعالی ما ته ښه دعاء را وښيي، د قبلولو ضمانت یې همهغه کوي».
 
هر انسان په هر وخت کي نوي او ډېر زیات حاجتونه او اړتیاوي لري، نو هغه څه چي انسان ته خیر او ښه معلومېږي، هغه دي له خپل رب څخه وغواړي، او هغه مسلمانانو ته دي دعاګاني وکړي، چي په دین کي پر هغوی ظلم کېږي، او هغه څه چي شر او بد ورته معلومېږي، له هغه څخه د الله تعالی پناه او ساتنه وغواړي.
 
او د مومن تر ټولو لویه غوښتنه او سوال باید د الله تعالی رضا او جنت وي، او تل باید د دوږخ له اور او د هغه له اسبابو څخه د الله تعالی پناه وغواړي.
او مومن باید په خپلي دعاء او غوښتنه کي پر خپل رب ټینګار او اصرار وکړي؛ ځکه الله تعالی غني، مهربانه او حمید ذات دی، جواد، لوی او پر هغه څه قدرت لرونکی دی، الله تعالی فرمايي:
 
 (اې زما بندګانو! که ستاسي لومړني او وروستني، انسانان او پېریان په یوه میدان کي ودرېږي، او زما څخه څه وغواړي، زه به هر یوه د هغه غوښتنه ور پوره کړم، خو دا به زما د خزانو څخه صرف دومره لږ کړي، لکه یوه ستنه چي له سمندر څخه اوبه لږوي، کله چي ور ننباسل سي)، مسلم له ابو ذر رضي الله عنه څخه روایت کړی دی.
 
او په حدیث شریف کي راغلي دي: (څوک چي له الله تعالی څخه څه ونه غواړي، هغه ورباندي په غضب کېږي).
 
ثابتي او جامع دعاګاني وغواړئ
 
او د مسلمان لپاره مستحب ده، چي د نبي صلی الله علیه وسلم څخه په ثابتو دعاګانو کي د دعاء لپاره جامع دعاګاني غوره کړي، لکه په دغه آیت کي: (رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ) [البقره: ۲۰۱] 
 
ژباړه: اې زموږ ربه! موږ ته په دنیا او آخرت کي نېکي را په برخه کړه، او موږ د دوږخ له عذابه وساته.
 
او لکه دغه دعاء: « اللهم إني أسألُك الجنةَ وما قرَّبَ إليها من قولٍ أو عمل، وأعوذُ بك من النار وما قرَّب إليها من قولٍ أو عمل»
 ژباړه: اې الله! موږ ستا څخه د جنت او د هغه خبري او عمل توفیق غواړو، چي جنت ته مو نژدې کوي، او موږ له دوږخ او هغو اعمالو او خبرو وساته، چي دوږخ ته د تللو سبب ګرځي.
همدارنګه له الله تعالی څخه دي حسن خاتمه وغواړي.
 
د الله تعالی بندګانو!
 
     (إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا) [الاحزاب: ۵۶]
 ژباړه: په باوري ډول الله تعالی او د هغه ملائکي پر رسول الله صلی الله علیه وسلم درود وايي، اې مومنانو! تاسي هم پر هغه درود او ډېر سلام و لېږئ.
 
     او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: "څوک چي پر ما یو درود و لېږي، الله تعالی د دې یوه درود په عوض کي پر هغه لس دروده لېږي" .
 
     نو تاسي هم ټوله د لومړنیو او وروستنیو په سید، سردار او د رسولانو پر امام درود ووایاست.
 
     ((اللهم صل علی محمد وعلی آل محمد کما صلیت علی ابراهیم وعلی آل ابراهیم، انک حمید مجید، اللهم بارک علی محمد و علی آل محمد کما بارکت علی ابراهیم وعلی آل ابراهیم انک حمید مجید، وسلم تسلیما کثیرا)).
 
     اې الله! له ټولو اصحابو راضي سه، اې الله! له راشدینو خلفاوو راضي او خوښ سه!، هغه د هدایت څراغان چي ټول حکمونه او فیصلې يې پر حق او عدل ولاړې وې، اې ارحم الراحمینه! له ابو بکر، عمر، عثمان، علی ، ټولو اصحابو، تابعینو، څوک چي تر قیامته په ښه ډول د دوی تابعداري کوي، او زموږ ټولو څخه په خپل احسان، کرم او مهربانۍ سره خوښ او راضي سه! یا رب العالمین.
 
     اې الله! اسلام او مسلمانان قوي او برلاسي کړه، کفر او کافران کمزوري او نابود کړه، شرک او مشرکان ذلیل کړه، اې د مخلوقاتو ربه! بدعتوته ورک کړه، کوم چي ستا د دین سره په ټکر کي دي، اې الله! بدعتونه تر قیامته ورک کړه، اې الله! ورک یې کړه، او هغو ته لوړوالۍ مه ورکوه، یا رب العالمین، د بدعتیانو په مینځ کي اختلاف واچوه، هغه څوک چي ستا او ستا د رسول صلی الله علیه وسلم مقابله کوي، اې الله! بدعتیان تر قیامته کمزوري کړه، یا ذا الجلال والاکرام، یا قوي یا متین. 
 
اې الله! په ټولو کارونو کي زموږ پای او آخر ښکلی کړه، او موږ د دنیا له فتنو او د آخرت له عذاب څخه وساته.
 
اې الله! موږ د خپلو نفسونو له شرونو او خپلو بدو اعمالو څخه وساته، اې الله! اې د مخلوقاتو ربه! موږ او زموږ اولادونه د ابلیس، د هغه له اولادې، شیطانانو، مرستندویانو  او لښکرو څخه وساته، یا رب العالمین! 
 
اې الله! موږ ستا څخه هر خیر غواړو، که اوس وي که په راتلونکي کي، که موږ په خبر یو، او که نه یو په خبر، او موږ له هر شر څخه ستا پناه اوساتنه غواړو، که اوس وي که په راتلونکي کي، که موږ په خبر یو، او که نه یو په خبر.
 
اې الله! پر موږ باران وکړه، اې الله! پر موږ باران وکړه، اې الله! پر موږ باران وکړه.
 
اې الله! یا ارحم الراحمین، یا رحمن الدنیا والآخرة ورحیمهما، ټول خیرونه ستا په لاس کي دي، او ته پر هر څه قدرت لرې، اې الله! پر موږ ګټور او بې ضرره باران وکړه، یا ذا الجلال والاکرام. 
 
اې الله! زموږ پولي وساته، زموږ لښکر وساته اې الله! زموږ هیواد او پولي یې له هر شر او بدۍ څخه وساته، یا رب العالمین! اې الله! موږ ته له هر شر څخه پناه راکړه، یقینا ته پر هر څه قدرت لرې.
 
اې الله! زموږ او د ټولو مسلمانانو مړو ته بخښنه وکړه، اې الله! زموږ او د ټولو مسلمانانو مړو ته بخښنه وکړه، اې الله! د دوی قبرونه روښانه کړه، اې الله! د دوی قبرونه پراخه کړه، اې الله! د دوی نېکۍ ډېري کړه او ګناهونه یې وبخښه.
 
اې الله! زموږ کارونه آسانه کړه، زموږ سینې پراخه کړه، او د هر مومن نارینه او ښځي سرپرستي وکړه، یا ارحم الراحمین! په خپلي مهربانۍ سره د هر مسلمان نارینه او ښځي سرپرستي وکړه.
     (إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا) [الاحزاب: ۵۶]
 ژباړه: په باوري ډول الله تعالی او د هغه ملائکي پر رسول الله صلی الله علیه وسلم درود وايي، اې مومنانو! تاسي هم پر هغه درود او ډېر سلام و لېږئ.
 
     اې د الله بندګانو!
    ( إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِي الْقُرْبَى وَيَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ وَالْبَغْيِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ (۹۰) [النحل: ۹۰] ژباړه: الله تعالی د عدل، ښېګڼي او خپلوۍ پالني حکم کوي، او له بدۍ، بې حیایۍ، زور او ظلم څخه منع کوي، هغه تاسو ته نصیحت کوي، تر څو درس او عبرت واخلئ.
 
     تاسو ستر او لوی الله تعالی یاد کړئ، هغه به تاسي یاد کړي، او د هغه د ټولو نعمتونو او ښېګڼو شکر ادا کړئ، تر څو نور یې هم درته زیات کړي، یقینا د الله تعالی یادول او ذکر تر ټولو لوی او غوره عمل دی، او الله تعالی ستاسي په ټولو کړنو او کارونو خبر دی.
 
د حرم شریف نوري خطبې

سرته