تازه سرليکونه
د (نوي مسلمانان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نوې مسلمانه: اسلام د ستونزو حل دی
  تعلیم الاسلام
  August 6, 2017
  0

 لیکنه: علي الله "متوکل الرحمن" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
د نوي مسلماني سوي کاناډایي خور الیزابت د اسلام راوړلو قصه!
اسلام د الله جل جلاله دین، د نړۍ  قانون، او یوه کامله، شامله، عامه او جامع تګ لاره ده. نو ځکه د ټولو د توجه وړ، د کفارو تشویش او حقاني دین پېژندل سوی دی. 
 
له هغو ټولو څخه چي هره ورځ و باطلو، منسوخو او وضعي ادیانو ته شاکوي او د مبارک، سپیڅلي، الهي او درست دین پر لور را درومي، یوه هم نوې مسلمانه سوې خور الیزابیت ده، چي د کاناډا هیواد اوسېدونکي ده.
 
دا خپله قصه په دې ډول بیانوي: 
مخکي تردې چي زه د اسلام په مبارک دین مشرفه سم؛ زه زیاته خبري کوونکې، خندونکې او ټوکي کوونکې نجلۍ وم. ما دا زمینه جوړول، چي خلک راته غوږ کښیږدي، راسره وخاندي او توجه راته وکړي. کله چي ما د اسلام تعقیب او پلوي شروع کړل؛ خلکو دا نه خوښول، حقیقت کي دوی بې رحمه دي آن تردې چي هغوی چي تاته تر هرچا نژدې وه اوس درته بد ګوري، دا هغه خلک دي چي زما هرڅه وه، زه د دوی هرڅه وم خو اوس ځکه راته په بله سترګه او نظر ګوري چي نن ما هغه څه نه دي اغوستي چي دوی به پخوا لیدل، نن ما حجاب کړی دی.
 
الیزابت به خپل د کوچنيتوب او کورنۍ حالاتو ته کتل او یو عالم سوچونو او فکرونو به بدرګه کول چي: "که چیري زموږ کورنۍ مسلمانان وای نو موږ به څنګه وای؟"
 
دا وایي: " ما به خپل ځان د مسلمانانو سره پرتله کاوه او له ځانه سره به مي ویل چي کله به هم زه د دوی په شکل سم؟" 
 
دا زما د ژوند یو ناڅرګند هدف وو. که څه هم کلونه - کلونه مي اسلام مطالعه کړی وو خو بیا مي هم یو قاطع تصمیم نه سوای نیولای. 
 
مخکي تر اسلام هرڅه چي مي غوښتل؛ کول به مي، او څه چي ما کول د هغه په مقابل کي تر اوسه پوري یو ځل هم مور او پلار نه یم جزايي کړې او نه چا راته دا ویلي: مه کوه!!
 
 پلار مي شراب څښل او مور مي په نشه یي موادو روږده وه. زه او خوندي مو د ژوند د سختیو سره عادت سوي وو. کله - کله به مي ویل: ژونده! تکلیف را کوې!!!.
 
داسي ډېر ماښامونه مي په یادیږي، چي پلار به مي وحشي او بېروونکي چیغي، نارې او سپکي سپوري ویلې.
 
مور به مي ژړل او پر مخ به ئې زما د پلار د وهلو او ډبولو زخمونه وه. موږ به ورته په زاریو او ژړا ویل: نور د مور وهل او ټکول پرېږده!!!.
 
اسلام ته راتګ زما د ژوند تر ټولو بهترین تصمیم وو. داسي الفاظ نه لرم چي ددغي ورځي احساسات په وښیم، درمل مي و موندل او د راحت احساس مي وکړ. د (لا اله الا الله محمد رسول الله) د کليمې په ویلو سره سم مي بدن لړزې واخیست، د خوشحالۍ اوښکي مي پر مخ راغلې، ځان مي یو نوی څوک احساساوه، امید او هیلي مي و موندلې، په ژوند کي مي د امید او هیلي اول ځل وو او خپل تېر وخت مي تر شا پرېښووی. 
 
اسلام ته په راتګ سره الیزابت نوي- نوي څه، خاصتاً د مسلمانانو مینه، عزت، ملګرتیا او انسانیت ولیده، دا قصه کوي: " په کراره - کراره مي مسلماني خويندي ملګري کېدلې، ځان مي په یوه اړیکه کي احساساوه، مینه او عزت مي تر سترګو کېدی. له ځان سره به مي ویل: 
 
 " ما کورنۍ پیدا کړل، اسلام غوندي غټه کورنۍ "
 
حجاب د اسلام ارزښتناکه برخه ده، هره ښځه په دې ماموره ده، چي د الله جل جلاله د رضا، خپلي حیا او پاک لمنۍ په خاطر ئې په خپل ژوند کي عملي کړي.
 
 الیزابت خور د حجاب په پاللو کي راحت، آزادي او مسؤلیتونه ولیدل، دا وایي: 
 
"په کومه ورځ چي ما اسلام ومانه له هغې ورځي څخه مي حجاب هم پر مخ را ځوړند کړی دی، حجاب بند نه بلکي ازادي ده، و ماته ئې حیا را وبخښل او حجاب ماته هره ورځ دا را په زړه کوي، چي زه ډېر مسؤلیتونه لرم."
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۰ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته