تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
رسول الله ﷺ د غیرو مسلمانانو په آند
  تعلیم الاسلام
  August 7, 2017
  0

 لیکنه او څیړنه: استاذ عبدالغفار جبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

په ټولو سیمو کي يې اختلافات ورک کړل

فليپ هيتي (Philip K. Hitti) د نبي کريم ﷺ په هکله وايي:
حضرت محمد ﷺ پخپل لنډ ژوند کې هغه ولسونه او قبایل سره یوځای کړل، چې مذهبي او جغرافیایي اختلافات یې درلودل، ټولې هغه پراخې سیمې چې د عیسایت او یهودیت تر چتر لاندې وې؛ ویې نیولې، ډېر ژر د ده د پلویانو سرحدونه تر ډېرو لیرو سیمو پورې ورسیدل چې آن په نړۍ کې متمدنو امپراطورانو دا کار نه وو کړی. (۱)
 
 
په مثبت بدلون يې د انسانیت مشکلات ور حل کړل
 
پرنجي کېنيډي (Pringle Kennedy) د نبي کريم ﷺ په هکله وايي:
 
که یو څوک غواړي چې د حضرت محمد ﷺ په حیرانونکې کامیابۍ ځان پوه کړي؛ نو ورته لازمه ده چې دده د ژوند حالات وڅیړي، دی د حضرت عیسی علیه السلام څخه وروسته په داسې وخت کې راغی چې د یونان مذهب رواج ؤ، په هغه وخت کې استبداد یو عادي کار ؤ، د روم قیصر هر څه کولای سوای، د روم امپراطورۍ ونسوای کولای چې خلک قانع کړي په ځانګړي ډول سره په سوریا، مصر او پارس کې، چې کله عیسایت ځینې سیمې فتح کړې؛ عیسایان هم ونتوانېدل چې د خلکو مشکلات حل کړي، په ۶۵۰ میلادي کال کې په نړۍ کې داسې تحول راغی چې خلکو یې توقع نسوای کولی، دا په انساني تاریخ کې یو ستر او نه هېرېدونکی انقلاب دی، ښکلي بدلونونه راغلل، چې کله دا هر څه راغلل، نو د خلکو اخلاقي ژوند لوړ سو او دا یواځې د محمد ﷺله کبله رامنځته سول، چې کله هغه مکې ته راغی. (۲)
 
د نړۍ ویرجن تمدن ته يې نوی روح ورکړی
 
جي ايــچ دنيسن (J. H. Denison) د نبي کريم ﷺپه هکله وايي:
په پنځمه او شپږمه میلادي پیړۍ کې نړۍ په یوه تشویشناکه حالت کې وه، پخواني رواجونه او عنعنې واکمنې وې، معیاري قوانین نه وو، تاو تریخوالی اوج ته رسېدلی ؤ، هر چا هر څه کولای سول، موږ نسو ویلی چې دا عصر له تمدن نه عصري دی، بلکې په داسې وخت کي حضرت محمد ﷺ راغی چې شرک او جهالت اوج ته رسېدلي وو، هغه ټول شرق او جنوب سره وتړل او د بشریت تمدن ته یې نوی روح ورکړ. (۳)
 
راوړی پیغام يې څرګندوي چي هغه د الله استازۍ وو!
 
ايس پي سکاټ (S. P. Scott) د نبي کريم ﷺپه هکله وايي:
که چیرې د مذهب هدف د اخلاقو سمول وي، یا د ناوړو کارونو له منځه وړل وي، یا بشریت ته روحي خوښې ورکول وي، یا د انسان عقل ته وده ورکول وي، یا د ښو اعمالو او افعالو کول وي او یا هم د بشریت سوکالي وي؛ نو په آخر کې به دا ووایم چې دا هر څه حضرت محمدﷺ له ځانه سره راوړي او په دې اساس ویلای سو چې حضرت محمد ﷺد خدای استازی ؤ. (۴)
 
په بې ساري ډول د ټولو ښو اخلاقو خاوند ؤ!
 
برتانوي مؤرخ ويليم موئير (Sir William Muir) د نبي کريم ﷺپه هکله وايي:
بريتانوى مؤرخ ويليم موئير (۱۸۱۹-۱۹۰۵م): “د هغه دين آسانه او خبرې يې څرګندې وې. عقل يې كړنو ته حيران دى. په تاريخ كې بل داسې مصلح ندى تير سوى چې په دومره كمه موده كې يې زړونه ويښ او اخلاق سم كړي وي او د ښېګڼو بنسټونه يې ايښي وي”.
 
دده ښکلی تورې سترګې او منور مخ به پر هر اجنبي باندې اغېزه کوله، د ده تبسم ، له لطف نه ډکه څهره او د مینې او لورینې نه ډکه رویه، تل هر هغه کس چې دی به یې نه ؤ لیدلی، تر خپل اغیز لاندې راوسته، هیښونکی پلویان یې وو، تر ټولو دلاور او ښکلي وو، روښانه مخونه یې درلودل، داسې ځلیدل، لکه لمر چې ځلیږي، داسې کسان په ټول بشریت کې نه دي پیدا سوي؛ کله چې به ده ﷺخبرې له چاسره کولې، نو هغه ته یې په مکمل ډول غوږ نیوه، ټول مخ او بدن یې ورته اړوه، توجه یې ورته کوله، د بل چا په خبرو کې نه لوېدل، په روغبړ کې یې لاسونه ښورول، خیرات یې پخپل لاس ورکاوه، ساده ژوند یې درلوده، له خپلو بیبیانو سره یې د کور په کارونو کې مرسته کوله، خپل کالي او خپلې څپلۍ یې پخپله ګنډلې، بزې یې پخپله لوشلې او تړلې، جامي یې ساده وې، کمیس یې له ساده سپین رخت څخه جوړ ؤ، په خوراک کې یې کبر نه کاوه او نه یې څه ویل، کور یې له اومو خښتو څخه جوړ ؤ، د کور دیوالونه یې د خرما تنې او خټې وې، د دروازو او کړکیو پردې به یې څرمنې وې، کله چې به وفدونه راغلل، نو د هغوی به یې ډېر احترام کاوه او ښه راغلاست به یې ورته وایه، تر ټولو نا اشنا خبره دا چې نه یې څه شی لوستلای  او نه یې لیکلای سو، د تواضع، لطف، شهامت، صبر او ټولو ښو اخلاقو خاوند ؤ، ده نه خوښول چې یو چا ته په (نه) سره ځواب ورکړي، که به یې چا ته ځواب نه ورکاوه؛ نو خاموشه به سو، د هر چا بلنه یې منله،  ولو که هم هغه به د ده دښمن ؤ، د میلمنو خدمت او احترام یې ډېر کاوه، له هر چا سره یې خواخوږي ډېره وه، له ماشومانو سره یې ډېره مینه درلوده، اعتدال او نرمښت یې خوی ؤ، حتی له خپلو دښمنانو سره یې هم نرمښت کاوه. (۵)
 
ماخذ: رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په اند
 
  Philip K. Hitti in 'History of the Arabs':
  Pringle Kennedy has observed .Arabian Society at the Time of Muhammad, pp.8, 10, 18, 21:
  J. H. Denison writes in his book, Emotions as the Basis of Civilisation, pp. 265 9:
  S. P. Scott writes in, History of the Moorish Empire in Europe, p. 126:
Sir William Muir . Life of Muhammad, pp. 510-13:
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته