تازه سرليکونه
د (د نبوت دلايل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د رسول الله ﷺ د نبوت عقلي دلايل (۵)
  تعلیم الاسلام
  August 12, 2017
  0

  ژباړه او ټولونه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

۵ دليل: د ماضي دقيق معلومات

 رسول الله ﷺ د ژوند د شروع څخه تر پايه امي پاته سوی دی، ليک او لوست يې نه وو کړی. د خپلي ټولني د خلګو لخوا د امين او رښتين لقب ورکول سوی وو. د وحيو د راتګ تر مخه يعني تر څلوېښت کلنۍ پوري رسول اکرم ﷺ د مخکنيو اديانو او سماوي کتابونو په اړه معلومات نه لرل. کله چي رسول الله ﷺ ته د وحيو لړۍ پيل کيږي نو قرانکريم د مخکنيو سماوي کتابونو، انبياوو او د هغو د قومونو داسي واقعات او په تفصيل سره یې جزئيات وړاندي کوي چي ګواکي رسول الله ﷺ خپله مشاهده کړي وي. داسي کره او دقيق معلومات وړاندي کيږي چي نه يهودو او نه عيسويانو ته د انتقاد بهانه پاته کيږي.

 
۶ دليل: د غيبو دقيق وصف بيانول:
 
د مخکنيو، حاضرو او راتلونکو حالاتو داسي خبر ورکوي چي د ذرې برابر هم د هغه خلاف نه واقع کيږي او نه درواغ کيږي. د مخکنيو انبياوو عليهم السلام او امتونو دقيق حالات او جزيات بيانول او د منافقانو، مخالفينو او دښمنانو د زړه خيالات برملا کول د همدې خبري واضح دليل دی چي دا شخص د وحيو خاوند دی ځکه دا ډول د غيبو خبري وړاندي کول يوازي په عقل سره ناشوني دي. د داسي واقعاتو علم چي د عقل، وهم، قرائنو او دلائلو تر دايرې ډير لوړ وي بېله رباني وحيو څخه نه کيږي.(۱)
 
لکه تر وفات وروسته د حضرت ابوبکر رضي الله عنه د خلافت په دوره کي د ارتداد د فتنې خبر ورکول، د علي رضي الله عنه په زمانه کي د فتنې خبر ورکول، او دا چي درې واړه خلفاء لکه عمر، عثمان او علي رضي الله عنهم به شهيدان کيږي، د قسطنطنې ، حيره، مصر، فارس، روم، بيت المقدس د فتحي زیری ورکول، د ډيرو ډلو ظاهرېدل لکه خوارج، قدريه، د سراقه بن مالک رضي الله عنه سره د کسری د وښيو وعده کول، د کسری راغلي استاذي ته د کسری د مرګ زيری ورکول، ډيرو صحابه کرامو ته د جنت زيری ورکول او  هغوی هم پر ايمان وفات کیدل او ډيرو کسانو ته جهنم ته د تلو خبر ورکول او د هغوی هم پر کفر مړه کیدل او د قيامت د کوچنيو علامو خبر ورکول چي دا ټول یو په یو رامنځ ته سوي دي. دا د رسول الله ﷺ تر وفات وروسته واقع سوي دي چي بېله وحي څخه دا هيڅ امکان نلري.
 
د حاضر حالت د غيبو خبر ورکول لکه د موته په غزا کي د صحابه وو د شهادت، بيرغ اخيستلو او د فتحي خبر ورکول چي خپله دی مبارک په مدينه کي وو او دوی شام ته نژدې وه. (۲)  همدا ډول د معراج تر سفر وروسته قريشو ته د بيت المقدس ټول حالات په دقيق ډول بيانول....
 
وينا: زموږ او د غيبو ترمنځ يو دروند حجاب وجود لري او دا حجاب بېله اسماني وحيو څخه نه پرې کيږي.
 
۷ دليل: د شخصي ګټي څخه پاکوالی
 
د نبي کريم د صدق بل لوی دليل دا دی چي ددې دعوت څخه يې د خپل شخصي مصلحت او ګټي هيڅ اراده نلرل، الله  تعالی دې دليل ته اشاره کړې ده: 
 
(قُلْ مَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ وَمَا أَنَا مِنَ الْمُتَكَلِّفِينَ.) (۳)
ووايه ( اى محمده ! دوى ته ) نه غواړم زه له تاسې پدې ( قرآن يا تبليغ ) ځانته هيڅ اجر ، او نه يم زه له تكليف كوونكيو نه ( په جوړولو د قرآن كې له ځانه )
 
او دا سپیڅلتیا د مذاهبو د واضع کوونکو، باطلو افکارو، دجالانو او درواغجنانو خلاف کړنه ده ځکه  هغوی د خپلو شخصي اغراضو او مصلحتونو او جاه، مال، ښځو، پيروانو، منصب، شهرت، خواهشاتو او داسي نورو شيانو د پاره کوښښ کوي خو په نبي کريم ﷺ کي دا هيڅ وجود نلري، هغه په دنيا کي تر ټولو لوی زاهد او د دنيا څخه بې رغبته وو.
 
د کور شاهد (عايشه رضی الله عنها) فرمايي چي درې مياشتي به تيري سوې خو د رسول الله ﷺ په کور کي به اور نه لګېدی بلکي خوراک يې خرما او اوبه وې، کله چي به فقير کور ته ودرېدی عايشې عايشه رضی الله عنها به بېله يوې خرما څخه بل شی نه لری او هغه يوه خرما به يې هم ورکړه.(۴)
 
 
کله چي به څه مال ورته هديه سو هغه به يې ټول پر غريبانو تقسيم کوی چي ښه مثال يې غنيمتونه دي. زرګونه حيوانات او نور غنايم به د سرکښو او مجرمو کفارو څخه په لاس ورغلل خو رسول الله ﷺ به پر خپلو غريبو ملګرو وويشل. په دې اړه خپله د صحابه کرامو عايشه رضی الله عنهم اقوال شاهد دي لکه حضرت عمر رضی الله عنه چي يوه ورځ د رسول الله ﷺ پر بدن د خرما څخه د جوړ سوي بستر داغونه ويني نور ورته وايي چي ای د الله رسوله! د روم مشرکان په نعمتونو کي اوسيږي او تاسو په داسي حال کي ياست! رسول الله ﷺ د اخرت ياد او نعمتونه ورته يادوي او هم هغه نعمتونو ته ارزښت ورکوي.
 
د نبوت حیرانونکي دلائل
 
د رسول الله ﷺ په اړه د غیر مسلمانانو شاهدي

۱: مخکني مصدر: ۵۴
۲: ادلة الجلية علي صدق خيرالبرية ﷺ: ۱۰۵
۳: سورة ص: ۸۶
۴: ادلة الجلية علي صدق خيرالبرية ﷺ : ۹۷
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته