تازه سرليکونه
د (د حرم خطبې) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حرم خطبه: د حیاء ارزښت په اسلام کي
  تعلیم الاسلام
  September 10, 2017
  0

 بسم الله الرحمن الرحيم

حياء د ایمان برخه ده
د. عبد الله بن عبد الرحمن البعیجان/ ژباړه: جمشید حقیار
۱۹/ ۱۱/ ۱۴۳۸ هـ
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
لومړۍ خطبه
 
الحمدُ لله الذي قسَمَ بينَكم أخلاقَكم كما قسَمَ بينَكم أرزاقَكم، وجعلَ خِلالَ الأخلاقِ مِعيارَ الفضلِ بينَكم، أشهدُ أن لا إله إلا اللهُ وحدَه لا شريكَ له، له الأسماءُ الحُسنى والصِّفاتُ العُلَى والمثَلُ الاعلَى، وأشهدُ أن محمدًا عبدُه ورسولُه بلَّغ الرسالةَ، وأدَّى الأمانةَ، ونصحَ الأمةَ، وجاهَدَ في الله حقَّ الجِهاد حتى أتاه اليَقِين، اللهم صلِّ وسلِّم عليه، وعلى آلهِ وأصحابِه ومَن اهتَدَى بهديِه وتمسَّك بسُنَّتِه إلى يومِ الدين, أما بعدُ:
 
د الله تعالی بندګانو! ځان او تاسي ته د الله عز وجل د وېري او پرهېزګارۍ توصیه کوم؛ ځکه د الله تعالی وېره د دنیا سرلوړي او د آخرت توښه ده، الله تعالی فرمايي:
 
 ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَتَّقُوا اللَّهَ يَجْعَلْ لَكُمْ فُرْقَانًا وَيُكَفِّرْ عَنْكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ﴾ [الأنفال: ۲۹] 
ژباړه: اې مؤمنانو! که چېري تاسي له الله سبحانه وتعالی څخه (د هغه د امرونو په پر ځای کولو او د منع سویو کارونو څخه په ځان ساتلو سره) و وېرېږئ، نو تاسي ته به (د ښه او بد، حق او باطل تر منځ) د توپیر کولو او پېژندلو (پوهه او توانمندي) درکړي، ګناهونه به مو در ورژوي، او پرده به پر واچوي، یقینا الله تعالی د لويي مهربانۍ خاوند دی.
 
اې مسلمانانو!
 
انسانان که څه هم له یوه پلار او مور څخه پیدا دي، ژبي او رنګونه یې سره جلا دي، او په خپل منځ کي په غوره والي او فضیلت کي ډېر زیات توپیر او فرق لري؛ ځکه چي اخلاق د خلګو د لوړوالي، غوره والي او یا ټیټ والي او کښته والي معیار او تله ده.
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم رشتیا فرمایلي دي: 
(ستاسي د غوره اخلاقو درلودونکي خلګ تر ټولو ښه خلګ دي).
 
د الله تعالی بندګانو!
زموږ دین د اخلاقو او ښو خویونو دین دی، زموږ نبي محمد صلی الله علیه وسلم هم یوازي د دې لپاره را لېږل سوی، تر څو غوره او ښه اخلاق پوره کړي، او د اسلامي امت دوې دریمي برخي خلګ د ښو اخلاقو په سبب اسلام ته داخل سوي دي.
 
اې مسلمانانو!
حیاء تر ټولو کارونو او خویونو غوره خوی او د ښو اخلاقو تاج دی.
 
د الله تعالی بندګانو! حیاء د ټولو ښو او غوره خویو او اخلاقو سرچینه او ښائست دی، حیاء د انسان د ښکلي اسلام او غوره اخلاقو ښکارندویه ده، حیاناک انسان له خپل رب څخه شرم کوي، او د ګناه کارونه نه کوي.
 
حیاء ډېر لوی خوی دی، حیاء نورو ښو کارونو ته بلنه کوي، له بدو کارونو انسان منع کوي، حیاء انسان له منکراتو او ګناهونو څخه لیري کوي، او همدا حیاء د انسان د ښه والي او پاک زړه نښه ده.
 
همدارنګه حیاء د انسان د عزت، ناموس او پاکوالي ساتنه کوي، حیاء د ښو او پاکو زړونو د لرونکو زینت او ښائست دی، او همدا د انبیاوو علیهم السلام ښکلی خوی دی.
 
له ابو مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
 
 (خلګو له پخوانیو نبوي خبرو څخه یوه دا خبره زده کړې ده: چي کله دي حیاء ونه کړل، نو هر څه چي دي زړه وي کوه یې).
 
حیاء د اسلام شعار او نښه ده:
 
(هر دین یو طبیعت او خوی لري، د اسلام طبیعت او خوی حیاء ده).
 
(ایمان له اویا څخه زیاتي څانګي لري، او حیاء د ایمان یوه څانګه ده).
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم یو سړي ته ور نژدې سو، چي هغه په دې حال کي خپل ورور پر حیاء ملامتوی، او ورته ویل یې: ته ډېر حیاناک او شرمناک یې!، هغه یې دومره ملامت کړ: تر دې چي ورته ویل یې: ستا حیاء کول، تا ته زیان در رسولی!!، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: (هغه همداسي پرېږده؛ ځکه حیاء د ایمان یوه برخه ده، او د هغه چا به څه ایمان وي، چي هغه حیاء نه لري).
 
د الله تعالی بندګانو! دا چي حیاء د ایمان یوه څانګه او برخه ده، د دې راز دا دی، چي ایمان او حیاء دواړه انسان د خیر او ښو کارونو ته را بولي، او له بدو کارونو څخه یې منع کوي.
 
حیاء د خیر او ښه والي یوه دروازه ده، له عمران بن حصین رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (حیاء خیر او ښېګڼه راوړي)، په بل ځای کي فرمايي: (حیاء ټوله خیر او ښېګڼه ده).
 
د الله بندګانو!
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم په ځان کي د لومړنیو او وروستنیو ښو خلګ صفتونه پیدا کړي وه، او ځان یې په ښو اخلاقو سره ښکلی کړی وو، الله تعالی د هغه په اړه فرمايي: 
 
﴿وَإِنَّكَ لَعَلَى خُلُقٍ عَظِيمٍ﴾ [القلم: ۴]
 یعني: بېشکه ته د لویو خویو او غوره اخلاقو لرونکۍ یې.
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم تر هغه پېغلي هم زیاته حیاء کوله، کوم چي له حیاء څخه له کوره نه راوزي، کله چي به یې شی خوښ نه سو، نو په مخ کي به یې د حیاء نښي او علامې ښکاره سوې.
 
د حیا ډولونه او مرتبې
 
اې مسلمانانو!
حیاء ځانته مرتبې او ډولونه لري: لوړه مرتبه یې: له الله تعالی څخه حیاء ده، چي ته له الله تعالی څخه د ګناه پر وخت حیاء وکړې، او دا فکر وکړې، چي هغه زه پیدا کړی یم، همداراز له دې څخه حیاء وکړې، چي د هغه نعمتونه د هغه د نافرمانۍ په لارو کي ونه کاروې.
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت له الله تعالی څخه حیاء کولو ته هڅولۍ دی، هغه فرمايي:
 
 (په رښتني ډول له الله تعالی څخه حیاء وکړئ)، صحابه وو وویل: اې د الله تعالی رسوله! موږ ټول – الحمد لله – له الله تعالی څخه حیاء کوو، هغه وفرمایل: (دا حیاء نه ښیم، له الله تعالی څخه حقیقي حیاء دا ده، چي ته خپل سر او د هغه اندامونه، خپله خیټه او نور غړي له ګناهونو وساتې، مرګ او د ځان خاوري کېدل در یاد کړې، او څوک چي د آخرت نعمتونه غواړي، هغه د دنیا د ژوند ښائست پرېږدي، نو چا چي دا کارونه وکړل، نو هغه په حقیقي ډول له الله تعالی څخه حیاء وکړل).
 
انسان باید له لیکونکو او نورو ملائکو څخه حیاء وکړي، چي بیا هغوی پر ده شاهدي اداء نکړي، الله تعالی فرمايي:
﴿عَنِ الْيَمِينِ وَعَنِ الشِّمَالِ قَعِيدٌ (۱۷) مَا يَلْفِظُ مِنْ قَوْلٍ إِلَّا لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيدٌ﴾ [ق: ۱۷، ۱۸]
 ژباړه: او د (هر انسان) راسته او چپه لوري ته (دوې لیکونکي ملائکي) ناستي دي، (د انسان) له خولې څخه چي هره خبره راوزي، نو (د هغې خبري د لیکلو لپاره) له هغه سره څارونکې او محافظه (ملائکه) موجوده ده.
 
همدارنګه انسان باید له خلګو څخه حیاء وکړي، له دې څخه چي الله تعالی پر ده کومه پرده اچولې، هغه د خلګ په وړاندي پورته نه کړي، او د هغوی مخ ته په ښکاره ګناه ونکړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (له ښکاره ګناه کوونکو څخه ماسوا زما ټول امت په خیر او عافیت کي دي).
 
همداراز باید له خپل ځان او اندامونو څخه حیاء وکړي؛ ځکه دا به د قیامت په ورځ پر انسان دعوه کوونکي وي، او شاهدي به اداء کوي، الله تعالی فرمايي:
 
 ﴿يَوْمَ تَشْهَدُ عَلَيْهِمْ أَلْسِنَتُهُمْ وَأَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُمْ بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (۲۴) يَوْمَئِذٍ يُوَفِّيهِمُ اللَّهُ دِينَهُمُ الْحَقَّ وَيَعْلَمُونَ أَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ الْمُبِينُ﴾ [النور: ۲۴، ۲۵]
 ژباړه: په هغه ورځ به (دا عذابونه دوی ته ورکول سي، چي کله) پر دوی خپلي ژبي، لاسونه او پښې د هغو عملونو او کارونو شاهدي اداء کوي، کوم چي دوی په دنیا کي کول، په همدې ورځ به الله تعالی له دوی سره پر عدل ولاړ پوره حساب وکړي، (او بیا به دوی ته ثابته او لازمه سوې جزاء ورکړي)، او دوی به پوه سي، چي یوازي الله تعالی حق، عدل کوونکۍ او ښکاره کوونکۍ ذات دی.
 
الله تعالی دي زما او ستاسو لپاره قرآنکریم برکتمن وګرځوي، د هغه د حکمت څخه له ډک نصیحت او آیتونو څخه دي ما او تاسو برخمن وګرځوي، زما خبره همدومره وه، زه له الله تعالی څخه د ځان ستاسو او ټولو مسلمانانو لپاره د مغفرت غوښتونکۍ یم، تاسو هم له هغه څخه مغفرت و غواړئ، یقینا چي هغه ډېر زیات بخښونکۍ او پوره مهربانه دی.
 
 
دوهمه خطبه
 
الحمدُ للهِ الحيِيِّ السِّتِّير، جعلَ مِن الأخلاق قِيَمًا ومقادِير، وتمَّم مكارِمَ الأخلاق ببِعثةِ البشيرِ النذير، والسِّراج المُنير: نبيِّنا محمدٍ صلَّى الله وسلَّم عليه، وعلى آله وأصحابِه وسلَّم تسليمًا كثيرًا.
 
د اخري زمانې فتنې او زموږ نسل
 
اې مسلمانانو!
 
موږ په داسي زمانه کي اوسېږو، چي بد اخلاقي زیاته سوې، او د آخري زمانې فتنې، شبهې او شهوتونه هري خوا ته خپاره سوي، کوم کار چي پرون خلګو ښه باله، نن یې ځیني خلګ بد بولي، او کوم کار چي پرون خلګو منکر او بد باله، نن یې خلګ ښه کار بولي.
 
د دې زمانې له تخنیکي او انټرنیټي وسائلو له لاري زموږ کورونه ته خورا زیاته بد اخلاقي او بې حیايي داخله سوې، موږ او تاسي له غرب او کفر له لوري تر هدف لاندي یو، په داسي حالت کي باید خپل نوۍ نسل پر اسلامي عقیده او له الله تعالی څخه په وېره او حیاء کولو تربیه کړو؛ ځکه دا دواړه د تربیې او نفسي پاکۍ لپاره د محکمي او جګي کلا مثال لري، او دا د اولادونو د سالمي روزني اساس او بنسټ دی.
 
اې مسلمانانو!
اې مسلمانو ښځو! محترمو خویندو! حیاء – که څه هم پر نارینه وو لازمه ده- مګر پر ښځو ډېره زیاته لازمه او اړینه ده، د ښځي ښه اخلاق او حیاء د الله تعالی عبادت دی، په همدې سره ثواب ورکول کېږي، او له عذابه ساتل کېږي، حیاء د ښځي دیني او فطري خوی دی، حیاء د ښځي څادر دی، ښځه د حیاء په حال کي خوراک، او څښاک کوي، د جامو اغوستل، وتل، او ګرځېدل یې ټول په حیاء سره وي.
 
حیاء د مسلماني مېرمني سرمایه ده، په حیاء د دې عزت او پت خوندي دی، حیاء د دې حجاب او ساتونکې کلا ده، حیاء د دې ښائست او د پاک لمنۍ نښه ده.
 
اختلاط نه کول
 
اې مسلمانو ښځو! الله تعالی موږ ته د موسی علیه السلام په قصه کي د ښځي د حیاء یادونه کړې، کله چي موسی علیه السلام د (مدین) د ښار اوبو ته راغلی، په دې ځای کي يې د شعیب علیه السلام دوې لوڼي د پوره حیاء په حالت کي ولیدلې، هغوی خپل ځانونه په حجاب کي پټ کړي او له خلګو لیري ولاړي وې، نو ځکه موسی علیه السلام د اوبو په را ایستلو کي مرسته ورسره وکړل.
 
الله تعالی د موسی علیه السلام په اړه فرمايي:
 
 ﴿وَلَمَّا وَرَدَ مَاءَ مَدْيَنَ وَجَدَ عَلَيْهِ أُمَّةً مِنَ النَّاسِ يَسْقُونَ وَوَجَدَ مِنْ دُونِهِمُ امْرَأَتَيْنِ تَذُودَانِ قَالَ مَا خَطْبُكُمَا قَالَتَا لَا نَسْقِي حَتَّى يُصْدِرَ الرِّعَاءُ وَأَبُونَا شَيْخٌ كَبِيرٌ (۲۳) فَسَقَى لَهُمَا﴾ [القصص: ۲۳، ۲۴] 
ژباړه: او کله چي موسی علیه السلام د مدین څاه ته ځان ورساوه، هلته یې د خلګو یوه لویه ډله ولیدل، چي (خپل څاروي) اوبه کوي، او له دوی څخه یې جلا دوې ښځي ولیدلې، چي (خپل څاروي یې له څاه څخه) منع کول، موسی علیه السلام ورته وویل: ستاسي ولي دا حال دی؟ (چي له خلګو لیري ولاړي یاست، او خپل څارویو ته اوبه نه ورکوی)، هغوی وویل: موږ تر هغه وخته پوري (خپلو څارویو ته) اوبه نسو ورکولای، تر څو پوري چي دا شپانه خپل څاروي بیايي، او زموږ پلار ډېر سپین ږیرۍ دی، نو موسی علیه السلام د دوی د حالت په خاطر (د دوی څاروۍ له څاه) اوبه کړې.
 
نو د ځان پټول، حجاب او له خلګو سره نه یو ځای کېدل، د مسلماني ښځي د حیاء او ښې تربیې نښه ده.
 
او دې آیتونو د حیاء د ښه خوی یو بل اړخ ته هم اشاره کړې، هغه دا چي کله دا دواړي ښځي کور ته ولاړې، نو یوه یې بېرته پلار راواستول، نو دا موسی علیه السلام ته پوره حیاء او اطمئنان سره راغله، نه یې په تګ کي خیال وکړ، نه یې په خبرو کي نرمي وکړل، او نه بې حجابه وه، الله تعالی یې په اړه فرمايي:
 
 ﴿فَجَاءَتْهُ إِحْدَاهُمَا تَمْشِي عَلَى اسْتِحْيَاءٍ قَالَتْ إِنَّ أَبِي يَدْعُوكَ لِيَجْزِيَكَ أَجْرَ مَا سَقَيْتَ لَنَا﴾ [القصص: ۲۵] 
ژباړه: څه ځنډ وروسته له هغو دوو ښځو څخه یوه یې په پوره حیاء سره د موسی علیه السلام خوا ته را روانه وه، ورته وې ویل: زما پلار تا غواړي، د دې لپاره چي تا زموږ په خاطر زموږ څاروۍ اوبه کړې، نو د هغه بدله او عوض درکړي.
 
د مړو څخه لا حیاء
 
مسلماني خورکۍ! دا خپلي مور ام المؤمنین عائشې رضي الله عنها ته پام وکړه، چي هغه څومره حیاناکه وه، هغې له ډېره حیاء له ژونديو او مړو څخه حجاب کاوه، دا وايي: «کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم او ابو بکر رضي الله عنه په کومه حجره کي دفن وه، نو زه چي به دې حجرې ته ننوتلم، حجاب به مي نه وو، ویل به مي: ولي حجاب وکړم؛ یو مي خاوند او بل مي پلار دفن دی، خو کله چي عمر رضي الله عنه په همدغه حجره کي ورسره دفن سو، نو په الله قسم، زه به له عمر رضي الله عنه څخه د حیاء په خاطر همېشه د پوره او ټینګ حجاب په حالت کي ور ننوتلم».
 
په حج کي پرده او حجاب
 
او کله چي دا له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د احرام په حال کي وه، نو چي به کله پردي خلګ رسول الله صلی الله علیه وسلم ته را نژدې کېدل، دې به پر خپل مخ خپل پوړنۍ را ځوړند کړ، همدارنګه په کعبه شریفه به یې له سړیانو لیري طواف کاوه، او له هغوی سره به نه یو ځای کېده.
 
یو ځل یې آزادي سوي وینځي ورته وویل: ما پر کعبه اووه طوافه وکړل، او حجر الاسود مي دوه یا درې ځلي لمس کړ، عائشې رضي الله عنها ورته وویل:
 «الله تعالی دي بې خیره کړه! ته د نارینه وو په منځ کي ځان اچوې، خو تکبیر به دي ویلی وای، او تېره سوې به وای».
 
مسلماني خور! د ښځي حجاب د دې د دین او اخلاقو برخه ده، که چېري ښځه له خپله فطرته واوړي، په خپل دین عمل پرېږدي، څادر او پوړنۍ ایسته کړي، او خپل د فتنې ځایونه ښکاره کړي: په همدې وخت کي یې خپل دین له لاسه ورکړ، او خپل امانت یې ضائع کړ.
 
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (ما د دوږخ اور ته تلونکي دوې ډلي نه دي لیدلي)، له هغو دوو څخه یې یو دا ډول ښځي یادي کړې: (داسي ښځي چي نازکي جامې یې اغوستي وي، خو په حقیقت کي لوڅي وي، یا یې داسي جامې اغوستي وي، چي د دوي ټول بدن نه پټوي، همدارنګه له هدایت او حق لیري وي، او نور خلګ هم په فتنه کي اچوي، او د الله تعالی له لاري یې اړوي، سرونه یې د اوښانو د بوکونو په څېر جګ جګ وي، دوی به نه جنت ته ننوزي، نه به یې بوی بویوي، په داسي حال کي چي د جنت بوی له زیاتي مسافې څخه بویول کېږي). 
 
اې مسلمانانو!
 
(خبر سئ! چي تاسي هر یو تر خپل لاس لاندي افرادو لپاره د شپانه په څېر یاست، او د هغوی پوښتنه به له هر یوه څخه کېږي، د کور مشر د خپل کور پر سر شپون او مسئول دی، او د هغوی پوښتنه به ور څخه کېږي، ښځه هم د خپل خاوند د کور او اولادونو مسئوله ده، او د هغوی پوښتنه به ور څخه کېږي، خبر سئ! چي تاسي هر یو تر خپل لاس لاندي افرادو لپاره د شپانه په څېر یاست، او د هغوی پوښتنه به له هر یوه څخه کېږي.)
 
اې الله! موږ داسي حیاء در څخه غواړو، چي له نافرمانۍ مو منع کړي، اې الله! موږ ته د ښکلو اخلاقو لارښوونه وکړه، او دا لارښوونه یوازي ته کوې، او موږ له بدو اخلاقو وساته، او له بدو اخلاقو ساتنه یوازي ته کوې.
 
اې الله! موږ ته هدایت، تقوا، پاکي او بډايي را نصیت کړه.
اې الله! اسلام او مسلمانانو ته عزت او قوت ورکړه،  شرک او مشرکان هلاک کړه، د خپلو مومنو بندګانو مرسته وکړه.
اې الله! دغه ښار او د مسلمانانو ټولو ښارونو ته امن او آرامي راوله.
اې الله! موږ په خپلو وطنونو کي په امن کړه، اې الله! موږ په خپلو وطنونو کي په امن کړه، زموږ حاکمان او امیران اصلاح کړه.
اې الله! د حاجیانو حج ور څخه قبول کړه، اې الله! د حاجیانو حج ور څخه قبول کړه، اې الله! د دوی ساتنه او سرپرستي وکړه، اې الله! دوی خپلو کورونو ته سالم او جوړ ورسوه، اې الله! د دوی حج خالص ستا د رضایت لپاره وګرځوه، او دوی ته د حج په عوض کي جنتونه ورکړه، یا رب العالمین.
 
د الله تعالی بندګانو!
 
پر رسول الله صلی الله علیه وسلم درود او سلام ووایاست، الله تعالی فرمايي:
 
 (إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا) [الاحزاب: ۵۶]
ژباړه: په باوري ډول الله تعالی او د هغه ملائکي پر رسول الله صلی الله علیه وسلم درود وايي، اې مومنانو! تاسي هم پر هغه درود او ډېر سلام و لېږئ.
 
اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ، وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ، وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، وَبَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ، وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ، وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ.
اې الله! په خپلي مهربانۍ سره له ټولو اصحابو، راشده خلیفه ګانو ابو بکر، عمر، عثمان او علي او زموږ څخه هم راضي او خوښ سه, يا ارحم الراحمين.
 
تاسو ستر او لوی الله تعالی یاد کړئ، هغه به تاسي یاد کړي، او د هغه د ټولو نعمتونو او ښېګڼو شکر ادا کړئ، تر څو نور یې هم درته زیات کړي، یقینا د الله تعالی یادول او ذکر تر ټولو لوی او غوره عمل دی، او الله تعالی ستاسي په ټولو کړنو او کارونو خبر دی.
 
نوري خطبې دلته کلیک کړئ

سرته