تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ذوالحجې د میاشتي د لسو ورځو فضایل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 20, 2023
  0
 
لیکنه: مفتي احسان الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 
 
د ذوالحجې د میاشتي د لسو ورځو فضایل
 
 
پر بې وسه بندګانو د الله رب العزت بې پایانه احسان دی، چې د عبادت لپاره يې ورته بېلابېل موسمونه پیدا کړي، په هر موسم کې انسان عبادت ته له یو نوې حوصلې سره تیار وي، ددغو مبارکو موسمو څخه یو هم د ذو الحجې اولي لس ورځي دي، ددې لس ورځو  فضائل رسول الله صلی الله علیه وسلم مسلمانانو ته په ډیر واضح ډول بیان کړي دي.
 
د عباس رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
 د کال په ورځو کې داسي ورځي نسته چې په هغو کې دي نيك عمل وسي، او دا نیک عمل دي ددغو (لسو ورځو) تر عبادت زیات غوره وي، خلګو پوښتنه وکړه، چې د الله په لاره کې جهاد هم ددغو ورځو له عمل سره برابر ندی؟ (ده صلی الله علیه وسلم جواب ورکړ) چې ما سوا له هغه چا چې د الله په لاره (جهاد) کې په خپل ځان او مال سره جهاد ته ولاړ سي، او بیا کورته يې نه مال او نه هم دی را وګرځي (یعني شهید سي). (بخاري)
 
له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ددنیا په ورځو کې تر ټولو غوره ورځي دغه (دذو الحجې) لس ورځي دي، خلګو پوښتنه وکړه، چې د الله په لار (جهاد) کې ورځي تیرول هم ندي ورسره برابري؟ ده ورته وفرمایل: د الله په لار کې ورځي هم ندي ورسره برابري. (مسند البزاز)
 
د ابن عمر رضي الله عنه نه روایت دی، چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د دنیا په ورځو کې لويې او داسي ښې ورځي نسته چې په هغو کې دي الله ته دذو الحجې تر ورځو عمل کول ډیر محبوب وي، نو په دغو ورځو کې تهلیل (لا اله الا الله) تکبیر او تحمید زیات وایاست. (مسند أحمد، مسند عبد الله بن عمر)
 
د نبي علیه السلام له ځینو بيبیانو څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به دذو الحجې په نهو ورځو کې روژه نیوله. (سنن ابو داود)
 
الحاصل
 
ددغو ورځو فضائل په احادیثو کې دونې زیات بیان سوي دي، چې د ټولو فضایلو ذکر کول ناشوني دي، خو ډیر مناسب به دا وي، چې دغه لس وروځي په زیاتي خوښۍ او خوشحالتیا سره استقبال کړو، چې دا د لوی څښتن احسان دی، چې دا ورځي زما په ژوند کې راباندي راوستلې، او په دغو ورځو کې چې مو څه له وسه کیږي، هغه عمل باید وکړو. لکه الله ته د تیرو ګناهونو باندي توبه وکاږو، لمونځونه مو په جمعه سره وکړو، نوافل ادا کړو، خیر و خیرات وکړو، د محتاجینو سره مدد وکړو، د مسلمانانو له بې وزلو بندیاینو سره مالي تعاون وکړو، روژه ونېسو، کلمه، تسبیح، تکبیر او د الله حمد و ثنا ووایو، او داسي نور څه چې راته اسانه وي.
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته