تازه سرليکونه
د (د حرم خطبې) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حرم خطبه: د حج فضائل او احکام
  تعلیم الاسلام
  August 24, 2017
  0
 بسم الله الرحمن الرحیم
 
د حج فضیلتونه او احکام
 
د. علي بن عبد الرحمن الحذیفي/ ژباړه: جمشید حقیار
۲۶/ ۱۱/ ۱۴۳۸ هـ
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼ
 
لومړۍ خطبه
 
الحمدُ لله، الحمدُ لله الذي زكَّى النُّفوسَ وطهَّرَها بالفرائِضِ والواجِبات، وحفِظَها من الخُبث والخبائِثِ بتحريم المُحرَّمات، وتركِ السيئات، وأمدَّ القلوبَ بحياة الإيمان بما أنزلَ مِن الآيات البيِّنات، وبما سنَّ رسولُنا - صلى الله عليه وسلم - من الهُدى وأبلَغ الكلمات.
 
أحمدُ ربِّي وأشكُرُه على نعمِه التي لا يُحصِيها إلا هو، وأشهدُ أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له ربُّ الأرض والسماوات، وأشهدُ أنَّ نبيَّنا وسيِّدَنا محمدًا عبدُه ورسولُه الذي وفَّى كلَّ مقامٍ حقَّه مِن العبادات، اللهم صلِّ وسلِّم وبارِك على عبدِك ورسولِك محمدٍ، وعلى آلِه وصحبِه المُسارِعين إلى الخيرات. أما بعد:
 
له الله تعالی څخه و وېرېږئ، د الله تعالی په امرونو او فرضونو عمل وکړئ، او د هغه له حرام کړل سویو شیانو ځانونه لیري کړئ، د الله تعالی وېره او تقوا د آخرت د ورځي لپاره غوره توښه ده، او په تقوا سره د خلګو په ژوند کي اصلاح رازي، الله تعالی فرمايي:
 
 (وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مِنْ أَمْرِهِ يُسْرًا) [الطلاق: ۴]
 
ژباړه: او څوک چي له الله تعالی څخه و وېرېږي، هغه به یې هر کار آسانه کړي.
 
اې مسلمانانو!
 
د بیت الله حج په ټول عمر کي یو واري په بالغ مسلمان باندي فرض سوی، او له یوه واري زیات حجونه په نفلونو کي رازي.
 
نو چا ته چي الله تعالی د حج توفیق ورکړي، او د حج ټول مناسک په ښه ډول اداء کړي، نو په حقیقت کي دا د ده لپاره د الله تعالی له لوري لوی نعمت، ستر مقام، د ګناهونو بخښنه، او بې شمېرونه ثوابونه دي.
 
او داسي انسان ته پکار ده چي په خپل حج او عبادت ډېر زیات خوشحاله سي، الله تعالی فرمايي: (قُلْ بِفَضْلِ اللَّهِ وَبِرَحْمَتِهِ فَبِذَلِكَ فَلْيَفْرَحُوا هُوَ خَيْرٌ مِمَّا يَجْمَعُونَ) [يونس: ۵۸]
ژباړه: ورته ووایه! چي دوی باید د الله تعالی په فضل او رحمت باندي خوشحاله سي، دا تر هغه (دنیا او پیسو) غوره دي، کوم چي دوی یې راټولوي.
 
ځکه دا انسان په حج کولو سره ټول هغه فضیلتونه او غوره والۍ وګټی، کوم چي په قرآنکریم او حدیثونو کي بیان سوي دي، الله تعالی د حج د اعمالو په اړه فرمايي:
 
(وَبَشِّرِ الْمُحْسِنِينَ) [الحج: ۳۷]
 
 ژباړه: احسان او ښېګڼه کوونکو ته زېرۍ ورکړه.
 
او الله تعالی په حج کي د ښو عملونو په اړه فرمايي:
 
 (وَمَا تَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ يَعْلَمْهُ اللَّهُ) [البقرة: ۱۹۷]
 
 ژباړه: او تاسي چي کوم د خیر کار کوی، په هغه الله تعالی ښه خبر دی.
 
یعني: الله تعالی ستاسي د ښو کارونو ثواب او اجر درکوي.
 
همدارنګه د هغه چا په اړه فرمايي، کوم چي عملونه یې ور څخه قبول کړي وي:
 
 (وَمِنْهُمْ مَنْ يَقُولُ رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ (۲۰۱) أُولَئِكَ لَهُمْ نَصِيبٌ مِمَّا كَسَبُوا وَاللَّهُ سَرِيعُ الْحِسَابِ) [البقرة: ۲۰۱، ۲۰۲]
 
ژباړه: او له دوی څخه ځیني داسي وايي: اې زموږ ربه! موږ ته په دنیا او آخرت کي نېکي را په برخه کړه، او موږ د اور له عذابه وساته، دوی ته د دوی کړو عملو ثواب او عوض ورکول کېږي، او الله تعالی ډېر ژر حساب کوونکۍ دی.
 
 
په حدیث شریف کي راغلي دي:
 
(عمره تر بلي عمرې پوري د انسان د ګناهون کفاره ده، او د پوره او قبول سوي حج بدله او ثواب یوازي جنت دی) بخاري او مسلم له ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت كړی دی.
 
په بل حدیث کي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
 
(څوک چي له ګناه او بدکارۍ پرته حج سرته ورسوي، داسي دی، لکه دی چي له موره نوی پیدا سوی وي) بخاري او مسلم له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت کړی دی.)
 
د ښځو لپاره جهاد
 
له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی، چي دې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: اې د الله تعالی رسوله! موږ ته جهاد تر ټولو غوره عمل معلومېږي، نو آيا موږ جهاد ونه کړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (تر ټولو غوره او ښکلۍ جهاد، قبول سوی حج دی)، متفق علیه.
 
حاجیان او عمره کوونکي د الله تعالی مېلمانه دي، او الله تعالی تر ټولو زیات مهربانه دی، له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (حاجیان او عمره کوونکي د الله تعالی مېلمانه دي، که چېري له الله تعالی څخه څه وغواړي هغه به ورکړي، او که چېري د ګناهونو بخښنه وغواړي، بخښنه به ورته وکړي) نسائي.
 
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: (حاجي او هغه چا ته بخښنه کېږي، کوم چي حاجي د هغه لپاره دعاء کړې وي)، طبراني او بزار.
 
د عرفات د ورځي فضائل
 
له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (د عرفې په ورځ تر ټولو زیات بندګان د جهنم له اور څخه خلاصېږي، او الله تعالی په دغه ورځ را نژدې کېږي، او د ملائکو په وړاندي په خپلو بندګانو فخر کوي، او فرمايي: دوی څه غواړي؟( چي زه یې ورکړم))، مسلم.
 
 
د حج اخروي او دنیوي برکتونه
 
د حج ثوابونه او ګټي یوازي الله تعالی ته معلومي دي، او موږ د حج په لږ ګټو خبر یو، الله تعالی چي د چا حج قبول کړي، نو دا انسان ډېر اجرونه وګټل، او په حج کي له ډېرو دیني او دنیوي ګټو څخه برخمن کېږي، چي دا ګټي دی شمېرلای او حسابولای نسي، الله تعالی فرمايي:
 
(وَأَذِّن فِي النَّاسِ بِالْحَجِّ يَأْتُوكَ رِجَالًا وَعَلَى كُلِّ ضَامِرٍ يَأْتِينَ مِن كُلِّ فَجٍّ عَمِيقٍ ليشهدوا منافع لهم) [الحج: ۲۷]
 
ژباړه: او په خلګو کي د حج کولو اعلان وکړه، تر څو دوی له لیري ځایونو څخه په پښو یا هم په کمزوره اوښانو (د حج کولو لپاره) درته راسي، د دې لپاره چي (په حج کي له خپلو دیني او دنیوي) ګټو څخه برخمن سي.
 
او د قبول سوي حج برکت دا دی، چي په حج سره د انسان ټول ګناهونه ورته بخښل کېږي، او د شیطان له خطا ایستلو او چمونو څخه ساتل کېږي ، الله تعالی د ابلیس په قصه کي فرمايي:
(قَالَ فَبِعِزَّتِكَ لَأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ (۸۲) إِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِينَ) [ص: ۸۲، ۸۳]
ژباړه: ابلیس وویل: ستا په عزت قسم اخلم، زه به دوی ټول ګمراه کړم، پرته ستا له هغه بندګانو څخه چي تا په دوی کي غوره کړي او انتخاب کړي دي.
 
نو چا چي په اخلاص سره د سنت طریقې برابر حج وکړ، هغه به د شیطان له فریب او تېر  ایستلو خلاص وي، او د چا حج چي له خطاوو او ګناهونو پاک وي، د هغه ټول عمر به سم او جوړ سي.
 
د حج د لاري د امن او نعمتو شکر کول
 
مسلمان باید په دې د الله تعالی شکر اداء کړي، چي هغه ورته د حج توفیق ورکړ، د حج اسباب، آسانتیاوي، غوښتني او خدمات یې ورته برابر کړل، په وچه، لنده او هوا کي یې د راتګ لاري ورته آسانه کړې، همدارنګه په دې باید شکر اداء کړي، چي په حج کي یې د تګ راتګ، خوراک او څښاک لاري چاري ورته آماده کړي، او په دې باید شکر وباسي، چي الله تعالی حرمین ورته د امن او استقرار ځایونه ګرځولي، په داسي زمانه کي چي هري خوا ته هلاکوونکي فتنې، وژني او جنګونه روان دي، الله تعالی فرمايي:
 
 (أَوَلَمْ نُمَكِّنْ لَهُمْ حَرَمًا آمِنًا يُجْبَى إِلَيْهِ ثَمَرَاتُ كُلِّ شَيْءٍ رِزْقًا مِنْ لَدُنَّا وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ) [القصص: ۵۷]
 
ژباړه: آیا موږ د دوی لپاره (د مکې مکرمې) حرم په امن کړی نه دی، چي (له هر لوري) د هر شي مېوې زموږ له خوا د روزۍ په ډول ورته راوړل کېږي، خو د دوی ډېری په دې نه پوهېږي.
 
او الله تعالی فرمايي:
 
 ( فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ (۳) الَّذِي أَطْعَمَهُمْ مِنْ جُوعٍ وَآمَنَهُمْ مِنْ خَوْفٍ) [قريش: ۱- ۴] ژباړه: نو دوی دي د دغه بیتې د رب عبادت وکړي، کوم چي دوی ته یې د لوږي په مقابل کي خوراک او له وېري څخه یې په امن کړل.
 
او پر هر مسلمان لازمه ده، چي د الله تعالی په امر زموږ د نیکه ابراهیم او اسماعیل علیهما السلام په لاسونو جوړه سوې کعبه باندي شکر اداء کړي، هغه کعبه چي د ټولو خلګو لپاره رحمت ده، او دا کعبه د خلګو لپاره د دیني او دنیايي ګټو سبب دی، الله تعالی فرمايي: ِ
 
(جَعَلَ اللَّهُ الْكَعْبَةَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ قِيَامًا لِلنَّاسِ) [المائدة: ۹۷]
 
ژباړه: الله تعالی حرمت او عزت لرونکۍ کور د خلګو ( د دیني او دنیايي چارو) د سمبالولو وسیله ګرځولې ده.
 
امام بغوي رحمه الله وايي: «یعني: الله تعالی کعبه د خلګو د دیني او دنیايي ګټو او مصالحو د سمبالولو او پر مخ وړلو وسیله ګرځولې ده».
 
د حضرت ابراهیم علیه السلام حج
 
پر خلګو لازمه ده چي د الله تعالی حمد او شکر اداء کړي، چي هغه ورته د اجرونو د زیاتوالي او ښه عبادت او حج اداء کولو لپاره مقدس او سپېڅلي مشاعر ټاکلي دي، او دوی ته یې ور ښودلي دي، له عمرو بن العاص رضي الله عنه څخه روایت دی: «جبریل علیه السلام ابراهیم علیه السلام منی ته بوتلی، هلته یې په هغه باندي د ماپښین، مازدیګر، ماښام، ماخستن او سهار لمونځونه وکړل، بیا یې عرفات ته بوتلی، هلته یې د ماپښین او مازدیګر لمونځونه په وکړل، هلته تر لمر لوېدلو پوري ودرېدلی، بیا مزدلفې ته راغلی، هلته یې ټوله شپه تېره کړه، او په بېړه سره یې د سهار لمونځ هلته وکړه، بیا یې منی ته بوتلی، هلته یې څلي وویشتل، د سر وریښتان یې وخرول، او قرباني یې حلاله کړل، الله تعالی محمد صلی الله علیه وسلم ته امر وکړ، چي د ابراهیم علیه السلام د دین تابعداري وکړه، او هغه له مشرکانو څخه نه وو)، طبراني په معجم کبیر کي روایت کړی.
 
الله تعالی د ابراهیم او اسماعیل علیهما السلام د دعاء په اړه فرمايي:
 
 (رَبَّنَا وَاجْعَلْنَا مُسْلِمَيْنِ لَكَ وَمِنْ ذُرِّيَّتِنَا أُمَّةً مُسْلِمَةً لَكَ وَأَرِنَا مَنَاسِكَنَا وَتُبْ عَلَيْنَا) [البقرة: ۱۲۸]
 
 ژباړه: اې زموږ ربه! موږ ستا تابعدار او فرمانبردار کړه، او زموږ په اولادونو کي یوه ډله ستا فرمانبرداره وګرځوه، موږ ته زموږ (د حج او عبادت) مناسک او طریقې را زده کړه، او زموږ توبه قبوله کړه.
 
بغوي رحمه الله وايي: «الله تعالی دوی ته د حج مناسک ور وښودل».
 
د حج مناسک او احکام زده کول
 
نو چا ته چي الله تعالی د حج کولو توفیق ورکړی وي، نو هغه دي د حج په احکامو او مناسکو ځان ښه خبر کړي، او عمل دي په وکړي، تر څو حج یې قبول سي، او د حج تر ټولو لوی احکام د حج ارکان دي، چي دا باید د حاجي زده وي،
 
د حج ارکان دا دي: لومړی: د حج د اداء کولو نیت کول، دوهم: په عرفه کي درېدل، دریم: د مزدلفې د شپې وروسته په کعبه شریفه طواف کول، او څلورم: په صفا او مروه طواف کول، نو که چا له دې ارکانو څخه یو رکن پرېښودی، د هغه حج نه صحیح کېږي.
 
او د حج واجبات دا دي: له میقات څخه احرام کول، په عرفه کي تر لمر لوېدلو پوري دریدل، په منی او مزدلفه کي تر نیمي شپې پاته کېدل، د څلو او جمراتو ویشتل، سر خریل، او طواف وداع کول.
 
همدارنګه حاجي باید په خپل حج کي د سنت طریقې ډېره پابندي وکړي، د اختر په ورځ که چېري ځیني اعمال مخکي یا وروسته سي پروا نه کوي، خو تر ټولو اړینه خبره دا ده، چي حاجي خپل حج یوازي د الله تعالی لپاره وکړي، خپل نیت پاک کړي، او د حج په اوږدو کي په ډول ډول عبادتونو ځان بوخت کړي، لکه: ذکر، تلاوت، احسان کول، خلګو ته ګټه رسول، او هغوی ته زیان او ضرر نه رسول.
 
د منع او حرامو کارونو څخه ځان ساتل
 
همداراز مسلمان باید د احرام په وخت له منع سویو او هغه کارونو ځان وساتي، چي حج یې باطل کوي.
 
څوک چي د دې لپاره حج ته راغلی وي، چي مسلمانان په تکلیف کړي، هغوی ته تکلیف، او سختي جوړه کړي، هغوی ته یې چمونه او مکرونه جوړ کړي وي، نشه یې توکي راوړي، او په لویو ګناهونو اخته وي، نو الله تعالی داسي انسان څاري، او له مسلمانانو څخه د هغه د شر د لیري کولو لپاره یوازي الله تعالی کافي دی؛ ځکه دا انسان له الله تعالی او د هغه له رسول سره جنګ کوونکۍ دی، او څوک چي له الله تعالی او د هغه له رسول سره جکړه کوي، هغه به ناکام، هلاک او شرمېدلۍ وي، او د تاریخ پیښي پر دې خبره شاهدي دي.
 
الله تعالی فرمايي:
 
(إِنَّ الَّذِينَ يُحَادُّونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُولَئِكَ فِي الْأَذَلِّينَ (۲۰) كَتَبَ اللَّهُ لَأَغْلِبَنَّ أَنَا وَرُسُلِي إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ) [المجادلة: ۲۰، ۲۱]
 
ژباړه: بېشکه هغه څوک چي له الله تعالی او د هغه له رسول سره مقابله کوي، دوی ډېر ټيټ او شرمېدلي دي، الله تعالی دا لیکلي او حتمي کړي دي، چي زه او زما رسولان به خامخا غالبه کېږو، یقینا الله تعالی قوي او زورور ذات دی.
 
نو څوک چي حج ته په داسي بد او خراب نیت سره رازي، هغه به د حج له اجرونو او ثوابونو بې برخي وي، او بېرته به له حج څخه له ډېرو لویو ګناهونو او بدیو سره ګرځي، الله تعالی د زړونو په حال ښه خبر دی، څوک چي په دې پاکو ښارونو کي د ګناه نیت وکړي، الله تعالی سزا ورکوي، نو د هغه چا حال به څنګه وي، چي په ګناه عمل کوي؟! الله تعالی فرمايي:
 
 ( وَمَنْ يُرِدْ فِيهِ بِإِلْحَادٍ بِظُلْمٍ نُذِقْهُ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ) [الحج: ۲۵]
 
ژباړه: او څوک چي په دې پاک ښار کي په ظلم او تېري سره د سمي لاري څخه د اوښتلو اراده لري، هغه ته به موږ دردؤنکی عذاب ور وڅکؤ.
 
په بل آیت کي فرمايي:
 
 (يَعْلَمُ خَائِنَةَ الْأَعْيُنِ وَمَا تُخْفِي الصُّدُورُ) [غافر: ۱۹]
 
ژباړه: الله تعالی د سترګو په خیانت او د زړونو په پټو خبر دی.
 
د جاهلیت خلګو د شرک سربېره د مکې عزت او احترام کاوه، تر دې چي یو چا به د خپل پلار قاتل په مکه کي ولیدی، ضرر به یې نه ور رساوه، حقیقي مسلمان هم د الله تعالی د سپېڅلو او پاکو سویو ځایونو احترام او تعظیم کوي، او د اسلامي ورورګلوۍ د حقوقو ساتنه کوي، الله تعالی فرمايي:
 
 (ذَلِكَ وَمَنْ يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّهِ فَإِنَّهَا مِنْ تَقْوَى الْقُلُوبِ) [الحج: ۳۲]
 
ژباړه: او حقیقت دا دی، څوک چي د الله تعالی شعائر لوی ګڼی، نو یقینا دا د زړونو د وېري له امله .
 
الله تعالی دي زما او ستاسو لپاره قرآنکریم برکتمن وګرځوي، د هغه د حکمت څخه له ډک نصیحت او آیتونو څخه دي ما او تاسو برخمن وګرځوي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ښکلي لاري او پخې خبري څخه دي ما او تاسو ګتمن کړي، زما خبره همدومره وه، زه له الله تعالی څخه د ځان ستاسو او ټولو مسلمانانو لپاره د مغفرت غوښتونکۍ یم، تاسو هم له هغه څخه مغفرت و غواړئ، یقینا چي هغه ډېر زیات بخښونکۍ او پوره مهربانه دی.
 
دوهمه خطبه
 
الحمدُ لله، الحمدُ لله ربِّ العالمين، القويِّ المَتِين، أحمدُ ربِّي وأشكُرُه على نعمِه التي لا يُحصِيها غيرُه، وأشهدُ أن لا إله إلا اللهُ وحدَه لا شريك له الملِكُ الحقُّ المُبين، وأشهدُ أن نبيَّنا وسيِّدَنا محمدًا عبدُه ورسولُه الصادِقُ الأمين، اللهم صلِّ وسلِّم على عبدِك ورسولِك محمدٍ، وعلى آلهِ وصحبِه أجمعين.أما بعد:
 
     اې خلګو! له الله سبحانه وتعالی څخه په ریښتنې ډول وبېرېږئ، او د اسلام په ټینګه رسۍ (مزی) منګولي کلکي کړئ!
 
 

 

هغه کسان چي حج ته يې نصیب نه وي سوی

 

 

 
     اې مسلمانانو!
 
الله تعالی په خپلي مهربانۍ سره موږ ته د خیر او ښه والي ډېري لاري او طریقې را ښودلي دي، نو که د چا لپاره د حج اداء کول نه وي برابر سوي، هغه دي نور هغه عبادتونه او خیر لاري نه هېروي، چي د هغو په کولو سره الله تعالی د حج او عمرې ثوابونه او فضیلتونه ورکوي.
 
الله تعالی فرمايي:
 
(فَاسْتَبِقُوا الْخَيْرَاتِ إِلَى اللَّهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًا فَيُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ) [المائدة: ۴۸] ژباړه: تاسي د نېکیو او خیر په کارونو کي مسابقه وکړئ، تاسي ټول الله تعالی ته ور تلونکي یاست، هغه به تاسي په هغه ټولو کارونو خبر کړي، چي اختلاف پکښي کاوه.
 
(فَمَن يَعْمَلْ مِنَ الصَّالِحَاتِ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَا كُفْرَانَ لِسَعْيِهِ وَإِنَّا لَهُ كَاتِبُونَ) [الأنبياء: ۹۴]
 
 ژباړه: کوم مومن چي ښه او غوره عملونه تر سره کوي، نو د هغه کوښښ او هڅه به همداسي بې اجر او ثواب ورکولو نه ځي، او موږ د هغه د (عملونو) لیکونکي یو.
 
او په حدیث شریف کي راغلي دي:
 
 (هر ځای چي اوسې، له الله تعالی و وېرېږه، تر ګناه وروسته نېکي کوه، نېکي به ګناه پاکه کړي، او له خلګو سره په ښو اخلاقو او خوی سره ژوند کوه)، ترمذي له معاذ رضي الله عنه څخه روایت کړی دی، او ویلي یې دي: دا حدیث حسن دی، او په ځینو نسخو کي: دا حدیث حسن او صحیح دی.
 
     اې د الله بندګانو!
 
     (إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا) [الاحزاب: ۵۶]
ژباړه: په باوري ډول الله تعالی او د هغه ملائکي پر رسول الله صلی الله علیه وسلم درود وايي، اې مومنانو! تاسي هم پر هغه درود او ډېر سلام و لېږئ.
 
     او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: "څوک چي پر ما یو درود و لېږي، الله تعالی د دې یوه درود په عوض کي پر هغه لس دروده لېږي" .
 
     نو تاسي هم ټوله د لومړنیو او وروستنیو په سید، سردار او د رسولانو پر امام درود ووایاست.
 
     ((اللهم صل علی محمد وعلی آل محمد کما صلیت علی ابراهیم وعلی آل ابراهیم، انک حمید مجید، اللهم بارک علی محمد و علی آل محمد کما بارکت علی ابراهیم وعلی آل ابراهیم انک حمید مجید، وسلم تسلیما کثیرا)).
 
دعاء
 
     اې الله! له ټولو اصحابو راضي سه، اې الله! له راشدینو خلفاوو راضي او خوښ سه!، هغه د هدایت څراغان چي ټول حکمونه او فیصلې يې پر حق او عدل ولاړې وې، اې ارحم الراحمینه! له ابو بکر، عمر، عثمان، علی ، ټولو اصحابو، تابعینو، څوک چي تر قیامته په ښه ډول د دوی تابعداري کوي، او زموږ ټولو څخه په خپل احسان، کرم او مهربانۍ سره خوښ او راضي سه!
 
اې الله! په ټولو کارونو کي زموږ پای او آخر سم کړه، او موږ د دنیا له ټیټوالي او د آخرت له عذابه وساته.
 
     اې الله! اسلام او مسلمانان قوي او برلاسي کړه، اې الله! اسلام او مسلمانان قوي او برلاسي کړه، اې الله! اسلام او مسلمانان قوي او برلاسي کړه، اې د ټولو مخلوقاتو ربه! کفر او کافران کمزوري او نابود کړه!
 
اې الله! زموږ مخکي، وروسته، پټ، ښکاره او ټول ګناهونه وبخښه، ته مخکي کوونکی او وروسته کوونکی یې، ستا پرته بل حق معبود نسته.
 
اې الله! موږ خپلو ځانونو ته یوه لحظه هم مه پرېږده، یا ذا الجلال والاکرام.
 
     اې الله! د مسلمانانو احوال برابر کړه، یا رب العالمین! اې الله! خپل د دین، کتاب او خپل د نبي صلی الله علیه وسلم د سنتو مرسته وکړه!، اې الله! خپل دین ته-  د مشرکانو د نه خوښولو سربېره - پر ټولو دینونو قوت او برلاسي ورکړه، یا رب العالمین.
 
اې الله! اسلام او مسلمانان قوي او برلاسي کړه، کفر او کافران کمزوري او نابود کړه، یا رب العالمین،
 
اې الله! بدعتوته ورک کړه، کوم چي ستا د دین او ستا د نبي محمد صلی الله علیه وسلم له طریقې سره مخالف دي، یا رب العالمین، اې الله! د همېشه لپاره بدعتوته ورک کړه، کوم چي ستا د دین سره مخالف دي، یا رب العالمین  اې الله! بدعتونه ورک کړه، اې الله! فتنې او سختۍ ورکي کړه، اې الله! ګمراه کوونکي فتنې ورکي کړه، کوم چي په مسلمانانو کي را پورته سوي دي، یا رب العالمین.
 
اې الله! د مسلمانانو د زړونو تر مینځ مینه واچوه، د دوی تر منځ جوړه وکړه، دوی ته د ښو لارو هدایت وکړه، دوی له تاریکیو څخه د رڼا لوري ته را وباسه، او دوی پر حق سره یو کړه، یا ارحم الراحمین.
 
     اې الله! زموږ او د مسلمانانو مریضانو ته شفا ورکړه، اې الله! زموږ او د مسلمانانو مریضانو ته شفا ورکړه، اې الله! زموږ او د مسلمانانو مریضانو ته شفا ورکړه،  اې الله! زموږ او د مسلمانانو مړو ته بخښنه وکړه، اې الله! د دوی قبرونه روښانه او پراخه کړه، اې الله! اې ارحم الراحمینه! نېکۍ یې ورته څو چنده کړه! او په خپل رحمت او مهربانۍ سره یې له ګناهونو تېر سه یا رب العالمین.
 
اې الله! د هر مسلمان او مومن، نارینه او ښځي کارونه سم کړه، یا ذا الجلال والاکرام، اې الله! د ټولو مسلمانانو چاري او کارونه سم کړه، یا ارحم الراحمین.
 
اې الله! د محمد صلی الله علیه وسلم په امت رحم وکړه، هغوی له تفرقې، جنګونو او اختلافاتو وساته، اې الله! پر دوی رحم وکړه، یا رب العالمین، دوی له ذلت، ټیټوالي، او سختیو وساته، یقینا ته په هر څه قدرت لرې، یا رب العالمین، یا ذا الجلال والاکرام.
 
اې الله! زموږ هیواد د ظالمانو له ظلمه وساته، اې الله! زموږ هیواد د ظالمانو له ظلمه وساته، یا رب العالمین،
اې الله! زموږ هیواد له هر شر او بدۍ وساته، یا ذا الجلال والاکرام.
 
اې الله! د اسلام د دښمنانو پلانونه شنډ کړه، اې الله! د اسلام د دښمنانو پلانونه شنډ کړه،
 اې الله! د اسلام د دښمنانو پلانونه او مکرونه خراب کړه، یا رب العالمین، یقینا ته پر هر څه قدرت لرې، یا ارحم الراحمین.
 
اې الله! اې د مخلوقاتو ربه! موږ او زموږ اولادونه د ابلیس، د هغه له اولادې، شیطانانو، مرستندویانو  او لښکرو څخه وساته، یا رب العالمین! اې الله! ټول مسلمانان د ابلیس او د هغه له ډلي څخه وساته، یقینا ته پر هر څه قدرت لرې!
 
 اې الله! زموږ او ټولو مسلمانانو وطنونو کي پراخي، امن او سوله راوله، یا رب العالمین.
 
     اې د الله بندګانو!
    ( إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِي الْقُرْبَى وَيَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ وَالْبَغْيِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ (90)) [النحل: ۹۰]
ژباړه: الله تعالی د عدل، ښېګڼي او خپلوۍ پالني حکم کوي، او له بدۍ، بې حیایۍ، زور او ظلم څخه منع کوي، هغه تاسو ته نصیحت کوي، تر څو درس او عبرت واخلئ.
 
     تاسو ستر او لوی الله تعالی یاد کړئ، هغه به تاسي یاد کړي، او د هغه د ټولو نعمتونو او ښېګڼو شکر ادا کړئ، تر څو نور یې هم درته زیات کړي، یقینا د الله تعالی یادول او ذکر تر ټولو لوی او غوره عمل دی، او الله تعالی ستاسي په ټولو کړنو او کارونو خبر دی.
 
د حرم شریف نوري خطبې
 

 

سرته