تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د عبادت حقیقت او آثار
  تعلیم الاسلام
  August 27, 2017
  0
لیکنه:عبدالسلام حنفي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
عبادت داسي یو جامع نوم دی چي ټول هغه څه چي الله جل جلاله پري راضي کیږي او یا يې خوښ ګڼي که اقوال وي که ظاهري یا باطني اعمال وي دې ټولو ته عبادت ویل کیږي.
 
او عبادت  ته الله جل جلاله ډیر لوی اهمیت ورکړی دی ، هغه دا چي الله تعالي چي انسان او پیریانان د خپل عبادت لپاره پیدا کړي یا یې رسولان را لیږلي دي یا يې کتابونه د خلګو د هدایت لپاره نازل کړي ، او په هغوي کي يې په ښه سره امر او له بدو څخه د ځان ساتلو امر کړی دی ، دا ټول د عبادت برکت دی لکه څرنګه چي الله جل جلاله فرمايي:
 
( وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ)
ما پیریانان او انسان د یوه مقصد لپاره پیدا کړي دي چي هغه عبادت دی، یعنی چي په عبادت سره يي ورته امر کړی او د ګناه څخه يي منع کړي دي.
 
نو د انسانانو او پیریانو د تخلیق بنیادي مقصد د الله جل جلاله عبادت دی او په بل ځاي کی الله جل جلاله فرمايي:
 
( وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَسُولًا أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ )
ژباړه: موږ په هر امت کي یو  پیغمبر ولیږی او د هغه په وسیله مو ټول خبر کړل چي د الله بندګي وکړئ او د طاغوت  له بندګۍ څخه ځان وژغورئ.
 
 په بل ځاي کي الله جل جلاله فرمايي:
 
(وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رَسُولٍ إِلَّا نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدُونِ)
ژباړه: موږ چي ستا څخه مخکي هر پیغمبر لیږلی دی ، هغه ته مو همدغه وحيي کړې ده چي زما  څخه پرته بل خدای نشته نو تاسي همدا زما عبادت وکړئ.
 
د عبادات اقسام
 
نو عبادت ډیر قسمونه لري چي یو هم له هغو څخه خوف ، رجا ، توکل ، رغبت ، رهبت ، کومک غوښتل ، ذبح کول د الله لپاره او نذر د الله جل جلاله لپاره وغیره نور داسي عبادت دي.
او ځیني بیا داسي عبادات دي چي هغه د اسلام ارکان دي لکه په حدیث د جبریل علیه السلام کي چي ذکر شوي چی کلمه، لمونځ ، زکات ، روژه او حج د بیت الله دی. (أخرجه مسلم في صحيحه من حديث عمر )
 
 د عبادت د قبلیدو شرایط
 
د عبادت د قبلیدو لپاره دوه شرطونه ډیر ضروري دي چي یو اخلاص د عمل دی یعني عمل به خالص د الله جل جلاله لپاره وي او دوهم دا عمل به د  رسول الله صلي الله علیه وسلم د ښودلې طریقي سره موافق وي یعني داسي عبادت به نه کوي چي هغه د رسول الله صلي الله علیه وسلم له طریقه څخه مخالف وي چي همدا د شهادت د کلمي تقضاء ده  ځکه مطلب د ( أشهد أن لا إله إلا الله ) دا دی چي عمل به خالص د الله لپاره وي د بل چا لپاره به عبادت نه کوي شریک به نه ورسره نیسي او (أشهد أن محمداً رسول الله )  تقاضا دا ده چي عبادت به د شریعت محمدي سره برابر وي.
 
 
د الله جل جلاله به داسي عبادت نه کوي چي په هغه کي بدعات او خرفات ګډ وي . نو که چیرته په یوه عمل کي دغه دوه شرطونه موجود نه وو او یا یو له دوی څخه په کی موجود نه وو نو هغه عبادت یا عمل بیا مردود دی د قبول وړ نه دی.
 
ځکه الله جل جلاله د هغه عمل په هکله فرمايي چي په هغه کي اخلاص موجود نه وي:
 
(وَقَدِمْنَا إِلَى مَا عَمِلُوا مِنْ عَمَلٍ فَجَعَلْنَاهُ هَبَاءً مَنْثُورًا)
ژباړه: او هر څه چي د هغو  کړه وړه دي موږ به هغه راواخلو د دوړي په څیر به يې والوزوو.
 
او رسول الله صلي الله علیه وسلم د هغه عمل په هکله فرمايي چي هغه په بدعاتو او خرفاتو باندي بناء وي:
 
 ( مَن أحدثَ في أمرنا هذا ما ليس منه فهو ردٌّ) رواه البخاري ومسلم من حديث عائشة رضي الله عنها،
وفي لفظ لمسلم: ( مَن عمل عملاً ليس عليه أمرنا فهو ر).
چا چي داسي یو عمل وکړی چي په هغه باندي زموږ حکم نه وي نو هغه مردود او باطل دی.
 
 او دا خبره کول چي زه دا عمل کوم که څه هم د رسول الله صلي الله علیه وسلم څخه د هغه روایت منقول نه وي یا رسول الله صلي الله علیه وسلم نه وي کړی ځکه زما قصد یا اراده نیکه ده  نو دا صحیح نه ده ځکه رسول الله صلي الله علیه وسلم ته یو وخت خبر ورسیدی چی یوه صحابي خپله قرباني د اختر تر لمانځه مخکي ذبحه کړې ده نو رسول الله صلي الله علیه وسلم ورته وفرمایل چي ستا ذبحه د قربانۍ په ځای کي نه ده ځکه چي د سنت سره يې موافقت نشته دی ځکه سنت دا ده چي د اختر تر لمانځه وروسته په ښار کي قرباني وشي لیکن ستا ذبحه مخکي له لمانځه څخه ده چي  په یوه نامعتبر  وخت کي دي کړي ده. (والحديث أخرجه البخاري (5556)، ومسلم (1961)
 
د عبادات اثار
 
او هغه اثار چي عبادت يې د انسان په ژوند کي راولي یو له هغوی څخه د سیني پراختیا ده . او د رزق پراختیا ده  او د انسان سلامتي ده او راحت او اطمینان ورته حاصلیږي.
په قرانکریم او احادیثو کي بې شمیري داسي نصوص راغلي چي په دې باندی دلالت کوي چي عبادت د انسان په ژوند کي دا آثار پیدا کوي. 
 
ددې ښه وضاحت د هغه حدیث څخه هم کیږي چې هغه درې کسان چي په غره کي يې په یوه غار کي شپه شوه او بیا د غار په خوله باندي یوه ډبره راولویده چي دوی په غار کی بند پاتي شول نو دوی هر یو خپل اعمال الله جل جلاله ته پیش کړل چي له وجي يې د هغه مصیبت څخه خلاص شول دا هم د اعمالو او عباداتو آثر وو ددې واقعې تفصیل په بخاري او مسلم کي بیان شوی دی.
 
---------------------------------
د عبادت د قبلیدو علامې
د سترګو عبادت
پټ عبادت
عبادت یعني څه؟
 

سرته