تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د عیسویانو د کتاب غولونکي نومونه
  تعلیم الاسلام
  September 21, 2017
  0

لیکنه او څېړنه: استاد عبدالغفار جبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د نړۍ مذهبونه پردوه قسمه دي:

 ۱: الهامي (اسلام، یهودیت او عیسائیت)
 ۲: غیرالهامي (هندویزم، بودایزم، کنفیوشیزم، شنتویزم، زردشت او داسي نور…) 

دایوه مسلمه خبره ده چي الله عزوجل د انسانانو د لار ښووني له پاره زیات پیغمبران  علیهم السلام  رالېږلي دي، هغوی ته ئې وحي کړي دي، هغه کتابونه چي نازل سوي دي په دې ډول دي:

 زبور پرحضرت داؤدعلیه السلام ،
 تورات پر حضرت موسی علیه السلام ،
 انجیل پر حضرت عیسی علیه السلام 
 او اخرنی الهي کتاب
 قرآن کریم دی، چي پرخاتم الانبیاء حضرت محمد علیه السلام  باندي نازل سوی دی.

 دا د مسلمانانو عقیده ده، چي ټولي آسماني وحي حق او رښتيني وې او دي، پر دې باندي د ټوله امت مسلمه ایمان دی، که یوڅوک پرهغو وحیو باندي چي پر انبیاء  علیهم السلام  باندي نازلي سوي وې ایمان را نه وړي هغه مسلمان نه دی، خو اوس سوال دا دی:

 ۱: ایا اوسنی زبور دحضرت داؤد علیه السلام  اصلي زبور دﺉ؟
 ۲: ایا اوسنی تورات د حضرت موسی علیه السلام اصلي تورات دﺉ؟
 ۳: اوسنی انجیل د حضرت عیسی علیه السلام  اصلي انجیل دﺉ؟ 

چواب دادی: نه هیڅکه نه!

اوس عیسایي نړۍ غواړي چي اسلامي اُمت و غولوي، له حقيقي لاري ئې پردي او مرتد کړي، نو ځکه هغه نومونه چي قرآن کریم ته استعمالېږي او پکښي ذکر سوي دي هغه نومان یې پر ایښي دي او انبیاوو  علیهم السلام  ته ئې منسوب کړي دي، حال داچي دا کتابونه  نه دالله جل جلاله کلام دی، نه د انبیاؤو  علیهم السلام  لیکني دي او نه هم د انبیاوو  علیهم السلام  تابعدارانو لیکلي دي، بلکي دا نوم ورکو کسانو کلونه- کلونه وروسته ليکلي دي او دوی ته ئې منسوب کړي دي.

بایبل څه شي ته وايي؟؟؟
 بايبل د یوناني ژبي د(Biblia) څخه اخیستل سوی دی، چي( بیبلیا ) د کتابونو په معنا سره دی، د پنځلسمي (۱۵) پېړۍ راهیسي دا نوم و دې کتابونو ته ورکول سوی دی، دا (۶۶) کتابونه دي د پروتستانو په نزد او د کاتولیکانو په آند (۷۳) کتابونه دي، د مشرقي ارتودوکس په آند(۷۸) کتابونه دي، چي (۴۰) څلویښتو مختلفو لیکوالانو یا تردې زیاتو کسانو په مختلفووختونوکي په مختلفو ژبوسره لیکلي دي، چي په دې لیکوالانوکي:

د دبدبې څښتنان،
 واکمنان، 
دهقانان،
 پاچایان،
 کب نیونکي،
 مذهبي مشران،
 مالیه ټولونکي،
 کږدۍ جوړونکي،
 شپانه،
 پوهه درلودونکي،
 بې تعلیمه،
 عیسویان او یهود شامل دي، دوی اکثرو یو له بله نه سره پېژندله۔

 د بایبل دا تعریف هرڅه روښانه کړل، چي دا مختلفو خلکو په مختلفو وختو کي په بېلابېلو حالاتو کي لیکلي دي او دا په ښکاره سره ځني جوتیږي چي دا(بایبل) کوم الهي کتاب نه دی.

 که موږ يوازي ددې قاموس تعریف ته ښه ځیرسو، نو دابه راته جوته او روښانه سي، چي حتی د حضرت عیسی علیه السلام  او یابل پېغمبر نوم پکښي نسته او ددې قاموس لیکوال یقینًا په رښتيني ډول سره د بایبل پېژندنه درک کړې ده، اوس نو آيا وداسي کتاب (بایبل)  ته الهي کتاب ویل د انصاف، عقل او شعور څخه لیري خبره نه ده؟!! 

په اسلامي امت کي د بایبل غولونکي نومونه:
 په دې کي هیڅ شک نسته چي کفري نړۍ په مجموع کي پوره کوښښ کوي چي د اسلام مخه ونیسي، اسلام بدنام کړي، اسلامي اُمت ته مشکلات ایجاد کړي، مسلمانان مرتد کړي او دوی قرار ناست نه دي.

 زه و بایبل سوسایټۍ ته ورغلی یم بایبل موزیم مي له نژدې لیدلی دی، هلته مي هغه پښتو بایبل ولیدﺉ چي په (۱۸۲۴)م  کال کي د برطانیې د امپراطورۍ پر مهال لیکل سوی وو، عیسایانوته د مسلمانانو نبض ښه معلومیږي، دوی فکر کوي، چی مسلمانان ساده لوحه خلک دي او کله چي د تورات، زبور او انجیل نوم ورته واخستل سي دوی به خطا ایستل سي او داسي به ورته په فکر کي ورسي چي ګواګي دا هغه اصلي الهي کتابونه دي، 

دوی شبهات اچوي او وايي: په قرآن کریم کي خو ددغو الهي کتابونو بیان راغلی دی او هرڅوک چي ئې نه مني داسلام له نظره هغه کافردﺉ، نو(اې مسلمانانو!) تاسو چي قرآن کریم منی او لولی ئې نو دا کتابونه (اوسنی تورات، زبور او انجیل ) هم اسماني کتابونه دي درسره مطالعه ئې کړﺉ، هیڅ خبره نه ده (العیاذبالله)

 ۱-کتاب مقدس: بایبل ډېرو ژبوته ژباړل سوی دی، په عربي ژبه ورته (الکتاب المقدس)، په اردو ژبه هم ورته (کتاب مقدس) وايي، دا نوم پروتستان ورته کاروي. ددې مطلب دادی چي خلک یاد کتاب ته د مقدس کتاب په سترګه وګوري، تر څو له اصلي حقيقت څخه په ناخبري کي ئې په نوم سره وغوليږي.

۲- کلام مقدس: په پاکستان کي کاتولیکان و بایبل ته (کلام مقدس) وایي دا ځکه دوی باور لري، چي دا ټوله الهي اواسماني کلام دی او دا هغه وحي دي، چي په واقعیت کي پرانبیاء علیهم السلام  نازلي سوي دي؛خوحقیقت دادی، چي داسي نه ده، بلکي په دې سره دوی غواړي ساده مسلمانان وغولوي.

۳-انجیل شریف/الانجیل المقدس: 
بایبل دوې برخي لري:
 الف- زوړ تړون (عهدنامه قدیم/عتیق)، داهغه کتابونه دي، چي د حضرت عیسی علیه السلام  څخه مخکي لیکل سوي دي، په دې کتابونوکي لومړيو پنځو کتابونو (پیدایښت، خروج، لاویان، تثنیه، اعداد) ته عیسایي اویهودي نړۍ تورات وايي، او دوی ئې موسی علیه السلام  ته منسوبوي. 

 با- نوی تړون (عهدنامه جدید): دا هغه کتابونه دي، چي د عیسی علیه السلام  وروسته لیکل سوي دي، دېته دوی دانجیل توری هم استعمالوي؛ هم په پښتوکي، هم په دري کي اوهم په عربي کي، حال داچي لومړی خو دا يو انجیل نه دی او بل دا چي دا د حضرت عیسی علیه السلام  انجیل نه دی، وهرانجیل ته خپل دلیکوال نوم ليکل سوی دی، په هره ژبه کي چي چاپ سوی وي د ليکوال په نامه سره وي، لکه: انجیل متی، انجیل لوقا، انجیل مراقس او انجیل یوحنا. 
د تعجب خبره ده، چي يو کتاب چي خپله د لیکوال نوم ئې پرليکل سوی وي او بیا دي هم په جهالت سره وخدای ته منسوب کيږي، عیسایي نړۍ غواړي، چي ددې نومونو څخه په استفاده خلک له دينه وباسي او مرتد ئې کړي.

داچي موږ دقرآن کریم سره د(شریف) توری استعمالوو، نودوی زموږ دماغونه مطالعه کړي دي، د(شریف) څخه ئې مطلب دادی، چي داهم دقرآن کریم په شان کتاب دی. (العیاذبالله.) اکثره وخت دوی د(شریف) توری په پښتو او فارسي بایبلونو باندي لیکي.

 ۴- زبور: اصلي زبورهغه وحي دي. چي پرحضرت داؤدعلیه السلام  باندي نازلي سوي وې او هغه اوس نسته، عیسایي اویهودي نړۍ غواړي، چي ددې نامه څخه په استفادې مسلمانان مرتدکړي، دایو څوغزلي دي، چي وحضرت داؤد علیه السلام  ته ئې منسوبي کړي دي، په حقیقت کي دا هماغه زبورنه دی.

۵- تورات/ توریت/ توراة: دتورات نوم چي په قرآن کریم کي راغلی دی، هغه پر موسی علیه السلام  باندي نازل سوی دی، چي اوس نسته اونه ئې ټوله عیسایي اویهودي نړۍ یوه پاڼه لا هم ښکاره کولای سي، اوسنی تورات دا پنځه کتابونه دي:( پیدایښت، خروج، لاویان، اعداد، تثنیه).

په دې اړه پوره معلومات زما په ليکل سوی کتاب (بایبل پېژندنه) کي کتلای سی.

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۰ ګڼه

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته