تازه سرليکونه
د (اقتصاد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اسلامي اقتصاد د تطبیق څخه د غفلت ناوړي اغیزې
  تعلیم الاسلام
  September 23, 2017
  0

رالېږونکی: صابر احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

۱- دا چي د اسلام مبارک دین د مسلمانانو د ژوندانه هراړخیزه احکام لري لکه عبادتي ، سیاسي ، اقتصادي او داسي نور ...

خو کله چي مونږ په خپل ژوند کي د اسلامي اصولو پابند نه شو ، نو دا بیا زموږ د ناکامی لپاره یو سبب ګرځي ، لکه الله (جل جلاله ) د الهي نظام څخه د مخ ګرځولو نتیجه داسي بیان کړې :

(وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى) الایة

ژباړه : او څوک چی زما د ذکر د نصیحت له درس څخه مخ واړوي د هغه لپاره به په دنیا کي ژوند تنګ وي او د قیامت په ورځ به مونز هغه ړوند راپا څوو .

۲- د اسلام د اقتصادي لارښوونو څخه د غفلت په نیتجه کي مسلمانان له ذلت او ناتوانی سره مخامخ شوي ، ځکه چي دوی د اسلام احکام معطل کړي ، مونږ ته لازمه ده چي  د ژوند په ټولو اړخونو کي اسلامي نظام عملي کړو ، ترڅو د مسلمانانو عزت او کرامت بیرته له سره راوګرځول شي . 

۳- د اسلامي اقتصاد څخه د غفلت په نتیجه کي په ټولو شرکتونو ، بانکونو او په نغدي بهیر کي د سودي مؤسسو  تسلط او حاکمیت د مسلمانانو د ورستوالي لامل شي.

۴- د اسلامي اقتصاد د لارښونو څخه د غفلت په نتیجه کي اسلامي هیوادونو په وروسته پاتي هیوادونو کي پاتي شول خو اوس یې په هلوځلو لاس پوري کړی خو یواځي د اسلامي اقتصاد لارښوني دي چی ددې ضمانت ورکوي ، چي ددې په  عملي کولو سره به په لږ وخت کي په پوره توګه د ترقی په لار وخوځوي  .

۵- د اسلام اقتصادي نظام په لارښوونو د غفلت په وجه د اسلامي امت د سیاسي یوالي څخه بې برخي شو . ځکه پیاوړی اقتصاد د یوالي بنسټ تشکیلوي .

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته