تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د فکري جګړې تعریف او پس منظر (۱برخه)
  تعلیم الاسلام
  September 23, 2017
  0

لیکنه: عبید الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه – لومړۍ برخه

لمړى مبحث :د فکري جګړې تعريف او پېژندنه : 

 

    دا چې د فکري جګړې پيژندنه د ټولو فرد فرد مسلمانانو لپاره د حياتي ارزښت لرونکى اصل دی نو لازمه ده چې د فکري جګړې په هکله د مختلفو اسلامي پوهانو او ليکوالانو تعريفونه په لاندې کرښو کې ذکر کړو.

 

ډاکټر جميل مصري فکري جګړه داسې تعريفوي : 
فکري جګړه د ټولو هغو غير نظامي کړنلارو څخه عبارت دى چې لوېديځ امپرياليزم هغه د مسلمانانو د ژوند څخه د اسلامي ارزښتونو د له مينځه وړلو او په اسلام او اسلامي ايډيالوژۍ باندې د ټينګښت او درېدلو څخه د مخنيوي او د اسلامي امت د افکارو، تقاليدو او ديني هويت د له مينځه وړلو لپاره په کار اچولي دي. (٤_ ٢٠)

 

استاذ شهيد محمد قطب فکري جګړه داسې تعريفوي:
 د فکري جګړې څخه منظوراو موخه هغه غير نظامي وسايل او کار لوښي دي کوم چې د اسلام دښمنانو د صليبي جګړو څخه وروسته د مسلمانانو د ژوند څخه د نيکبختيو د له مينځه وړلو او په اسلامي مقرراتو او د عقيدې پورې اړونده (افکارو، تقاليدو او مختلفو سلوکونو او طريقو) باندې د مسلمانانو د التزام او پابندۍ څخه د مخنيوى لپاره په کار اچولي دي .(٢_٢٠)

 

سيد حبيب شاکر په خپل کتاب (فکري جنګ ) کې فکري جګړه داسې تعريف کړې ده : 
     فکري جګړه د هغې جګړې څخه عبارت ده چې په دغه جګړه کې دوه ډلې ، مذهبونه او يا تمدنونه د يو او بل ذهنونه ښکار کړي او د هغوى فکرونه په داسې ډول جوړ کړي چې د دوى له خپلې حقې يا باطلې عقيدې سره سمون وخوري.


 
   د پورته واړه تعريفونو څخه داسې څرګنديږي چې فکري جګړه هغه تازه کړنلارې او طريقې دي چې صليبيانو او نورو اسلام دښمنه شيطاني ځواکونو د مسلمانانو سره د جګړې په منظور وروسته له دې چې د مسلمانانو په وړاندې يې د وسله والې جګړې په ټولو ډګرونو کې پرله پسې ماتې وخوړه په لاره اچولي دي
.(٣_٢)

 

 

دوهم مبحث :د فکري جګړې تاريخي پس منظر 

  دا چې په نړۍ کې هره جګړه چې په هر شکل او صورت سره د  ډلو، دينونو يا تمدنونو ترمينځ رامينځ ته کيږي نومونږ کولاى شو چې د شرايطو، موخو او پايلو په نظر کې نيولو سره ددغې جګړې د پيل نېټه او همدارنګه د هغې جګړې سرچينه په ډاګه کړو.

دا چې د الله جل جلاله حکمت او کړنلاره ددې غوښتنه کوي چې تل دې حق په دوامداره او نه ستړې کېدونکى ډول د باطل سره په کشمکش او مقابله کې قرار ولري ترڅو چې د حق رښتيني ملګري او د خداى جل جلاله رښتيني بندګان يوه شېبه هم د حق د دفاع او ملاتړڅخه بې غوره پاتې نه شي لکه څرنګه چې د باطلې لارې لارويان يوه شېبه هم د حق په وړاندې د مکر او فريب څخه بې غوره نه پاتې کيږي چې پدې هکله لوى خداى جل جلاله  په خپل کتاب کې داسې فرمايلي دي: (وَلَا يَزَالُونَ يُقَاتِلُونَكُمْ حَتَّى يَرُدُّوكُمْ عَنْ دِينِكُمْ إِنِ اسْتَطَاعُوا...) سورة البقرة: ۲۱۷

ژباړه : د باطل د لارې لارويان تل او په دوامداره ډول له  تاسې سره جګړه کوي ترڅو وکولاى شي چې تاسې له خپل حق دين څخه وګرځوي . 

 

  په تاريخي لحاظ فکري جګړه د حق د دښمنانو له خوا د انسانيت د پيدايښت سره سم پيل او تر نن ورځې پورې په مختلفو شکلونو اوپړاونو کې روانه ده چې لمړۍ بيلګه يې د شيطان عليه لعنة له خوا په جنت کې حضرت ادم عليه السلام ته فريب ورکول او د هغه د فکر مشوش کول وه چې د آدم عليه السلام پدې کار سره الله جل جلاله هغه د جنت څخه ځمکې ته راښکته کړ او له آدم عليه السلام څخه وروسته کله چې د انسانانو شمېر مخ په زياتېدو شو نو خداى جل جلاله د هغوى د هدايت لپاره په مختلفو وختونو کې د حق لور ته بلونکي (پيغمبران) راليږلي دي خو بيا هم تل د حق انساني او شيطاني دښمنانو خپلې دسيسې ، فريبونه او چالونه د حق د ډېوې د مړې کولو لپاره په لاره اچولي چې ددغو ټولو سره سره بيا هم خداى جل جلاله  حق پر باطل باندې غالب ګرځولى دی .

 

فکري جګړه د اسلام په پیل کي

      که په ځانګړي ډول د فکري جګړې تاريخ ته  کومه چې نن ورځ د اسلام د دښمنانو له لوري د حق د ډېوې د مړې کولو لپاره په لاره اچول شوې نظر واچوو نوڅرګنده به شي چې کله په ٦ميلادي پېړۍ کې د وروستني الهي پيغام (قران عظيم الشا ن) سپيڅلې وړانګې د حجاز د ټاپو څخه راپورته او ټولې نړۍ ته په خورېدو شوې نو د اسلام دښمنانو (مشرکينو، يهودو او نصاراو) ددغو وړانګو د پرې کولو لپاره په مختلفو محاذونو کې نه ختمېدونکې جګړه پيل کړه او د اسلام د ستر پيغمبر صلی الله علیه وسلم او د هغه د رښتينو ملګرو او همدارنګه ددغه حق دين (اسلام ) پر ضد يې د وسله والې جګړې ترڅنګ په مختلفو ډولونو سره فکري جګړه هم پيل کړه او هڅه يې کوله چې د ټولو شونو لارو چارو په کار اچولو سره د اسلام د سپېڅلي دين نور د تبارز په لمړي ټاټوبي کې له مينځه يوسي او پرې نږدي چې دغه سپيڅلې وړانګې د نړۍ نورو برخو ته هم خورې شي او په دغه برخه کې يې له هيڅ ډول شيطاني فرېبونو،غولونو او چالونو څخه دريغ ونکړ چې په لاندې کرښو کې د اسلام د مبارک دين د ظهورپه لمړى پړاو کې ددغو شيطاني چالونو او فرېبونو (فکري جګړې ) يو څو بېلګې په لنډ ډول ذکر کوو.

 

١_ حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ته ليونى ويل :
 پدې کار سره د اسلام د ښمنانو غوښتل ترڅو خلک له نبي کريم صلي الله عليه وسلم څخه متنفر کړي ترڅو هيڅوک يې په خبرو باندې باور ونکړي چې د اسلام د دښمنانو ددغه شيطاني کړنو په هکله لوى خداى جل جلاله  داسې فرمايلي دي: 

(وَيَقُولُونَ إِنَّهُ لَمَجْنُونٌ) سورة القلم: ۵۱ 
  ژباړه :يعنې کافران او مشرکان وايي چې په تحقيق سره محمد صلي الله عليه وسلم ليونى دی .

 

٢_ د ګمراهۍ تورونه لګول :
 دوهم تور چې د اسلام دښمنانو په حضرت محمد صلي الله عليه وسلم باندې لګاوه هغه دا وه چې ګويا (نعوذ باالله) رسول الله صلي الله عليه وسلم ګمراه دی چې دغې مسئلې ته الله جل جلاله  په خپل کتاب کې داسې اشاره کړې ده: 

(وَالنَّجْمِ إِذَا هَوَى (۱) مَا ضَلَّ صَاحِبُكُمْ وَمَا غَوَى (۲) وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوَى (۳) إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى (۴) عَلَّمَهُ شَدِيدُ الْقُوَى (۵) سورة النجم: ۱-۵

ژباړه : قسم دى په ستورو باندې کله چې پرېوځي . ستاسې ملګرى يعنې حضرت محمد صلي الله عليه وسلم ګمراه شوی نه دى او نه يې لاره ورکه کړېده ، او نه له خپل ځان څخه خبرې کوي ، بلکې دا قران نه دی مګر وحې ده چې د الله تعالى جل جلاله له پلوه ده ته کولی شي ، او ده ته ځواکمنې ملائکې يعنې جبرائيل عليه السلام ښودلې ده.

 

٣_ شاعر ګڼل :
 د اسلام دښمنانو زمونږ ستر پيغمبر صلی الله علیه وسلم شاعر بللو لکه چې الله جل جلاله فرمايلي دي: 

(أَمْ يَقُولُونَ شَاعِرٌ نَتَرَبَّصُ بِهِ رَيْبَ الْمَنُونِ ) سورة الطور: ۳۰
ژباړه : آيا مشرکان او د اسلام دښمنان وايي چې حضرت محمد صلي الله عليه وسلم شاعر دى ، مونږ دده په هکله پرده باندې د زمانې د حوادثو د راتلو انتظار کوو.

 

٤_ د قران کريم د تلاوت څخه مخنيوى او د قران د تلاوت په وخت کې شور ماشور جوړول، کاهن ، ساحر او مسحور ګڼل او داسې نور...

 پدې کارونو سره د اسلام دښمنانوغوښتل ترڅو د اسلام د خپراوى څخه مخنيوى وکړي.

 

      د يادولو وړ ده چې د اسلام د دښمنانو دغې فکري جګړې د اسلام د ظهور څخه وروسته بيا تر نن ورځې پورې مختلف پړاونه وهلي دي او پدې لاره کې د اسلام دښمنانو له مختلفو وسايلو او لارو چارو څخه کار اخيستى او همدارنګه د وخت او زمان مطابق يې د مسلمانانو په وړاندې دغه جګړه سمبال کړې ده چې نن ورځ هم دې حقيقت ته په کتو سره د اسلام دښمنان رښتيني مسلمانان په مختلفو نومونو لکه تروريست ، ترهګر، بې فرهنګه ، منفي ګراه ، وروسته پاتې ......او داسې نورو نومونو سره نوموي ترڅو نورعام  مسلمانان ددغو رښتينو مسلمانانو د ملاتړ څخه راوګرځوي او يا دغه عام مسلمانان د هغوى په مقابل کې ودروي چې پدې کار سره دوى وکولاى شي د اسلام د مبارک دين د خپرېدو څخه مخنيوى وکړي او په کراره کراره دغه دين د نړۍ د نقشې څخه بهر کړي.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته