تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حرم خطبه: نوی کال او د ژوند نوی فرصت
  تعلیم الاسلام
  September 25, 2017
  0

بسم الله الرحمن الرحيم
د ژوند له لوی فرصت څخه ګټه اخیستل
د. عبد الله بن عبد الرحمن البعیجان / ژباړه: جمشید حقیار
۲/ ۱/ ۱۴۳۹ هـ

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

لومړۍ خطبه
الحمدُ لله، الحمدُ لله الذي له ميراثُ السماوات والأرض وإليه تُرجعُ الأمُور، له الحمدُ والثَّناءُ والبقاءُ وإليه النُّشُور، سبحانه سخَّر الشمسَ والقمرَ دائِبَين، وسخَّر لكُم الليلَ والنَّهار، وكلُّ شيءٍ عنده بمِقدار.


أشهدُ أن لا إله إلا اللهُ وحدَه لا شريكَ له، له المُلك وله الحمدُ يُحيِي ويُميت، وهو حيٌّ لا يمُوت، بيدِه الخيرُ وهو على كل شيء قدير، وأشهدُ أن محمدًا خاتمُ أنبيائِه ورسُلُه بُعِث على فترةٍ مِن الرُّسُل فبلَّغ الرسالةَ، وأدَّى الأمانةَ، ونصحَ الأمةَ، وجاهَدَ في الله حقَّ الجِهادِ حتى أتاه اليَقِين، صلَّى الله عليه وعلى آلِه وأصحابِه المُهاجِرين، الذين أُخرِجُوا مِن دِيارِهم وأموالِهم يبتَغُون فضلًا مِن الله ورِضوانًا، والأنصار الذين (تَبَوَّءُوا الدَّارَ وَالْإِيمَانَ مِنْ قَبْلِهِمْ يُحِبُّونَ مَنْ هَاجَرَ إِلَيْهِمْ وَلَا يَجِدُونَ فِي صُدُورِهِمْ حَاجَةً مِمَّا أُوتُوا وَيُؤْثِرُونَ عَلَى أَنْفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ) [الحشر: ۹]، وعلى مَن قفَا أثرَهم وتبِعَهم بإحسانٍ، وسلَّم تسليمًا كثيرًا إلى يومِ الدين, أما بعدُ:

تر ټولو غوره خبره د الله تعالی کتاب دی، تر غوره کلمه د تقوا کلمه ده، تر ټولو غوره دین د ابراهیم علیه السلام دین دی، تر ټولو ښکلې قصې د قرآنکریم قصې دي، تر ټولو ښه طریقه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت دی، او تر ټولو بد او ناوړه عملونه نوي او له ځانه جوړ سوي کارونه دي، هر بدعت ګمراهي ده، او هره ګمراهي څوک د دوږخ اور ته ننباسي.

 

(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنْتُمْ مُسْلِمُونَ) [آل عمران: ۱۰۲] 
ژباړه: اې مومنانو! له الله تعالی څخه په رښتني ډول و وېرېږئ، او په داسي حالت کي ځانونه مرګ ته وسپارئ، چي تاسي مسلمانان او غاړه اېښودونکي یاست.

 

د الله تعالی بندګانو!

 

دنیا د امتحان او فناء ځای دی او آخرت د عوض ورکولو همېشنی کور دی، دنیا د خطا ایستلو څو ساعتونه، ورځي، میاشتي، کلونه او وختونه دي، چي په پر له پسې ډول په خورا تېزۍ سره تېرېږي، الله تعالی فرمايي: (يُقَلِّبُ اللَّهُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَعِبْرَةً لِأُولِي الْأَبْصَارِ) [النور: ۴۴] 
ژباړه: الله تعالی شپه او ورځ اړوي، یقینا په دې کي د بصیرت او پوهي د خاوندانو لپاره عبرت او درس پروت دی.

 

دنیا د نسلونو د ورکېدلو، د امیدونو او نېټو د ختمېدلو کور دی، الله عز وجل فرمايي: (كُلُّ مَنْ عَلَيْهَا فَانٍ (۲۶) وَيَبْقَى وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ) [الرحمن: ۲۶، ۲۷] 
ژباړه: د مځکي پر مخ ټول شیان فناء کېدونکي دي، او یوازي ستا هغه رب پاته کېدونکۍ دی، کوم چي د لویوالي او درناوي کوونکي مخ څښتن دی.

 

په الله قسم دنیا د بقاء ځای نه دی
که څه هم خلګ پکښي لوړي ماڼۍ جوړي کړي
که د بندګانو عمرونه هر څومره توپیر سره ولري
مګر د مرګ پر وخت د اوږده او لږ عمر لرونکي ټول سره برابر دي
دنیا هیڅکله د همېشه توب او تل پاته کېدو کور نه دی
 او هیڅکله به په دنیا کي انسان پوره خوشحاله  و نه ویني
دا چي مرګ د هر ساکښ پای او آخر دی
نو هوښیار هغه دی، چي په وړاندي یې د دنیا ماڼۍ او قبرونه هیڅ توپیر ونه لري

 

اې مسلمانانو دا کال هم تېر سو!

 زموږ عمرونه کم او اجلونه مو را نژدې سول، د تېر کال عمل خلاص او عملنامې یې ټولي سوې، خو د هغه انسان لپاره د خوښۍ ځای دی، چا چي د تېر کال هره شېبه د ځان لپاره غنیمت ګڼلې وه، او خپل وختونه یې په غوره عملونو آباد کړل.

 

دا دی، پر موږ نوی کال راغلی، او موږ خپلو قبرونو او تر هغه ور وړاندي له قبرونو څخه د بېرته را پورته کېدلو ورځي ته نور هم ور نژدې سوو، نو هوښیار او عقلمند ته پکار ده، چي تر پښېمانۍ مخکي د خپل ژوند هره شېبه د ځان لپاره غنیمت وګڼي، او خپل ژوند په غوره عملونو سره ښکلۍ کړي، الله تعالی د پښېمانه او نافرمانه بنده په هکله فرمايي: 

 

(أَنْ تَقُولَ نَفْسٌ يَاحَسْرَتَا عَلَى مَا فَرَّطْتُ فِي جَنْبِ اللَّهِ وَإِنْ كُنْتُ لَمِنَ السَّاخِرِينَ (۵۶) أَوْ تَقُولَ لَوْ أَنَّ اللَّهَ هَدَانِي لَكُنْتُ مِنَ الْمُتَّقِينَ (۵۷) أَوْ تَقُولَ حِينَ تَرَى الْعَذَابَ لَوْ أَنَّ لِي كَرَّةً فَأَكُونَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ) [الزمر: ۵۶- ۵۸] 
ژباړه: چي په هغه ورځ به بیا نافرمانه بنده وايي: زما په هغه بې پروايي او غفلت افسوس! چي ما د الله تعالی په حق کي کړی، او زه خو (په دنیا کي د پیغمبر په خبرو) ټوکي کوونکۍ وم، یا به داسي وايي: که چېري الله تعالی ما ته هدایت کړی وای، نو زه به له پرهېزګارانو څخه وای، او یا به داسي وايي، چي کله عذاب وویني: کاشکي زما لپاره (دنیا ته) بېرته ستنېدل وای، چي زه هم له ښو کارونو کوونکو څخه سم.

 

د الله بندګانو!
زمانه روانه ده، او عمر تېرېږي، سربېره پر دې چي زموږ عمر ډېر لږ دی، مګر موږ په دې عمر کي لوی کارونه او ستر مسئولیتونه لرو، له هر انسان څخه به د هغه د عمر او ځوانۍ په هکله پوښتنه کېږي، چي ده خپل عمر او ځواني په څه کي تېره کړل؟ انسان چي کوم عمر ضائع او بې ګټي تېر کړی وي، د هغه په هکله به کلک حساب ورسره کېږي، او د انسان عمر که هر څومره اوږد وي، خو بیا هم د آخرت په وړاندي ډېر لږ دی، الله تعالی فرمايي:

(قَالَ كَمْ لَبِثْتُمْ فِي الْأَرْضِ عَدَدَ سِنِينَ (۱۱۲) قَالُوا لَبِثْنَا يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ فَاسْأَلِ الْعَادِّينَ (۱۱۳) قَالَ إِنْ لَبِثْتُمْ إِلَّا قَلِيلًا لَوْ أَنَّكُمْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ (۱۱۴) أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لَا تُرْجَعُونَ) [المؤمنون: ۱۱۲- ۱۱۵] 

ژباړه: الله تعالی به (د دوږخ اوسېدونکو ته) ووايي: تاسي پر مځکه څومره کلونه تېر کړل؟ هغوی به ووايي: موږ یوه ورځ یا د ورځي یوه برخه وخت تېر کړ، او د دې په اړه له شمېرونکو ملائکو پوښتنه وکړه، الله تعالی به ورته ووايي: تاسي خو په دنیا کي ډېر لږ وخت تېر کړی، که چېري تاسي همغه وخت پوهېدلای، آیا تاسي دا ګمان کوی، چي موږ تاسي بې فائدې او عبث پیدا کړي واست، او تاسي به زموږ لوري ته نه را ګرځی؟!.

 

بیا به ارمان وکړئ!


الله تعالی په نورو آیتونو کي فرمايي:


 (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُلْهِكُمْ أَمْوَالُكُمْ وَلَا أَوْلَادُكُمْ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ (۹) وَأَنْفِقُوا مِنْ مَا رَزَقْنَاكُمْ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ فَيَقُولَ رَبِّ لَوْلَا أَخَّرْتَنِي إِلَى أَجَلٍ قَرِيبٍ فَأَصَّدَّقَ وَأَكُنْ مِنَ الصَّالِحِينَ (۱۰) وَلَنْ يُؤَخِّرَ اللَّهُ نَفْسًا إِذَا جَاءَ أَجَلُهَا وَاللَّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ) [المنافقون: ۹- ۱۱] 
ژباړه: اې مومنانو! ستاسي مالونه او اولادونه دي تاسي د الله تعالی له ذکر څخه نه غافله کوي، خو که چا داسي وکړل، نو همدوی زیانمن دي، او له هغه رزق څخه خیرات او انفاق وکړئ، کوم چي موږ درکړی، مخکي تر دې چي په تاسي کي یوه ته مرګ راسي، نو ووايي: زما ربه! ما ته لږ وخت او عمر راکړه، چي ډېر خیراتونه وکړم، او ځان په ښو خلګو کي راولم، او کله چي د یو چا د مرګ اجل او نېټه را ورسېږي، نو الله تعالی به هیڅکله (د هغه مرګ له خپلي نېټې څخه) ونه ځنډوي، او الله ستاسي په ټولو کارونو پوره خبر دی.

 

د الله بندګانو! د عمر هره لحظه د عمل لپاره غوره فرصت دی، او دا هغه لوی نعمت دی، چي باید شکر ورباندي وباسو، الله تعالی فرمايي: (وَإِنْ تَعُدُّوا نِعْمَتَ اللَّهِ لَا تُحْصُوهَا) [إبراهيم: ۳۴] 
ژباړه: که چېري تاسي د الله تعالی نعمتونه و شمېری، هېڅکله به یې شمېر پای ته و نه رسوی.

 

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (ستاسي غوره انسان هغه څوک دی، چي د عمر له زیاتېدو سره یې عمل هم غوره کېږي، او ستاسي ناوړه انسان هغه دی، چي د عمر له ډېرېدو سره یې عمل خرابېږي).

او د نعمتونو شکر دا هم دی، چي د وخت او عمر نعمت د رسول الله صلی الله علیه وسلم له طریقې سره سم د الله عز وجل په طاعت او عبادت کي تېر کړو.

 

او د دې په مقابل کي د الله تعالی د نعمتونو نا شکري، او د مصیبتونو، ستونزو او پښېمانیو سبب دا دی، چي څوک خپل وختونه او عمر د الله تعالی په نافرمانۍ او د شریعت په مخالفت کي تېر کړي، الله تعالی فرمايي: 

 

(فَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ (۷) وَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ) [الزلزلة: ۷، ۸] 
ژباړه: څوک چي د ذرې په اندازه ښه عمل وکړي، د هغه (ثواب او اجر) به وویني، او څوک چي د ذرې په اندازه بد او ناوړه عمل وکړي، د هغه (سزا او عذاب) به وویني.

 

الله تعالی دي زما او ستاسو لپاره قرآنکریم برکتمن وګرځوي، د هغه د حکمت څخه له ډک نصیحت او آیتونو څخه دي ما او تاسو برخمن وګرځوي، زما خبره همدومره وه، زه له الله تعالی څخه د ځان ستاسو او ټولو مسلمانانو لپاره د مغفرت غوښتونکۍ یم، تاسو هم له هغه څخه مغفرت و غواړئ، یقینا چي هغه ډېر زیات بخښونکۍ او پوره مهربانه دی.

سرته