تازه سرليکونه
د (د حرم خطبې) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د عاشورا د ورځي فضیلت او روژې
  تعلیم الاسلام
  September 28, 2017
  0

بسم الله الرحمن الرحيم
د. عبد الله بن عبد الرحمن البعیجان / ژباړه: جمشید حقیار
۲/ ۱/ ۱۴۳۹ هـ

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

دوهمه خطبه

 

الحمدُ للهِ ربِّ العالمين أكملَ لنا الدينَ، وأتمَّ علينا النِّعمةَ، ورضِيَ لنا الإسلام دينًا، أشهدُ أن لا إله إلا الله وحده لا شريكَ له، (وَمَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا بَعِيدًا) [النساء: ۱۱۶]، وأشهدُ أن محمدًا عبدُه ورسولُه صلَّى الله عليه وعلى آله وأصحابِه وسلَّم تسليمًا كثيرًا.

 

اې مسلمانانو!

 

د هجري کال لومړۍ میاشت د محرم میاشت ده، الله تعالی فرمايي:

(إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِنْدَ اللَّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِي كِتَابِ اللَّهِ يَوْمَ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ مِنْهَا أَرْبَعَةٌ حُرُمٌ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ فَلَا تَظْلِمُوا فِيهِنَّ أَنْفُسَكُمْ) [التوبة: ۳۶] 
ژباړه: د الله سبحانه وتعالی په نزد، د الله تعالی په کتاب کي، او د مځکي او آسمانونو د پیدا کولو په ورځ د میاشتو (ثابت) شمېر دوولس دی، چي له دې میاشتو څخه څلور میاشتي حرمت او عزت لرونکي دي، او دا پوخ او مستقیم دین دی، نو تاسي په (دې څلورو یا ټولو میاشتو کي په کفر، شرک، جنګ، وژلو او ګناهونو سره) پر خپلو ځانونو ظلم مه کوئ.

 

او له ابو بکرة رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (زمانه بېرته خپل هغه حالت ته را ورسېدل، په کومه ورځ چي الله تعالی آسمانونه او مځکه پیدا کړل، یو کال دوولس میاشتي دی، څلور میاشتي یې حرمت لرونکي دي، درې میاشتي پر له پسې: ذو القعده، ذو الحجة، او محرم، او یوه د رجب مضر میاشت د جمادي او شعبان تر مینځ ده)، متفق علیه.

 

د عاشورا د ورځي روژه

 

د الله تعالی بندګانو!
د عاشوراء د ورځي روژه، چي د محرم د میاشتي لسمه ده، د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت طریقه، د ګناهونو کفاره او د الله تعالی شکر او تعظیم دی.

 

له ابن عباس رضي الله عنه څخه روایت دی، هغه وايي: «کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې ته راغلی، یهود یې ولیدل، چي د عاشوراء د ورځي روژه نیسي، له هغوی څخه د دې روژې د سبب په اړه پوښتنه وسول، هغوی وویل: په دې ورځ الله تعالی موسی علیه السلام او بني اسرائیل پر فرعون غالبه کړل، نو موږ د دې ورځي د تعظیم لپاره په دې ورځ روژه نیسو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (موږ خو تر تاسي موسی علیه السلام ته ډېر نژدې یو)، بیا یې د دې ورځي د روژې نیولو امر وکړ»، متفق علیه.

 

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی، هغه وايي: «رسول الله صلی الله علیه وسلم به په ټولو غوره ورځو کي د عاشوراء د ورځي او د رمضان د میاشتي روژو ته زیاته پاملرنه کول» بخاري.

 

په صحیح مسلم کي راغلي، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (زما یقین دی، چي د عرفې د ورځي په روژه نیولو سره به الله تعالی د انسان د مخکني او وروستني کال ګناهونه وبخښي ، او زما یقین دی، چي د عاشوراء د ورځي روژه به د مخکني کال ګناهونه ورژوي).

 

رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د عمر په آخر کي خبر ورکول سو، چي یهود د عاشوراء په ورځ خوشحالي کوي، نو اراده یې وکړل، چي په راتلونکي کال کي به د محرم د میاشتي له لسمي سره د نهمي ورځي روژه هم نیسي، خو د راروان کال تر محرم مخکي وفات سو.

 

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی، هغه وايي: «کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د عاشوراء د ورځي روژه ونیول، او خلګ یې هم په امر کړل، نو صحابه رضي الله عنهم وویل: اې د الله تعالی رسوله! یهود او نصاری د دې ورځي تعظیم کوي!!، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (ان شاء الله په را روان کال کي به د نهمي ورځي روژه هم ونیسو)، یعني د لسمي ورځي سره یو ځای، خو د را روان کال تر را رسېدلو مخکي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات سو»، مسلم.

 

نو غوره طریقه دا ده، چي د یهودو سره د مخالفت په سبب د عاشوراء تر ورځي د مخکنۍ ورځي روژه هم ورسره ونیول سي، مګر که چا دومره نسوای کولای، نو د عاشوراء د ورځي روژه دي نه پرېږدي.

 

اې مسلمانانو د بدعتو څخه ځان وساتئ

 

بدعتونه فتنې دي، فتنې مصیبتونه زېږوي، او تر ټولو ناوړه کارونه په دین کي نوي کارونه دي، هر بدعت ګمراهي او هره ګمراهي اور ته د تللو سبب ګرځي، نو تاسي د الله تعالی په شریعت او مستقیمي لار ولاړ سئ، او د نورو لارو تابعداري مه کوئ، چي بیا به مو له سمي لاري واړوي.

 

د الله بندګانو! له دې څخه و وېرېږئ، او د خپل رب په کتاب او د خپل نبي صلی الله علیه وسلم په سنتو ټینګ عمل وکړئ؛ همدا دوه ستاسي لپاره بس دی، الله تعالی فرمايي: 

 

(فَاسْتَمْسِكْ بِالَّذِي أُوحِيَ إِلَيْكَ إِنَّكَ عَلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ (۴۳) وَإِنَّهُ لَذِكْرٌ لَكَ وَلِقَوْمِكَ وَسَوْفَ تُسْأَلُونَ) [الزخرف: ۴۳، ۴۴] 
ژباړه: په هغه څه ټینګ عمل وکړه، کوم چي تا ته وحي کېږي، یقینا ته پر سمه او مستقیمه لار روان یې، او دا قرآن ستا او ستا د قوم لپاره (د آخرت د ثوابونو او عذابونو) یادوونکۍ دی، او ډېر ژر به ستاسي څخه پوښتنه وسي.

 

اې مسلمانانو!

 

زموږ او زموږ د دین، او وطن دښمنان، مفسدین، او حسد کوونکي چي کوم پلانونه او چمونه جوړوي، دا صرف رسنیزي شیطاني حملې، او خبیث پلانونه دي، غواړي چي زموږ امت او یووالي سره جلا کړي، زموږ په هیوادونو او زموږ په صفونو کي فتنه او شر واچوي، دوی غواړي، چي د حرمت لرونکو میاشتو بې احترامي وکړي، ژمنه ماته کړي، او په مځکه کي فساد خپور کړي.

 

موږ په خپلو سترګو سره ولیدل، چي زموږ پر شاوخوا هیوادونه د همدې فساد په سبب څنګه خراب او ویجاړ سول، نو اې د سوچ او فکر خاوندانو! له هغو څخه عبرت واخلئ.

 

اې الله! زموږ هیواد وساته، اې الله! زموږ هیواد په امن او سولي کي ولره، اې الله! له فتنو څخه یې وساته، اې الله! له فتنو څخه یې وساته، اې الله! زموږ هیواد د دښمنانو او حاسدینو له هر شر او بدۍ څخه وساته، اې الله! زموږ او د ټولو مسلمانانو هیوادونه وساته.


اې الله! د بورما د مسلمانانو مرسته وکړه، اې الله! د دوی د وینو ساتنه وکړه، اې الله! د دوی د وینو ساتنه وکړه، د دوی لوڅ پټ کړه، د دوی وېره په امن واړوه، او له دوی سره عاجله مرسته وکړ، یا رب العالمین.

 

د الله تعالی بندګانو!


( إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِي الْقُرْبَى وَيَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ وَالْبَغْيِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ (۹۰) وَأَوْفُوا بِعَهْدِ اللَّهِ إِذَا عَاهَدْتُمْ وَلَا تَنْقُضُوا الْأَيْمَانَ بَعْدَ تَوْكِيدِهَا وَقَدْ جَعَلْتُمُ اللَّهَ عَلَيْكُمْ كَفِيلًا إِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا تَفْعَلُونَ) [النحل: ۹۰-۹۱]
 ژباړه: الله تعالی د عدل، ښېګڼي او خپلوۍ پالني حکم کوي، او له بدۍ، بې حیایۍ، زور او ظلم څخه منع کوي، هغه تاسو ته نصیحت کوي، تر څو درس او عبرت واخلئ، د الله تعالی ژمنه او وعده پوره کړئ، چي کله تاسو له هغه سره ژمنه کړې وي، او خپل قسمونه له اخیستلو څخه وروسته مه ماتوئ، په داسي حال کي چي تاسي الله تعالی پر خپل ځان شاهد ګرځولی وي، بېشکه الله تعالی ستاسي له ټولو عملونو څخه باخبر دی.

سرته