تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مور احسانات
  تعليم الاسلام
  October 8, 2017
  0

بسم الله الرحمن الرحیم

لیکنه: جمشید حقیار / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


مور یوازې دا زما په خاطر اوښکي تویوي!
مور څومره خوږه ده؟!
مور څومره ښکلې هستي ده؟!
مور څومره ستر نعمت دی؟!


﴿وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ حَمَلَتْهُ أُمُّهُ وَهْنًا عَلَى وَهْنٍ وَفِصَالُهُ فِي عَامَيْنِ أَنِ اشْكُرْ لِي وَلِوَالِدَيْكَ إِلَيَّ الْمَصِيرُ﴾ [لقمان: ۱۴]

ژباړه: او موږ انسان ته د هغه دمور او پلار سره (د نېکۍ او احسان) امر او وصیت کړی، مور یې هغه (په خپل نس کي تر پیدا کېدلو پوري) په پر له پسې کمزوروالي کي یووړی، او بیا یې تر دوو کلونو وروسته (له شیدو څخه) جلا کړ؛ د دې لپاره چي زما او د خپل پلار او مور شکر اداء کړه، تاسي یوازي زما خوا ته راتلونکي یاست.


زه ټولو هېر کړم، خو مور تل یاد وساتلم!


ټولو پرېښودلم، خو مور مي غېږ راته پراخه کړه!


ټولو له ځانه جلا کړم، خو مور مي ځان ته نژدې کړم!


مور جاني! تا زما د خوږوالي په خاطر څومره زیات ژړلې دي؟!


زما په نه شتون کي څومره بې خوبه سوې یې؟!


چي کله به زه وېده سوم، تا ته به یې خوند درکړ، او وېده به سوې!


مور جاني! تا تل خپل خوشحالي زما په راحت کي کتلې ده!


چي کله به ما موسکا وکړل، تا به بې سببه زما سره وخندل!


چي کله به زه خوابدۍ وم، تا به ژړل، بېله دې چي پوه سې، چي زه ولي خوابدۍ یم!


مور جاني! ته زما تر خطا مخکي ما ته عذرونه لټوې!


تر توبې ایستلو مخکي بخښنه راته کوې!
او زما تر بخښني غوښتلو مخکي زما له خطا تېرېږې!


مور جاني! کاشکي مي په خپلو اوښکو ستا د پښو په مینځلو سره ستا حق اداء کړی وای!


کاشکي هر اولاد ستا چپلکي د مرغلرو په څېر له ځان سره ساتلي وای!


﴿وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِندَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلَاهُمَا فَلَا تَقُل لَّهُمَا أُفٍّ وَلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُل لَّهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا (۲۳) وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُل رَّبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا﴾ [الإسراء: ۲۳، ۲۴] 


ژباړه: او ستا رب دا امر او فیصله کړې، چي له هغه ماسوا به د هیڅ چا عبادت نه کوئ، او له خپل پلار او مور سره به ښه او نېکي کوئ، که چېري ستا په ساتنه کي له هغوی دواړو څخه یو یا دواړه زوړوالي او اوچت عمر ته ورسېږي، نو هيڅکله (د هغوی د یو کار د نه خوښولو په خاطر) هغوی ته اف مه وایه، هغوی مه رټه، او هغوی ته پسته او نرمه خبره کوه، تل د هغوی په مخ کي پر هغوی د مهربانۍ او شفقت له مخي عاجزي او تواضع کوه، او (د هغوی لپاره داسي) دعاء کوه: اې ربه! زما پلار او مور چي څنګه په کوچني والي کي زما (ښه) تربیه او روزنه وکړه، ته پر دوی دواړو همداسي رحم او مهرباني وکړه.(پر چا چي ورځ په داسي حال کي راسي، چي له هغه څخه یې مور او پلار خوشحاله وي، د ده لپاره به د جنت دوې دروازې خلاصي سي، او پر چا چي په داسي حال کي ورځ داخله سي، چي مور او پلار یې ور څخه ناراضه او ناخوښه وي، د ده لپاره به د دوږخ دروازه خلاصه سي).الله تعالی دي موږ ور څخه وساتي.


انسان چي هره ګناه کوي، سزا به یې په آخرت کي ویني، مګر د مور او پلار نافرماني کوونکي ته په دې دنیا کي سزا ورکول کېږي، هغه داسي چي

اولادونه به یې داسي کړنه ورسره کوي، لکه څنګه چي ده د خپل مور او پلار سره کړي وي.


ګرانه وروره! ګراني خور! ستا پلار او مور ستا لپاره د جنت خزانې دي، د هغوی ساتنه وکړه.


ما به په دې خوند اخیستی، چي کله مي د خپل مور د پښو تلي مچولې.


ستاسي میندي او پلرونه ستاسي لويي خزانې دي، دوی ستاسي لپاره د جنت دروازې دي، د دوی په هکله لږ غفلت او بې پروايي هم مه کوئ.


د الله لپاره پر ځانونو رحم وکړئ، او د خپلو میندو او پلرونو نافرماني مه کوئ.


وَوَصَّيْنَا الْإِنْسَانَ بِوَالِدَيْهِ إِحْسَانًا حَمَلَتْهُ أُمُّهُ كُرْهًا وَوَضَعَتْهُ كُرْهًا وَحَمْلُهُ وَفِصَالُهُ ثَلَاثُونَ شَهْرًا حَتَّى إِذَا بَلَغَ أَشُدَّهُ وَبَلَغَ أَرْبَعِينَ سَنَةً قَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَى وَالِدَيَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضَاهُ وَأَصْلِحْ لِي فِي ذُرِّيَّتِي إِنِّي تُبْتُ إِلَيْكَ وَإِنِّي مِنَ الْمُسْلِمِينَ (۱۵) أُولَئِكَ الَّذِينَ نَتَقَبَّلُ عَنْهُمْ أَحْسَنَ مَا عَمِلُوا وَنَتَجَاوَزُ عَنْ سَيِّئَاتِهِمْ فِي أَصْحَابِ الْجَنَّةِ وَعْدَ الصِّدْقِ الَّذِي كَانُوا يُوعَدُونَ (الاحقاف: ۱۵-۱۶)


ژباړه: او موږ انسان ته د هغه د مور او پلار سره (د نېکۍ او احسان) امر کړی دی؛ مور یې هغه په سختیو کي (په خپل نس کي) یووړی، او په سختۍ سره یې وزېږوی، او د هغه (په نس کي) وړل، او (له شېدو) جلا کول دېرش میاشتي دي، تر دې چي هغه ځوان، زورور او څلوېښت کلن سو، و یې ویل: زما ربه! ما ته توفیق راکړه، چي زه ستا د هغه نعمت شکر اداء کړم، کوم چي تا پر ما او زما پر پلار او مور کړی، او ستا خوښ او سم عملونه وکړم، او زما په اولادونو کي اصلاح راوله، ما تا ته توبه ایستلې، او زه د مسلمانانو له ډلي څخه یم، دوی هغه څوک دي، چي موږ به یې ښکلي او غوره عملونه ور څخه قبول کړو، له بدو عملونو څخه به یې تېر سو، او دوی به د جنت له اوسېدونکو څخه وي، دا هغه رښتنې وعده او ژمنه ده، کوم چي (په دنیا کي) له دوی سره کېدل.

 

 

سرته