تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
بيا دا موقع په لاس نه راځي
  تعليم الاسلام
  October 11, 2017
  0

لیکوال: قاري توریالی "تائب"/ تعليم الاسلام ويب پاڼه

 

همدا اوس -اوس تر کلکي څارني لاندي یم، قسم- قسم مخفي کامرې زما کړه وړه ثبتوي، زما خپلي سترګي، غوږونه، پښې، لاسونه او حتی د بدن پوستکی مي دا ټول په ما پسې دي، ما څاري، زه ئې پوره تر کنټرول لاندي یم.


 د حساب او کتاب په ورځ به زما ژبه او خوله بنده سي، مهر به پر ولګیږي، پوڼ به مي له خولې نه وځي او پر ځای به ئې زما سترګي، غوږونه او پوستکي په ما ګواهي ورکوي، 
سترګي به مي راته وايي: ولي؟

هغه نا محرمو ته دي نه کتل؟

ولي ؟ خرابو او مزخرفو فلمونو ته دي نه کتل؟

هغه او دغه دي نه کول؟
آه زه به څه ځواب ورکړم؟

زه به کومه بهانه ورته لټوم؟

زه به کومه واسطه ورته برابره کړم؟

زه به بیا چا ته رشوت ورکړم؟
داسي غوږونه به مي ځان ته ګواهي راباندي وایي او راته وبه وایي، چي ولي د خلکو غیبتونو ته دي غوږ نه نیوی؟ ولي؟

سندري، ساز او سرودونه دي په ما نه اورېدل؟ 


او زه به لکه ګونګ پټه خوله او ټیټي سترګي ورته ولاړ یم، همداسي
پوستکی به مي هم راباندي شاهدي ووایي، همداسي به مي پښې او لاسونه هم راباندي ګواهي ورکړي، چي زه چیري تللی یم، څه مي کړي دي، دا هر څه به راته یوه- یوه مخي ته راته کښیږدي او زه به صرف همدونه ورته وایم، چي ولي دي راباندي ګواهي ورکوله؟

ما خو دا ټول کارونه ستاسو له پاره کول، تر څو تاسو په خواهشاتو او مزو کي پټ یاست!


خو سترګي، غوږونه او پوستکی به مي راته ووایي: (أَنْطَـقَـنَااللهُ الَّذِی أَنْـطَقَ کُلَّ شَئ) هغه ذات په خبرو راوستلو، چي هر څه په خبرو راوستلای سي.
 بس نو مؤمنه! نن دي وار دی! نن فرصت لرې! نن ژوندی یې! نن دي پښې تګ کولای سي، جومات ته پر ولاړ سه!
نن دي سترګي لیدل کولای سي، د قرآن کریم تلاوت په وکړه، له نا محرمو څخه ئې په کلکه ساتنه وکړه! بس خلاصه دا چي نن هر څه کولای سې؛ خو سبا به بیا هیڅ هم نه سې کولای!
همدا نن دي هر څه په اسلامي ارزښتونو سنبال کړه، که نه نو... 
بیا دا موقع په لاس نه درځي.

 

سرته