تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
چاپيريال ساتنه او زموږ دنده
  تعليم الاسلام
  October 17, 2017
  0

لیکنه: علي الله "متوکل الرحمن"/تعليم الاسلام ويب پاڼه

 

د ونو کښېنول، د چاپیریال زرغونتیا او ښایسته محیط- طبیعت او فطرت دواړه خوښوي او اسلامي ارشادات مو ورته ترغیبوي. حضرت انس رضی الله عنه، > حدیث رانقلوي:


 (مَا مِنْ مُسْلِمٍ يَغْرِسُ غَرْسًا أَوْ يَزْرَعُ زَرْعًا فَيَأْكُلُ مِنْهُ طَيْرٌ أَوْ إِنْسَانٌ أَوْ بَهِيمَةٌ إِلَّا كَانَ لَهُ بِهِ صَدَقَةٌ ) (متفق علیه
ژباړه: څوک چي وني کښېنوي یا کښت وکړي او بیا له دغه وني یا کښت څخه مرغه یا انسان یا حیوان خوراک وکړي، په رښتیا دغه ورته صدقه ګرځي او ثواب ئې ورکول کیږي.


پورته د اسلامي ارشاداتو په رڼا کي د چاپیریال ساتني او زراعت ګټي بیان سوې، اوس به دOur Planet-Change is Possibleد نړیوالي پلټني وهمونه او د چاپیریال نه ساتني د ضررونو لیست ستاسي مخته کښېږدو، که چیري د لاندي ذکر سوو شیانو سره احتیاط وسي، نو هم به مو په چاپیریال ژغورنه کي مرسته کړې وي او هم به مو د اسراف او طبعي ښکلا د زیانمن کېدو مخه نیولې وي. په دې هیله چي په غور سره ئې ولولئ.
هر کال په نړۍ کي اتیا تریلیونه د المونیمو دبليان په پیپسي، کوک او انرژیانو کي مصرفیږي. 


د نړۍ د ټولو اوبو څخه یوازي (۱) فیصد د څښلو وړ دي. باید د پاکو اوبو سره احتیاط وسي. (وكُلُواْ وَاشْرَبُواْ وَلاَ تُسْرِفُواْ إِنَّهُ لاَ يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ.)  ژباړه: او خوراک او څښاک کوئ او اسراف مه کوئ، يقينا هغه (الله') اسراف کوونکي نه خوښوي. 


په هره یوه دقیقه کي د نړۍ (۰،۴) کېلومتره مربع باراني ځنګلونه له مينځه ځي، چي د راتلونکي له پاره یو لوی خطر دی. که چیري ځنګلونه له مينځه ولاړ سي، نو ډول- ډول ناروغۍ به راښکاره سي او مرغان او نور حیوانات به د مرګ سره مخ سي.


د عامه ترانسپورت او حمل و نقل څخه باید کار واخیستل سي. هر کال عامه ترانسپورت (۱،۴) بیلیونه ګېلنه پطرول سپموي، چي دا (۱۰۸) میلیونه ټانکره کیږي، بله ګټه ئې لا داده، چي د ښار په پاک ساتلو کي به مرسته سوې وي ځکه اکثره موټران، ډېر دود او لوګي خپروي.


کله چي د کور برېښنايي سامان الاتو، لکه د تلیفون چارجر، خالي ساکیټه، کمپیوتر یا کوم بل څه ته د برېښنا جريان روان وي، نو د دا جريان ئې ورقطع کړئ، ځکه یوازي په امریکا کي د کاله د پنځو بیلیونو ډالرو برېښنا همداسي خوشي مصرفیږي او د ټولي نړۍ په هکله خو نو خپله فکر وکړئ.


په یو وار د یخچال دروازې خلاصولو سره یخچال (۳۰) فیصده یخوالۍ له لاسه ورکوي، نو بې ضرورته ئې دروازه مه خلاصوئ، ځکه د هر ځل یخېدو له پاره زياتي برېښنا ته اړتیا سته. 


مصرفیږي او د ټولي نړۍ په هکله خو نو خپله فکر وکړئ.


          هر کال لس میلیونه ټنه اخبارونه تر لوستلو وروسته غورځول کیږي، که چیري د دغه اخبارو د کاغذونو څخه بیا یو ډول نه یو ډول د کاغذ کار واخیستل سي، نو موږ به (۷۵) میلیونه درختي ژغورلي وي، که نه نو ددغو درختو څخه کاغذ جوړیږي.

 

ماحذ: تعليم الاسلام مجله (۲۲) ګڼه

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته