تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د فحشاء د بندولو اسلامي نظام-حجاب
  تعلیم الاسلام
  July 14, 2021
  0

علامه مفتي محمد شفیع رحمه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

فواحش ، بدکاري ، زنا ، او ددې مقدمات د دنیا د هغو مهلکو بدو څخه دي د کمو هلا کوونکو اثرات چي صرف په افرادو باندي نه بلکي قبیلې، خاندانونه او ځیني وخت خو لوی لوی ملکونه تباه کوي . دا وخت چي په دنیا کي څومره د قتلونو او لوټ مار واقعات پیدا کیږي که صحیح تحقیق يې وسي نو د اکثرو واقعاتو په وروسته منظر کي به د یو ښځي د شهواني جذباتو جال په نظر راسي دا وجه ده چي د څه وخت څخه دنیا پیدا سويده ، په دې کي یو قوم یو مذهب یوه خطه داسي نسته چي ددې کار په بدوالي او نقص باندي متفق نه وي . 

 

د دنیا په دې اخري وخت کي اروپايي قومونو خپل مذهبي حدود او پخواني او قومي روایتونه ټول مات کړل که څـه هم زنا يي په خپل ذات کي څه جرم ونه ګنله او تمدون او معاشرت يي په داسي چوکاټ کي غورځولي دي چي پر هر قدم جنسي، بد نظمي فواحشو لره عام دعوت دی ، مګر ددې ثمرات او نتیجي هغوی هم د جرمونو څخه بهر نه کړای سول ، خو اخر مجبوره سوه چي پر زنا بالجبر او په ډاګه باندي فحش حرکتو تعزیري سزاوي مقرر کړي خو ددې مثال داسي دی چي یو سړی د اور لګولو د پاره خشاک جمع کړي ، بیا تیل پر واچوي ، بیا اور ورته ورکړي او کله چي يي شغلي لوړي سي نو بیا پر دې شغلو د پایبندي لګولو او د منع کولو فکر کوي . د کټوي پخولو د پاره ورته لاندي اور بل کړي ، بیا د هغه جوش کول او خوټیدل منع کوي . 

 

ددې خلاف اسلام چي کوم شيان جرمونه او د انسانیت د پاره مضر مقرر کړي دي او د سزا وړ جرایم يې بللي دي نو ددغو جرایو پر مقدماتو يې هم پابندي لګولي او ممنوع يې ګرځولي دي ، په دې معامله کي اصلي مقصد د زنا او بدکارۍ څخه حفاظت وو خو دا يې د خپل نظر د کښته ساتلو د قانون څخه شروع کړی .  د ښځو او سړو بې دریغه اختلاط يې منعه کړی، ښځو ته يې د کورونو په چاردیوارۍ کي د محفوظ ساتلو هدایت وکړی، او د ضرورت په وخت کي د بهر وتلو لپاره یې په برقې یا اوږدې چادرۍ باندي د ټول بدن د پټولو او بیا د لاري پر ژۍ او بغل باندي د تلو هدایت یې ورته وکړی، (بهر کي) د خوشبو لګولو یا شرنګیدونکي زیوراتو سره د دباندي وتلو څخه يې ممانعت وکړی. بیا چي کوم سړی ددې ټولو حدودو او قیوداتو دیوال مات کړي او دباندي راووزي نو پر دې کس يې داسي سخته عبرتناکه سزا جاري کړه چي که یو ځل پر يو بدکرداره باندي جاري سي نو ټول قوم ته به مکمل عبرت حاصل سي .

 

همدا ډول دا چي شریعت زنا حرامه کړې ده نو د زنا ټول نژدې اسباب او ذرایع یې هم په محرماتو کي داخل کړي دي. کومي پردۍ ښځي ته یا لغړزني ته په شهوت سره  کتل یې د سترګو زنا بللې، د هغو خبري یې د غوږو زنا، لاس ور وړل یې د لاسو زنا او په دغه کار کي د  کوښښ کولو د پاره تګ کول یې د پښو زنا ګرځولې ده لکه څنګه چي په صحیح حدیث کي راغلي دي. د  همدغو جرایو څخه د حفاظت د پاره یې د ښځو لپاره د پردې او ستر احکام نازل سوي دي.

 

 اروپایانو او د دوی تقلید کوونکو د خپلي فحاشۍ په جواز کي د ښځو حجاب او ستر د هغو د روغتیا، اقتصادي او ټولنیز حیثیت له مخي د ټولني لپاره د مضر ثابتولو او د بې پردې اوسیدلو پر ګټو بحثونه کړي دي.

 

د هغو تفصیل جوابونه د وخت ډیرو عالمانو په کتابونو کي تفصیلي لیکلي دي ، ددي اړوند دلته دومره پوهیدل هم کافي دي چي د فائدي او نفع څخه خو هیڅ جرم او ګناه هم خالي نه ده ، غلا ، ډاکه ، دوکه، فریب.... په یو اعتبار سره ډیر ګټور کاروبار دی ، مګر کله چي ددې د ثمراتو او نتیجو څخه را پیدا کیدونکي مهلک ضرورنه مخ ته راسي نو یو سړی هم دې ته د ګټور کاروبار ویلو جرأت نسي کولای ، په بې پردګۍ کي که څه ټولنیزي فائدي هم وي مګر کله چي ټول ملک او ملت په زرګونو فتنو او فسادونو کي اخته کوي نو بیا دي ته ګټور ویل د هیڅ هوښیار کس کار نسي کیدلای.

 

(معارِف القرآن: جلد ۸ صفحه ۷۵)

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته