تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کله چي زما بچي وژړل
  تعلیم الاسلام
  October 19, 2017
  0

ژباړه: استاد غلام عمرعبدالله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د حضرت ابو دجانه رضي الله عنه دا عادت و چي کله به يې ( په مسجد نبوي کي ) د رسول الله صلی الله علیه وسلم شاته ( د جماعت) لمونځ وکړ ، خو چي څنګه به لمونځ پای ته ورسېدی نو ابو دجانه رضي الله عنه به په بېړه له مسجد څخه ووتی.

 

( د ابو دجانه رضي الله عنه ) دې عمل ته د رسول الله صلی الله پام سو ، نو يوه ورځ يې ودروی او پوښتنه يې ځيني وکړل.

 

ويل : ای ابو دجانه ايا ته الله تعالی ته کوم حاجت نه لرې ؟

 

ابو دجانه رضي الله عنه : ولې نه ! ای د الله تعالی رسول صلی الله علیه وسلمه! د سترګو د ( يوه ) رپ په اندازه هم له ( خپل کريم رب ) څخه بې پرواه نه يم.

 

رسول الله صلی الله علیه وسلم : پس نو ولې ته نه تم کېږي تر دې چي زموږ سره لمونځ خلاص کړې او الله تعالی ته د هغه څه دعا وکړې چي غواړې يې؟

 

ابو دجانه رضي الله عنه : د دې سبب دا دی چي زه يو يهودي ګاونډی لرم هغه ( په کور کي ) د خرما يوه ونه لري چي د وني ښاخونه یې زما په کور کي دي ، کله چي د شپې لخوا باد را الوتی و نو ما وليدل چي زما ( د کور طرفته ) له وني څخه خرماوي رالوېدلي وې ، زه له مسجد څخه په منډه ووتلم تر څو نوموړي خرماوي راټولي کړم او خپل څښتن ته يې ور وسپارم مخکي له دې چي زما بچیان له خوبه راپاڅي ، ( کله چي هغوی له خوبه را وپاڅېږي) نو هغوی به وږي وي او دا ( خرماوي ) به وخوري.

 

ای د الله تعالی رسوله ! صلی الله علیه وسلم : زه تا ته قسم کوم چي ما خپل یو بچی ولیدی چي د دغي وني یوه خرما يې وژول ما يې حلق ته ګوته ورداخله کړل ، وړاندي تر دې چي دی دا خرما تېره کړي ما يې له خولې څخه راو ايستل ، کله چي زما بچي وژړل ما ورته وويل : ایا ته ( د الله تعالی څخه ) حیا نه کوې له دې څخه چي زه دالله په وړاندي ( د غله پشان ودرېږم)؟

 

 

کله چي حضرت ابو بکر رضي الله عنه د ابو دجانه رضي الله عنه خبري واورېدلې ، نو یهودي ته ورغی او د خرما ونه يې ځيني را وپېرل ( رانيول) ، ابودجانه رضي الله عنه او د هغه بچيانو ته يې ور وبخښل.

 

کله چي یهودي د دې کار ( د وني د رانيولو ) په حقيقت پوه سو ( د ابو د جانه رضي الله له زهد او تقوا ، د ابو بکر رضي الله عنه د قربانۍ او مهربانۍ څخه ډېر اغېزمن سو ) نو په منډه يې خپل بچیان او کورنۍ راغونډه کړل ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته يې ورویستل او ټول په اسلام مشرفه سول.

 

ایا موږ خپل ځان او خپل بچیان د پرديو د مال او شمتنۍ له خوړلو او غصبولو په اړوند پوهولي او منع کړي دي؟

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته