تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ظالم کیسه
  تعليم الاسلام ویب پاڼه
  May 15, 2022
  0

رالېږونکی: محبوب الرحمن رأفت / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

یو وخت یو سړی و ماهیان به یې نیول بیا به یې پلورل، په دې سره یې خپلو بچییانو ته نفقه برابروله. یوه ورځ یې یو ماهي نیولی و یو ظالم ورباندي راغی هغه ماهی یې له ده څخه په زوره واخیست خپل کور ته یې یووړ او پوخ یې کړ په دې وخت کې هغه ماهي ددې ظالم په ګوته خوله ولګوله دده ګوته یې ژوبله کړه.

دا ظالم له خپلې ګوتې څخه ډېر زیات په تکلیف شو. ډاکټرانو ته یې مراجعه وکړه هغوی ورته وویل، چې ګوته دي پرې کړه کنې درد به دې ټول بدن ته ورسیږي، ظالم خپله ګوته پرې نکړه بالاخره یې درد ټول بدن ته ورسیده ډیر په تکلیف باندې و. همداسې ویده شو، خوب کې څوک ورته راغلل ورته یې وویل، چې ورشه هغه سړی رضا کړه په چا دې، چی ظلم کړی دی ، بیا دا ظالم لاړ هغه مظلوم یې رضا کړ له دې سره یي درد په کرار شو. د مظلوم دعا الله تعالی ډیره ژر قبلوي علامه سیوطي په دې اړوند کتاب جوړ کړی، چې نوم یې دی (سهام الإصابة في الدعوات المستجابة) هلته یې ددې لپاره ځانګړی باب راوړی، چې د مظلوم دعا الله تعالی ډیره ژر قبلوي. نو ښایې، چې د مظلوم له ښیرا څخه ځان وساتل شي.

مأخذ: تحقیقات حماسي

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته