تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
که مو د خپلي ښځي صفات نه خوښیږي!
  تعلیم الاسلام
  October 26, 2017
  0

د حرم شریف د خطبې څخه/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د خاوند او ښځي تر مینځ ښه رویه او ښکلي اخلاق د دوی ژوندانه ته خوشحالي، آرامي، سکون او نېکمرغي راولي، الله تعالی فرمايي: 


(وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ) [النساء: ۱۹] 
ژباړه: او له خپلو ښځو سره په ښه ډول ژوند کوئ.


یعني: له دوی سره په ورین تندي او پراخه سینه ملګرتیا او ژوند کوئ، او د دوی فرضي حقوق ور اداء کوئ، لکه: مهر، نفقه، او د دوی تر مینځ عدل، له دوی سره په بدو او سختو الفاظو خبري مه کوئ، د دوی پر سر نوري ښځي مه خوښوئ، او دوی ته بېله ګناه او خطا په تریو تندي مه ګورئ.

 

 

تر دې وروسته الله تعالی خپلو بندګانو ته داسي لارښوونه کوي: 


(فَإِنْ كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللَّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا ) [النساء: ۱۹] 
ژباړه: بيا كه چېري دوی ستاسي خوښي نسي، نو کېدای سي، چي تاسي یو شی نه خوښوی، خو الله تعالی به په هغه کي خیر او ښه والي واچوي.


پورتنی آیت خاوندانو ته دا لارښوونه کوي چي، که څه هم د دوی به د خپلو مېرمنو ځیني خویونه او صفتونه نه خوښېږي، خو بیا دي هم له هغوی سره ښه ژوند او غوره ملګرتیا کوي؛ ځکه که یو څوک یو شی نه خوښوي، دا معنی نه لري، چي په هغه شي کي هیڅ ښه والۍ او خیر نسته، او ډېر ځله داسي وي، چي خاوند خپله مېرمن نه خوښوي، خو دا مېرمن د دین او انجام په لحاظ د ده لپاره غوره او لائقه وي، او د انسان په ژوند کي ډېر ځله نا خوښ شیان په خوښو شیانو او خوښ شیان په نا خوښو شیانو بدل سوي دي.


کله کله خاوند د یو خوی او صفت په سبب خپله مېرمن نه خوښوي، خو د ده لپاره د هغې په ملګرتیا او ژوند کولو کي ډېر خیر او غوره والۍ وي، چي دی په هغه خبر نه وي، او یا یې درکولای نسي، 


ابن عباس رضي الله عنهما ویلي دي:

(الله تعالی به له دغه ښځي څخه چي دی یې نه خوښوي، نېک او صالح اولاد ورکړي، چي دا به د ده لپاره د دې ښځي په ملګرتیا او صحبت کي ښه والۍ او خیر وي).


اې مسلمانانو!
انسان به هیڅکله داسي محبوب او ملګری پيدا نکړي، چي د هغه ټول صفات او خویونه یې خوښ وي، نو دی باید د خپل ملګري د خوښو او ښو خویونو لپاره د هغه په ناخوښو او بدو خویونو صبر وکړي، او داسي دوه ملګري به ډېر لږ وویني، چي هر یو دي د بل له ټولو خویو او صفتونو څخه راضي او خوښ وي، او د هغه دوو ملګرو ملګرتیا او مینه تل پاتې او همېشه وي، چي کله هر یو د بل له بدو او ناخوښو خویونو څخه تېر سي، له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (
یو مومن دي له مومني څخه بد نه وړي، که چېري یې د هغې یو صفت خوښ نسي، کېدای سي، د هغې بل صفت به یې خوښ سي)، مسلم روایت کړی دی.


یعني یو خاوند دي د خپلي مېرمني سره په پوره ډول بغض او دښمني نه کوي، چي د دوی تر مینځ د جلاوالي، طلاق او د نکاح د فسخ کېدلو سبب وګرځي، که چېري په خپلي مېرمني کي داسي صفت او خوی وویني، چي د ده نه خوښېږي، خامخا به په هغې کي بل داسي صفت وي، چي هغه یې خوښ وي.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته