تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیکولرزم ، کلیسا او سیاست
  تعلیم الاسلام
  October 24, 2017
  0


ژباړه او ټولونه: اسد الله انعام / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د ژوند مختلف اړخونه او علمانيت
د علمانيت د پيل سره سم د اروپا په کونج- کونج کي د ددې پديدې د علمې کېدو لپاره هڅي پيل سوې او د ژوندانه ټول اړخونه ئې په بر کي ونيول. چي په لاندي توګه به خبره ورباندي وسي:

 

الف- سياست
په رومي امپراطورۍ کي له پيله لا هم پر نازل سوی شريعت حکم نه کېده او سياست له کليسا څخه جلا وو، که څه هم د لنډ مهال لپاره د پاپانو او ديني اشخاصو تر سلطې او امر لاندي و، پاچهان به ئې له خپلي ارادې څخه اړول او خپل امر منلو ته ئې مجبورول، ورته ويل به ئې: چي ددوی امر او اراده داسي ده لکه د الله!(العياذبالله)، خو د علمانيت له راتګ سره سم د دين او سياست تر منځ يو مخيز بېلتون رامنځ ته سو.

 

د دين او سياست تر منځ بېلتون له پيله په رومي مسيحي دولتونو کي موجود وو، ځکه چي يوازي ئې عقيده له دين څخه خړوبېدل، يوازي شخصي احوال پوري متعلق شيانو پرته به ئې بل څه له دين څخه نه اخيستل، ټول جنايي او مدني قضاياوي، د حاکم او محکوم تر منځ اړيکي او د ژوند نوري ټولي چاري ئې د رومي قانون له مخي تر سره کولې، په هغه شريعت ئې حکم نه کاوه، کوم چي د الله له لوري په تورات کي ورته حکم سوی وو:

 

(وَمُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَلِأُحِلَّ لَكُمْ بَعْضَ الَّذِي حُرِّمَ عَلَيْكُمْ ۚ وَجِئْتُكُمْ بِآيَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ فَاتَّقُوا الله وَأَطِيعُونِ) [سورة آل عمران۵۰]
ژباړه: حال دا چي مصدق يم د هغه (کتاب) چي پخواله ما (نازل شوي) دی چي تورات دى او(بل راغلى يم تاسي ته) له پاره ددې چي حلال کړم ستاسي له پاره ځيني له هغو شيانو چي حرام کړل سوي وه پر تاسي باندي اوراغلى يم تاسي ته په (هر قسم) معجزې له (طرفه د) رب ستاسي نو ويريږئ تاسي له الله او ومنئ (وينا) زما(د الله په توحيداو اطاعت کي.)

 

(وَلْيَحْكُمْ أَهْلُ الْإِنْجِيلِ بِمَا أَنْزَلَ الله فِيهِ ۚ وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ الله فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ) [۱۵: سورة المائده: ۴۷]

ژباړه: او(فرمايلي وو الله) حكم دي وكړي اهل (عالمان) د انجيل په هغه شى چي نازل كړى (ليږلى) دى الله په هغه (انجيل) كي اوهرچا چي ونه كړ حكم په هغه شي چي نازل كړى دى الله نو دغه كسان همدوى دي فاسقان.

 

خو کليسا پر دې (د الله د اوامرو مخالفت) باندي د خپل رضايت سره- سره د خپلي سلطې او اقتدار پر مهال ددې کوښښ نه کاوه، چي د صحيح دين د نفاذ لپاره کار وکړي، پاچهان او ملوک په دې باندي امر کړي، چي په بما انزل الله باندي حکم وکړي، بلکي خپل ټول واک ئې د خپلو خاصو خواهشاتو په پوره کولو کي مصرفاوه، په داسي حال کي چي دوی به خپله په بغير ما انزل الله باندي په حکم کولو باندي راضي وه، چي په دې کار کولو سره کرار- کرار د دين او دنيا تر منځ فاصله ايجاد سول.

 

دا صحيح خبره ه، چي د کليسا لخوا پاچهان د خپلو ذاتي غوښتنو د تر سره کولو په موخه د دين په نوم او د دين تر شعارونو لاندي استعمالېدل او غولول کېدل، خو د اروپا مضطرب فکر په نتيجه کي چي د دين او پاپانو تر منځ ئې قرار درلود پاپان او راهبان د خدايي تر مرتبې پوري ورسول سول، ددوی اقوالو او اعمالو ته د ديني اقوالو او ديني اعمالو اعتبار ورکول کېده، هغه به که څه هم د دين د حقيقت څخه ډېر ليري وه.

 

کليسا به چي کله د يو کار د کولو او په پاچهانو باندي د منلو پلان درلود، نو د خپل نفوذ په استعمالولو سره به ئې همدوی د خپلي ارادې او پلان منلو ته مجبوره کول. د اروپا په تاريخ کي ددې ډول کارونو زياتي بېلګي موندل کېږي:

 

پاپ (نقولا اول) (858 - 867م) اعلان وکړ او وې ويل: " د الله زوی کليسا جوړه کړل او خپل استازی بطرس ئې د هغې لپاره اول رئيس وټاکه او د روم اسقفانو ته په مسلسل او دوامداره ډول د پطرس واکونه په ميراث وړي، له همدې امله پاپان د مځکي پر مخ د الله ممثلين دي (العياذبالله) او پر دوی لازم دي چي پر ټولو مسيحيانو باندي هفه که حاکمان وي او که محکومين سيادت اعلی او لوی واک وچلوي."

پاپ جريجور اووم چي د (۱۰۷۳-۱۰۵۸) پوري ئې د پاپ وظيفه درلوده اعلان وکړ: کليسا د خپل صفت له مخي يو الهي نظام دی، چي دعالمي واک د پر مخ بېولو لپاره خلق کړل سوی دی او د پاپ له واجباتو او حقوقو څخه دي، چي غير صالح پاچهان عزل کړي او يا ئې تائيد کړي، د بشريت اخيتيار وروسپاري او يا ئې د وخت د غوښتنو سره سم دوی وټاکي."

دا خبري هسي هوايي خبري نه وې، بلکي په اروپا کي تر پېړيو- پېړيو پوري حاکمي وې.

 

د راهبانو او پاچاهانو ترمنځ شخړي

ددې تر ټولو ښکاره مثال په اروپايي تاريخي کي هغه واقعه ده، چي د پاپ « جريجوري اووم»او الماني امپراطور (څلورم هنري) تر منځ واقع سول، ددوی تر منځ د (علماني د تقليد) د مسألې پر سر جنجال راولاړ سو، امپراطور په دې هڅه کي سو، چي پاب عزل کړی، خو پاپ د امپراطور عزل کولو ته مټي رابډوهلې او د ده پر ضد ئې فرمان صادر کړ، د دولت اميران سره راجمع سول او په دې اړه ئې غونډه وګړه، او دې پايلي ته ورسېدل، چي که امپراطور المان ته د پاپ د وررسېدو سره سم د هغه څخه بخښنه ونه غواړي پاچهي به وبايلي، امپراطور په دې ډېر پرېشانه وو، خو بله لار ئې نه درلوده، کله چي پاپ المان ته ورورسېده، نو دی هم هلته لڅي پښې، لڅ سر د راهبانو په جامه ګي پاپ ته ورغی تر څو ورباندی ورحمېږي او بخښنه ورته وکړي!!!

 

په همدې ډول په انګلستان کي د (هنري دوهم) او د اسقفانو د رئېس (توماس بکت) ترمنځ د دولتي مځکو پر سر چي کليساوالو به ګټه ځني اخسته شخړه رامنځته او تر منځ ئې خونړی جنګ وسو، او (دوهم هنري) ئې عزل کړ، درې وځي ئې په خپل کور کي بندي کړ او ډوډی ئې ورباندي بنده کړه، وروسته ئې ورڅخه د قاتلينو د بندي کولو امر صادر کړ او اعلان ئې په وکړ، چي زما فرمان لغوه دی او پاپ له جريمې څخه معاف دی... وروسته ئې کليسا ته د هغه ټول حقوق او املاک ور رد کړل، خو سره له دې هم ونه وبخښل سو، تر څو چي (کنتر بری) ته ورغلی او آخري درې ميله مسافه ئې پر لڅو پښو پر شګو باندي ووهله تر دې چي پښې ئې ويني سولې، وروسته د اسقفانو د وژل سوي رئيس د قبر سره ودرل وسو او راهبانو ته وويل سول، چي وهل ورکړئ.... ده دغه ټول اهانتونه او وهل د پاپ او د هغه د اتباعو د راضي کولو لپاره پر ځان وزغمل. (۲۰: ج: ۴۴، ص: ۱۹۴-۱۹۷)

 

دا معلومه خبره ده، چي يادونه مخکي هم وسول، چي په بما انزل الله باندی حکم کول مسيحي اروپا هيڅکله نه پېژندل، علمانيت د مسيحيت له پيله پر اروپا منګولي ښخي کړي وي، پر پاچهانو او امراوو باندي د کليسا واک چلول يو ډول شخصي نفوذ وو، چي د دين په نامه ورباندي حاکم وو، همدا ديني نفوذ وو، چي کليسا پر حکامو د مسيحي"اخلاقياتو" تر نامه لاندي که ئې خوښه وه، که ئې نه خوښه! ورڅخه کار اخيسته. ددې دا معنی نه ده، چي هميشه به همدا حکام ددې مسيحيي "اخلاقياتو" پابند وای، بلکي ډېرو ورڅخه مخالفت کاوه، او ورڅخه په مخالفت کولو کي به ئې ځان په بېره کي احساساوه. او تر مخالفت وروسته به ئې همېشه کليسا ته مختلف عذرونه وړاندي کول.....(۲۲: ج:۲، ص:۶۲)

مخکنۍ لیکني:

په اروپا کي سیکولرزم او عیسایت

 

 

سرته