تازه سرليکونه
د (د حرم خطبې) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مدینې منورې غوره والی او د زیارت آداب
  تعلیم الاسلام
  November 6, 2017
  0

 

بسم الله الرحمن الرحیم
د مدینې منورې غوره والۍ او د زیارت آداب
أ.د. عبد الرحمن السدیس / ژباړه: جمشید حقیار ۴/ ۶/ ۱۴۳۸ هـ

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه


لومړۍ خطبه
إن الحمد لله نحمدُك ربي ونستعينُك ونستغفرُك ونتوبُ إليك، ونُثنِي عليك الخيرَ كلَّه.

فلله حمدٌ لا انقِضاءَ لعهدِه علی عَدِّ ما أسدَى وقد قصُرَ الشُّكرُ

أحمدُه تعالى على نعمِه الغِزار، وأشكرُه على فضلِه المِدرار، سُبحانه هو ذو المَنِّ والاقتِدار، المُتفرِّدُ بالخلقِ والاختِيار، القائِلُ في مُحكَم التنزيل: (وَرَبُّكَ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ وَيَخْتَارُ) [القصص: ۶۸].


وأشهدُ أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له العزيزُ الغفَّار، سُبحانه هو اللهُ الواحدُ القهَّار، وأشهدُ أن نبيَّنا وسيِّدَنا مُحمدًا عبدُ الله ورسولُه المُصطفى المُختار، خيرُ من درَجَ على ثرَى طَيبةَ دِيار الأنصار، ومُهاجَر الصحابةِ الأخيار، صلَّى الله وسلَّم وبارَك عليه، وعلى آله الأطهار، وصحبِه الأبرار، والتابعين ومن تبِعَهم بإحسانٍ ما تعاقَبَ الليلُ والنهار. أما بعد


اې د الله تعالی بندګانو!


د غوره انسان د مسجد له منبر څخه ځان او تاسي ته غوره وصیت کوم، له الله تعالی څخه و وېرېږئ؛ په تقوا کي خیرونه او برکتونه پراته دي، تقوا له مصیبتونو څخه امان او له بدیو څخه ساتنه ده، الله تعالی فرمايي:


 )يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنْتُمْ مُسْلِمُونَ  [آل عمران: ۱۰۲] 
ژباړه: اې مومنانو! له الله تعالی څخه په رښتني ډول و وېرېږئ، او په داسي حالت کي ځانونه مرګ ته وسپارئ، چي تاسي مسلمانان او غاړه اېښودونکي یاست.


د دین اساس تقوا ده، نو ته د خپل ځان د اصلاح لپاره تقوا وکاروه او د الله سبحانه اطاعت ته په تلوار او عزم سره ورسره؛ ځکه ته نه پوهېږې، چي څه وخت به دي عمر خلاص سي.


د مدینې منورې فضیلت او غوروالی


اې مسلمانانو!
څوک چي په دې دنیا کي فکر وکړي، وبه ویني، چي د الله تعالی د وحدانیت، ربوبیت، الوهیت، عبادت، پوره حکمت، علم او قدرت تر ټولو لویه نښه دا ده، چي هغه د سترو مقصدونو او لویو اهدافو لپاره – چي د خلګو ګټي او مصالح پر ولاړ دي - ځیني خلګ، ځایونه او وختونه په ډېر اجر او غوره والي ځانګړي کوي، نو الله تعالی هیڅ داسي شریک نه لري، چي د هغه په څېر غوره کول، او تدبیر وکړي، الله تعالی فرمايي:

 

(وَرَبُّكَ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ وَيَخْتَارُ) 
ژباړه: او یوازي ستا رب چي څه وغواړي هغه پیدا کوي، او غوره کوي.


د الله بندګانو! یو له هغه سترو ځایونو څخه چي الله تعالی ډېر غوره والۍ او فضیلت ورکړی، طیبة الطیبة نبوي مدینه منوره ده، دا پاک ښار د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هجرت ټاټوبۍ، تر مکې وروسته پر مځکه غوره او مشرف او د تعظیم، حرمت، عزت او احترام له مخي دوهم ځای دی.


دا ښار د ښارونو ملغلره، ښایست او ښکلا ده، دا د حبیب مصطفی صلی الله علیه وسلم ښار دی، په دې ښار کي د اسلام ستره درخته زرغونه سوه، دلته د اسلام لومړی دولت ودرېدی، د اسلام قواعد پوره سول، او پر همدې پاکه خاوره د اسلام احکام او چاري عملي سوې.

 


کله چي موږ د دې ښار تاریخ وایو، نو موږ ته د یو داسي امت حالات بیانوي، چي په همدې ښار کي یې د سبا وړانګي را پورته سوې، او ورسره یې ښکلی تاریخ روښانه سو، داسي تاریخ چي ټول له ایمان، عقیدې، آبادولو، علم، تمدن او نورو غوره معناګانو او اوچتو بېلګو څخه ډک دی.


الله سبحانه وتعالی فرمايي: 
(يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ) [الحجرات: ۱۳] 
 اې خلګو! موږ تاسي له یوه نارینه او ښځي څخه پیدا کړي یاست، او تاسي مي د دې لپاره په قومونو او قبیلو وېشلي یاست، چي یو بل سره و پېژنی، یقینا د الله تعالی په وړاندي په تاسي کي تر ټولو غوره انسان، (له هغه څخه) ډېر وېرېدونکی او پرهېزګار دی.


دا مدینه منوره ده، تر اوسه پوري په ښېګڼو او برکتونو آباده ده، دا پاک ښار الله تعالی د اسلامي همېشني رسالت د پیل ځای، د وحیو د نزول او د خپل نبي مصطفی صلی الله علیه وسلم د دعوت زانګو وګرځول.


دا د هدایت قلعه او داسي کلکه ډبره ده، چي په وړاندي یې د دښمن هر ډول غشي کار نه کوي، دا ښار د اسلام مناره، د ایمان پناه ځای، د عقیدې مدرسه، د تمدن مرکز او د وسطیت او اعتدال د منهج په رڼا کي د ټولي اسلامي نړۍ د قیادت، مشرۍ او لوړوالي پیلامه ده، الله تعالی فرمايي:

 

(وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا) [البقرة: ۱۴۳] 
ژباړه: او همداسي مو تاسي مینځ لارۍ او معتدل امت ګرځولي یاست.


دا پاک ښار له غلو، ترهګرۍ، وېرولو، ډله بازۍ او تحزب څخه لیري او په قرآن او سنت منګولي نیونکۍ دی، الله تعالی فرمايي:

(وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا ) [آل عمران: ۱۰۳] 
ژباړه: تاسي ټول د الله تعالی په کلکه رسۍ (قرآن او سنت) لاسونه ونیسئ او مه سره جلا کېږئ.


له دې ښار څخه د اسلام تمدن نورو ځایونو ته ورسېدی، چي له ځان سره یې نورو ته خیر، امن، رحمت، عدل، بخښنه او سوله یووړه، الله تعالی فرمایي:

(وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ) [الأنبياء: ۱۰۷] 
ژباړه: او موږ ته د ټولو مخلوقاتو لپاره یوازي او یوازي د رحمت په توګه لېږلی یې. 


مدینه منوره د الله تعالی په توحید، اخلاص، صحیح او سمي عقیدې، جوړ منهج، د دین د نښو په قوي کولو، د سنتو د بیرغ په اوچتولو، او د سلف صالحینو رحمهم الله د منهج په خپلولو او عملي کولو آباده ده، همدارنګه د حرمینو شریفینو مملکت هم له اولي ورځي پر همدغه منهج ولاړ دی.


په طیبه کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم نښې او روښانه مدرسه ده، او د دې ښار نښانې نور هم زیاتي دي
د دې حرمت لرونکي ځای نښي هیڅ کله له مینځه نه ځي، دلته د پیغمبر هغه منبر دی، چي هغه به ور ختی
دلته د هغه ښکاره نښي اوس هم پاته دي، او دلته هغه مځکه ولاړه ده، چي په هغې کي د پیغمبر د لمانځه ځای او مسجد و 
دلته هغه حجرې سته، کوم چي رسول الله صلی الله علیه وسلم به یې په مینځ کي اوسېده، او له الله تعالی له لوري به پر هغه روښنايي او رڼا وه دلته داسي نښي نښاني دي، چي په هر وخت کي پاته سوي دي، که هر څومره مصیبتونه او جنګونه پر راغلي دي، خو بیا هم په هر وخت کي د دې ځای نښي نوي بڼې اخلي


د مدینې منورې مبارکه مځکه


اې مسلمانانو!
دا مدینه منوره پاک ښار، د هجرت خاوره، او د سنتو ټاټوبۍ دی، څوک چي ورسره د میني او محبت، عبادت، او اجر لاسته راوړلو په نیت د مدینې زیارت وکړي، الله تعالی به اجر او ثواب ورکړي.


دا د ایمان پناه ځای، او د عدنان د اولادونو د سردار علیه الصلاة والسلام الاتمان الاکملان د هجرت ځای دی.


بخاري او مسلم له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت کړی دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
 (ایمان به داسي بېرته مدینې ته را ګرځي، لکه مار چي خپل غار ته ورځي).

 


او دا ستاسي لاندي د طیبې خاوره ده، دا ځایونه د نړۍ په ټولو ځایونو کي د زیات برکت لرونکي دي


دا هغه مدینه ده، چي پر سر یې د هدایت په ملغلرو ښکلی سوی تاج دی
دا مدینه په داسي زمانه کي د ایمان پناه ځای دی، چي نور ټول غوره ځایونه له نړېدلو او لوېدلو څخه په شکایت دي


د ایمان وروڼو!
الله تعالي دي ستاسي رعایت وکړي! د دې ښار له فضیلتونو څخه یو فضیلت دا دی، چي الله تعالی د دې له نامه سره ایمان ذکر کړی دی، الله تعالی فرمايي:

ِ(وَالَّذِينَ تَبَوَّءُوا الدَّارَ وَالْإِيمَانَ مِنْ قَبْلِهِمْ يُحِبُّونَ مَنْ هَاجَرَ إِلَيْهِم) [الحشر: ۹] 
ژباړه: او هغه کسانو چي (د مهاجرینو تر راتګ) مخکي یې مدینه منوره او ایمان خپل کړی و، هغه څوک خوښوي، چي د دوی لوري ته هجرت کوي.


امام مالک رحمه الله پر نورو ښارونو د مدینې منورې د فضیلت او غوره والي په اړه وايي: «مدینه د ایمان او هجرت ځای دی».


الله تعالی دي پر تاسي رحم وکړي! د مدینې بل فضیلت دا دی، چي الله تعالی خپل نبي صلی الله علیه وسلم دې ځای ته په هجرت کولو امر کړ؛ له ابو موسی اشعري رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (ما په خوب کي ولیدل، چي زه له مکې څخه داسي ځای ته هجرت کوم، چي هلته د خورما درختي ډېري دي، نو ما فکر وکړ، چي دا به یمامه یا هجر وي، خو هغه مدینه یثرب و). متفق علیه.


مسجد نبوي


مسلمانانو وروڼو!
اې د انسانانو د سردار سره مینه کونکو! الله تعالی دي ستاسي مخونه روښانه کړي، د مدینې تر ټولو لوی فضیلت دا دی، چي په دې ځای کي نبوي مسجد جوړ سوی دی، کوم چي پر تقوا بناء سوی دی، الله تعالی فرمايي:


 (لَا تَقُمْ فِيهِ أَبَدًا لَمَسْجِدٌ أُسِّسَ عَلَى التَّقْوَى مِنْ أَوَّلِ يَوْمٍ أَحَقُّ أَنْ تَقُومَ فِيهِ فِيهِ رِجَالٌ يُحِبُّونَ أَنْ يَتَطَهَّرُوا وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُطَّهِّرِينَ) [التوبة: ۱۰۸] 
ژباړه: ته هیڅکله په دې مسجد (ضرار) که مه درېږه، هغه مسجد چي له لومړۍ ورځي پر تقوا بناء سوی، ډېر د دې وړ دی، چي ته هلته (پر لمانځه) ودرېږې، په دې (مسجد) کي داسي خلګ دي، چي د ځان پاکي خوښوي، او الله تعالی ځان پاکونکي خوښوي.


مسلم په خپل صحیح کتاب کي له ابو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت کړی دی، وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلې یوې میرمني په کور کي و، زه ور داخل سوم، ورته ومي ویل: اې د الله تعالی رسوله! هغه کوم مسجد دی، چي پر تقوا بناء سوی دی؟ ابو سعید وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم د مځکي یو موټ شیګي پورته کړې، او بېرته یې پر مځکه وغورځولې او ویې ویل: (هغه دغه مسجد دی، هغه دغه مسجد دی)، یعني: مسجد نبوي.


د دې مسجد یو غوره والۍ دا دی، چي یو له هغو درو مسجدونو څخه دی، چي یوازي همدوی ته سفر روا دی؛ له ابو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: (سفر یوازي درو مسجدونو ته روا دی: زما مسجد، مسجد حرام او مسجد اقصی ته)، متفق علیه.

 


 

همداراز د دې مسجد بل فضیلت دا دی، چي په دې مسجد کي د علماوو په راجح قول سره د فرضو او نفلو لمونځونو ثواب څو برابره دی، له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
 (زما په مسجد کي یو لمونځ د مسجد حرام ماسوا د نورو مسجدونو د لمانځه په پرتله په زرو لمونځونو دی) متفق علیه.
دا مسجد پخوا او اوس هم د خلګو آرمان دی، دې ته هغه زړونه په شوق رازي، کوم چي لاره یې ورکه کړې وي


د جنت پاغچه
په دې مسجد کي یوه برخه د جنت یوه باغچه ده؛ له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (زما د کور او زما د منبر تر مینځ د جنت له باغچو څخه یوه باغچه ده، او زما منبر زما پر حوض دی).
الله تعالی دي موږ داسي سره یو ځای کړي، لکه څنګه چي یې د مصطفی د مسجد په ریاض الجنه کي سره یو ځای کړي یو، آمین آمین.

 

 

مدینه منوره د امن ځای دی


اې مسلمانانو!
الله تعالی دغه مدینه هم امن لرونکی حرم ګرځولی، چي نه به پکښي د چا وینه تويېږي، او نه به د جنګ لپاره سلاح پکښي ګرځول کېږي.


مسلم په خپل صحیح کي له سهل بن حنیف رضي الله عنه څخه روایت کړی دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې ته په لاس اشاره وکړه، او ویې فرمایل: (دا امن لرونکی حرم دی).


د مسجد نبوي د حرم ساحه او ممنوعات
په مدینه منوره کي د دوو حرو، او دوو غرونو تر مینځ ساحه حرم دی، له علي رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (مدینه د عیر او ثور د غرونو تر مینځ حرم دی)، متفق علیه.


نو په مدینه منوره کي به څوک د ښکار حیوان له حرم څخه بهر ته نه شړي، مرغه به یې نه ښکاروي، ځوځان به یې نه باسي، د عضاه وني او واښه به یې نه پرې کوي، مګر هغه څوک چي خپل حیوان ته یې ورکوي، ورک سوی شی به یې نه پورته کوي، مګر هغه څوک چي اعلانوي یې.


څوک چي د مدینې له اوسېدونکو سره چم کوي، او یا د بدۍ اراده ورته لري، نو داسي به ورک سي، لکه مالګه چي په اوبو کي ورکېږي.


رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: (څوک چي په ظلم سره د مدینې اوسېدونکي و وېروي، الله عز وجل به هغه و وېروي، او پر هغه د الله تعالی، ملائکو، او ټولو خلګو لعنت وي، الله تعالی به د قیامت په ورځ له هغه څخه نه فدیه او نه برابر عمل قبول کړي). امام احمد په مسند کي روایت کړی دی.


په مدینه منور کي بدعت او ایجادول

اې مسلمانانو!

چا چي په مدینه کي نوی کار او بدعت وکړ، یا یې بدعتي ته ځای ورکړ، نو هغه ځان د سخت عذاب لائق وګرځوی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (مدینه د عیر او ثور د غرونو تر مینځ حرم دی، چا چي په مدینه کي نوی کار او بدعت وکړ، یا یې بدعتي ته ځای ورکړ، نو پر هغه د الله تعالی، ملائکو، او ټولو خلګو لعنت دی، الله تعالی به د قیامت په ورځ له هغه څخه نه فدیه او نه د هغه سره برابر عمل قبول کړي). متفق علیه.


د مدینې طیبې سره د نبي کریم صلی الله علیه وسلم مینه


مسلمان امته!
د مدینې یو بل فضیلت دا دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم مینه ورسره درلوده – زما مور او پلار دي تر هغه قربان سي – هغه به فرمایل: (اې الله! موږ ته مدینه د مکې غوندي او تر هغه هم زیاته محبوبه کړه) متفق علیه.


همدا مدینه د رسول الله صلی الله علیه وسلم وطن او د هجرت ځای دی، محراب او منبر یې همدلته دی، همدا یې آرامګاه او د قیامت په ورځ د پورته کېدلو ځای دی.


مدینه د مصطفی د هجرت او آرام ځای دی، او کله چي جنګ او فتنه سخته سي، نو مدینه د زمریانو پناه ځای دی
د دې ښار اوسېدنه هر څوک خوښوي، په دې ښار کي د ایمان سره اوسېدنه اوچت شرف دی، او دا ښار له صحیحي عقیدې او تقوا سره خپل وطن ګرځول لوی عزت دی.


د دې ښار دننه اوسېدونکي به څومره خوشحاله وي؟!، د دې ښار شاوخوا اوسېدونکي زیارت کونکي څومره زیات خوشبخت دي؟!


رسول الله صلی الله علیه وسلم چي به کله له سفر څخه راغلی، نو د مدینې دیوالونو، کورونو او کوڅو ته به یې وکتل، بیا به یې خپل سپرلي تېز کړل، او هغه به یې تېز تګ ته وهڅول تر څو د مدینې د محبت په خاطر ژر ور ورسېږي، او کله چي به ورته را ورسید، وبه یې ویل: (دا طابه ده، او دا د احد غر دی، هغه زموږ سره او موږ له هغه سره مینه لرو).


د مدینې منورې برکتونه


اې مسلمانانو!
د دې مدینې په اوسېدنه کي دومره برکت دی، چي ټول د رزق پراخي او ډېروالي لږ ورته معلومېږي.


له ابو هريره رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (پر خلګو به داسي زمانه راسي، چي یو څوک به خپل د اکا زوی او دوست ته وايي: راځه یو هوسا ځای ته ولاړ سو، راځه یو هوسا ځای ته ولاړ سو، خو مدینه به د دوی لپاره خیر او ښه وي، که چېري دوی پوهېدلای)، مسلم.


اې د طیبې د ښار اوسېدونکو، نورو ځایونو ته کوښښ مه کوئ، ستاسي لپاره د احمد صلی الله علیه وسلم ګاونډیتوب کافي دی

 


څوک چي له دې ښار څخه بل پرمختللي ښار ته د دنیا په خاطر وځي، نو هغه پر هدایت نه دی.


مومنانو وروڼو!


د مدینې منورې کاسه، مد، پیمانه، خورما، لږ او ډېر ټول برکتي دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم د برکت دعاء ورته کړېده، هغه فرمايلي دي: (اې الله! په مدینې کي د مکې په اندازه دوه برابره برکت واچوه، او یو برکت دوه برکته کړه)، متفق علیه.


اې مسلمانانو!
دا طابه ده، دا طیبه ده، دا د خلګو د سردار علیه الصلاة والسلام ښار دی، دا ښار بې حسابه فضیلتونه او برکتونه لري، دا ښار د تاریخ په اوږدو کي اوچته ودانۍ، د ایمان او ورورولۍ لپاره محکمه قلعه، د عقیدې پناه ځای، د دعوت سرچینه او د تمدن منار پاته سوی دی.


الله اكبر! په مدینه کي د همېشني یادونو، او نه هېرېدونکو مېړانو ښکلی او تازه بوی لیدل کېږي.


وبعد.. اې مسلمانانو!
د مدینې منورې ساتنه کول پر هر چا فرض ده، د دې ښار د حرمت پاملرنه کول د هر ښه والي او خیر سبب ګرځي، د دې ښار د فضیلتونو نشرول او خپرول ګټوره وسیله ده، او د دې ښار هره برخه د فضیلت او غوره والي لرونکې ده، او هغه ځای چي په وحي او نزول آباد سوی، جبرائیل او میکائیل ورته راتلی، او له هغه ځایه ملائکي او روح پورته سوی، د دې وړ او لائق دی، چي د ټولو کوڅو او ځایونو تعظیم یې وسي، الله تعالی فرمايي:

 

(ذَلِكَ وَمَنْ يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّهِ فَإِنَّهَا مِنْ تَقْوَى الْقُلُوبِ) [الحج: ۳۲] 
ژباړه: او حقیقت دا دی، څوک چي د الله تعالی  د شعائرو تعظیم کوي، نو یقینا دا د زړونو د تقوا څخه دی .


د مدینې منورې له ښکلي بوی خوند اخیستل کېږي، وختونه یې غنیمت ګڼل کېږي، او ډېر ښه عملونه پکښي تر سره کېږي.


اې د خیر المرسلین ښاره! هغه ښار چي د خلګو هدایت پکښي کېږي او په آیتونو کي یې یادونه راغلې.


زما سره ستا مینه، شوق او لېوالتیا دومره زیاته ده، چي په ګرمۍ یې ډبري ګرمېږي


د زیارت کوونکو لپاره اداب


اې د مدینې غوره اوسېدونکو او زیارت کونکو!


څوک چي د مدینې منورې اوسېدنه اختیاروي، یا یې زیارت کوي، ورته پکار ده، چي نرم مزاجه او او صبر کونکی وي، د دې ځای حرمت په نظر کي ولري، د دې ځای د خلګو رعایت وکړي، له هغوی سره د هغوی د خیر په کارونو او غوره وختونو کي شرکت وکړي نه په خوراک کي، د هغوی اخلاق لاسته راوړي نه د هغوی ارزاق، د هغوی له نېکۍ څخه ګټه واخلي نه د هغوی له غنمو څخه، او له هغوی سره محبت وکړي، او د هغوی له دښمنۍ څخه لیري اوسي.


اې ښو زیارت کونکو!
تاسي د مصطفی ښار ته راغلي یاست- زما پلار او مور دي ور څخه قربان سي – نو د هغه د سنتو، لاري، او سیرت د تابعدارۍ کوښښ وکړئ، الله تعالی فرمايي:

(قُلْ إِنْ كُنْتُمْ تُحِبُّونَ اللَّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللَّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ ) [آل عمران: ۳۱] 
ژباړه: (اې پیغمبره!) دوی ته ووایه! که تاسي له الله تعالی سره محبت کوی، نو زما اتباع وکړئ، الله تعالی به ستاسي سره محبت وکړي، او ستاسي ګناهونه به وبخښي.


او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اطاعت او محبت غوښتنه دا ده، چي د هغه د مسجد د زیارت آداب زده کړل سي، پر هغه د هغه پر ملګرو – رضوان الله علیهما – د سلام کولو آداب زده کړل سي، همدارنګه باید د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ښار مدینه منوره کي د اوسېدلو آداب زده کړل سي، کوم چي تر اوسه پوري له برکتونو ډک دی، دا راز باید خپل اخلاق د محمدي اخلاقو، او مصطفوي خویونو تابع وګرځوي، باید پر هغه ځان مخته نه کړي، او د هغه په خوا کي باید آواز پورته نه کړي، الله تعالی فرمايي:


(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِيِّ وَلَا تَجْهَرُوا لَهُ بِالْقَوْلِ كَجَهْرِ بَعْضِكُمْ لِبَعْضٍ أَنْ تَحْبَطَ أَعْمَالُكُمْ وَأَنْتُمْ لَا تَشْعُرُونَ (۲) إِنَّ الَّذِينَ يَغُضُّونَ أَصْوَاتَهُمْ عِنْدَ رَسُولِ اللَّهِ أُولَئِكَ الَّذِينَ امْتَحَنَ اللَّهُ قُلُوبَهُمْ لِلتَّقْوَى لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ عَظِيمٌ) [الحجرات: ۲، ۳]

ژباړه: اې مومنانو! خپل ږغونه د پیغمبر پر ږغ مه اوچتوئ، او هغه ته داسي په زوره آواز مه کوئ، لکه: په خپل مینځ کي چي یو او بل ته آواز سره کوی، داسي نه چي (په دې کارونو سره) مو ستاسي د ناخبرتیا پرته عملونه برباد سي، یقینا هغه څوک چي د رسول الله په خوا کي خپل آوازونه ټیټوي، الله تعالی د همدوی زړونه د تقوا لپاره امتحان کړي غوره کړي دي، د دوی لپاره بخښنه او ستر اجر دی.


په مسجد نبوي کي بدعتونه او حرام کارونه کول


مسلمان امته!
پر موږ لازمه ده، چي په دې پاک ښار او په دې نبوي مسجد کي د شرعي آدابو خیال وساتو، نو آيا دا له آدابو څخه ده، چي په دې ښار کي یو څوک د صحیحي عقیدې او سنتو مخالفت او یا بدعتونه کوي؟! والله المستعان.


د الله تعالی بندګانو! له الله تعالی څخه و وېرېږئ، اې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره محبت کونکو! له الله تعالی څخه و وېرېږئ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ښار کي غوره آداب مراعت کړئ، او ټول په نبوي مسجد کي د اسلامي آدابو او دیني ورورولۍ پابندي وکړئ.

 


پر موږ لازمه ده، چي د الله تعالی حمد ووایو، او د هغه شکر اداء کړو، دا چي هغه پر موږ د دې مبارکو ځایونو نعمت کړی دی، باید دلته د آدابو، امن او لارښوونو پابندي وکړو، باید د دې ځای د امن ساتونکو او د مسجد حرام او مسجد نبوي د کارکونکو سره مرسته وکړو، الله تعالی دي دوی کامیاب او بریالي لري.


باید د دې ځایونو زیارت کونکي زیارت ته ځانونه فارغ کي، باید د عبادت او زیارت په مقابل کي په موبایلونو، تصویر اخیستلو او نورو کارونو بوخت نسي، همدارنګه باید له رش جوړولو او د خپلو وروڼو له تنګولو لیري اوسي.


ښځو ته ضروري لارښووني


ښځه چي کله مسجد شریف ته راځي نو باید په پوره ډول ځان په حجاب او عفت کي پټ کړي، او باید د نارینه وو له اختلاط څخه ځان وساتي.


له الله تعالی څخه د هغه د ښکلو نومونو او اوچتو صفتونو په وسیله غوښتنه کوو، چي په خپل فضل او مهربانۍ سره موږ ته د اسلامي آدابو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو د عملي کولو توفیق راکړي.


اې الله! موږ د هغه حوض ته وروله، اې الله! موږ د هغه حوض ته وروله، اې الله! موږ ته د هغه شفاعت را نصیب کړه، اې الله! موږ د هغه په مبارک لاس داسي اوبه کړه، چي بیا هیڅکله تږي نسو.


الله تعالی دي موږ ته په خپل فضل او مهربانۍ سره د مدینې منورې د اوسېدلو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسجد د زیارت کولو د آدابو توفیق راکړي، عليه أفضلُ الصلاة وأتمُّ التسليم -، وعلى آلِهِ الطيبين الطاهِرين، وصحابتِه الكرامِ الغُرِّ الميامِين.


أعوذُ بالله من الشيطانِ الرجيم:
 (لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا) [الأحزاب: ۲۱] 
یعني: یقینا ستاسي لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم (په ژوند، امرونو، او سیرت) کي غوره نمونه او بېلګه پرته ده، د هغه چا لپاره چي د الله تعالی او د آخرت د ورځي (خوف او د ښه ملاقات) امید لري، او الله تعالی ډېر یادوي.


     الله تعالی دي زما او ستاسو لپاره قرآنکریم او سنت برکتمن وګرځوي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ښکلي لاري او پخې خبري څخه دي ما او تاسو ګتمن کړي، زما خبره همدومره وه، زه له الله تعالی څخه د ځان ستاسو او ټولو مسلمانانو لپاره له هري ګناه، او تېروتني څخه د مغفرت غوښتونکۍ یم، تاسو هم له هغه څخه مغفرت و غواړئ، او توبه ورته وباسئ، یقینا هغه د رجوع کونکو بخښونکی دی.


دوهمه خطبه
الحمدُ لله ذي الطَّولِ نِعَمًا وامتِنانًا، وأشهدُ أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له أفاضَ علينا من جَزيلِ آلائِه أمنًا وإيمانًا، وأسبَغَ علينا من كريمِ ألطافِهِ مَنًّا وإحسانًا، وأشهدُ أن نبيَّنا وسيِّدَنا محمدًا عبدُ الله ورسولُه، صلَّى الله وبارَك عليه، وعلى آلِهِ وصحبِه والتابِعين، ومن تبِعَهم بإحسانٍ إلى يوم الدين، وسلَّم تسليمًا كثيرًا. أما بعد:


د الله تعالی بندګانو! له الله تعالی څخه و وېرېږئ، او د هغه شکر اداء کړئ، چي هغه تاسي ته د دې مقدسو ځایونو او او غوره خاوري نعمت درکړی دی.


مسلمانانو وروڼو!
دا هم د الله تعالی مهرباني او فضل دی، چي د سعودي عربستان د مبارک هیواد د حاکمانو لخوا بیا تر پرمختللي عصر پوري د مصطفی د ښار ډېره پاملرنه سوېده.


او د دې خبري تر ټولو روښانه دلیل د حرمینو شریفینو اوسنۍ بې مثاله او په زړه پوري آبادۍ، توسعات او جوړوني دي، چي دا د هر مسلمان لپاره فخر او په تاریخ کي یو ستر عمل دی، چي په دې سره د نړۍ له هري برخي څخه د د مسجد حرام او مسجد نبوي د زیات شمېر زیارت کونکو لپاره د راتګ زمینه برابرېږي، دا ټوله د دې لپاره چي د مصطفی صلی الله علیه وسلم د مسجد خدمت وسي، د دې مسجد زیارت کونکي آرام او په استراحت اوسي، او خپل عبادتونه او طاعتونه په ښه ډول سرته ورسوي.


په دې هیواد کي د اطمئنان، آرامتیا او آسانتیا لاندي د زیارت کونکو لپاره بې مثاله خدمات وړاندي کول، دا هیواد د دې لائق ګرځوي، چي په اسلامي سیاحت او ثقافت کي د اسلامي نړۍ پایتخت او مرکز وګرځي.


په آسمان کي د مکې جوړې! ښایسته سه، او په هر خیر سره ښکلې او روښانه سه


درود شریف مه هیروئ!
الله تعالی دي پر تاسي رحم وکړي! اوس پر هادي، بشیر او روښانه څراغ درود او سلام ووایاست؛ ځکه الله تعالی د قرآنکریم په محکمو آیتونو کي تاسي امر کړي یاست، هغه فرمايلي دي:


  (إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا) [الاحزاب: ۵۶]
 ژباړه: په باوري ډول الله تعالی او د هغه ملائکي پر رسول الله صلی الله علیه وسلم درود وايي، اې مومنانو! تاسي هم پر هغه درود او ډېر سلام و لېږئ.


     او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: "څوک چي پر ما یو درود و لېږي، الله تعالی د دې یوه درود په عوض کي پر هغه لس دروده لېږي" .


اې هغه خلګو! چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د شفاعت امید لری، پر هغه سلام او درود ووایاست
الله تعالی دي پر هغه دومره درود ووايي، څومره چي تلبیه ویونکی تلبیه وايي او محرم له احرام څخه ځان حلالوي
اللهم صلِّ على مُحمدٍ وعلى آل مُحمدٍ، كما صلَّيتَ على إبراهيم وعلى آل إبراهيم، إنك حميدٌ مجيد، 
وبارِك على مُحمدٍ وعلى آل مُحمدٍ، كما بارَكتَ على إبراهيم وعلى آل إبراهيم في العالَمين، إنك حميدٌ مجيد.
اللهم صلِّ وسلِّم وبارِك على الرحمةِ المُهداة، والنِّعمةِ المُسداة، صاحبِ المقام المحمُود، والحَوضِ المورُود، واللِّواءِ المعقُود، صاحِبِ الوَجهِ الأنوَر، والجَبينِ الأزهَر - بأبي وأُمِّي - عليه الصلاة والسلام -.


     اې الله! له ټولو اصحابو راضي سه، اې الله! له راشدینو خلفاوو راضي او خوښ سه!، اې ارحم الراحمینه! له ابو بکر، عمر، عثمان، علی ، ټولو اصحابو، تابعینو، څوک چي تر قیامته په ښه ډول د دوی تابعداري کوي، او زموږ ټولو څخه په خپل احسان، کرم او مهربانۍ سره خوښ او راضي سه!

     اې الله! اسلام او مسلمانان قوي او برلاسي کړه، اې الله! اسلام او مسلمانان قوي او برلاسي کړه، اې الله! اسلام او مسلمانان قوي او برلاسي کړه، شرک او مشرکان، کفر او کافران کمزوري او نابود کړه، عمره او زیارت کونکي په امان کړه، او دغه ښار او د مسلمانانو ټول ښارونه له امن، آرامۍ، ډېروالي او پراخوالي څخه ډک کړه!

    اې الله! موږ ته په خپلو وطنونو کي امن او سوله راوله، اې الله! موږ ته په خپلو وطنونو کي امن او سوله راوله، زموږ په هیوادونو کي همېشنی امن او استقرار راوله، زموږ حاکمان او د چارو سرپرستان اصلاح کړه،  توفیق ورکړه.

اې الله! د ټولو مسلمانانو امیرانو ته ستا د شریعت د تحکیم او ستا د کتا او ستا د نبي صلی الله علیه وسلم د سنتو د تابعدارۍ توفیق ورکړه، هغوی د خپلو مومنو بندګانو پر سر رحمت وګرځوه، او په خاص ډول زموږ د مدینې منورې امیر ته توفیق، مرسته او او کامیابي ورکړه.


اې الله! په هر ځای کي د مسلمانانو حالتونه سم کړه، اې الله! په هر ځای کي د مسلمانانو حالتونه سم کړه، اې الله! په هر ځای کي د مسلمانانو حالتونه سم کړه، اې الله! د دوی وینې وساته، اې الله! د دوی وینې وساته، اې الله! د دوی وینې وساته، یا رب العالمین.


اې الله! مسجد اقصی د ظالمانو له ناپاکه لاسونو خلاص کړه، اې الله! تر قیامته پوري یې اوچت او عزتمند وګرځوه. 


اې الله! زموږ د هغه مجاهدو وروڼو مرسته وکړه، چي په هر ځای کي ستا په لار کي جهاد کوي او تر ظلم او تېري لاندي دي، اې الله! په فلسطین کي د دوی مرسته وکړه، اې الله! په فلسطین کي د دوی مرسته وکړه.


اې الله! په عراق کي زموږ د وروڼو حالت سم کړه، اې الله! په شام کي زموږ د وروڼو حالت سم کړه، اې الله! په شام کي د ظالمانو په وړاندي زموږ د وروڼومرسته وکړه، اې الله! په یمن، بورما، اراکان او هر ځای کي زموږ د وروڼو حالت سم کړه، ، یا رب العالمین. 


اې الله! د مسلمانانو غم لیري کړه، مصیبتونه یې پورته کړه، د پوروړو پور اداء کړه، زموږ او د ټولو مسلمانانو مریضانو ته صحت ورکړه.


اې الله! زموږ پر دغه اجتماع رحم وکړه، زموږ تفرقه او اختلافات راته وبخښه، او زموږ په ډله کي هیڅوک مه بې برخي کوه.


اې الله! د حرمینو هیواد ته همېشنۍ عقیده، قیادت، امن، یووالۍ، استقرار، اجتماع او د رزق پراخي ورکړه، یا رب العالمین.


اې الله! زموږ او د ټولو مسلمانانو هیوادونه، د چم جوړونکو له چم، د حسد کونکو له حسد او د ظالمانو له ظلم څخه وساته، یا رب العالمین.


اې الله! زموږ د امن ساتونکو ته توفیق ورکړه، اې الله! زموږ د امن ساتونکو ته توفیق ورکړه، اې الله! زموږ د امن ساتونکو ته توفیق ورکړه، هغه څوک چي زموږ د هیوادونو او زموږ د حدودو ساتنه کوي، اې لوی او مهربانه ربه! اې الله! د دوی ویشتل برابر کړه، اې الله! شهیدان یې قبول کړه، زخمیان یې جوړ کړه، او دوی بېرته خپلو ځایونو ته جوړ، سالم او د ظالمانو ماتونکي را وګرځوه.


اې الله! ته یو الله یې، ستا پرته بل پر حق معبود نسته، ته غني او موږ فقیران یو، اې الله! پر موږ باران وکړه، او موږ مه نا امیده کوه، اې الله! پر موږ باران وکړه، اې الله! پر موږ باران وکړه، اې الله! پر موږ باران وکړه.


اې الله ! موږ ستا مخلوقات یو، نو موږ د خپلو ګناهونو په سبب ستا له فضل څخه مه محروموه، اې الله! موږ ستا څخه بخښنه غوړه، ته ډېر زیات بخښونکی یې، نو پر موږ باران و اوروه.


    (رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ) [البقره: ۲۰۱]
 ژباړه: اې زموږ ربه! موږ ته په دنیا او آخرت کي نېکي را په برخه کړه، او موږ د دوږخ له عذابه وساته.

(رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنْفُسَنَا وَإِنْ لَمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ) [الأعراف: ۲۳] 
ژباړه: اې زموږ ربه! موږ له ځانونو سره ظلم کړی دی، او که ته موږ ته بخښنه ونه کړې، او رحم راباندي ونه کړې، نو موږ به له تاوانیانو څخه سو.

اې زموږ ربه! زموږ څخه مو عملونه قبول کړه، یقینا ته اورېدونکی او باخبر ذات یې، زموږ توبه قبوله کړه، یقینا ته توبه قبلونکی او مهربانه یې، موږ، زموږ مور او پلار، د هغوی مور او پلار او ټولو مسلمانانو ته بخښنه وکړه، یقینا ته بخښونکی او مهربان یې.
سُبحانَ ربِّك ربِّ العزَّة عمَّا يصِفُون، وسلامٌ على المُرسَلين، والحمدُ لله ربِّ العالمين.


د حرم شریف نوري خطبې دلته لوستلای سی

سرته