تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په قران کي د جنین مراحل: علقه او مضغه (۴)
  تعلیم الاسلام
  November 13, 2017
  0

لیکنه: عبدالدائم الکحیل
ژباړه :عبدالله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

علقه (لخته شوې وینه)

کله چي سپرم د تخمې سره مدغم شي، جلا شوي حجرې فورًا فعالیت شروع کړي، او بیا القاح شوې تخمه د رحم د پردې خواته حرکت کوي ترڅو د رحم سره ونښلي. نو ځکه الله جل جلاله فرمایي:

 

(هَوَ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ...) [غافر: ۶۷] 

دى هغه ذات دئ چي تاسو ئې له خاوري پيدا كړئ، بيا ئې له نطفې، بيا ئې له علقې. 


القاح سوې حجره کاملاً د علقې شکل ته بدل شو، دا د حجرو هغه ګروپ دی کوم چي تقریبًا د ۶-۱۲ ورځو په جریان کي د انډومیټریوم (د رحم داخلي پرده) پر سر نښلي او د هغه لپاره بهترین ځای ټاکي!

 


 

دا چي څه شی د حجرو دا مجموعه دې ته هڅوي چي د رحم سره ونښلي او د هغه څخه ځان تغذیه کړي، دې خبري ساینس پوهان پرېشانه کړي؟!

 

مُضغة (د غوښي ژوول سوې ټوټه)


 

له هغه وروسته جنین د غوښي د ژوول سوي ټوټې ته ورته شکل ته بدلېږي، قرآن نوموړې مرحله داسي بیانوي:

(... ثُمَّ مِنْ مُضْغَةٍ مُخَلَّقَةٍ وَغَيْرِ مُخَلَّقَةٍ لِنُبَيِّنَ لَكُمْ وَنُقِرُّ فِي الْأَرْحَامِ مَا نَشَاءُ إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى) [الحج: ۵]
بيا له ژوول شوې يوې ټوټې غوښي چي شکل لرونکي هم وي او بې شکله هم؛ ترڅو تاسو ته حقیقت څرګند کړو او موږ چي کومه نطفه وغواړو تر یوې ټاکلي مودې پوري ئې په رحمونو کي ساتو. 

 


 پدې مرحله کي څه پېښېږي؟

 

بيا له ژوول شوي يوې ټوټې غوښي چي شکل لرونکي هم وي او بې شکله هم اوس د جنین اوږدوالی تر 4mm کم دی.

 

پدې مرحله کي مهم سیسټمونه لکه عصبي سیسټم، زړه او دماغ جوړېږي، د زړه ضربان شروع کېږي او همدارنګه ډېر سیسټمونه لکه تنفسي سیسټم، پښتورګي او ینه په چټکۍ سره وده کوي!

 


 

د جنین عکس د (غوښي د ژوول شوي ټوټې) په مرحله کي، پدې مرحله کي پر جنین باندي د غاښونو آثار معلومېږي، پدې مرحله کي د غوښي ددې کوچني ټوټې لیدل په سترګو ډېره ستونزمنه ده، د لیدلو لپاره ئې مایکرسکوپ ته ضرورت دی مګر الله عزوجل  ددې پړاو په اړه موږ ته داسي معلومات راکوي لکه موږ چي ئې په سترګو وینو!!!

 

د (۷) هفتو جنین، آیا پوهېږئ چي اوږدوالی ئې څومره دی؟ تر ۲cm  يې اوږدوالی کم دی، د هډوکو جوړښت په همدې پړاو کي شروع کېږي.

 

 


مخکنۍ برخي:

د انسان د خلقت په مراحلو کي د ایمان سفر
په قرآن کي د جنین د جوړښت مراحل
د انسان خلقت د خاوري او نطفې څخه

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته