تازه سرليکونه
د (مجتهدين او فقهاء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د امام قدوري رحمه الله پیژندنه
  تعلیم الاسلام
  November 21, 2017
  0

رالېږونکی: عزت الله / تعلیم الاسلام

 

د امام قدوري رحمه الله  خپل اصلي نوم  احمد د پلار نوم یې  محمد او د نیکه نوم یې  احمد دی د علامه قدوري کنیه نوم  ابوالحسین دی او نسبتي نوم یې  قدوري ، د بغداد اوسیدونکی دی .

 

ولادت  :

علامه قدوري رحمه الله د بغداد په قدور نومي کلي کې  په کال ۳۶۲ هجري  کې  ږیږیدلی دی او هم هلته اوسیدلی دی.

 

علامه قدوري له لمړنیو زده کړو وروسته علم فقه اوعلم الحدیث له رکن الاسلام ابوعبدالله محمد بن یحی مهدي جرجاني  [وفات ۳۹۸] څخه ولوستل  [ علامه ابوعبدالله د ستر فقیه امام ابوبکر الجصاص  خاص شاګر د ؤ ] او بیا ورسته  یې نور حدیث د وخت له سترو محدثينو څخه هر یو لکه علامه   محمد بن علي سوید ، علامه عبیدالله ، اوابوبکر احمد بن علي بن ثابت ، خطیب بغدادي  ، قاضي القضاة  ابوعبدالله  محمد بن علي  او داسې نورو ستر و محدیثینو څخه ولوستل  .

 

له فراغت څخه وروسته  :

علامه قدوري رحمه الله چې کله د وخت له مروجو علومو څخه  فارغ شو نو يې په تصنیف او تالیف باندي شروع وکړه  ، خو څرنګه چې د علامه قدوري رحمه الله زیاته  توجه د فقهي او حدیثو لوري ته وه ځکه یې نو د تصنیفونو مخه هم دغه لورته شوه او په دي دوعلومو کې یې ګڼ شمیر کتابونه ولیکل چې د ځینو نومونه یې په لاندي ډول دي  :

 

 

۱: تجرید : دا په اوه لویو جلدونو کې د فقه کتاب دی ، دا کتاب د فقهي په هغه مسائلو مشتمل دی چې د احنافو او شوافعو په مینځ کې مختلف فیها دي  .

 

۲: مسائل الخلاف: علامه قدوري رحمه الله په دي کتاب کې هغه مسائلي رایو ځای کړي دي چې د امام صاحب او صاحبینو په مینځ کې په کې اختلاف دی .

 

۳: القدوري:  په دې کتاب کې یې د فقهي عمده مسائل رایو ځای کړي دي  .

 

۴: التقریب : په دې کتاب کې یې ځيني فقهي مسائلي  د دلائلو سره په تفصیل سره ذکر کړيدي  .

 

۵: شرح مختصرالکرخي : د امام کرخي رحمه الله د مختصر  شرحه ده چې په فقهي موضوعاتو مشتمل دی  .

 

۶: شرح ادب القاضي: دا هم د فقهي په قضایې مسائلو مشتمل دی  .

 

همدا راز علامه قدوري رحمه الله په حدیثوکې هم څه کتابونه لیکلي دي. خو د علامه قدوري رحمه الله له ټولو  نه مشهور کتاب چې زموږ د تعلیمي نصاب پیلامه ورباندي کیږي مختصرالقدوري دی  .

 

 

مختصرالقدوري د فقه له بیلابیلو کتابونو څخه د نږدي زرو مسائلو انتخاب اورا ټولونه ده.

 

علامه طاش کبری زاده  رحمه الله د مختصر القدوري په اړه لیکې  :

ان هذا المختصر تبرک به العلماء  حتی جربوا قرائته اوقات الشدائد وایام الطاعون
یعني دا مختصرالقدوري یو داسې کتاب دی چې علماؤ په تبرک باندي نیول ، تر دې چې دوئ ددې کتاب قرائت د مشکلاتو او طاعون په مهال  تجربه  کړی دی.

 

او د مصباح انوارالادعیة مصنف رحمه الله لیکلي دي چې د مختصرالقدوري د یادوني او حفظ یوعجیبه برکت دا دی چې کله به هم هغه تن غربت  او مسکنت ونه ویني  .

 

او که څوک  یې د کوم حاجت لپاره له سر تر پایه وګوري او بیا دعا وکړي نو الله تعالی به یې دعا قبوله کړي. والله اعلم

 

امام قدوري او كتاب يې

علامه عيني رحمه الله د هدايي په شرحه كي ليكلي چې كله علامه قدوري د خپل كتاب المختصر د تصنيف څخه فارغ شو نو خپل كتاب يي په څنګ كې  واخيست او د مكي مکرمي په لور روان  شو، كله چي هلته ورسيده نو د طواف څخه وروسته يې په ډيرعجز د لوى خداى جل جلاله دربار ته لاس پورته كړ او داسي دعا يي وكړه :

 

لويه خدايه كه په دې كتاب كي كومه سهو ياغلطي وي  نورا ته ويي ښا يه  ( يا محوه يي كړه ) له ښه ډیري زارئ اوعجز وروسته چې يې كتاب پرانيستی نو پاڼه په پاڼه يې سره واړول  کتل یې چې په کتاب کې شپږ یا اوه ځایه محوه شوي ؤ او هغه ځایونه په کتاب کې سپین پاته ؤ. (احوال المصنفين ص:۱۹۰)

 

ښایې همدغه  برکت وي چې مختصرالقدوري د تصنیف له مهال تردې دمه  د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په تعلیمي نصابونو کې داخل کتاب دی  .

 

د امام قدوري رحمه الله مقام

خطیب بغدادي رحمه الله  لیکلي دي : چې موږ امام قدوري رحمه الله لیدلی ؤ ، له هغه نه مو حدیث اوریدلي دي  ، هغه ډیر ثقه او رښتونی ؤ  ، د حدیثو روایت به يې ډیر کم کاوه .

 

امام سمعاني رحمه الله  دده په هکله لیکلي دي  :

کان فقیها صدوقا انتهت الیه رئاسة اصحاب ابي حنیفة رحمه الله بالعراق ، عزعندهم قدره وارتفع جاهه وکان حسن  العبارة  في النظر مدیما لتلاوة القرآن  .

او علامه قاضي ابومحمد رحمه الله  د امام قدوري رحمه الله په اړه خورا په  تفصیل  تذکره کړیده او د هغه ډیر اوصاف یې ذکر کړيدي .

 

په فقه حنفي کې د احنافو په نظر کې هغه د سترمقام څښتن دی، علامه قدوري رحمه الله د فقهاؤ د څلورمي طبقي څخه ګنل کیږي او ټولو هغه ستر فقیه اومحدث بللی  دی  .

 

وفات او رحلت یې :

علامه قدوري رحمه الله په بغداد کې  د ۶۶  کلونو په عمر د دوشنبې په ورځ د رجب په پنځمه په ۴۲۸ هجري کې له پاني نړۍ سره مخه ښه کړي ده او هم هلته په شارع  منصور کې د مشهور امام او فقیه  ابوبکر خوارزمي رحمه الله ترڅنګ دفن شوی دی.

رحمه الله تعالی رحمة واسعة

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته