تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د میلاد لمانځني تاریخ او شرعي حکم (۱)
  تعلیم الاسلام
  November 29, 2017
  0
لیکوال: عبدالحی حنفي
 
د څه مودې راهیسي په ځینو سیمو کي د میلاد لمانځني موضوع په علمي کړیو کي د اختلاف ذریعه ګرځیدلې ده. د میلاد النبي قایلین د ربیع الاول د میاشتي څخه څو میاشتي مخکي د میلاد د لمانځني لپاره اماده ګي نیسي، کله چي د ربیع الاول دولسم تاریخ نژدې کیږي پر یوه کاغذ باندي د علماؤ یو څو اقوال لیکي او بیا يې په پراخه پیمانه نشروي. پر دې هم اکتفاء نه کوي بلکي د منبر او محراب څخه هم پر یاده موضوع بحث کوي او ټول یو د بل اقوال نقلوي. د افسوس ځای دا دی چي پر منبر د میلاد پر نه منونکي د ګمراه، وهابي ، د مذهبه وتلي... ټاپې لا هم وهي.
 
 
د مروجه میلاد د اثبات لپاره بعضي کسان هیڅ علمي وقار او د اختلاف اداب نه مراعتوي. اختلافي مسائل په خیرالقرون کي تر دې ډیر وه مګر هلته په علمي شکل تر بحث لاندي نیول کیده، یو پر بل د ګمراه ټاپې نه وهل کیدې، بلکي د دلیل په قوت یې خپله فتوا ثابتول، مګر اوس چون د اسلام دین مظلوم غوندي دی نو بعضي کسان د خپل مزاج او ذوق مطابق مسائل بیانوي، که دده مزاج اختلافي او جنجالي ؤ نو بیا به همدا مسئله په ټاپو او بدو الفاظو بیانوي او که يې مزاج معتدل ؤ نو بیا به په ښه ادبي او علمي شکل بحث پر کوي.
 
 
ټول امت ته معلومه ده چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم مقام ډير اوچت دی، د درست عالم لپاره رحمت لیږل سوی دی، دده اوچت مقام او عالي صفات غیرمسلمانانو پوهانو هم منلي دي. حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم پر امت ډیري پیرزویني لورولي خو امت يې پوره حق نه دی اداء کړی او نه یې دده د توصیو لحاظ کړی دی.
 
 
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حق اداء کیده دې حالت ته ورسیدل چي د ژوند په نورو چارو کي دده د راوړي شریعت او سنتو خاص اهتمام او په خلګو کي د سنتو د اتباع ولوله نه بدرګه کیږي – بلکي ددې پر ځای په ټول کال کي د حق د اداء کیدو د پاره د نصاراؤ په شان صرف یوه ورځ ټاکل کیږي، د حیرت ځای دا دی چي دغه نوې ایجاد سوې طریقه هم د شریعت خلاف عملي کیږي او د شریعت ټول حدود پکښي لاندي کیږي.
 
 
ددې مقالې موخه دا ده چي لومړۍ د میلاد تاریخ روښانه سي او مختلف اړخونه یې واضح سي او د خلګو دا سوال ته جواب پیدا سي چي (میلاد بعضي جایز او بعضي یې ناجایز بولي، د چا قول معتبر او باوري دی؟ لمانځل يې بهتر دي که پریښول؟) 
 
 
د مقالې بل مقصد دا دی چي د میلاد جواز ورکونکي موضوع د علمي اخلاقو او ادابو په مراعتولو وڅیړي او همدارنګه د میلاد مانعین نور هم په علمي او احسنه طریقه موضوع روښانه کړي، یو بل ته په علمي شکل دلایل وړاندي کړي، د بحث په جریان کي د اختلاف اداب مراعت کړي، او خپلو اسلافو ته وګوري. اختلاف خو ختمیده نه لري نو صحیح طریقه دا ده چي علمي اشخاص د خپل علمي وقار په نظر کي نیولو سره مسائل وڅیړي، یو طرف ته به د اختلاف مخه نیول سوې وي بل طرف ته به موضوع روښانه سي او د عوامو څخه به هم لاره نه ورکیږي.
 
 
د یادوني وړ ده چي موضوع اکثریت د دیوبند د علماؤ د معتمدو کتابونو څخه اخیستل سوې ده. 
 
 
د مقالې په لومړۍ برخه کي لاندي موضوعات په مختصر شکل بیانؤ:
 
 
  • د میلاد تاریخ
  • د سنتو د اتباع تاکید
  • د بدعت مذمت
  • علمي دوکه او د عوام غولول
  • علماء کرام مروجه میلاد ولي بدعت بولي؟
  • د څلورو مذاهبو د علماؤ فتواوي
  • د دارالعلوم دیوبند د اکابرو علماؤ فتواوي
 
 
د شریعت اصول او احکام
الله عزوجل چي یو ډير ستر علیم او حکیم ذات دی، یو داسي شریعت یې رالیږلی چي د انسانانو ټولي تشریعي اړتیاوي پکښي واضح سوي دي، اسلامي شریعت په نبوي دور کي کامل سوی دی او کاملیت او پوره والی یې په قراني ایت ثابت دی: (الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ) او د شریعت تر تکمیلیدو وروسته بل هیچا ته د قانون جوړولو اختیار نسته، الله تعالی فرمایي: (إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ.). 
 
 
ملا علي قاري رحمه الله د فقه الاکبر په شرحه کي ددې ایت شریف په اړه لیکي:
 
الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا. (الایة) فلا نحتاج فی تکمیله الی امر خارج عن الکتاب والسنة.
 
یعني موږ ته د دین د تکمیل د پاره دداسي امر حاجت نسته چي د کتاب او سنتو څخه خارج وي.
 
 
غرض دا چي اسلام په داسي شکل کامل نظام دی چي ددې څخه پرته په بله طریقه د الله تعالی راضي کول یقیناً ناممکنه ده او د ژوند ددې کامل نظام په شتون کي د بل چا ضابطې ته د کتلو ضرورت لا هم نسته. (راه سنت: ص ۱۱-۱۵ او ۱۸ علامه سرفراز خان صفدر)
 
 
د اصولو د علماؤ د تصریح مطابق د شریعت دلائل څلور دي:
 
 
  • د الله کتاب (قران)
  • د نبي علیه السلام سنت (حدیث)
  • د امت اجماع
  • د مجتهد قیاس
 
اجماع او قیاس هم په حقیقت کي کتاب او سنتو ته راجع او د هغو ثمره ده.
 
 
نن سبا ځیني کسان د میلاد د اثبات لپاره په ځینو احادیثو استدلال کوي حال دا چي یوازي د مجتهد قیاس معتبر دی نو ځکه د دوی قیاس غیر معتبر دی. علماؤ لیکلي دي چي د میلاد جواز ورکونکي یو لا هم مجتهد نه دی.
 
میلاد اول شیعه ګانو ایجاد کړی
علماء لیکي چي د ربیع الاول پر دولسمه د میلاد لمانځنه په لومړي ځل د شیعه ګانو یوې سیاسي ډلي په څلرمه هجري پیړۍ کي ایجاد کړی چي فاطمي خلفاء نومیدل. فاطميانو د خپل خلافت په دوران کي شپږ مختلف میلادونه ایجاد کړل لکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم میلاد او همدارنګه د حضرت علي، حضرت حسن، حضرت حسین، حضرت فاطمې رضی الله عنهم اجمعین او د وخت د خلیفه د مولود ورځي لمانځل یې رامنځ ته کړل.
 
 
مشهور مؤرخ علامه تقي الدین المقریزي لیکي چي فاطمي خلفاؤ د کال په اوږدو کي مختلف اخترونه جوړول لکه د کال په سر کي محفل او د میلاد النبي محفل او د حضرت علي رضی الله عنه، حسن او حسین رضی الله عنهما میلاد لمانځني، دی لیکي:
 
 
وكان للخلفاء الفاطميين في طول السنة: أعياد ومواسم، وهي: موسم رأس السنة، وموسم أول العام، ويوم عاشوراء، ومولد النبي صلى الله عليه وسلم، ومولد علي بن أبي طالب رضي الله عنه، ومولد الحسن، ومولد الحسين عليهما السلام... (المواعظ والاعتبار بذكر الخطط والآثار، قصور الخلفاء: ج۲، ص۱۱۸)
 
علامه ابن کثیر رحمه الله د فاطمیانو په اړه لیکي چي فاطمیان د مال لکبله ډير غنیان وه، ډیر سخت ظالمان او بد سلوکه، بد اخلاقه وه، د دوی په دولت کي بدعتونه، منکرات او مفسدین زیات سول او صالح علماء او عابدان کم سول. (البدایة والنهایة: سنة سبع وستين وخمسمائة...)
 
مشهور مؤرخ ابوالعباس القلقشندي لیکي چي فاطمي شیعه ګانو مختلفي جلسې او ناستي کولې چي یو په هغو کي د ربیع الاول پر دولسمه د میلاد النبي جلسه وه او همدارنګه دوی د حضرت علي رضی الله عنه د میلاد جلسه هم جوړول. (صبح الأعشى في صناعة الإنشاء ج۳، ص۵۷۶، الجلوس الثالث جلوسه في مولد النبي ...)
 
د میلاد لمانځني دا لړۍ همداسي جاري وه تردې چي وروسته د یوه بهادر حاکم (الافضل بن امیر الجیوش) لخوا دا میلادونه بند کړل سوه، کله چي د خلګو څخه دا میلادونه په هیریدو سوه نو په (۵۲۴) هجري پیړۍ کي یوه بل شیعه حاکم آلامر باحکام الله بیرته راژوندي کړل.
 
د شیعه ګانو تر سیاسي دورې وروسته په اوومه هجري پیړۍ کي د لومړۍ ځل لپاره میلاد لمانځنه د اربل په ښار کي مظفر پاچا بیرته رایج کړی. (الإبداع في مضار الابتداع: ۲۳۱ الشيخ علي محفوظ, عضو هئية كبار العلماء بمصر)
 
مولانا خلیل احمد سهارنپوري رحمه الله لیکي چي:  د مولانا شاه عبدالعزیز رحمه الله قصه صاحب تحفه په اوهام شیعه باب کي راخیستې ده چي د وفات ورځ یا د ولادت ورځ د غم او خوشحالۍ ورځ ګرځول د شیعه ګانو د اوهامو څخه دي. (براهین قاطعه: ۶۲-۶۳)
 
په شپږمه پیړۍ کي د میلاد بیا رایجول
علامه فاکهاني رحمه الله په المورد في الکلام مع عمل المولد کي لیکي: احدثها البطالون وشهوة نفس اعتنی بها الأكالون. یعني دا میلاد بیکاره او د نفس خواهش لرونکو ایجاد کړی دی او نس مارانو يې پابندي کړې ده.
 
بل ځای لیکي: اول من اخترعه الملک الاربل ومن رعایاه عمر بن ملا محمد وما کانا ثقتین عند اهل الشریعة لانهما یستمعان الغناء والملاهی بل کان الاربل یرقص.
 
 یعني میلاد یا دولسمه لمانځل د اربل پاچا او عمر بن ملا محمد ایجاد کړیده او دا دواړه د علماؤ په نزد ثقه او معتبر نه دي ځکه دواړو ساز اوریده حتی د اربل پاچا خو رقص او ایشله کول.
 
علامه احمد بن محمد مالکي مصري رحمه الله په قول معتمد کي لیکي:
 
صاحب اربل الملک المظفر ابوسعید الکوکري کان ملکاً مسرفاً یامر علماء زمانه ان یعملوا باستنباطهم واجتهادهم وان لا یتبعوا بمذاهب غیرهم حتی مالت الیه جماعة من العلماء وطائفة من الفضلاء.
 
یعني د اربل پاچا یو اسراف کوونکی پاچا ؤ د خپلي زمانې علماؤ ته یې امر کاوه چي پر خپل قیاس او اجتهاد عمل وکړي د بل تقلید یا پر مذهب دي نه ځي حتی چي د علماؤ او فضلاؤ یوه ډله د ترک تقلید خوا ته مایله سوه.
 
دلته څو خبري واضح سوې یو دا چي دا پاچا که د یوې خوا سخي ؤ لیکن اسراف کوونکی هم ؤ بل دا چي د ائمه وو د تقلید مخالف وو او نورو ته یې امر کاوه چي د فقهي مذهب پابندي ونه کړي یعني مظفر پاچا غیرمقلد ؤ او ددې ترڅنګ یې په میلاد کي د ساز محفل جوړاوه او همدارنګه په نورو اوقاتو کي به یې هم د رقص محفلونه جوړول.
 
مولانا رشید احمد ګنګوهي رحمه الله لیکي چي د تاریخ اکثره پوهانو د اربل پاچا فاسق سړی بللی دی. (فتاوی رشیدیه: ص ۲۵۴)
 
د میلاد په اړه لومړنی تصنیف
کوم مولوي چي تر ټولو مخکي د میلاد په اړه کتاب ولیکی هغه عمر بن دحیه ابوالخطاب نومیدی. دا کتاب يې هغه وخت ولیکی چي کله خبر سو چي د اربل پاچا د میلاد د مجلس سره مینه لري نو پاچا ته یې ځان ورسوی او دغه کتاب یې ولیکی او د پاچا په خدمت کي یې وړاندي کړی بالاخره پاچا خوشحاله سو او نقدي انعام یې ورکړی.
 
مورخینو او اصحاب الرجال ددغه عالم ډیر مذمت او بدي بیان کړې ده. 
 
 
علامه ذهبي رحمه الله لیکي:
 الخطاب بن دحية الاندلسي المحدث. متهم في نقله. (ميزان الاعتدال)
ابن دحیه اندلسي محدث په نقل کولو کي متهم دی.
 
علامه ذهبي صاحب یې نور تفصیل هم لیکلی دی چي نوموړی په لا یعني خبرو کي لویدی او دده پر نسب هم اعتراض سوی دی. او په ائمه وو پسي یې ډيري خبري هم کولې. بل ځای لیکي چي ابن دحیه په معرفت او بزرګي سره موصوف ؤ خو د بعضو داسي شیانو ادعا يې کول چي د هغه هیڅ اصل او حقیقت نسته.
 
علامه سیوطي صاحب لیکي:
وضرب يلجون إلى إقامة دليل على ما أفتوا به بآرائهم فيضعون وقيل إن الحافظ أبا الخطاب بن دحية كان يفعل ذلك وكأنه الذي وضع الحديث في قصر المغرب. (تدریب الراوي: ج۱، ص۲۸۱، والواضعون أقسام...)
 
یعني یو ډول د درواغو حدیث جوړونکي هغه دي چي د خپل عقل څخه فتوا ورکوي، کله چي دلیل طلب کړل سي نو د خپله ځانه حدیث جوړوي. ویل کیږي چي ابن دحیه همداسي کول او شاید هم ده د مغرب د لمانځه د قصر حدیث جوړ کړی وي.
 
دغه ابن دحیه چي د میلاد لمانځلو اولین کتاب یې لیکلی دی ظاهرالمذهب، غیرمقلد، متهم في النقل هم وو او په مخکنیو ائمه وو پسي یې بد ویل. د خپل عقل څخه یې فتواوي ورکولې او د درواغو احادیث یې جوړول... چي دغه ټول صفات نوموړی غیرمعتبر او غیرثقه ثابتوي. (تاریخ میلاد: ۲۵-۳۱، همدارنګه راه سنت وګوری: ۱۶۰-۱۶۴ )
 
د مروجه میلاد ایجادونکي درې واړه غیرمقلدین وه
په مخکني بحث کي معلومه سوه چي په دنیا کي د مروجه میلاد لمانځني لومړني ایجاد کوونکي فاطمي شیعه ګان وه او دوهم وار دا میلاد را ژوندی کوونکی عمر بن محمد موصلي او ده ته شهرت ورکونکی مظفرالدین اربلي او د میلاد په اړه لومړنی کتاب لیکونکی عمر بن دحیه وه. 
 
 
دا هم واضح سوه چي د اربل سلطان غیرمقلد ؤ ځکه د خپل وخت علماؤ ته یې حکم کاوه چي پر خپل اجتهاد عمل وکړي او د مذهب پابندي ونه کړي او بیا ددغه دعوت په نتیجه کي د علماؤ او فضلاؤ یوه ډله د مذهب څخه واوښتل.
 
او ابن دحیه هم غیرمقلد ؤ ځکه ابن حجر رحمه الله لیکلي دي چي هغه ظاهرالمذهب ؤ او د مذهب امامانو ته یې بد ویل او د سیوطي صاحب په وینا هغه د خپل عقل او رایي څخه فتوا ورکول او ددې په تائید کي یې د درواغو احادیث هم جوړول.
 
پاته سو عمر بن محمد موصلي نو د هغه د فتوا او مزاج حال د میلاد د ایجادولو څخه معلومیږي او بیا د میلاد په عمل کي د اربل د سلطان مقتدا ؤ او د تعجب ځای دا دی چي د ترک تقلید شاهي حکم جاري سوی ؤ او دغه شاهي فرمان (چي مذهب پرېږدی) عملي بڼه پیدا هم کړه. نو ځکه د عمر بن دحیه په شان د نوموړي غیرمقلد کیدل قرین قیاس خبره ده. (علامه ابن تیمیه رحمه الله لیکلي دي چي عمر بن محمد موصلي موضوعي احادیث روایت کول. مجموع الفتاوي: ج۱ ص۲۶۱)
 
غرض دا چي د مروجه میلاد لمانځني یا دولسمي لومړنی ایجاد کونکی، شهرت ورکوونکی (پاچا) او ددې کتاب لیکونکی درې واړه غیرمقلدین وه. (تاریخ میلاد: ص۳۱-۳۲)
 
د میلاد لمانځني لمانځونکي چي همیشه د میلاد پر نه منونکو د وهابي ټاپه وهي، یا يې د دولسمي پر موضوع د اسلام باسي.... او ځان کلک احناف هم بولي هغوی دي اوس ښه غور وکړي چي د میلاد په لمانځنه کي دوی د چا مقلدین سوه؟
 
 د غور ځای دی چي د میلاد قایلین د امام ابوحنیفه رحمه الله پر ځای د غیرمقلدینو پر ایجاد سوي عمل روان دي او په دې مسئله کي د غیرمقلدینو اتباع کوي.
 
د سنت طریقو د پیروۍ تاکید
جناب نبي کریم صلی الله علیه وسلم د سنتو د عملي کولو او ټینګ نیولو په اړه اشد تاکید فرمایلی دی او د سنت (طریقې) پر نه عملي کولو یې سخته زیاته ناراضګي ښوولې ده.
 
حدیث شریف کي راځي:
ژباړه: یقیناً زما وروسته چي څوک ژوند کوي هغه به ډیر زیات اختلاف وویني نو په داسي وخت کي پر تاسو لازم دی چي زما سنت (طریقې) او زما د هدایت یافته خلفاوو سنت لازم ونیسئ، هغه (خلفاء) چي هدایت کړل سوي دي، (دا سنت) ټینګ يې ونیسئ او په غاښو يې ټینګ ونیسئ او په دین کي د نوي نوي خبرو د پیدا کیدو څخه ځان وساتئ ځکه چي هره نوې خبره بدعت دی او هر بدعت ګمراهي ده. (ابوداود، ترمذي، ابن ماجه، احمد)
 
د سنتو د اتباع په اړه ډير زیات روایتونه راغلي دي مثلاً د مستدرک په حدیث کي راځي:
ژباړه: ای خلګو! ما په تاسو کي دوه شیان پرې ایښي دي، که تاسو هغه په مضبوطۍ سره ونیول نو هیڅکله به ګمراه نسی چي یو کتاب الله دی او بل د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم سنت (طریقه). (مستدرک، کتاب العلم)
د مستدرک په یوه بل روایت کي راځي چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: شپږ ډوله هغه خلګ دي چي پر هغو زه هم لعنت وایم، الله تعالی دي هم لعنت پر نازل کړي، په هغو کي یو (وَالتَّارِكُ لِسُنَّتِي) هغه شخص دی چي زما سنت (طریقه) پرېږدي. (راه سنت مختصراً)
 
د بدعت مذمت د نبوي ارشاداتو په رڼا کي
د دارالعلوم دیوبند مشهور او منلی محقق عالم علامه سرفراز خان صفدر صاحب لیکي:
 
آنحضرت صلی الله علیه وسلم چي تر شرک وروسته څومره د بدعت او د اهلِ بدعت تردید کړی دی شاید چي د بل شي دومره تردید به يې نه وي کړی او حقیقت همداسي دی ځکه په بدعت سره د دین اصلي شکل او صحیح نقشه بدلیږي، په بدعت سره د اصل او نقل، حق او باطل ترمنځ توپیر نه پاتیږي (د اهل کتابو د اسماني دینونو اصلي شکل د بدعتو په وجه د منځه ولاړی) او قرانکریم په صراحت سره دا امر کړی دی چي د دین د محوه کېدو دوې لاري دي:
 
۱: کتمانِ حق (د حق پټول)
۲: تلبیسِ حق و باطل (د حق او باطل یو د بل سره ګډول)
 
د همدغه اختلاط او تلبیس په وجه الهي دین د خلګو په خواهشاتو بدلیږي، د چا چي زړه وغواړي یو شی به پخپله خوښه دین ګرځوي او څوک به بیا د خپل خواهش په وجه یو شی د دین څخه باسي. نو دین به د خلګو د بازیو ذریعه وګرځي (معاذ الله تعالی)!
 
د یادولو وړ ده چي د یو کار د ثواب او عذاب فیصله صرف د الله تعالی کار دی او همدا کار تر خلګو رسول او ورته بیانول د نبي او رسول کار دی.
 
حضرت جابر رضی الله عنه روایت کوي چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم د جمعې په خطبه کي د زرګونو مجمعې ته خطاب کاوه، په لوړ اواز به یې دا ارشاد فرمایه:
أَمَّا بَعْدُ فَإِنَّ خَيْرَ الْحَدِيثِ كِتَابُ اللَّهِ وَخَيْرُ الْهُدَى هُدَى مُحَمَّدٍ وَشَرُّ الأُمُورِ مُحْدَثَاتُهَا وَكُلُّ بِدْعَةٍ ضَلاَلَةٌ. (مسلم)
ژباړه: اما بعد! بهترین بیان د الله تعالی کتاب دی او بهترینه نمونه او سیرت د محمد (علیه السلام) سیرت دی. او هغه کارونه بد دي چي نوي جوړ کړل سي او هر بدعت ګمراهي ده.
 
بل حدیث کي فرمایي چي هره ګمراهي دوږخ ته بیونکې ده. (نسائي)
 
همدا وجه ده چي جناب نبي کریم صلی الله علیه وسلم اهلِ بدعت د ټول کائینات د لعنت مستحق بللي دي او د هغو د تعظیم او توقیر څخه یې منع کړې ده او عبادات یې ور بې کاره کړي دي ترڅو چي د خپل بدعت څخه ګرځي. 
 
حدیث کي نبي کریم علیه الصلاة والسلام فرمایي:
مدینه منوره د عیر د مقام څخه بیا د ثور تر مقام پوري حرم دی نو چا چي په دې کي کوم بدعت ایجاد کړی یا يې کوم بدعتي ته پناه ورکړه نو پر هغه دي د الله تعالی او د ملائیکو او د ټولو انسانانو لعنت وي. د قیامت په ورځ نه د هغه څخه فرضي عبادت قبلیږي او نه نفلي. (بخاري، کتاب الجزیة، باب ذمة المسلمین...)
 
په دې حدیث کي د حرم د حدودو قید صرف د تقبیح او تشنیع د پاره دی. دا قید احترازي نه دی چي په حرم کي بدعت بد دی او د حرم دباندي بیا نه دی بد! کوم شی چي بدعت او بد دی هغه هر ځای او هر وخت بدعت او بد دی. هو! د ځای د شرف یا د زمانې د فضیلت په وجه د هغه بدوالی او قباحت نور زیاتیږي.
 
 د بدعت او بدعتي د تردید او مذمت د پاره تر دې نور کوم سخت الفاظ کیدلای سي؟ 
 
د ابن ماجه په روایت کي راځي: أَبَى اللَّهُ أَنْ يَقْبَلَ عَمَلَ صَاحِبِ بِدْعَةٍ , حَتَّى يَدَعَ بِدْعَتَهُ.
یعني الله تعالی د بدعتي د عمل د قبلیدو څخه انکار کړی دی ترڅو چي هغه خپل بدعت ترک نه کړي.
 
بل حدیث شریف کي فرمايي:
مَنْ وَقَّرَ صَاحِبَ بِدْعَةٍ فَقَدْ أَعَانَ عَلَى هَدْمِ الْإِسْلَامِ. (رواه البیهقي في شعب الایمان)
یعني کوم چا چي د یو بدعتي تعظیم او احترام وکړی نو هغه د اسلام په نړولو کي د هغه سره مرسته او کومک وکړی. (راه سنت: ۶۹-۷۲)
 
په بل روایت کي ارشاد فرمايي:
الله تعالی پر هر بدعتي د توبې دروازه بنده کړې ده. (طبراني في الاوسط وشعب الایمان، مجمع الزوائد)
 
ددې حدیث څخه معلومه سوه چي بدعت یو داسي قبیح، بد او منحوس شی دی چي د انسان په زړه کي کوم فطري نورانیت او صلاحیت دی، بدعت هغه ختموي او د نحوسیت اثر یې دا دی چي د توبې توفیق يې نه وي.
 
په عقلي لحاظ هم دا خبره بلکل صحیح ده ځکه چي کله بدعتي بدعت د ثواب کار وبولي او هغه کوي نو ولي توبه ور څخه وکړي؟ توبه خو د ګناه او جرم څخه کیږي، نه د نیکیو څخه. بدعتي د توبې دروازه پر خپل ځان په هغه وخت کي بنده کړې ده چي کله یې بدعت د ثواب کار وبلی.
 
د مؤمنانو مور حضرت عائشه رضی الله عنها روایت کوي چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
مَنْ أَحْدَثَ فِي أَمْرِنَا هَذَا مَا لَيْسَ فِيهِ فَهُوَ رَدٌّ. (بخاري، مسلم)
ژباړه: چا چي زموږ په دې کار کي کومه نوې خبره راویستل نو هغه مردوده ده. (راه سنت: ۷۲-۷۳)
 
حسن بصري رحمه الله فرمایي چي بدعتي څومره زیات په روژې او لمانځه کي مجاهده کوي هغومره له الله تعالی څخه لیري کیږي. د بدعتي سره مه کښېنئ ځکه هغه ستاسو زړونه در ناروغه کوي. (سنت او بدعت، ۳۴)
 
ابوالحسن وراق رحمه الله فرمايي: بنده الله جل جلاله ته یوازي د الله تعالی په مرسته او د هغه د ګران نبي صلی الله علیه وسلم د اوامرو د اقتداء په مرسته رسیدلای سي او څوک چي د الله جل جلاله سره د وصل کیدو لپاره د نبي کریم علیه السلام د اقتداء ماسیوا بله طریقه خپله کړي هغه د هدایت د ترلاسه کولو لپاره ګمراه سو. (سنت او بدعت: علامه مفتي محمد شفیع رحمه الله: ص۴۴)
 
د بدعت تعریف او ډولونه
 
مشهور عالم مولانا محمد ادریس کاندهلوي رحمه الله په عقائد الاسلام کتاب کي لیکي:
 
 بدعت په لغت کي هر نوي شي ته وايي، چي د هغه مثال د پخوا څخه موجود نه وي.
 
 د شریعت په اصطلاح کي: د بدعت معنی دا ده چي په دین کي کومه داسي نوې خبره را وایستل سي چي د نبي کریم علیه السلام څخه نه قولاً، نه فعلاً، نه تقریراً، نه صراحتاً او نه اشارتاً ثابت وي او بیا دا خبره دین وبولي، قربت او عبادت يې وګڼي او الله تعالی ته د نژدې کیدو ذریعه بللو سره هغه کوي. نو دا کار په شریعت کي بدعت دی.
 حدیث کي راځي:
مَنْ أَحْدَثَ فِى أَمْرِنَا هَذَا مَا لَيْسَ مِنْهُ فَهُوَ رَدٌّ. (رواه مسلم)
 
ژباړه: کوم شخص چي زموز په دې دین کي کومه نوې خبره راوباسي چي هغه د دین څخه نه وي نو هغه مردوده ده.
 احداث معنی: نوې خبره را ایستل یا رامنځ ته کول
 
 احداث درې ډوله دی:
 
۱: اِحداث في امرنا
۲: اِحداث في غیر امرنا 
۳: اِحداث لامرنا
 
 لومړۍ ډول (احداث في امرنا): یعني په دین کي کومه نوې خبره رایستل او په دین کي هغه داخلول چي هغه دین وبولي او د ثواب په امید وکړل سي. لکه د مړي دریمه، لسمه، څلوېښتمه، عرس (د یو بزرګ د وفات کلیزه) لمانځل.. نو داسي عمل بدعت دی.
 
 حکم یې: دا د ګمراهۍ موجب دی ځکه چي دین کامل سوی دی، کمی او زیاتی پکښي کول حرام دی. همدارنګه د بدعت په سبب په دین کي د تحریف دروازه پرانیستل کیږي.... لکه څنګه چي د یو حکومت په قانون کي یو ادنی کمی او زیاتی ستر جرم دی دغه ډول د شریعت په قانون کي د یوه حرف په اندازه کمی او زیاتی هم عظیم جرم دی.
 
 دوهم ډول (احداث في غیرامرنا): یعني غیر دیني کار چي مازي د دنیا لپاره وي، کومه نوې خبره (کار) رامنځته کول چي د دین سره کوم تعلق ونه لري لکه ریل ګاډۍ، طیاره، نوي اسلحې او داسي نور اسباب ، دا د هیچا په نزد هم بدعت نه دی.
 
 حکم یې: دا شرعي بدعت نه دی او نه ګمراهي ده بلکي جایز او مباح کار دی په دې شرط چي دا نوی شی د کوم شرعي حکم خلاف نه وي.
 
دریم ډول (احداث لامرنا): یعني د دین لپاره او د دین د حفاظت لپاره کومه نوې خبره یا کار رامنځ ته کول لکه: د صرفو علم، د نحوي علم، د بلاغت د علم تدوین، (د احادیثو جرح او تعدیل)، د فقهي او اصول الفقه تصنیف چي په دې غرض رامنځ ته سوي دي چي د دین تعلیم اسانه سي. 
 
 حکم یې: د دین د حفاظت او بقاء لپاره کیږي لکه دیني مدارس او دیني کتابتونونه نو دا احداث هم شرعاً بدعتِ سیئه نه دي بلکي که دا احداث د کوم داسي شرعي ضرورت پر بنا وي چي هغه شرعاً فرض او واجب وي نو دا احداث هم فرض او واجب دی...
 
 نو غرض دا چي د بدعت شرعي معنی همدا ده چي په دین کي کوم داسي کار را ایستل چي د شارع (نبي) علیه السلام څخه او د خلفاء راشدینو او صحابه کرامو رضی الله عنهم څخه نه قولاً ثابت وي، نه فعلاً، نه تقریراً، نه صراحتاً او نه اشارتاً ثابت وي او هغه دین ، قربت او عبادت ګڼلو سره وکړل سي نو دا شرعاً بدعت دی، بېله شبهې ضلالت او ګمراهي ده. (عقائد الاسلام: ص۳۱۳)
 
د عابدانو او زاهدانو قیاس
مخکي مو وویل چي نن سبا ځیني کسان د میلاد د اثبات لپاره د ځینو احادیثو څخه قیاس کوي حال دا چي یوازي د مجتهد قیاس معتبر دی نو ځکه د دوی قیاس غیر معتبر دی. علماؤ لیکلي دي چي د میلاد جواز ورکونکي یو لا هم مجتهد نه دی.
 
علامه سرفراز خان صفدر رحمه الله لیکي:
مخکي یادونه وسوه چي د مجتهد قیاس په څلرم قدم کي یو شرعي دلیل دی، خو د اجتهاد د پاره یو څو شرایط نهايي ضروري دي، په چا کي چي دغه شرایط نه وي د هغه خبره هیڅکله حجت نسي کیدلای. همدارنګه صرف د صوفیانو خبري هم شرعاً کوم حیثیت نلري مګر دا چي هغه خبري د شریعت موافق وي. 
 
علامه قاضي ابراهیم الحنفي رحمه الله لیکي:
کوم عابد او زاهد چي د اجتهاد اهل نه وي هغه په عوامو کي داخل دی د هغو د خبرو هیڅ اعتبار نسته، هو! که د هغو خبري د اصولو او معتبرو کتابونو مطابق وي نو بیا معتبر کیدایسي. (نفائس الاظهار ترجمه مجالس الابرار بحواله راه سنت)
 
حضرت مجدد الفِ ثاني رحمه الله څومره ښه فرمایلي دي:
 
عملِ صوفیه در حل و حرمت سند نیست. همین بس است که ما ایشان را معذور داریم و ملامت نه کنیم و مرایشان را بحق سبحانه و تعالی مفوض داریم. اینجا قول امام ابوحنیفه رحمه الله وامام ابویوسف رحمه الله و امام محمد رحمه الله معتبر است، نه عمل ابوبکر شبلي رحمه الله وابوحسن نوري رحمه الله. (مکتبوبات، دفتر اول، ۳۳۵، مکتوب ۲۶۶)
 
یعني د حضراتو صوفیانو خبره په حِل او حرمت (حلال او حرام ګرځولو) کي سند نه دی، همدا بس ده چي موږ هغوی معذور وبولو، ملامت یې نه کړو او معامله یې الله تعالی ته وسپارو. دلته د امام ابوحنیفه، امام ابویوسف او امام محمد رحمة الله علیهم قول معتبر دی، نه د ابوبکر شبلي رحمه الله او ابوحسن نوري رحمه الله غوندي صوفیانو عمل. (راه سنت: ص۶۱-۶۲)
 
مولانا ګنګوهي صاحب د میلاد د یوه سوال په جواب کي لیکلي دي چي د مشایخو په قول او فعل حجت نه راځي بلکي حجت د نبي کریم علیه السلام په فعل او قول او د مجتهدینو په اقوالو راتلای سي. (فتاوی رشیدیه: ص ۲۵۹)
 
د نفسِ ذکرِ ولادت او د مروجه میلاد ترمنځ د مځکي او آسمان فرق
علماء کرامو همیشه د میلاد په بحث کي دا دوې نقطې واضح کوي چي د نبي علیه السلام د نفسِ ولادت یادونه کول جلا شی دی او مروجه میلاد لمانځنه جلا شی دی، ددې دوو خبرو ترمنځ توپیر معمولي نه دی بلکي د مځکي او اسمان په اندازه توپیر سره لري چي دلته به یې واضح کړو:
 

 
- د نفسِ ولادت یادونه کول:
د ټول امت پر دې اتفاق دی چي د نبي اکرم صلی الله علیه وسلم د مبارک او معجز ولادت یادونه کول او سیرت يې بیانول د لوی ثواب سبب ګرځي.
 
علامه خلیل احمد سهارنپوري مهاجر مدني رحمه الله په براهین قاطعه کي فرمايي:
د فخر عالم علیه السلام د نفسِ ولادت یادونه کول هیڅوک نه منع کوي بلکي د ولادت مبارک یادونه کول یې د سیرت د نورو حالاتو په شان مستحب کار دی. (براهین قاطعه: ۸)
 
- مروجه میلاد لمانځنه پر دولسم د ربیع الاول
علامه سرفراز خان صفدر رحمه الله لیکي: یاد وساتئ چي د میلاد مجلس جلا شی دی او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د نفسِ ولادت ذکر بل شی دی، اول يې (یعني مجلس میلاد) بدعت دی او دوهم مندوب او مستحب دی. (راه سنت: ۱۶۱)
 
د مولانا رشید احمد ګنګوهي رحمه الله په حواله لیکي:
د فخر عالم علیه الصلاة والسلام د نفسِ ولادت ذکر مندوب دی مګر ددغو قیوداتو د شتون په وجه (د میلاد) دا مجلس ممنوع سو. (راه سنت: ۱۶۱)
 
یعني د نبي کریم صلی الله علیه وسلم سیرت بیانول هر وخت جایز دی مګر ددې لپاره یوازي د ربیع الاول دولسمه انتخابول او غوره ګڼل بدعت دی.
 
علماؤ په کومو شرایطو جایز کړی دی؟
ځینو علماؤ میلاد په خاصو شرایطو جایز بللی دی، د میلاد لمانځونکي د هغو په عبارتو دلیل وايي. په دې اړه د د دیوبند مشهور بزرګ، د حدیثو شارح او مستند حنفي عالم مولانا خلیل احمد سهارنپوري رحمه الله لیکي:
 
د ملا علي قاري رحمة الله علیه ددغه عبارت (وما کان حراماً هو مکروه فیمنع. مورد الروي) څخه څنګه ددغو (مروجه قیوداتو) جواز ثابتیږي؟ هغه خو مطلقاً مکروه منع کوي که هغه اصلي وي او که عارضي وي. نو هغه شیان چي د دوی په زمانه کي داخل سوي وه معلومه سوه چي په هغه وخت کي دا شیان د اباحت تر درجې نه وه لوړ سوي او دوامداره هم نه وه ، خو په اوس زمانه کي برعکس ټول اصل مباحات په دې مجلس کي د عوامو په نزد مؤکد او بدعت ګرځيدلي دي. (براهین قاطعه: ۱۶۳)
 
یعني جواز ورکونکو علماؤ خپله دا تصریح کړې ده چي په دې مجلس کي به مکروه کارونه نه وي، اوس خو د مکروه کارونو مجموعه ګرځیدلې ده نو ځکه د جواز ورکوونکو علماؤ په نزد لا هم مروجه میلاد بدعت ګرځي.
 
وروسته لیکي:
او ددې څخه دا هم معلومه سوه چي د هغو په وخت کي دا استحباب د تاکید او ټینګار په درجه کي نه وو او مباح د خپل حالت څخه نه وو اوښتی. د هغه وخت د میلاد په مجلس باندي د تاکید ګمان نه وو (چا پر دې میلاد ټینګار نه کاوه)، دا چي اوس د عوامو په زړو کي ددې میلاد تاکید او وجوب راغلی دی (دا کار حتمي بولي) نو مکروه سو.
 
ځیني وخت یو عمل داسي وي چي علماء يې د اباحت فکر کوي او ددې کار د اخري انجام فساد ته یې پام نه وي نو په دغه وخت کي د جواز فتوا ورکوي بالاخره په هغه کار کي وروسته کراهیت پیدا سي نو بیا دا کار په دغه وخت کي ممنوع ګرځي.
 
خپله یو مباح منصوصي امر (چي شرعاً ثابت وي) بعضي وخت ددغه تاکید په وجه مکروه ګرځي لکه په تداعي او اهتمام سره د څاښت د لمانځه په مسجد کي کول، علیحده خلګ ورته را ټولول، چي اصلاً مستحب دی خو د خلګو د تاکید په وجه حضرت ابن عمر رضی الله عنه بدعت وبلی. 
 
نو بس د شیخ عبدالحق او ابن حجر صاحب د تحریر څخه په اوس موجوده حالت کي دا مروجه محفل هیڅکله جایز نه سي کیدلای که څه هم په هغه وخت کي مباح وو. (براهین قاطعه: ۶۰)
 
بل ځای لیکي:
یو دوه علماء چي د شرعي نصوصو موافق خبره وکړي خو د دوی په مخالفت کي ټول نړۍ کومه خبره د شرعي نصوصو خلاف اختیار کړي نو هم هغه یو یا دوه عالمان به کامیاب، منصور او عند الله مقبول وي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
 
(لاَ یزَالُ طَائِفَةٌ مِنْ أُمَّتِي عَلَى الْحَقِّ مَنْصُورِينَ ، لاَ يَضُرُّهُمْ مَنْ خَالَفَهُمْ ، حَتَّى يَأْتِيَ أَمْرُ اللهِ عَزَّ وَجَلَّ.) (ابن ماجه)
یعني زما د امت یوه طایقه به همیشه پر حق روانه او کامیابه وي، مخالفین هیڅ ضرر نسي ورسولای ترڅو چي د الله عزوجل امر راځي.
 
طائفه خپله د یو شي برخي ته وايي او پر لږوالي دلالت کوي، (حتی علماء فرمايي چي طایفه یو یا دوه اشخاصو ته لا هم وايي).  
 
نو دلته خپله د فخر عالم صلی الله علیه وسلم ارشاد دی چي څوک د قران او سنتو موافق خبره کوي که څه هم ډیره لږ طایفه وي که څه هم یو کس وي، بس هم هغه پر حق دی! که ددې مخالف ټوله دنیا هم وي هغه (قول/عمل) مردود دی، او دلته دا خبره ښکاره سوه چي دا مروجه مجلس د شریعت د څلورو دلایلو خلاف عمل دی او په څلورو واړو دلایلو سره ددې بدعت والی ثابت دی، فماذا بعد الحق الا الضلال. شرعي حجت دا نه دی چي ډیر علماء يې کوي، شرعي حجت دا دی چي د شریعت د څلورو دلایلو څخه پیدا وي. (براهین قاطعه: ۱۶۸-۱۶۹)
 
علمي فریب او عوامو خلګو ته لویه دوکه
د میلاد بعضي قایلین د میلاد لمانځل دومره ضروري بولي چي هیڅ علمي وقار نه مراعتوي، د اثبات لپاره  عوامو او غیر علمي کسانو ته دوکه ورکوي، ددې دوکې څو صورتونه دي:
 
- کوم عالم چي د سیرت فضائل ذکر کړي وي او وروسته يې پر مروجه میلاد رد کړی وي، دوی اول عبارت را واخلي، دوهم عبارت چي د میلاد په رد کي دی هغه حذف کړي.
 
- د علماؤ د کتابونو څخه هغه عبارتونه را واخلي چي د نبي علیه السلام د ظهور، سیرت، بعثت او لوړ مقام په اړه وي. خلګو ته داسي ذهنیت ورکوي چي ګواګي دغه علماء مروجه میلاد د ثواب کار بولي. حال دا چي هغوی صرف د نبي علیه السلام ظهور، سیرت، نبوت او دده مبارک لوړ مقام تشریح کړی وي، نه دا چي پر دولسم تاریخ مروجه میلاد ثابتوي.
 
دلته تاسو ته ددې دوکې او فریب یوه نمونه لیکو، مثلاً یو عالم چي کله د میلاد تردید کوي نو لومړۍ د نبي کریم علیه السلام د محبت، تعظیم او سیرت بیانولو وضاحت ولیکي چي دا سیرت بیانول جایز دی خو وروسته متصل لیکلي وي چي مروجه میلاد بدعت دی، مګر د میلاد قایلین هغه مخکني یا وروستني عبارتونه ور څخه حذف کړي کوم چي د مروجه میلاد غندنه پکښي سوې وي:
 
د میلاد مجوزین د علامه ابن تیمیه رحمه الله یوازي دا عبارت را نقلوي:
فتعظيم المولد ، واتخاذه موسمًا ، قد يفعله بعض الناس ، ويكون له فيه أجر عظيم لحسن قصده ، وتعظيمه لرسول الله صلى الله عليه وسلم.
یعني د نبي علیه الصلاة والسلام د میلاد تعظیم په خاص موسم کي کول چي بعضي کسان یې کوي او د دوی لپاره د ښه نیت په وجه پکښي عظیم اجر وي او د نبي صلی الله علیه وسلم د تعظیم په وجه وي...
 
دا جمله د کتاب په دې باب کي راغلې ده (فصل في الأعياد الزمانية المبتدعة وبيان أنواعها) یعني د هغو زماني محفلو لمانځنه کوم چي بدعتونه دي او د هغو د ډولونو فصل (د باب نوم خپله د میلاد په رد کي دی!!!)
 
راځو هغه عبارت ته چي د میلاد قایلین يې حذفوي یا یې پټوي (!) ، علامه ابن تیمیه رحمه الله په همدې باب کي لیکي چي دا میلاد کوم چي دوی ایجاد کړی دی یا د نصاراؤ د مشابهت په وجه دی، یا د محبت په وجه دی، پر مطلق محبت خو ثواب ورکول کیږي مګر پر میلاد نه ورکول کیږي کوم چي بدعت دی ځکه:
 
فإن هذا لم يفعله السلف ، مع قيام المقتضي له وعدم المانع منه لو كان خيرًا . ولو كان هذا خيرًا محضا ، أو راجحًا لكان السلف رضي الله عنهم أحق به منا ، فإنهم كانوا أشد محبة لرسول الله صلى الله عليه وسلم وتعظيمًا له منا ، وهم على الخير أحرص . وإنما كمال محبته وتعظيمه في متابعته وطاعته واتباع أمره ، وإحياء سنته باطنًا وظاهرًا. (اقتضاء الصراط المستقيم لمخالفة أصحاب الجحيم) 
دا میلاد سلف صالحینو نه دی کړی سره ددې چي په هغه وخت کي يې مقتضا وه، اسباب یې موجود (هر کال دا ورځ د هغوی په ژوند کي راتلل) او هیڅ ممانعت هم نه وو، نو که دا خیر کار وای یا راجح وای نو هغوی تر موږ ډير ددې مستحق وه چي کړی یې وای ځکه هغوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم اشد محبت او تعظیم کاوه او د خیر پر کار ډير حریص وه. او د نبي علیه السلام مبحت او تعظیم د هغه په اتباع کي دی او د سنتو په ژوندي کولو کي دی. 
 
دا عبارت د همدې کتاب، په اړوند باب کي لیکل سوی دی، مګر د میلاد لمانځونکو یوازي هغه ټوټه را اخیستې ده چي د دوی د موقف په ګټه وي.
 
دا چي د میلاد په جواز کي هیڅ شرعي دلیل نسته نو د میلاد بعضي جواز ورکونکي د علماؤ د کتابونو څخه د یوې عامي موضوع اړوند  عبارتونه را اخلي او د هغو څخه په قیاس میلاد ثابتوي! نهايي زیات د حیرت ځای دی، چي اوس خبره د علماؤ د عامو عبارتو قیاس ته ودریده چي هیڅکله یو نوی عبادت نه په ثابتیږي.
 
همدارنګه دوی د دیوبند د علماؤ هغه عبارتونه را اخلي چي موضوع نیمه پکښي بیان سوې وي، وروسته عبارت چي موضوع پوره پکښي روښانه کیږي هغه عبارت نه را اخلي. مثلاً دوی دا عبارت را اخلي.
 
دوی د دیوبند د مشهور عالم د مشهور کتاب المهند دغه نیم عبارت را نقلوي:
فالأحوال التي لها أدنى تعلق برسول الله صلى الله عليه وسلم ذكرُها من أحب المندوبات وأعلى المستحبات عندنا. (المند علی المفند)
هغه احوال او حالات چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ادنی تعلق ولري د هغه یادونه کول زموږ په نزد یو ډیر محبوب او د اعلی مستحباتو څخه دی.
 
دا کتاب د خپل عصر ټولو علماؤ تصدیق کړی دی، کله چي څوک پورته عبارت ولولي نو ذهن ته یې دا راځي چي د دیوبند ټولو علماؤ د مروجه میلاد تصدیق کړی دی حال دا چي پوره عبارت مسئله بل ډول واضح کوي.
 
ددې عبارت یو څه وضاحت دلته رانقلو، دوی داسي لیکي:
د سیدنا رسول الله صلی الله علیه وسلم د ولادت شریف ذکر په صحیح روایاتو سره او په هغو اوقاتو کي چي د واجبو عباداتو څخه خالي وي، په هغو کیفیاتو سره وي چي د صحابه کرامو رضی الله عنهم د طریقې او د خیرالقرون (درو اولینو پیړیو) د علماوو د طریقې خلاف نه وي، او په هغو مجالسو کي چي د شرعي منکراتو څخه خالي وي نو بیا د خیر او برکت سبب ګرځي. په دې شرط چي په صادق نیت او اخلاص سره وي او په دې عقیده سره وي چي دا (میلاد) د نورو حسنه اذکارو په شان یو حسن ذکر دی او په هیڅ وخت او نیټه پوري مخصوص نه دی.  (المهند علی المفند)
 
صرف دغه یوه جمله مسئله واضح کوي: ( په هیڅ وخت او نیټه پوري مخصوص نه دی). یعني دا میلاد هغه وخت جایز دی چي په یو خاص وخت او تاریخ سره مقید نه وي. حال دا چي د میلاد لمانځونکو یوازي د ربیع الاول پر دولسم تاریخ میلاد کوي خو دغه نقطې دوی عوامو خلګو ته نه بیانوي ځکه په دې سره د دوی د عمل تردید راځي.
 
علماء کرام مروجه میلاد ولي بدعت بولي؟
دا یو ډير مهم سوال دی چي د کومو وجوهاتو لکبله علماء کرام عموماً او د دیوبند اکابر علماء خصوصاً (چي د حنفي مذهب نماینده ګي کوي) مروجه میلاد بدعت بولي؟ ځکه په مروجه میلاد کي خو نیک اعمال هم ترسره کیږي لکه د نبي اکرم صلی الله علیه وسلم سیرت بیانول، خیرات کول او داسي نور...
 
دلته هغه منکر کارونه را نقلوو چي زموږ په افغاني ټولنه کي را ایج دي.
 
۱: اسلام د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په نبوي دور کي کامل سوی دی، داسي هیڅ عبادت نسته چي نبي علیه السلام دي امت ته نه وي ښولی. مروجه میلاد چي نن یې خلګ لوی عبادت بولي، د عقیدې برخه یې ګرځوي، خلګ ددې التزام کولو ته دعوت کوي، دا لومړۍ په څلرمه پیړۍ کي شیعه ګانو رایج کړی او بیا په شپږمه پیړۍ کي یوه پاچا را ژوندی کړی، که دا د ثواب کار وای مهربانه نبي صلی الله علیه سلم به امت ته ښوولی وای. دین په نبوي دور کي کامل سوی دی او هیڅ د ثواب کار نسته چي نبي علیه السلام دي امت ته نه وي ښوولی.
 
۲: نبي اکرم صلی الله علیه وسلم په ډير ټینګار سره خپل امت د نوي عبادت څخه منع کړی دی، د ښه وضاحت لپاره یې دا حکم ورته کړی دی چي د خلفاء راشدینو اعمالو ته وګوری، د هغو پر سنتو روان سی او هغوی د لاري مشعل وګرځوی او د نوي ایجاد سوي عباداتو څخه ځان وساتی. خو د ربیع الاول پر ۱۲ تاریخ د میلاد لمانځل یو داسي نوی عبادت دی چي تر شپږمي پیړۍ پوري اسلامي امت په خبر لا هم نه ؤ! او د نبوي سنتو او د خلفاء راشدینو د سنت طریقې خلاف عمل دی.
 
۳: مروجه میلاد چي یوه رقص کوونکي او غیرمقلد پاچا ۶۰۰ کاله وروسته د خپل سیاسي هدف د پاره ایجاد کړی د شریعت د صریحو او ښکاره قواعدو سره ټکر لري. یو خو دا په دین کي یو نوی کار دی، بل دا چي پر نورو منکراتو او قیوداتو مشتمل سوی دی.
 
۴: د میلاد لمانځلو د پاره یو خاص وخت او زمان تعین سوی دی حال دا چي په شریعت کي د ځانه د وخت، ځای او شکل تعین او تخصیص منع سوی دی.
 
۵: یو شرعي حکم (لکه د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په ولادت خوشحاله کیدل، سیرت مبارک یې بیانول) چي په شریعت کي یې د عملي کولو مطلق حکم سوی دی، په کوم قید پوري مقید نه دی، دا مطلق حکم په وخت او خاص شکل سره مقید کول علماؤ ناجایز بللی دی، سلفو صالحینو ټول کال د سیرت درس تدریس کاوه. خو د مروجه میلاد قایلینو میلاد یوازي د ربیع الاول تر دولسم تاریخ پوري خاص کړی دی.
 
۶: میلاد لمانځل نن سبا خلګو ضروري ګڼلې دی، پر نه لمانځونکو او پر نه خوښونکو علماؤ رد او بد وایي. هغه څه ضروري بلل چي شریعت ضروري نه وي بللي، د التزام په عقیده کول، پر ترک کوونکو یې بد ویل، دا بدعت دی او د خپله ځان په دین کي زیادت دی.
 
۷: میلاد لمانځنه بعضي کسانو د عقیدې برخه ګرځولې ده، که چا د شیعه ګانو او د اربل پاچا دا عمل لمانځی او دا کار یې د ربیع الاول پر دولسم تاریخ منی د هغه عقیده صحیح بولي او که یې نه لمانځۍ یعني دا کار یې نه خوښاوه نو د هغه عقیده خرابه بولي، پر خلاف یې خبري کوي.
 
۸: ځینو علماؤ په پیل کي ددې جواز ځکه ورکاوه چي هغه مجالس د منکراتو څخه خالي لیدل کیده خو د نن سبا میلاد لمانځنه ددغسي غیرشرعي قیوداتو، منکراتو او د شریعت د اصولو د مخالفت په وجه ټولو معتبرو علماؤ بدعت بللی دی.
 
۹: ددې ترڅنګ په مروجه میلاد لمانځنه کي نور منکرات هم سته لکه اسرافونه کول، خلګو ته اذیت ورکول، دې مجلس ته په اهتمام سره خلګ دعوتول، بیلا ناغه په اهتمام سره پر دولسم تاریخ لمانځل، ضعیف او غلط روایات بیانول، په شعرو او نعتونو کي غلط الفاظ او د افضل الانبیاء علیه السلام په حق کي توهین امیزه کلمات کارول، پر نه لمانځونکو ردونه کول، سړکانو او کوڅو ته په ډلیز شکل راوتل او داسي نور...
 
۱۰: کوم مباح یا جایز کار چي پر منکراتو مشتمل سي د هغه پرېښول لازمي دي ځکه د هغه امر په شریعت کي نه دی سوی مګر د ګناه د پریښولو امر سوی دی. همدا رنګه ګناه چي څومره لږ وي بیا یې هم د پرېښولو حکم په شریعت کي راغلی دی د رخصت اجازه پکښي نسته: (فَإِذَا أَمَرْتُكُمْ بِشَىْءٍ فَأْتُوا مِنْهُ مَا اسْتَطَعْتُمْ وَإِذَا نَهَيْتُكُمْ عَنْ شَىْءٍ فَدَعُوهُ.) (مسلم)
 
دا خو د میلاد اړوند هغه غیرشرعي امور دي چي زموږ په ټولنه کي رایج دي، په ځینو نورو هیوادو کي تر دې لا هم لوی منکرات په میلاد کي ترسره کیږي.
 
 
ددې مقاله دوهمه برخه دلته لوستلای سی: میلاد لمانځل د څلورو مذاهبو د علماؤ له نظره

سرته