تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حضرت شاه ولي الله رحمه الله ژوندلیک
  تعلیم الاسلام
  December 1, 2017
  0

د مسند الأسانيد الشیخ شاه ولي الله رحمه الله ژوند لیک ته کتنه

 ليکنه: عبدالحسيب منصور
شاه ولي الله بن شاه عبدالرحیم بن وجیه الدین په ۴شوال/۱۱۱۴ھ کې د خپل مورني نیکه په کلي پهلت ضلع مظفرنګر کې پیدا شو، د دوی سلسله نسب د پلار له طرفه حضرت عمر (رضی الله عنه) او د مور له طرفه حضرت موسی کاظم پوري رسيږي، د دوی مشر شیخ شمس الدین مفتي د اسلامي حکومت په شروع کې برصغیر ته راغلی وو او رهتک علاقه کې اوسیدلو.

 

لومړی دا خاندان په علم او فضل کې ممتاز وو، خو بیا ورستو ددې خاندان اکثر خلق عسکري شول .

 

د شاه ولي الله نیکه وجیه الدین د توري او قلم خاوند وو، همدارنګه شاه عبدالرحیم قرآن مجید د هغوی نه زده کړی وو، لیکن شیخ وجیه الدین د یو عسکر په حیث مشهور دی، هغه د اورنګزیب عالمګیر رحمه الله په لښکر کې سردار وو، د شاه صاحب پلار د اوچتې پايئ یو عالم او صاحب فهم صوفي وو، شاه صاحب لومړنی تعلیم د خپل پلارنه زده کړو، او د لسو کالو په عمر کې هغه فوائد الضيائية (شرح جامي) وويله د ۱۵ کالو په عمر کې د تفسیر بیضاوي شریف د یو جزء په ويلو يې فراغت حاصل کړ، په دغه کال يي د خپل پلار په نقشبندیه سلسله کی بیعت وکړو، د اوولسو ۱۷ کالو وو چې شاه عبدالرحیم په ۱۲صفر۱۱۳۱ھ کې وفات شو، د هغوی په ځای يې تدریس شروع کړو، او تقریبا تر دولسو ۱۲ کالو پورې یې تدریس وکړو.

 

د ۱۱۴۳ھ په آخر کې يې حج وکړ، اګر چې په هندوستان کې د حدیثو سند د مولانا محمد افضل سیالکوټي رحمه الله نه حاصل کړی وو، خو بیا ھم د مکې معظمې او مدینې منورې د قیام په دوران کې یې د شیخ ابوطاھر مدني رحمه الله نه استفاده وکړه، او اجازت حديث يې حاصل کړو، په رجب۱۱۴۵ھ کې په خیریت سره وطن ته واپس راغلو، وطن ته د واپس رتلو نه ورستو تر آخر وخته پورې تقریبا دیرش کاله د مسلمانانو د دیني او سیاسي بد حالت د بهتر کولو د پاره يې کوششونه وکړل.

 


 شاہ ولي الله چې په کوم وخت کې سترګې پرانستي وې، د مغلو د سلطنت لمر په ډوبیدو وو، طوائف الملوکې عام وہ، ( ایسٹ انڈيا کمپنی ) سياسي قوت جوړیدو، په دیني لحاظ سره جاهل پيرانو او مکارو صوفيانو د بدعاتو او خرافاتو بازار ګرم کړی وو، په دې حالاتو کې شاه صاحب د امت مسلمه د اصلاح د پاره د زړه د اخلاصه ملا وتړله، شاه صاحب په ۲۹محرالحرام ۱۱۷۶  کې وفات شو او ډهلي کې د مهندیانو په قبرستان کې دفن کړی شو، د ھغوی نابغه ځامنو اصلاحي مشن جاري وساتلو او د امت د اصلاح اھمه فريضه يې ادا کړه.

 

د شاه صاحب مشهور تصنیفات:

۱ فتح الرحمان فی ترجمة القرآن
۲ الفوزالکبیر فی اصول التفسیر
۳ فتح الخبیر
۴ تاویل الأحادیث فی رموز قصص الأنیباء
۵ المسوی شرح موطا
۶ المصفی شرح موطا
۷ اربعون حدیثا
۹ الدرالثمین فی مبشرات الامین
۱۰ النوادر من احادیث سیدالاوائل والاواخر
۱۱ الفضل المبین
۱۲ الارشاد الی مهمات علم الاسناد
۱۳تراجم ابواب بخاری
۱۴الانتباه فی سلاسل اولیاء الله
۱۵حجة الله البالغه
۱۶البدور البازغه
۱۷الانصاف فی بیان سبب الاختلاف
۱۸عقدالجید فی احکام الاجتهاد والتقلید
۱۹السر المکتوم فی اسباب توین العلوم
۲۰قرة العینین فی تفضیل الشیخین
۲۱المقالة الوضیة فی النصیحة والوصیة
۲۲حسن العقیدة
۲۳المقدمة السنیة
۲۴فتح الودود
۲۵مسلسلات
۲۶رساله عقائد
۲۷التفهیمات الإلهیة
۲۸فیوض الحرمین
۲۹القول الجمیل
۳۰همعات
۳۱سطعات
۳۲لمحات
۳۳الطاف القدس
۳۴هوامع (شرح حزب البحر)
۳۵الخیرالکثیر
۳۶شفاء القلوب
۳۷کشف العینین فی شرح الرباعیتین
۳۸فیصله وحدت الوجود والشهود
۳۹سرورالمحزون
۴۰ازالة الخفا عن خلافة الخلفاء
۴۱انفاس العارفین
۴۲مکتوبات
۴۳قصیده اطیب النعم فی مدح سید العرب والعجم
۴۴دیوان اشعار عربي (کوم چه شاه عبدالعزیز جمع کړی او شاہ رفیع الدین مرتب کړی)
۴۵صرف میر (منظوم فارسی)
۴۶رساله دانش مندی.

سرته