تازه سرليکونه
د (د حرم خطبې) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د الله تعالى او د هغه د رسول ﷺ د امر اطاعت
  تعلیم الاسلام راډیو
  December 2, 2017
  0


بسم الله الرحمن الرحيم

د. حسین بن عبد العزیز آل الشیخ/ ژباړه: جمشید حقیار- ۲/ ۸/ ۱۴۳۸ هـ

لومړۍ خطبه

الحمدُ للهِ الملكِ الأعلَى، وأشهدُ أن لا إله إلا اللهُ وحدَه لا شريك له في الآخرة والأُولَى، وأشهدُ أن نبيَّنا محمدًا عبدُه ورسولُه النبيُّ المُصطفَى، اللهم صلِّ وسلِّم وبارِك عليه وعلى آلِه وأصحابهِ أُولِي التُّقَى.أما بعد!
اې مسلمانانو!

ځان او تاسو ته د الله تعالی د تقوا او وېري توصیه کوم، همدا د لومړنیو او وروستنیو لپاره توصیه او نصیحت دی.

اې مسلمانانو!

د معلوماتو او تکنالوژۍ په داسي زمانه کي د مسلمانانو تر مینځ منحرفې طریقې او خطرناک فکرونه خپرېږي، داسي فتنې دي، چي له مستقیم دین او ښو اخلاقو سره جګړه کوي، او انسانان چي کله له وحیو څخه لیري خپل افکار او نظریات په کار اچوي، همداسي حالت ته رسېږي.

 

نن ورځ مسلمانان یوې داسي تلي او ترازو ته ډېر زیات ضرورت لري، چي د دوی ښه او بد سره جلا کړي، او دوی ته سمه لاره له کږې لاري بېله کړي، خو الحمد لله، چي له مسلمانانو سره ثابت او نه بدلېدونکي الهي قواعد ورسره دي، چي دوی د امن او نجات په لور بیايي، او دوی له هر ذهرجن فکر او منحرف منهج څخه را ګرځوي.

 

د الله جل وعلا په کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو کي د مسلمانانو لپاره داسي قواعد نغښتي دي، چي دوی ته هر ډول سمه او برابره لار روښانه کوي، زموږ رب جل وعلا فرمايي:

 

(يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءَكُمْ بُرْهَانٌ مِنْ رَبِّكُمْ وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكُمْ نُورًا مُبِينًا (۱۷۴) فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَاعْتَصَمُوا بِهِ فَسَيُدْخِلُهُمْ فِي رَحْمَةٍ مِنْهُ وَفَضْلٍ وَيَهْدِيهِمْ إِلَيْهِ صِرَاطًا مُسْتَقِيمًا) [النساء: ۱۷۴، ۱۷۵]

 

  ژباړه: اې خلګو! ستاسي د رب له لوري تاسي ته ستر دلیل راغلی دی، او موږ ښکاره نور در لېږلی دی، هغه چا چي په الله تعالی ایمان راوړی دی او د هغه په (دین) یې ټینګ عمل کړی دی، هغوی به په خپلي مهربانۍ او فضل کي داخل کړي، او هغوی ته به مستقیمه لاره وښيي.

 

له خلګو څخه به د دنیا او آخرت د ژوند سختۍ او مصیبتونه هغه وخت لیري سي، چي کله د الله تعالی د کتاب په لاره ولاړ سي، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم طریقو ته ځان تسلیم کړي.

 

د امت د کامیابۍ راز

د الله تعالی بندګانو!

د اسلامي امت د جوړوالي او کامیابۍ راز په دې کي دی، چي ټول افراد او ټولني په پوره ډول د الله تعالی شریعت ته ځانونه تسلیم کړي، او خپل هر تحرک او عمل د الله جل وعلا د حکم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو تابع وګرځوي.

 

ځکه نو د دوی ټولو مسئولیت او وظیفه دا ده، چي د الله تعالی د امرونو تعظیم وکړي، او هغه په پټه او ښکاره، سختۍ او آسانۍ، خوښي او نا خوښي، مسکینۍ او خانۍ کي یاد وساتي، الله جل وعلا فرمايي:

 

(وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَنْ يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا مُبِينًا) [الأحزاب: ۳۶]

یعني مومن نارینه او مومني ښځي ته په کار نه ده، چي کله الله تعالی او د هغه رسول یو امر وکړي، بیا دي دوی هم (د الله تعالی او د هغه د رسول د امر په وړاندي) خپله خوښه او اختیار ولري، او چا چي د الله تعالی او د هغه د رسول نافرماني وکړه، هغه په ښکاره ګمراهۍ سره ګمراه سو.

 

دا آیت موږ اورو او وایو یې، مګر د الله تعالی کلام له ډېرو ژورو معناګانو او فائدو څخه ډک دی، دا آیت موږ په داسي اساسي قاعده امر کوي، چي باید د ټولو مسلمانانو د ژوند منهج او طریقه وګرځي، باید د هر مسلمان زړه ته کښته سي، او په خپل ژوند کي یې عملي کړي.

 

دا آیت موږ ته ډېر لوی اصل را ښيي، دا آیت حاکم، او محکوم، فرد او ټولنه، نارینه او ښځه په دې امر کوي، چي نه یوازي په عباداتو کي بلکي د ژوند په ټولو برخو، حالتونو او اړخونو کي د الله تعالی او د هغه د رسول امرونو ته سر ټیټ کړي، او اطاعت یې وکړي.

 

په دې آیت کي زموږ د رب جل وعلا له خوا موږ ته دا لارښوونه سوې، چي د ایمان غوښتنه، ښکاره صفت، او لوی رکن دا دی، چي موږ د الله تعالی په راضي کولو کي کوښښ وکړو، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په هدایت او طریقه عمل وکړو، او په هر حالت کي یوازي د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه امرونو ته ځانونه تسلیم کړو، او زموږ خواهشات، زړونه، نفسونه او غوښتني چي هر څه را څخه غواړي، خو موږ به پر دې ټولو د الله جل وعلا او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم امرونه وړاندي کوو.

 

د شریعت خبره منل د ایمان تقضا ده

د ایمان لوازم او غوښتني دا دي، چي د اسلامي ټولني هر مسلمان فرد د شریعت تر احکامو لاندي ژوند وکړي، او خپل ټول کارونه، تصرفات، حرکتونه او غوښتني د الله سبحانه وتعالی د کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو تابع وګرځوي، همدغه د کامیابۍ او بریالیتوب لاره ده، او همدغه د متقیانو او نجات موندونکو طریقه ده.

 

امام احمد روایت کوي، او د دې قصې اصل په صحیح مسلم کي هم موجود دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د یوې انصاري ښځي له پلاره وغوښتل، چي جلیبیب نومي صحابي ته خپله لور په نکاح ورکړي، جلیبیب ډېر مسکین سړی ؤ، نو د دې ښځي مور وویل: چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د جلیبیب ماسوا بل څوک پیدا نه کړ، چي زما لور ورته وغواړي؟! په الله قسم زه خپله لور نه ورکوم!، په دې وخت کي يې لور ډېره ښکلې خبره وکړل، هغې وویل:

تاسي غواړی، چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم امر رد کړی؟! دا چي رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه درته خوښ کړی، نو په نکاح مي ورکړئ.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې لپاره داسي دعاء وکړل:

 

«اللهم صُبَّ عليها الخيرَ صبًّا، ولا تجعَل عَيشَها كَدًّا»

ژباړه: اې الله! پر دې د باران په ډول خیرونه و اوروه، او د دې ژوند مه سختوه.

 

نو د دې دعاء په برکت په انصارو کي تر دې زیاته خیراتي او صدقه ورکونکې ښځه نه وه.

په دې قصه کي راغلي دي، چي جلیبیب وروسته له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په یوه غزوه کي ووت، او هلته شهید سو، او دا اوږده او مشهوره قصه ده.

 

د سنتو خلاف نیک عمل کول

اې مسلمانانو!

د یو مسلمان د صحیح او قبول سوي ایمان او د الله تعالی او د هغه د رسول د امر د منلو نښه او علامه دا ده، چي د الله سبحانه وتعالی له حدودو تېر نه سي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو عمل وکړي، د هغه د سیرت او ژوند تعظیم وکړي، او ټول ژوند د هغه په طریقه تېر کړي.

 

له طاوس څخه روایت راغلی، چي هغه له ابن عباس رضي الله عنهما څخه د مازدیګر تر لمانځه وروسته د دوو رکعتونو د کولو په اړه پوښتنه کړه، نو هغه منع کړ، او بیا یې پورته ذکر سوی آیت تلاوت کړ.

 

سالم بن عبد الله وايي، چي عبد الله بن عمر رضي الله عنهما وویل: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل، چي هغه وفرمایل: (کله چي ستاسي مېرمني ستاسي څخه مسجد ته د تللو اجازه وغواړي، نو هغوی مه منع کوئ)، په دې وخت د عبد الله بن عمر بل زوی بلال وویل: په الله تعالی قسم موږ به یې منع کوو، نو عبد الله بن عمر رضي الله عنهما مخ ور واړوی، او داسي سختي خبري یې ورته وکړې، چي ما له هغه څخه تر اوسه پوري داسي سختي خبري نه وې اورېدلي.

 

نو عبد الله بن عمر رضي الله عنه ولي داسي سختي پر وکړل؟ ځکه چي دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنت په ردولو سره د الله تعالی حرماتو ته یو ډول سپکاوی ؤ، او بیا یې ورته وویل: زه درته وایم، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي، او ته وايې: چي په الله قسم موږ به یې منع کوو؟! مسلم.

 

په دې اړه د صحابه ؤ او تابعینو قصې او حکایات بېخي ډېر دي، چي دوی به د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم د امر تعظیم کاوه، په هغه به یې عمل کاوه، او د هغه له مخالفت څخه به یې ځانونه ساتل.

د سلفو صالحینو تګ لاره

 

مسلمانانو وروڼو!

د دې امت پخوانی علماء او مسلمانان به د الله تعالی له امرونو نه تېرېده، دوی به د ځان لپاره هغه څه خوښول، کوم چي الله تعالی د دوی لپاره خوښ کړي دي، ځکه نو دوی په دې صفت سره د دنیا خیرونه او خوشحالۍ او په آخرت کي د الله تعالی رضایت او خوښي وګټل، نو هر څوک چي دا غواړي، هغه دي د دوی په طریقه او لاره ولاړ سي.

 

دې قصې ته غوږ ونیسئ، چي عائشه رضي الله عنها یې د دې منهج او طریقې په اړه روایتوي:

 

عائشه رضي الله عنها وايي: الله تعالی دي په لومړنیو مهاجراتو ښځو رحم وکړي، کله چي الله تعالی دا آیت نازل کړ:

 

(وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ) [النور: ۳۱]

ژباړه: ښځي دي په خپلو ګریوانو پوړني واچوي.

 

نو دوی خپل پوړني دوه ځایه کړل، او په هغو یې خپل مخونه او بدنونه پټ کړل. بخاري په معلقا روایت کړی، همدارنګه په سنن ابي داود کي راغلی او د محققینو په نزد یې سند صحیح دی.

 

ابن حجر وايي: مروط د مرط جمع ده، او مرط هغه پوړني ته وايي، چي ښځه ځان پکښي پټوي.

 

او د (فاختمرن) معنی دا ده، چي دوی خپل مخونه پټ کړل.

نو پر مسلمان لازمه ده، چي په همدغه منهج او طریقې تګ وکړي، او هغه طریقو ته دي نه ګوري، کوم چي له وحیو لیري دي، هغوی که هر څومره ځانونو ته دلیلونه جوړوي، مګر دلیلونه یې ټول کمزوري دي، او دغه فاسد او خراب منهج والا ته به ډېر ژر د دوی د منهج فساد او خرابوالۍ معلوم سي، چي د اسلامي ټولنو لپاره څومره زیات زیانمن او تاواني دي.

 

پر ټولو مسلمانانو واجب ده، چي د الله تعالی په شریعت عمل وکړي، او خپل ټول خواهشات، شهوات او غوښتني د الله تعالی د شریعت او حکم تابع وګرځوي، کله چي د دوی دنیوي کارونو، او بدني شهوتونو ته زړه وسي، نو باید د هغو حکم او رواوالي ته وګوري، او دې ته وګوري چي هغه څومره د صحیح شرعي منهج سره برابر دي، دوی دي بدیو ته له امر کونکو نفسونو و وېرېږي، او په دې فاني او ختمېدونکي دنیا دي ځانونه نه خطاباسي، ایا زموږ رب موږ ته داسي نه دي فرمايلي:


(وَمَا عِنْدَ اللَّهِ خَيْرٌ وَأَبْقَى أَفَلَا تَعْقِلُونَ) [القصص: ۶۰]

ژباړه: هغه (نعمتونه) چي له الله تعالی سره دي، هغه غوره او ډېر پاته کېدونکي دي، آیا تاسي نه پوهېږئ؟!

 

د رسول الله صلی الله علیه وسلم اصحابو رضي الله عنهم به په پوره او کامل ډول ځانونه د الله تعالی کتاب او سنتو ته تسلیمول، او په هغو به یې عمل کاوه.

 

کله چي شراب په پوره ډول حرام سول، الله تعالی وفرمایل: (فَهَلْ أَنْتُمْ مُنْتَهُونَ) [المائدة: ۹۱]

ژباړه: نو آیا تاسو ځانونه له (شرابو) را ګرځوی؟

 

عمر رضي الله عنه ته چي دا آیت واورول سو، هغه وویل: «موږ ځانونه له شراب څښلو را وګرځول، موږ ځانونه له شراب څښلو را وګرځول»، ټولو اصحابو د کورنو په کوڅو کي شراب توی کړل، د شرابو لوښي یې مات کړل، او نور یې ځانونه ځیني را وګرځول.

 

نو په همدې خاطر د دنیا او آخرت سعادت او نېکمرغي د دوی په برخه سول.

 

اې مسلمانانو!

په خپل دین ټینګ عمل وکړئ، او تر هر خواږه او ګران شي یې مخکي کړئ، تاسي به ګټمن، خوشحاله او کامیاب سی، الله سبحانه وتعالی فرمايي:

 

( وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِيمًا) [الأحزاب: ۷۰، ۷۱]

ژباړه: او هر چا چي د الله تعالی او د هغه د رسول اطاعت وکړی، یقینا هغه په لوی بریالیتوب سره کامیاب سو.

په دې سره به په د دنیا کي کامیابي او خوشحالي او په آخرت کي د الله جل وعلا رضایت او جنتونه وګټی.

 

مسلمانانو وروڼو!

د الله تعالی په وحیو خپل خواهشات او غوښتني مخکي کول، د الله تعالی د اختیار او خوښي نافرماني ده، او الله تعالی په خپلو بندګانو ډېر ښه خبر دی، کله چي انسانان د الله تعالی په نافرمانۍ کي ولوېږي، نو یا به په دین کي په بدعتونو او نویو کارونو لاس پوري کوي، یا به غلو او زیاتی کوي، او یا به په ګناه او د الله تعالی له امرونو څخه په سرغړونه کي واقع کېږي، چي دا ټول بد او ناوړه عاقبت دی.

 

نو چي داسي ده، باید ټول مسلمانان خپل هر عبادت، حرکت او عمل د شریعت له لارښوونو او امرونو سره برابر کړي.

زه له الله تعالی څخه د ځان ستاسو او ټولو مسلمانانو لپاره د مغفرت غوښتونکۍ یم، تاسو هم له هغه څخه مغفرت و غواړئ، یقینا چي هغه ډېر زیات بخښونکۍ او پوره مهربانه دی.

 

 

سرته