تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
قهر او غصه شیطاني حرکت دئ
  تعلیم الاسلام راډیو
  December 3, 2017
  0

لیکواله: ا. «غزنوی» / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


که عادت مو دا وي چې د هر هغه څه په اړه چې ترې خوښ نه یې، په غصه کیږی نو هیڅکله به سوکاله نه شۍ!
قهر او غصه د هغو ناوړو عاداتو څخه دی، چې انسان داسې ظالمانه او بی رحمه کارونو ته چمتو کوي چې وروسته به پرې پښیمانه وي، له همدې کبله  الله تعالی خپل بندګان له دې څخه منعه کوي او فرمایې:

(وَإِمَّا یَنزَغَنَّکَ مِنَ الشَّیْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللّهِ إِنَّهُ سَمِیعٌ عَلِیمٌ) سورة: الاعراف آیت نمبر: ۲۰۰
مطلب دا چي او که د شیطان لمسون تا په قهر کړي نو په خدای پناه وغواړه بیشکه هم هغه اوریدونکئ او پوه (عالم) دئ.


په ریښتیا هم چې قهر او غصه شیطاني حرکت دئ او شیطان غواړي چې ددې په وسیله انسان ناوړه کړو وړو ته وهڅوي. په سنن ابو داؤد کې راغلې دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: (قهر او غصه د شیطان څخه دی او شیطان د اور څخه جوړ شوی دئ او اور په اوبو وژل کیږي، چاته چې قهر ورشي نو باید هغه اودس وکړي)


غصه او قهر د انسان تر ټولو لوی دښمن دې چې د انسان تر نیمایې زیاته وینه کموي.غصه داسې ناوړه عادت دئ چې د هغه له وجهې مزاج خرابیږي، اخلاق بدلیږي محبتونه او خپلولۍ له منځه ځي، دښمني، عداوت، بغض او حسد پیدا کیږي او انسان لپاره یو مستقل عذاب جوړیږي.


د حضرت ابو هریرة رضی الله عنه څخه روایت دئ چې یو سړی راغئ او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې عرض وکړ چې یا رسول الله! ما ته څه نصیحت وکړه، هغوی صلی الله علیه وسلم ورته وویل چې: «غصه مه کوه یعنی په قهر کیږه مه» هغه سړي ته دا خبره یوه عادي خبره ښکاره شوه او په دوهم او دریم وار يې عرض وکړ چې ماته نصیحت وکړه،

رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته په هر وار وویل چې: «په قهر کیږه مه» په مسند احمد کې راغلي دي چې د همدغه صحابې بیان دئ چې هرکله ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دغه بیا بیا تکرار نه وروسته په خپل زړه کې پوره فکر وکړ نو دا حقیقت راته څرګند شو چې غصه د ټولو بدیو بنسټ دئ.


۱ـ کله چې غصه درشي نو چُپ شی، د شیطان له شر څخه په الله تعالی پناه وغواړی، خپل ځای بدل کړی که ولاړ وئ نو کیښینئ او که په دې هم ستاسو قهر سوړ نه شي نو څملئ.


۲ـ کله چې په قهر شئ نو اودس وکړئ خکه د قهر او غصې په حالت کې د وینې دوران زیاتیږي سترګي سرې اوړي او د انسان رنګ تک سور کیږي نو د اوبو د استعمال په اثر د انسان په مزاج کې سوړوالی پیدا کوي او د قهر او غصې ګرمي او حرارت د بدن څخه لرې کیږي.


۳ـ د غصې او قهر په وخت کې له صبر او عزم څخه کار واخلئ ځکه الله تعالی د ښو مسلمانانو په ستاینه کې ویلي دي چې هغوی خپل قهر او غضب زغمي « والکاظمین الغیظ»


۴ـ همیشه د الله جل جلا له ذکر او استغفار لولئ ځکه په دې سره پریشاني لیري کیږي او د توفیق دروازې خلاصیږي.


۵ـ هغه سړی پهلوان نه دئ چې بل را وپرزوي، پهلوان هغه څوک دئ چې د غصې په حالت کې ځان په قابو کې وساتي.

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته