تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ابوحنیفه ثاني مولانا رشيد احمد ګنګوهي رحمه الله
  تعلیم الاسلام راډیو
  December 5, 2017
  0

ليکوال: احسان الله عمر /تعلیم الاسلام ویب پاڼه


 ابتدائې حالات:

مولانا رشيداحمد ګنګوهي رحمه الله په ۶ ذي القعدې ۱۲۴۴ ھ ق کي د مولانا هدايت احمد ګنګوهي رحمه الله په کور کي پيدا سو. د مولانا رشيداحمد ګنګوهي رحمه الله نسب د پلار د طرف څخه ابو ايوب انصاري رضي الله عنه ته او د آنا له طرف څخه مولانا عبدالقدوس ګنګوهي رحمه الله ته رسيږي. 

دمولانا رشيداحمد  ګنګوهي رحمه الله پلار د امام شاه ولي الله رحمه الله د کورنۍ څخه علم زده کړی ؤ، او روحاني تربيت يې د شېخ غلام علي دهلوي رحمه الله څخه تر لاسه کړی ؤ.

کله چي حضرت ګنګوهی رحمه الله  اوه کلن ؤ پلار يې وفات سو، نو د حضرت ګنګوهي رحمه الله پالنه نيکه (قاضي پير بخش رحمه الله) او ماما(مولانا محمد  تقي صاحب) پر غاړه واخيستل.


 درس :

په کوچني والي کي يې د قرآن کریم تعليم د خپل مور څخه تر لاسه کی. لومړني فارسي کتابونه يې پر مياں بخش صاحب، مولانا محمد تقي صاحب او مولانا محمد غوث صاحب باندي وویل. ابتدائي صرف ونحوه يي پر مولانا محمدبخش صاحب ؤويل. د نور علم تر لاسه کؤلو لپاره په ۱۲۶۰ھ ق کي يې ډهلي ته سفر وکی. په ډهلي کي يې  د مولانا محمدقاسم نانوتوي رحمه الله سره يو ځای د مولانامملوک علي نانوتوي رحمه الله په درس کي ګډون وکی.

 

مولانا ګنګوهي رحمه الله تفسير، فقه، اصول فقه، معاني او داسي نور کتابونه پر مولانا مملوک علي نانوتوي رحمه الله باندي ؤويل او صحاح سته يې (د مولانا محمد قاسم نانوتوي رحمه الله سره يو ځای) پر شاه عبدالغني مجددي رحمه الله باندي ؤویل. مولانا ګنګوهي رحمه الله په ډهلي کي  د مولانا مملوک علی رحمه الله سره بیره پر شاه عبدالغني مجددي رحمه الله، شاه احمد سعيد رحمه الله، مفتي صدرالدين رحمه الله او قاضي احمد دين رحمه الله څخه شرف تلمذ حاصل کړی ؤ. په ډهلي کي يې ټوله تعليمي وخت څلور کاله ؤ.


تدريس:

مولاناګنګوهي رحمه الله په  خپل وخت کي د احاديثو او فقهي امام ؤ. تر څوارلس واري يې زيات هدایة تدريس کړې وه. د لومړي ځل لپاره مولانا ګنګوهي رحمه الله صحاح سته ټوله کتابونه په يوه کال کي ختمول شروع کړه.  مولانا ګنګوهي د طالب علمي په وخت کي ابتدائي کتابونه تدريس کول. لومړنی شاګرد يې ملا محمود رحمه الله (د دارالعلوم ديوبند لومړنی استاد) او آخرنی شاګرد يې د شيخ الحديث مولانا زکریا رحمه الله پلار مولانا يحيٰ صاحب رحمه الله ؤ.

مولانا ګنګوهي رحمه الله  د ۱۲۶۵ھ ق څخه بيا تر ۱۳۱۴ھ ق پوري ۴۹ کاله تدريس وکی. د عمر په آخري ورځو کي د مولانا ګنګوهي رحمه الله سترګي ډيري کمزري سوې؛ نو مولانا ګنګوهي رحمه الله تدريس کول بند کړل. 


 واده :

مولانا ګنګوهي رحمه الله د فاضليت څخه وروسته خپل وطن ګنګوه ته ولاړی. په ګنګوه کي د مولانا ګنګوهي رحمه الله ماما او استاد مولانامحمدتقي صاحب خپله لور د مولانا ګنګوهي رحمه الله په نکاح کړه او  مولانا ګنګوهي رحمه الله په ګنګوه کي پاته سو.


بيعت او سلوک :

یوه ورځ  مولانا ګنګوهي رحمه الله د حاجي امدادالله مهاجر مکي صاحب رحمه الله د ليدلو لپاره تهانه بهون ته ولاړی. هلته يې د حاجي صاحب رحمه الله سره بيعت وکی او د څلوېشت وروځو څخه وروسته کله چي  مولانا ګنګوهي رحمه الله  کورته د تلو اراده وکړه نو حاجي صاحب رحمه الله خلافت او د بيعت کولو اجازه هم ور کړه. 

د سترو علماؤ استاد او مربي

مولانا ګنګوهي رحمه الله خپل پلرني وطن ته ولاړی او هلته يې د مولانا عبدالقدوس ګنګوهي رحمه الله خانقاه درې سوه کاله بعد یواري بيا فعاله کړه.  مولانا ګنګوهي رحمه الله په دې خانقاه کي د حضرت شيخ الهند محمود حسن رحمه الله، شاه عبدالرحیم رائپوري رحمه الله مهتمم دارالعلوم ديوبند، شیخ الحديث مولانا خليل احمد سهارنپوري رحمه الله، مفتي اعظم عزيزالرحمن عثماني رحمه الله، مولانا مفتي کفایت الله دهلوي رحمه الله ، بحر العلوم محدث کبير شاه انورشاه کشميري رحمه الله ، باني تبليغ مولانا محمد الياس کاندهلوی رحمه الله، شیخ العرب و العجم مولانا حسين احمد مدني رحمه الله او داسي په سونو مشائخو روحاني تربيه وکړه. 

 
سياسي ژوند:

په ۱۸۵۷م کي په هندوستان کي د انګرېزانو پر خلاف عمومي جهاد اعلان سو. مولانا ګنګوهي رحمه الله د خپل هم سبق (مولاناقاسم نانوتوي رحمه الله) او شيخ (حاجي امدادالله مهاجرمکي رحمه الله) سره يو ځای په دې جهاد کي ګډون وکی. حاجي صاحب  رحمه الله امام ، مولانا نانوتوي رحمه الله سپاه سالار او  مولانا ګنګوهي رحمه الله قاضي مقرر سو.  د مسلمانانو بدبختي وه چي ټولو ماته وخوړل. انګرېزانو د بدل اخيستلو لپاره هر عالم شکله سړی دار ته پورته کوی.  مولانا ګنګوهي رحمه الله چي په دې جهاد کي قاضي ؤ، نو دی ونيول سو. الله جل جلاله ته د مولانا ګنګوهي رحمه الله مرګ منظور نه ؤ؛ نو  مولانا ګنګوهي رحمه الله د انګرېزانو د پنجو څخه روغ رومټ را ؤوتی. 


د دوو سترو مدرسو سرپرستي:

مولانا ګنګوهي رحمه الله يو د هغو جليل القدر علماء څخه ؤ، چي د نړۍ د دو عظيمو مدرسو (دارالعلوم ديوبند او مظاهرالعلوم سهارانپور) بنسټ ايښؤنکي و. په ۱۲۹۷ھ ق کال کي د دارالعلوم ديوبند سرپرست مولانا محمدقاسم نانوتوي رحمه الله او مظاهرالعلوم سهارنپور سرپرست مولانا احمد علي محدث سهانپوري رحمه الله دواړه وفات سول. دا کال د مدارس الهند لپاره عام الحزن ؤ؛ نو مولانا ګنګوهي رحمه الله تر مرګ پوري د دواړو مدرسو سرپرست پاته سو. 


تقویٰ:


 مولانا ګنګوهي رحمه الله د تقویٰ  يوه نمونه وه. مولانا علي رضا صاحب رحمه الله چي د مولانا ګنګوهي رحمه الله شاګرد ؤ.مولانا علي رضا صاحب رحمه الله  ډېر کلونه د مولانا ګنګوهي رحمه الله په خدمت کي تېر کړي وه، نو مولانا فرمايي"په ټوله عمر مي د مولانا ګنګوهي رحمه الله يو فعل هم د سنتو خلاف نه دی ليدلی".

يوخت د دارالعلوم ديوبند په دستاربندی کي د ماځيګر لمونځ مولانا محمديقوب نانوتوي رحمه الله لمونځ دره ولی ؤ، مولانا ګنګوهي رحمه الله باندي ناوخته سوی ؤ؛ دلمانځه څخه وروسته مولانا ګنګوهي رحمه الله ډېر خوابدی ناست ؤ، يو چا پوښتنه ځني وکړه چي حضرت! ولي داسي خوبدی ناست يې؟ مولانا ګنګوهي رحمه الله ؤويل " نن ۲۲ کاله وروسته تکبير اولیٰ را څخه تېر سو" سبحان الله!


دا د مولانا ګنګوهي رحمه الله د تقویٰ 'مشت نمونۀ خوروار‘ واقعات وه. ځکه په لسونو کتابونه د مولانا ګنګوهي رحمه الله د تقویٰ د واقعاتو څخه غني دي.  


د مولانا ګنګوهي رحمه الله عشق مآب رسالت (صل الله عليه وسلم) :

مولانا ګنګوهي رحمه الله په ټوله عمر د مدينې منورې د خورما مندکې نه دي غورځولي. يوخت يې ؤويل “خلګ د زم زم د اوبو ډبې او د مدني خورماؤ مندکي غورځوي، دا فکر لا هم نه کوي چي دا د مدينې منورې او مکې معظمې هوا وهلي دي."

مولانا عاشق الهي رحمه الله فرمايي يوخت مولانا ګنګوهي رحمه الله ما ته د مدينې منورې خاوره مبارکه را کړه او راته يې ؤويل د ا خاوره وخوره،  ما ورته ؤويل حضرت خاوره خوړل خو حرامه ده، نو مولانا ګنګوهي رحمه الله راته ؤويل "

میاں! هغه نوره خاوره حرامه ده، دا خو د مدينې منورې خاوره ده." د مولانا ګنګوهي رحمه الله سره يوه د کعبې د چوکاټ ټوټه وه؛ چي مولانا ګنګوهي رحمه الله د تبرک لپاره د ځان سره ساتلې وه.

د حج زيارت:


 مولانا ګنګوهي رحمه الله په خپل ټوله عمر کي درې واري حج ته تللۍ ؤ. په يو حج کي مولانا محمد قاسم نانوتوي رحمه الله ، مولانا محمد يعقوب نانوتوي رحمه الله، مولانا رفیع الدين رحمه الله مهتمم دارالعلوم، حضرت شيخ الهند رحمه الله ، حکيم ضياء الدين رحمه الله او د مولانا مظهر نانوتوي رحمه الله په ډول جليل القدر علماء ور سره ملګري وه.


طبابت: 
مولانا ګنګوهي رحمه الله د فقيه، محدث او قطب سره سره يو ښه طبيب هم ؤ. مولانا ګنګوهي رحمه الله د ۲۲ کلنۍ څخه طبابت شروع کړی ؤ. مولانا ګنګوهي رحمه الله طبابت په ډيرو خلګو کي مشهوره ؤ. حتیٰ ځني طبیبان چي به کله مريضان سول؛ نو د علاج لپاره يې  مولانا ګنګوهي رحمه الله ته مراجعه کول.


د اصلاح فکر: 
د برلي مولوي احمد رضا خان بریلوي (چي د بریلویانو د ډلي مشر دی) د ديوبند د اکابرو علماؤ په تکفير او هغو ته د ښکنځل کولو چي کمه طريقه اختيار کړې وه؛ هغه هر عالم ته معلومه ده. چي په دې اکابرو کي يې تر ټولو زياته نښانه، مولانا ګنګوهي رحمه الله ؤ. يو ورځ مولانا ګنګوهي رحمه الله خپل شاګرد مولانا محمد يحيٰ صاحب رحمه الله ته ؤويل چي د هغه تصانيف راته واوره وه، مولانا يحيٰ رحمه الله وفرمايل: حضرت پدې کي خو يې ډېر ښکنځل ليکلي دي، مولانا ګنګوهي رحمه الله ورته ؤويل: که څه هم ښکنځل وي راته يې ؤوايي، کېداسي يو معقوله خبره يې ليکلې وي او موږ به رجوع ځني وکو، او ځان به اصلاح کړو. سبحان الله!

 

علمي کار نامې:
 د مولانا ګنګوهي رحمه الله څخه ډېر تصانيف پاته سول؛ چي په هغو کي تر ټولو شهکار کتاب فتویٰ رشيديه ده. دا چي د مولانا ګنګوهي رحمه الله د کتابونو په اړه کوم مستند څه پيدا نه کړه؛ نو هم دومره مي وليکل.

 


 

وفات: 


په ۹ دجمادي الثاني ۱۳۲۳ھ ق کي دا د علم، عمل او اخلاص نمونه د دې فاني دنيا څخه کوچ وکی، په خپل پلرني وطن ګنګوه کي خاورو ته وسپارل سو. نړۍ د يوه عالم، مجاهد، فقيه، محدث، امام، مرشد او قطب څخه بې برخي سول. نورالله مرقده ورحمةالله عليه 

 

 د مولانا رشید احمد ګنګوهي رحمه الله مقبره 

مآخذونه
(۱)تذکرة الرشيد: مولاناعاشق الٰهي مرهټي رحمه الله 
(۲) اکابر ديوبند کيا تھے؟: مفتي محمد تقي عثماني صاحب
(۳) مشاهير علماء دارالعلو ديوبند : مفتي ظفيرالدين صاحب
(۴) انار کے درخت تلے: مولانا منصوراحمد صاحب 
(۵) پچاس جليل القدر علماء: حافظ اکبر شاه بخاري صاحب
(۶) شيخ الهند کے ديس ميں: مولانا الله ويسا صاحب
(۷) علماء ديوبند کے واقعات اور کرامات: حافظ مؤمن خان عثماني صاحب   او نور... .

 

سرته